ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: طالبان په خپلو ژمنو عمل نکوي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي غلام محمد اسحاقزي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په ځانګړي غونډه کې وویل طالبانو چې په دوحه او نورو نړیوالو غونډو کې کومې ژمنې کړې وې، یوه هم نه ده عملي کړې.
ګوتېرش: نړۍ باید افغانستان یوازې پرېنږدي
ملګرو ملتونو نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵)د افغانستان د روان وضعیت په اړه ځانګړېغونډهوکړه له نړیوالو وغوشتل شو چې افغانستان یوازې پرېنږدي.
د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې باید د غمیزې مخه ونیول شي
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان د زیاتې تراژیدۍ د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه قاطعانه عمل وکړي.
بریتانیا د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ناکامي بولي
بریتانیا په افغانستان باندې د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ناکامي بولي او جرمني بیا د دې کار پړه تر یوې اندازې د امریکا په داخلي سیاست اچوي.
د کابل ښار د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ ورځ
طالبان تیره شپه کابل ته ننوتل او د ښار د ټولو برخو کنټرول یې ترلاسه کړ او نن یې د ښار په بیلابیلو برخو کې ګزمې او پهرې پیل کړي.
د کابل د هوایي ډګر په ګډوډیو کې پنځه تنه وژل شوي
د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې پنځه تنه د دوشنبې په ورځ په بې نظمۍ کې پداسې حال کې ووژل شول چې د عیني شاهدانو په وینا په زرګونه کسان د طالبانو له ویرې غواړي له هیواد څخه وتښتي.
چین: له طالبانو سره د "دوستانه اړیکو" لپاره چمتو یو
د طالبانو له لوري د افغانستان د مرکز کابل له نیول کېدو وروسته چین ویلي دي چې له افغانستان سره د اړیکو پاللو ته چمتو دی.
روسیه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د هغوي د حکومتدارۍ اصول ګورو
د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي ټاکل شوې په کابل کې د روسیې سفیر سبا سه شنبې د طالبانو سره وګوري.
ملا برادر: د آزمایښت وخت اوس پیلیږي
د طالبانو د ډلې یو جګپوړي غړي ملا برادر اخوند د کابل د ښار نیول د افغانستان ټول ولس او په ځانګړي ډول د کابل ولایت اوسیدونکو ته تبریک ویلی.
د نیوزلینډ صدراعظمه: د طالبانو غواړم میرمنې کار او تعلیم ته پریږدي
پداسې حال کې چې طالبانو په کابل کې د جمهوري ریاست ماڼۍ نیولې او لا یې د حکومتدارۍ د بڼې په هکله څه ندي ویلي، د نیوزلینډ صدراعظمې جسیندا آردرین د هغوي نه غوښتي چې د بشري حقونو درناوی دې وکړي.
په هایټي کې په زلزلې کې مړو شمیر تر ۱۲ سوو واوښت
پداسې حال کې لا هم د ژغورنې مسؤلین لګیا دې د خاور خزلو لاندې د مړو او ژوندیو پسې ګرځي، خو چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ په قوي زلزلې کې مړو شویو کسانو شمیر د ۱۲ سوو نه پورته شو. د هیواد په اکثریت سیمو کې خلکو شپه د خپلو کورونو مخې تیره کړې ځکه د هغوي سره د زلزلې د نورو ټکانونو د راتګ ویره ده. حکو ومت د خلکو د لټون لپاره درانده وسایل استولي خو په یو شمیر سیمو خلک په لاسونو ځمکه کیندي او د خپلو عزیزانو لټون کوي. یو ژوندی پاتې شوی مارسل فرانکوز وایي د خپل موبایل له برکته د مرګ نه وژغورل شه. د هغه کشر ورور جوب فرانکوز د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "د ورور زنګ راغی او راته یې ویل راشه ما وژغوره. هغه راته ویل سا مې بنده شوې او راته یې وویل کې د کانکریټ لاندې ګیر پاتې دی. " ګاونډیانو څه باندې ۱۰ ساعته وروسته ښاغلي فرانکوز او د هغه لس کلنه لور د خاور خزلو د لاندې نه ژوندي راویستل. په هایټي کې چارواکو ویلي چې د شنبې د ورخې په زلزلې کې چې شدت یې ۷.۲ درجې و تر اوسه د ۱۲۹۷ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی. په زلزلې کې څه باندې ۱۳۶۰۰ ودانۍ ړنګې شوې او ۱۳۷۰۰ ته څه نه څه زیان رسیدلی. سل ګونه کسان لا هم د خاوز خزلو لاندې ګیر پاتې دي. مسؤلین وایي په زلزلې کې شاوخوا ۵۷۰۰ کسان ټپي شوي هم دي.
پنټاګان: د کابل د نړیوال هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره یو لړ اقدامات بشپړ شوي
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره یې یو لړ اقدامات کړیدي چې امریکایي مامورین او متحدین یې په نظامي او ملکي پروزانونو کې په خوندي توګه د افغانستان نه ووځي.
جانسن: له وخته مخکې په کابل کې نوی حکومت په رسمیت نه پیژنو
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د یکشنبې په ورځ ( د زمري ۱۵) وویل، "کابل ته د طالبانو د ډلې ننوتنو سره، بریتانیا به هڅه وکړي چې له وخته مخکې د نوي حکومت په رسمیت له پیژندو ډډه وکړي".
پر افغانستان د طالبانو واکمنیدل؛ د امریکا د کانګریس د غړیو غبرګون
پر افغانستان د طالبانو واکمنیدل او کابل ته ددغې ډلې له ننوتو ته د امریکا د کانګریس یو شمیر غړوپ دې وضعیت غبرګون ښودلی دی.
بلینکن: په افغانستان باندې د طالبانو تسلط 'بې حده زړه درونکی' دی
بلینکن په افغانستان باندې د طالبانو مسلط کیدل او د کابل حتمي پرځېدل یې "بې حده زړه دردونکې" ګڼلي دي.