شاته

ټرمپ او اولادونه یې په سترې جعل کارۍ کولو تورن شویدي

د امریکا د نیویارک ایالت لویې څارنوالې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د هغه د کورنۍ په نړیوال کاروبار او دریو اولادونو تور پورې کړی چې د ځانونو د شتمن کولو لپاره یې د خپلې دارایۍ ارزښت څو ملیارده ډالر جګ ښودلی او په "حیرانوونکې جعل کارۍ" تورن شویدي.

د دې ایالت لویې څارنوالې لتیشیا جیمز په حقوقې دعوې کې چې ۲۲۰ پاڼې لري او د نیویارک ایالت سترې محکمې ته سپارل شوې، مخکنی جمهور رئیس تورن کړی چې د خپل مالي ارزښت په هکله یې په منظمه توګه درواغ ویلي او د بیمې او بانکي پورونو د تر لاسه کولو لپاره یې د خپلو جایدادونو د ارزښت په ښودلو کې مبالغه کړې خو د کمې مالیې ورکولو په خاطر یې بیا د خپلو ملکیتونوارزښت کم ښودلی دی.

لویې څارنوالې ویلي چې ښاغلي ټرمپ د همدې کړنو له کبله ۲۵۰ ملیونه ډالر په غیر قانوني توګه تر لاسه کړی او د هغه د کمپنۍ (ټرمپ سازمان) څخه یې غوښتي چې دا پیسې بیرته وسپاري.

دا قضیه چې ښاغلی ټرمپ، کورنی کاروبار او درې اولادونه یې (ډونالډ جونیر، ایوانکا او اریک) پکې تورن شوي، ټولو یې پدې کاروبار کې مهم نقش درلود یوه مدني قضیه خو تر دوو کالونو تحقیقاتو وروسته میرمن جیمز خبریالانو ته وویل چې ټرمپ او کاروبار یې ددې ایالت د ګڼ شمیر جنایي قوانینو څخه هم سرغړونې کړي او حتی امکان لري د فدرالي قوانینو څخه یې هم سرغړونې کړې وي.

خو لا څرګنده نده چې آیا د نیویارک لویه څارنواله به د ښاغلي ټرمپ او کورنۍ په خلاف جنایي قضیه هم تعقیب کړي که نه.

په عین حال کې د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلې الینا حابا د نیویارک د لویې څارنوالې دا حقوقي دعوه د واک څخه ناوړه ګټه اخیستل بللي او د هغې ادعاوې یې بې اساسه بللي.

میرمن حابا ویلي، " دیته سترګې په لار یو چې د لویې څارنوالې د هرې بې بنیاده ادعا په مقابل کې د خپل مؤکل دفاع وکړو."

د نیویارک ایالت سترې محکمې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتې په ۲۵مې امر وکړ چې ټرمپ باید هره ورځ ۱۰ زره امریکایي ډالر جریمه تر هغه وخته ورکړي تر څو یې چې د لویې څارنوالې د تحقیقاتو لپاره د خپل حساب او مالیې اړوند اسناد نه وي ورکړي.

د نیویارک ایالت لویه څارنواله د فبروري د میاشتې په ۱۷مې پدې وتوانیده چې د دې ایالت قانع کړي چې پخپله پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، لور یې ایوانکا ټرمپ او یو زوی یې ډانلډ ټرمپ جونیر پداسې حال کې په مالیې کې د ټګۍ برګۍ کولو په تحقیقاتو کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي چې د ریښتیا ویلو لپاره یې قسم خوړلی وي.

خو ښاغلی ټرمپ بیا په میرمن لتیشا تور لګوي چې دا کار د سیاسي ملحوظاتو په خاطر کوي او د محکمې د حکم په خلاف یې د ایستناف غوښتنه وکړله.