شاته

جاپان پاکستان ته دپولیو مخنیوي دپاره 43 نیم لکه ډالر ورکوي

دجاپان حکومت د پوليو وایروس ختمولو لپاره پاکستان ته د پولیو ویکسین د اخستو په موخه د43 لکو او 50 زرو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده.

دپاکستان د پوليو پروګرام قامي کوارډينېټر ډاکټر شهزاد بیګ ډيوه سره خبرو کې ویلي چې دجاپان ددې مرستې د لارې به د پوليو ضد 24 ميلينه خوراکونه اخلي او دغه خوراکونه به د هېواد نزدې 2 کروړه او 50 لکه ماشومانو ته ورکړی کېږی.

د جاپان حکومت دپاکستان پوليو ضد پرورګرام ته دا امداد په داسې وخت کې ورکړی چې د چارواکو ترمخه پاکستان کې سږکال د پوليو يوازې يوه پېښه رپورټ شوې ده.

ویل کېږي چې دا امداد به د پوليو ضد ویکسین د 2 کروړه او 40 لکه خوراکونو د اخستلو لپاره کارول کېږي.

ډيوه سره خبرو کې دپاکستان د پوليو پروګرام قامي کواردينېټر ډاکټر شهزاد بیګ وايي سږ کال دپوليو د مخنیوي په هڅو کې په زړه پورې پرمختګ شوی او د کرونا وبا د ننګونو باوجود دهېواد دننه د پوليو پېښو کې کمی راغلی دی.

تېر کال 2020م کې په پاکستان کې د پوليو 84 پېښې رپورټ شوې وې خو د سږني کال په لمړو 11 مياشتو کې تر اوسه د پوليو يوازې يوه پېښه د جنورۍ میاشت کې دبلوچستان قلعه عبدالله سیمه کې مخې ته راغلې وه.

ورځپاڼه ډان پاکستان کې د جاپان د سفير له قوله لیکي چې "مونږه اوس د پوليو څخه دپاک پاکستان نه یواز دیوګام په واټن ولاړ یو"

ډاکټر شهزاد بیګ وايي مونږ اوس په دې راون مهم کې خپل ټول پام د افغانستان څخه راتلونکې ګرځنده ابادۍ ته رااړولی دی ولې چې دغه خلک د ځان سره پاکستان ته هم وایرس راوړی شي.

نوموړي وويل چې دخېبر پښتونخوا دټانک او ډېره اسماعیل خان سيمو په چاپیريال کې هم د پوليو وایرس نمونې یا نخښې موندل شوې دي او هڅه کوي چې دا وايرس ددغه سيمو نه بهر لاړ نه شي او غواړي چې د سيمې یو ماشوم هم د پوليو ضد واکسین څخه پاتې نه شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې سږکال په افغانستان کې هم دپوليو وایرس څلور پېښې رپورټ شوې دي او د پاکستان د پوليو پروګرام چارواکي وايي د افغانستان څخه پاکستان ته راتلونکي زياتره خلک د خېبر پښتونخوا جنوبي سيمو، کراچۍ، کوټه او قلعه عبدالله ته ځي او دوئ به هڅه کوي چې دغو سيمو ته تلليو افغان ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

دا مهال په پاکستان کې هم د پوليو ضد مهم روان دی او د يونيسف ترمخه هم ددې سره برغ د پوليو ضد کمپاين په افغانستان کې هم روان دی چې د روانې میاشتې تر 16مې نېټې به جريان ولري.

د افغانستان دننه روان دې مهم کې به د هېواد 9.9 ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه پاتې دي چرته چې اوس هم د پوليو یا ګوزڼ د ناروغۍ وایرس شتون لري.