شاته

پاکستان لپاره دداعش مشر داؤد مسید"لنګړا"خوست کې وژل شوی،امنیتي سرچینې

تراوسه افغان دولت،پاکستان یا داعش په دې اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینې وایي په لنګړا مشهور پاکستان کې دداعش امیر یا مشر داود مسید د دوشنبې په ورځ پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت خوست کې دنامعلومو وسله والو برید کې وژل شوی دی.

پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي پاکستان دپاره دترهګرې ډلې داعش مشر حاجي داؤد مسید دافغانستان په خوست ولایت کې نامعلومو وسله والو وژلی دی.

تراوسه افغان دولت،پاکستان یا داعش په دې اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینې وایي په لنګړا مشهور پاکستان کې دداعش امیر یا مشر داود مسید د دوشنبې په ورځ پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت خوست کې دنامعلومو وسله والو برید کې وژل شوی دی.

پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو سرچینو نه ډیوه ته دترلاسه شوؤ اسنادو له مخې حاجي داود مسید تر دې وړاندې دپاکستان په پولیس محکمه کې هم دنده ترسره کړې ده.

دغه معلومات ښایي چې هغه په کال ۲۰۰۴م کې دفرورۍ دمیاشتې په ۲۲مه نیټه دپاکستان پولیس محکمه کې دسپاهي په توګه بهرتي شوی ؤ اؤ بیا په کال ۲۰۱۳م کې داپریل په میاشت کې دپولیسو دلوړ پوړي چارواکي یا ایس پي سیکورټي په امر دپولیس محکمې څخه ګوښه کړل شوی ؤ.

معلومات ښایي چې په لنګړا مشهور دداعش دا ۳۹ کلن مشر کراچۍ کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو سره مقابله اؤ ‌قاید اباد سیمه کې د دوؤ پولیس عسکرو په وژنه کې هم ککړ ؤ.

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي داعش ډله په پاکستان کې کوم منظم شتون نه لري خو ددغه ډلي لخوا وخت په وخت د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ په غاړه اخستل کيږي او د څيړونکو په نظر په وروستيو کې پکې زياتوالی راغلی دی.

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ معلوماتو ترمخه داعش ډلې د نومبر په مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې د پينځوؤ بریدونو او د يو بريد ذمه واري په پنجاب صوبه کې منلې وه.

دافغانستان دچارو ماهر پېښور کې میشت د دي نیوز انګریزي ورځپاڼې خبریال مشتاق یوسفزی په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي نو په افغانستان او پاکستان دواړو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته ویلي چې داعش خراسان په پاکستان کې دومره منظم نه دی خو که مخنيوي يي و نه کړل شو نو په خپلو فعالیتونو کې چټکتیا راوستی شي.

دهغه په وینا " د پاکستان په لويو ښارونو کې دوئ (داعش) شته دی، دوئ په کوېټه کې شته، دوئ په پېښور کې هم داسې ښکاري چې خلک به یې وي او دوئ په کراچۍ کې هم کاروايانې کړي دي او هلته به يې هم خلک وي"

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت دنومبر په دویمه دداعش خراسان ديو لوړ پوړي مشر ثنا الله غفاري ترڅنګ ددغې ډلې دنورو مشرانو سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب نومونه دترهګرو ځانګړي نوملړ کې شامل کړي وؤ.

دافغانستان د استخباراتو پخوانی مشر او په تېر حکومت کې نايب صدر امرالله صالح په خپل په ټویټر دعوه کړې وه چې “غفاري د کال 2015 پورې د حقاني ډلې سره ؤ. کورنۍ يې په پاکستان کې اوسيږي او افغان اين ډي ايس يې ټوله کورنۍ په شکر دره کې لټولې ده. هغه د داعش د ټول افغانستان مشر نه دی “

افغانستان کې تر دې وړاندې هم دپاکستان مخالفه وسله والې ډلې ټي ټي پي اؤ داعش یو شمیر مهم مشران دنامعلومو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.