د ايران سره په پوله بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی
د پاکستان پوځ ویلي، د ايران سره په پوله د ترهګرو په بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی، او پوځ دغه بريد ته کلک ځواب ورکړی دی.
پېنډۍ: په وسله وال بريد کې يو پوليس سرتيری وژل شوی، دوه نور ژوبل
د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد سره جوخت راولپنډۍ ښار کې په يو وسله وال برید کې يو پوليس سرتيری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي، لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.
امریکا: د کابل په ډرون بريد کې به کوم پوځي ته سزا نه ورکول کيږي
امریکا ويلي، کابل کې په خطا سره کړي ډرون بريد کې ککړ کوم پوځي سرتيري ته به سزا ور نه کړی شي، په کوم بريد کې چې لس ملکي وګړي وژل شوي وو.
زلمی خلیلزاد: طالبان دې د خپلو تېرو غلطیو نه سبق واخلي او افغانستان دپاره دې ښه آینده غوره کړي
زلمي خلیلزاد د وایس آف امریکه اردو سروس سره په مرکه کې دا هم ویلي چې د حالاتو او شرایطو په تناظر کې، د دوحې لوظنامه، یوه بهترینه لوظنامه وه چې هغه د طالبانو سره لاسلیک کړه.
د ملګرو ملتونو چارواکی: د اقتصادي بدحالۍ د مخنیوي دپاره افغانستان د پېسو انتقال ته ضرورت لري
افغانستان سره د پېسو د امداد په اړه د ملګرو ملتونو چارواکي وویل وړاندې یې دا پام و چې د ژمي موسم به یوازې په بشري امداد تېر شي."مونږ ته اوس معلومه شوه چې دا (یوازي بشري امداد) به کافي نه وي. مونږ ته زیات ضرورت دی."
د ټي ټي پي په اړه د اطلاعاتو وزیر وايي د ایین نه منوونکو په ضد به جنګ کولی شي
څېړوونکي وايي د زيارت، پنجشنبې، د ورځې راپديخوا د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د ډز بندۍ د ختمېدو نه پس په دوو ورځو کې ټي ټي پي د دريو بريدونو ذمه واري په غاړه اخېستې ده
د افغانستان بحراني اقتصاد: د یو ډالر بېعه ۱۲۵ افغانیو ته لوړه شوه
د کابل د زرمبادلې مشهوره بازار، سرای شهزاده د صرافانو یو مشر محمد طاهر قیومي رائټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي چې،"ډالر د بازار نه ورک شوي دي."
د امریکې او د قطر خارجه وزیرانو د افغانستان په تازه صورتحال خبرې کړي دي
ای پي وویل د طالبانو د واکمنېدو نه پس د افغانستان په زیاترو برخو کې د اووم نه تر د دولسو ټولګي پورې جېنکۍ سکولونو ته نشي تللی او د حکومت ښځینه کارکوونکو ته په کور ت کښېناستلو وېل شوي دي.طالبانو ویلي په دې لړ کې به مېرمنو دپاره د دوی د شریعت د تشریح سره سم حالات برابروي
بلوچستان کې نن د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی
په بلوچستان ايالت کې هم نن د ګل/دوشنبې په ورځ (13دسمبر) د پوليو ضد د کال اخرنی کمپاين پېل شوی، او په ټولو ضلعي مرکزونو کې د کمپاین پرانسته شوې او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.
اسلام باد هايکورټ: د خلکو په زوره بې درکه کولو ذمه وار حکومتي مشران دي
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ ويلي، د خلکو په زوره د بې درکه کولو زمه وار حکومتي مشران دي او ولې نه چې په حکومتي مشرانو يا چيف اېګزېکټيو باندې ارټيکل شپږم يا د غدارۍ مقدمه ولګول شي.
اېچ ار سي پي: د پي ټي اېم د ايين او قانون لاندې خبرو ته په ميډیا کې ځای نه ورکول د اندېښنې وړ خبره ده
په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان ويلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) څرګندونې او غوښتنې د پاکستان د ايين او قانون لاندې وي، خو بيا هم ورته په پاکستانۍ ميډيا کې ځای نه ورکول کيږي کومه چې د اندېښنې وړ خبره ده.
د ګوادر احتجاج کوونکي وايي، وزیراعظم دې نوټس عملي کړي
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ګوادر د احتجاج په اړه د نوټس اخستو ټویټ ته په ځواب کې د احتجاج کوونکو مشر ويلي، وزيراعظم خبر (نوټس) اخستی خو دوی ترې د عملي کولو تمه لري.
خادم حسېن: د قامي ژبو او کلتورونو شاته غورځولو سره، ملک خپل تاوان کړی دی
وتلی پوهاند خادم حسېن وايي، که يو ملک يا رياست په خپله جغرافیه کې مېشتو قومونو، کلتورونو او ټولنو ته په فېصله سازۍ، د دولت په وېش او نورو ټولو چارو کې پوره او د برابرۍ برخه ور نه کړي، نو دغه ملک به په خپله د دغو شتمنيو نه محرومه پاتې کيږي.
امریکا کې راغلي توپان او بړبوکو 100 ته نزدې کسان وژلي
د امريکې په شپږو جنوبي او منځني رياستونو کې د جمعې په ورځ راغلي غېر موسمي توپان او بړبوکو کې د مړو شمېره د اتوار په ورځ نوره سېوا شوې خو د ژغورنې ادارو ويلي، دوی هيله کوي چې نور بچ شوي کسان به هم وژغوري.
روس ته د جي-۷ ډلې خبرداری: په اوکراین باندې برید به عظیم انجام ولري
د جي-۷ ډلې هېوادونه چې د نړۍ جمهوري اقتصادي طاقتونه ګڼل کیږي، د اتوار/یکشنبې په ورځ يې روس ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین سرحد په غاړه دې خپل د پوځیانو شمېر راکم کړي که نه نو د "عظیم" اقتصادي انجام سره به مخ شي.