شاته

د امریکا هوايي ځواک د کرونا ويکسينو څخه په انکار 27 کسان د نوکرۍ څخه لرې کړي

د امریکي هوايي ځواک د کرونا ويکسينو لګولو څخه په انکار کولو 27 تنه د نوکرۍ څخه لرې کړي دي. د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د چارواکو په خيال دا لومړی کسان دي چې د کرونا د ويکسينو لګولو د حکم نه منلو په سر د نوکرۍ څخه ويستل شوي دي.

د خبر ترمخه د امريکا هوايي ځواک خپلو سرتيرو د نومبر دوېمه نېټه ټاکلې وه چې ويکسين ولګوي، خو ويل شوي په لسګونو نور ډېر داسې دي چې هغوی انکار کړی يا يې د استثنا خواست کړی دی .

د هوايي ځواک وياندې اېن سټېفنک د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، دا لومړی ځل دی چې د هوايي ځواک څخه په انتظامي توګه د ويکسينو نه لګولو له امله د هوايي ځواک نه کسان ويستل شوي دي.

هغې ويلي، دغه کسان د ګومارل کېدو په لومړي پړاو کې وو، دا ځوانان او په لاندې کچه عهدو وو. خو هوايي ځواک دا نه ده په ډاګه کړې چې دوی په کوم ډول لرې کړی شوي دي. ويل شوي قانون جوړونکي په دې کار کوي چې که سرتيري د ويکسينو څخه انکار کوي هغوی به په کومه طريقه لرې کولی شي.

پېنټاګون روان کال ويلي ټول پوځي سرتيري هغه که په ډيوټۍ دي، ملي امنيت کې دي او که ريزرو وي د هغو دپاره ويکسين ضروري ګرځول شوي وو.

د دفاع وزیر لوېډ اسټن ويلي، ويکسين د سرتيرو دپاره ضروري دي.

سټېفنک ويلي، دغه 27 کسانو د انکار دپاره په طبي، انتظامي يا مذهبي بنياد استثنا دپاره خواست نه وو کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې د حکم نه منلو له امله دغه کسان په رسمي توګه د نوکرو څخه لرې کړی شوي دي.

وياندې ویلي، ممکنه ده د دغو کسانو په ريکارډ کې ځينې نورې سرغړونې هم وي، خو د دوی په لرې کولو کې يوه خبره د ويکسينو نه انکار کول وو.

په امریکا کې دا غېر معمولي خبره نه ده چې د حکم په نافرمانۍ پوځي سرتيري د نوکرۍ څخه لرې کړی شوي دي، ډسپلن يا حکم منل د پوځ بنيادي اصول وي.

د وياندې په وېنا په امریکا کې د کال 2021 په لومړو نهو مياشتو کې نزدې 1800 کسان د حکم نه منلو په سر لرې کړی شوي دي.