شاته

بریتانیا د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ناکامي بولي 

بریتانیا په افغانستان باندې د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ناکامي بولي او جرمني بیا د دې کار پړه تر یوې اندازې د امریکا په داخلي سیاست اچوي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري۲۴) په ارګ ورننوتل او خپل بری یې اعلان کړ، خو د طالبانو واکمنۍ ته په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د بریتانا د دفاع وزیر بن والاز نن دوشنبه وویل چې د افغانستان سقوط «د نړیوالې ټولنې ناکامي»‌ ده. هغه د بي بي سي تلویزون ته ویلي: «موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان کار تمام نه دی. دا یوه ناحل شوې ستونزه ده او نړۍ باید مرسته وکړي.»

ښاغلي والز په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړۍ شل کاله مداخله « ضایعه شوې نه ده، هغه بې ځایه نه وه،» خو په خبره یې په دې برخه کې د لویدیځو قدرتونو سیاسي بصیرت نیمګړی و.

هغه وویل: «دا یوه ناکامي ده، دا د نړیوالې ټولنې ناکامي ده چې نپوهېده تاسو په یو شپه کې مسایل نشی حل کولای.»

په همدې حال کې د جرمني صدراعظمې انکلا مرکل ته نژدې سرچینې وايي‌ چې هغې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو پړه تر یوې اندازې د امریکا په داخلي سیاست اچولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د مېرمن مرکل د ګوند د سرچینو په حواله لیکلي دي چې هغې ویلي دي ‌چې له شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه د ناټو وتل د «امریکا د پرېکړې» په اساس شوي چې تر یوې اندازې «داخلي سیاسي عوامل» یې دلیل ګڼل کیږي.

مېرمن مرکل ویلي دي: «موږ تل ویلي وو که امریکا پاتې کیږي، موږ پاتې کیږو.» وايي چې دا حالت د ډېرو لپاره او په خاص ډول د افغانو ښځو لپاره سخت دی.

امریکایي چارواکي وایي چې په افغناستنا کې یې پاتې کېدل د هېواد په ملي ګټې نه دي او ولسمشر بایډن له افغان مشرانو څخه غوښتي وو چې د خپل ولس لپاره مبارزه وکړي.

ولسمشر جوبایډن واک ته له رسېدو څو میاشتې وروسته اعلان وکړ چې د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه سرتېري وباسي او د ناټو نورو غړو هېوادونو هم خپل سرتېري واېستل او د راپورنو په اساس دغه کار طالبانو ته د پرمختګ زمینه برابره کړه.

له هغه وروسته چې د سیاسي‌ تفاهم هلو ځلو نتیجه ورنکړه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه ووت.

طالبان تېره ورځ کابل ونیوه، ارګ ته ننوتل او خپل بری یې اعلان کړ.