شاته

چین: له طالبانو سره د "دوستانه اړیکو" لپاره چمتو یو 

د طالبانو له لوري د افغانستان د مرکز کابل له نیول کېدو وروسته چین ویلي دي چې له افغانستان سره د اړیکو پاللو ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو څو ځله هیله څرګنده کړې چې له چین سره ښې اړیکې ولري.

وزارت وایي طالبان هیله لري چې چین د افغانستان په بیا رغاونې او پرمختګ کې برخه ولري.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، " مونږ یې هرکلی کوو. چین د افغانستان د ولس دې حق ته درناوی کوي چې هغوي خپل سرنوشت پخپله وټاکي. مونږ چمتو یو چې د افغانستان سره دوستانه او د همکارۍ اړیکې وپالو. "


چین همدارنګه له طالبانوڅخه غوښتي چې واک دې په سوله ایزه توګه تر لاسه کړي، د ټول شموله اسلامي حکومت لپاره دې خپله ژمنه پر ځای کاندي او د افغان ولس او بهرنیانو د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

بیجېنګ له ډېر پخوا څخه دا اندېښنه لرله چې افغانستان د د غه هېواد د سین یانګ ایالت د اویغور مسلمانانو لپاره د فعالیت په یوه سیمه بدله شي. خو چارواکي وايي چې د طالبانو استازو د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ وي» سره په ملاقات کې ډاډ ورکړ چې افغانستان به د ترهګرو د استعمال مرکز نه وي.

اسوشیتدپرس وايي چین د دغو خبرو په بدل کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او په دغه هېواد کې د پانګونې ژمنې کړې.

چین نن دوشنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵) له افغانستان سره د اړیکو د ژور کولو لپاره د رامنځ ته شوي فرصت «هرکلی» وکړ. افغانستان د نړۍ سترو قوتونو ته د افغانستان د جیو-ستراتېژیک موقعیت له کبله ډېر مهم دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «طالبانو په وار وار له چین سره د اړیکو رغولو باندې ټېنګار کړی او هغوی هیله لري چې چین د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ کې برخه واخلي.»

چین له افغانستان سره شاوخوا ۷۶ کیلیو مېتر سرحد لري.‌په داسې حال کې چې طالبان کابل ته داخل شوي، چین وایي سفارت یې لا هم فعال دی خو څو میاشتې مخکې یې له دغه هېواد څخه یې د خپلو خلکو د اېستلو بهیر پيل کړی و.