پېښور:اپوزیشن ګوندونه وایي بلدیاتي ټاکنو کې حکومت دټګۍ پلان جوړ کړی دی
حکومت مخالفه ګوندونو تور لګولی چې صوبايي حکومت پېښور ښار کې د مئیر په څوکۍ د خپل سياسي ګوند دغړي کاميابولو دپاره د يو سرکاري انتظامي افسر په مرستې سره په ټاکنو کې د ټګۍ کولو منصوبه بندي کوي
دمرکز لخوا دصوبو دپرمختیایي پنګو په ودرؤلو مخالف ګوندونه اندېښنې ښایي
پاکستان کې بیلابېلو حکومت مخالفه ساسي ګوندونو د مرکزي حکومت لخوا صوبو ته د ورکړل کيدونکو پرمختیایي پنګو دایسارولو غندنه کړې او دا يې يو غېر ایيني عمل بللی دی۔
ټانک: د پي ټي اېم د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې
د ټانک پوليسو د پي ټي ایم د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د ولسي غونډې پر مهال یې د ریاستي ادارو پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.
د علي وزیر قضيې بيا وځنډول شوې، په بله مقدمه کې بنو ته بوتلل کیږي، وکیل
د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر پرضد په دوه عدالتونو کې روانو قضيو اورېدنې وشوې په دواړو کې نېټې ورکړل شوې، او د خېبرپښتونخوا پوليس يې په بله مقدمه کې بنو ته بوځي.
برتانيې او پاکستان د افغانستان بشري بحران ته د ګډ غبرګون دپاره په نړيواله ټولنه غږ کړی
برتانيې او پاکستان په نړيواله ټولنه غږ او وکالت کړی چې د افغانستان بشري بحران ته دې په ګډه غبرګون اووايي، افغانان د طالبانو په افغانستان کې د واک راتلو وروسته د بشري بحران سره مخ دي.
راو انوار د نقيب مسيد د وژنې د پېښې په ځای موجود وو، تحقيقاتي افسر
د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې پخواني تحقيقاتي پوليس افسر عدالت ته ويلي، په پلټنو کې مالومه شوې چې راو انوار د نقيب مسيد د وژنې په وخت هلته په موقع موجود وو.
جېن ساکي: طالبان د ترهګرو په فهرست کې دي، منجمدې اثاثې نشي ورکړی کېدی
جین ساکي وویل طالبان "خصوصي ټاکل شوي نړیواله ترهګر ډله ده" او د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي نو ځکه د ډیرو ملکونو د مرکزي بېنکونو دپاره دا د خطر علامت دی
پایډ: پاکستان کې د بې روزګارۍ شرڅ 16 فیصد ده، حکومت دغه شرح شپږ اشاریه پېنځه فیصد څرګندوي
پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د شمیرو مطابق پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده ښځی هم بیروزګاره دي. سږ کال د جون په میاشت کې د پاکستان حکومت د سروی مطابق د کرونا وبا له وجی 20 مېلین نه زیات خلک بیروزګاره شوي دي.
پایډ: پاکستان کې د بې روزګارۍ شرح 16 فیصد ده
پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د شمیرو مطابق پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده ښځی هم بیروزګاره دي. سږ کال د جون په میاشت کې د پاکستان حکومت د سروی مطابق د کرونا وبا له وجی 20 مېلین نه زیات خلک بیروزګاره شوي دي.
پښتونخوا کې پرمختیایي پروژې په بهرنیو پورونو،څېړونکي څه وایي؟
اېشيايي پرمختیایي بینک په دې وروستيو کې دخېبر پښتونخوا دپينځوؤ سترو ښارونو پېښور، کوهاټ، مردان، مېنګورې او اېبټ اباد دښاروالۍ داسانتیاؤ لپاره د۳۸۵ میلينونه ډالرو يا ۹۸ اربو روپو دپور ورکولو اعلان کړی دی.
ملګري ملتونه: د طالبانو په واکمنۍ کې وژنې او د مېرمنو د حقونو خلاف ورزۍ کېږي
د ملګرو ملتونو د چارواکي په څرګندونو د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو د دې نه وړاندې طالبانو دا خبرې رد کړي چې کابل د نیولو وروسته یې وسله وال د انساني حقونو خلاف ورزۍ کړي او یا یې د پخواني حکومت امنیتي عسکر وژلي دي
پاکستان لپاره دداعش مشر داؤد مسید"لنګړا"خوست کې وژل شوی،امنیتي سرچینې
تراوسه افغان دولت،پاکستان یا داعش په دې اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینې وایي په لنګړا مشهور پاکستان کې دداعش امیر یا مشر داود مسید د دوشنبې په ورځ پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت خوست کې دنامعلومو وسله والو برید کې وژل شوی دی.
جاپان پاکستان ته دپولیو مخنیوي دپاره 43 نیم لکه ډالر ورکوي
دجاپان حکومت د پوليو وایروس ختمولو لپاره پاکستان ته د پولیو ویکسین د اخستو په موخه د43 لکو او 50 زرو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده.
د امریکا هوايي ځواک د کرونا ويکسينو څخه په انکار 27 کسان د نوکرۍ څخه لرې کړي
د امریکي هوايي ځواک د کرونا ويکسينو لګولو څخه په انکار کولو 27 تنه د نوکرۍ څخه لرې کړي دي. د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د چارواکو په خيال دا لومړی کسان دي چې د کرونا د ويکسينو لګولو د حکم نه منلو په سر د نوکرۍ څخه ويستل شوي دي.
د ايران سره په پوله بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی
د پاکستان پوځ ویلي، د ايران سره په پوله د ترهګرو په بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی، او پوځ دغه بريد ته کلک ځواب ورکړی دی.