شاته

ملا برادر: د آزمایښت وخت اوس پیلیږي

د طالبانو د ډلې یو جګپوړي غړي ملا برادر اخوند د کابل د ښار نیول د افغانستان ټول ولس او په ځانګړي ډول د کابل ولایت اوسیدونکو ته تبریک ویلی.

د رویټرز خبري اژانس د یوې ویډیو پر اساس چې طالبانو خپره کړې په یو راپور کې ویلي چې ملا براد دا څرګندونې د خپلو ملګرو سره یو ځای کړي خو دا یې ندي ویلې چې ویډیو چیرته ثبت شوې.

د طالبانو دا جګپوړی مشر په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر دی او څه موده په پاکستان کې بندي هم و.

ملا برادر پدې ویډیو کې ویلي ، "د دې ستر بري مبارکي د افغانستان ټول ولس او په ځانګړي ډول د کابل اوسیدونکو او مجاهدینو ته وایم.

د طالبانو دغه رهبر چې ویل کیږي د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله مرستیال هم دی په ویډیو کې ویل، "داسې توقع نه کیده چې مونږ به دا ډول کامیابه کیږو. "

برادر دا کامیابي "بې جوړې" وبلله او زیاته یې کړه چې "غرور باید ونلرو. د امتحان وخت اوس رارسیدلی. اوس د دې وخت راغلی چې ملت ته خدمت وکړو. او چې څنګه هغوي ته آرام، امنیت او آیندې اطمینان ورکړو. "

د طالبانو د ډلې مرستیال دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې یوه ورځ وړاندې طالبانو د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله او جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلو همکارانو سره تاجکستان ته ولاړ.

ښاغلي غني په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې یوازې دوه انتخابه یې لرل چې یا به د طالبانو په وړاندې درېږي چې په خبره یې په دې صورت کې به ډېر خلک وژل شوی او کابل به لا وران او ویجاړ شوی وای.

هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي‌دي: «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم. »

سره لدې چې طالبانو ویلي چې د عامو خلکو د آرامښت لپاره به کار کوي او آن دا چې هغوي ته چې د افغانستان د حکومت سره یې کار کړی، عفوه کوي خو ډیری کسان د طالبانو په خبرو اعتبار نلري.