شاته

جېن ساکي: طالبان د ترهګرو په فهرست کې دي، منجمدې اثاثې نشي ورکړی کېدی

امریکې د طالبانو دا غوښتنه رد کړې چې د افغانستان منجمدې اثاثې دې طالبانو ته ورکړی شي.

په کابل د طالبانو د واکمنېدو وروسته امریکې د 10 بېلین ډالرو مالیت د افغانستان هغه اثاثې منجمد کړي چې د امریکې په مالیاتي ادارو کې پرتې دي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د معمول خبري غونډې ته وویل امریکا نه غواړي چې د افغانستان مالي وسایل د طالبانو په لاس ورشي او طالبان ترې ګټه پورټه کړي او بل سبب یې دا دی چې طالبان اوس هم د امریکې او د ملګرو ملتونو د ترهګرو په فهرست کې شامل دي.

جین ساکي وویل طالبان "خصوصي ټاکل شوي نړیواله ترهګر ډله ده" او د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي نو ځکه د ډیرو ملکونو د مرکزي بېنکونو دپاره دا د خطر علامت دی.

مولوي امیر خان متقي
مولوي امیر خان متقي

جین ساکي د افغانستان د ګنګل شویو اثاثو په اړه دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې طالبانو دا غوښتنه تکراره کړه چې د هېواد پېسې دې دوی ته ورکړی شي.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې سره په کابل کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ مرکه کې د واشنګټن او د نورو ملکونو نه وغوښتل چې د افغانستان اثاثې دې دوی ته ورکړی شي.

ای پي وویل مقتي د طالبانو په ضد د پابندیو مخالفت وکړو او زیاته یې کړه چې په افغانستان بندیزونه به هېڅ ګټه ونلري.

د مقتي په قول "افغانستان بې ثباته کول او یا داسې افغانستان چې حکومت یې کمزوری وي، د هېڅ چا په مفاد کې نه دی."

جېن ساکي وویل د افغانستان اثاثې د امریکې او د ځینو نورو ملکونو په مرکزي مالیاتي ادارو کې پرتې دي او په داسې حال کې چې افغانستان د "غیریقیني" حالاتو سره مخامخ، دغو مالیاتي ادارو اثاثو ته خطر د کمولو په غرض یو شمېر تګلارې ځای په ځای کړي دي.

جین ساکي وویل دغو اثاثو ته لاس رسايي یوه "ډیره پېچیده مسله ده" او د ټولو اړونده همکارانو سره یې په رابطه کې په مستقل ډول کتنه کولی شي.

د وایټ هاوس ترجمانې زیاته کړه چې د امریکې په عدالتونو کې د موجوده مقدمو له امله هم د افغانستان اثاثو ته د طالبانو لاس رسايي وردول شوي ده.

هغې وویل دغه مقدمې د ناین الېون او د ترهګرۍ په نورو حملو کې ځپل شویو کسانو شروع کړي دي او عدالتونو لا نه دي فېصله کړي. "دا قانوني بهیرونه د پامه نشې غورځول کېدی او په نتیجه کې یې د دې پنګو حرکت په عارضي ډول د سږ کال تر اخېره پورې او په ممکنه توګه د زیاتې مودې دپاره ځنډېدلی دی."

جین ساکي وویل امریکا دا یقیني کول غواړي چې د افغانستان پېسې نېغ په نېغه افغان ولس ته ورسېږي او طالبان تې ګټه پورته نکړي.

هغې وویل د ټولو نه زیات "امداد کوونکي" ملک په حېث امریکا دا خبره یقیني کول غواړي چې د افغانستان اثاثې افغانستان ته ورکولو په نتیجه کې طالبانو ته ګټه و نه رسي.