شاته

د کابل د هوایي ډګر په ګډوډیو کې پنځه تنه وژل شوي

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې پنځه تنه د دوشنبې په ورځ په بې نظمۍ کې پداسې حال کې ووژل شول چې د عیني شاهدانو په وینا په زرګونه کسان د طالبانو له ویرې غواړي له هیواد څخه وتښتي.

سمدستي نده څرګنده شوې چې دغه کسان څنګه ووژل شول. یو امریکایي چارواکي ویلي چې امریکایي ځواکونو هوایي ډزې وکړې چې د پوځي الوتکې په لور د خلکو د یرغل مخه ونیول شي، الوتکې غوښتل د امریکا د سفارت دپلوماتان وباسي.

یو عیني شاهد چې ۲۰ ساعته یې په هوایي ډګر کې پدې هیله تیر کړي چې له هیواده ووځي د رویترز اژانس ته ویلي، دا نده څرګنده چې دغه پنځه کسان په ډزو کې او که په ګڼه ګوڼه کې وژل شوي دي.

امریکایي چارواکي سمدستي په هوایي ډګر کې د تبصرې لپاره موجود نه وو.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې امریکایی ځواکونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هوايی ډزې کړې دي.

حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې په زرګونو خلک په دې هیله چې امریکا ته به په امریکایي الوتکو کې ولاړ شي د تیرې شپې یوې بجې راهیسې راټول شوي.

په دې کسانو کې ډیرې کورنۍ ماشومان او ښځې هم شاملې دي او پرته د سفر د قانوني اسنادو له لرلو بهر ته د تللو په نیت د اوازو په بنسټ هوايي ډګر ته ځانونه رسولي دي.

نن د دوشنبې د ورځې اګست ۱۶ (زمري ۲۶) سهار هم په سلګونو کسانو هوایی ډګر ته د ننوتلو هڅه کوله چې د هوایي ډکر په مخ کې ولاړو طالب وسله والو د هوایی ډګر څخه ددغو کسانو د لرې کولو لپاره څو ځلې هوایي

ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز یی استعمال کړ، خو د خلکو ګڼه ګوڼه لا هم په هوایي ډګر کې هماغسې ده.

د حامد کرزي هوایی ډګر لومړۍ دروازې مخ ته طالب وسله وال ولاړ دي او د هوایی ډګر دننه امریکایی ځواکونه میشت دي.

په ښار کې عمومي وضعیت ارام دی، طالبان د ښار په ځینو برخو کې ګزمه کوي او د ښار په ځینو برخو کې د سهار وروسته یو څه ګڼه ګوڼه لیدل کیږي.