شاته

جانسن: له وخته مخکې په کابل کې نوی حکومت په رسمیت نه پیژنو

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د یکشنبې په ورځ ( د زمري ۱۵) وویل، "کابل ته د طالبانو د ډلې ننوتنو سره، بریتانیا به هڅه وکړي چې له وخته مخکې د نوي حکومت په رسمیت له پیژندو ډډه وکړي".

د بریتانیا صدراعظم وايي، هغو هېوادونو سره د یو ځای کیدو په لټه کې دي چې د نوي حکومت د چلند لپاره، ورته شرایط ږدي.

صدراعظم جانسن وايي، له افغانستان نه د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا متحدو ایالتو پریکړه، د "وضعیت د خرابیدو" لامل شوه.

یو شمېر هیوادونه هڅه کوي چې له افغانستان نه خپل وګړي وباسي، ښاغلي جانسن خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې برتانیا له افغانستان نه خپل زیات شمېر وګړي ایستلي، او زیات چټک یې کار کړی ترڅو وکولای شي د قونسلي برخې کار کوونکي هم له هغه هېواد نه بهر کړي.

د بریتانیا صدراعظم وویل، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سېمه کې د بریتانیا د اردو دخالت کم شوی او زیاته یې کړه چې د برتانیا حکومت به په کابل کې د نوي حکومت د جوړیدو پر تعامل، تمرکز وکړي.

کله چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه وشوه، د برتانیا حکومت هم د ناټو سازمان د نورو غړو هېوادونو په څیر د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړل.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي چې د کابل له تصرف وروسته ددې ډلې د غړو مسولیت لا نور هم زیات شوی، او د خپلې ډلې له غړو یې غوښتي چې غرور و نه کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چې دا ډله به د امنیت په ټینګښت او د خلکو ارام ژوند لپاره هڅه وکړي.