شاته

ملګري ملتونه: د طالبانو په واکمنۍ کې وژنې او د مېرمنو د حقونو خلاف ورزۍ کېږي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو یوې چارواکي ویلي په افغانستان د طالابنو د واکمنېدو نه پس د طالبانو سخت دریځه وسله والو د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د سلو نه زیات غړي وژلي دي او طالبان واړه هلکان د عسکرو په حېث جلب کوي او د مېرمنو د حقونو سرغړونه کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې نایب مشرې نادا النشیف وویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پخوانو غړو نه علاوه د داعش خراسان وسله والې ډلې لږ تر لږه پنځوس وسله وال هم وژل شوي دي، چې زیاتره اعدام شوي او سرونه یې قلم کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا ته خپل تقریر کې مېرمن النشیف وویل د طالبانو د واکمنیدو نه پس د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې غېرقانوني وژنې شوي دي او د مېرمنو او جینکو په قدغنونه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وویل افغان کورنۍ د سخت غربت او لوږې سره مخامخ دي، د ماشومانو نه مشقت اخیستل کېږي، په کم عمرۍ کۍ ودونه کولی شي عن تر دې چې ماشومان هم خرڅول

النشیف وویل په سلو کې د دوه اوویه پخوانيو امنیتي عسکرو د وژنې الزام په طالبانو پورې کېږي او په ډیرو موقعو د وژل شویو کسانو مړي په عامو ځایونو کې ځوړند کړی شوي وو چې په خلکو کې یې ویره خپره کړې ده.

النشیف وویل دا میاشت د طالبانو په جاري شوي اعلامیه کې د ښځو د تعلیم، کاروزګار، د حرکت د ازادۍ او په عام ژوند کې د مېرمنو د برخه اخیستلو په اړه څه نه دي وېل شوی.

هغې وویل د اګست د میاشت راهسې اته افغان فعالان او دوه خبریالان وژل شوي دي او ملګرو ملتونو د 59 کسانو په غېر قانوني توګه د نیول کېدو پېښې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکي وویل د افغان ججانو، حکومتي وکیلانو او په خصوصي توګه د عدليي مېرمنو کارکوونکو معامله د سخت تشویش وړ ده.

د افغانستان د پخواني حکومت استازي هم د طالبانو په واکمنۍ په پراخه کچه د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات پورې کړل.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ناصر احمد اندېشه وویل په کابل د پوځي طاقت دلارې د طالبانو د قبضې وروسته نه یوازې د دوو لسیزو پرمختګ په شا تللی دی بلکې طالبان په جار داسې سرغړونې کوي چې خبرونه یې زیاتره مخې ته نه راځي.

د ملګرو ملتونو د چارواکي په څرګندونو د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو د دې نه وړاندې طالبانو دا خبرې رد کړي چې کابل د نیولو وروسته یې وسله وال د انساني حقونو خلاف ورزۍ کړي او یا یې د پخواني حکومت امنیتي عسکر وژلي دي.

په کابل د واکمنېدو نه پس طالبانو مخالفینو ته دپاره د عامې معافۍ اعلان هم کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي