شاته

امریکا د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو او ۷ جګپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو د "ایراني میرمنو د ځورولو، پر هغوي د تشدد کولو او د سوله ایزو مظاهره چیانو د حقونو څخه د سرغړاونو د تورونو" له کبله بندیزونه ولګول.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پنجشنبه سپټمبر ۲۲ (وږي۳۱) په یوې اعلامیې کې د ایران اخلاقي پولیس د "۲۲ کلنې مهسا امیني چې د نامناسب حجاب کولو په تور نیول شوې وه" د مړینې مسؤل وبلل.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د ایران د امنیتي ادارو ۷ جګپوړي غړي چې اخلاقي امنیت پولیس، اطلاعاتو وزارت، د پوځ ځمکنۍ قواوې، د بسیج مقاومت ځواکونه او انتظامي ځواک پدې بندیزونو کې شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي، " دا چارواکي د داسې ادارو مشري کوي چې په معمول ډول د سوله ایزو مظاهره چیانو، د ایران د مدني ټولنې غړیو، سیاسي مخالفینو، د میرمنو د حقونو فعالینو او بهایي ټولنې د غړیو د ځپلو لپاره د تشدد څخه کار اخلي."

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په یوې اعلامیې کې د اخلاقي امنیت پولیسو په بند کې د مهسا امیني مړینه "غمجنه او ظالمانه" پیښه بللې او یو ځل بیا یې دا کار غندلی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د مهسا د مړینې په غبرګون کې او د سوله ایزو مظاهره چیانو د ځپلو له کبله متحده ایالات د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو او د امنیتي ادارو په څو جګپوړو چارواکو د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله بندیزونه لګوي.

دا بندیزونه پدې معنی چې په متحده ایالاتو کې د دې ټولو کسانو جایدادونه او شتمنۍ ضبطیږي او د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې ته خبر ورکول کیږي. همدارنګه د امریکا هیڅ تبع نشي کولی چې ددې کسانو سره راکړه ورکړه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ایران باید په سیستماتیکه توګه د میرمنو ځپل بند کړي او خلک دې سوله ایزو مظاهرو ته پریږدي. په اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالات په ایران کې د بشري حقونو ملاتړ کوي او هغوي چې دا حقونه پایمالوي، مسؤل بولي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د مهسا امیني په مړینې ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه.

جیک سلیوان په اعلامیې کې ویلي چې د دې ۲۲ کلنۍ نجلۍ مهسا امیني مړینه "نه بخښل کیدونکې "ده.

په عین حال کې د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په ایراني چارواکو غږ کړی چې د میرمنو پر ضد تشدد پای ته ورسوي او د هغو کسانو سره یې د حساب کولو غوښتنه کړې چې ددې نجلۍ په مړینې کې مسؤل دي.