د فلوریډا والي د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپله کاندیدي اعلانوي
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت والي ران ډي سانټیز چارشنبه مې ۲۴ (غبرګولي۳) د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل ځان د جمهوري غوښتونکي ګوند د یو کاندید په توګه اعلان کړي.
کابل کې اعتراض کوونکو میرمنو د طالبانو د زندانونو د څار غوښتنه وکړه
په کابل کې یو شمیر اعتراض کوونکو میرمنو د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو په ناوړه وضعیت د انتقاد تر څنګ د نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د زندانونو د څار غوښتنه کړې.
عمران خان: په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشي د بیا نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ځنګل قانون حاکم دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ د سې شنبې په خپرونه کې د امریکا د بودجې، د عمران خان نه د پوښتنو ګروېږنو او د کنز په نړیوال فسټیوال کې د افغانو ښځو پر ژوند د یوه مستند فلم په اړه مهم رپوټونه لرو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
امریکا له سودان او ګاونډیانو سره یې ۲۴۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له سودان او د سودان د ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۴۵ میلیون ډالرو نوې مرستې اعلان کړې.
پولیسو هغه کس نیولی چې سپینې ماڼۍ ته یې نږدې له امنیتي کټارې سره موټر جنګولی
د امریکا د مخفي خدماتو پولیسو اداره وايي د یو ټرک چلوونکی یې د دوشنبې په شپه وروسته له هغه ونیو چې موټر یې سپینې ماڼې ته څېرمه له یوې کټارې سره ټکر کړ.
اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي - مقامات
په پاکستان کې چارواکي وايي چې اورپکو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي او نهه ټولګي یې وران کړي دي. دا پېښه تېره شپه د «حسوخېل» او «ګل موسکی» په سیمو کې شوې ده. په سیمه کې یو چارواکي ریحان ګل خټک وویل: «اورپکو د نجونو په دوو دولتي ښوونځیو کې دننه ماینونه ځای ځای په کړي او بیا یې د شپې ناوخته الوځولي دي.» نوموړي وویل چې شپږ ټولګي د «حسوخېل» او درې «د ګل موسکی» په ښوونځیو کې وران شوي دي. هغه فرانس پرس اژانس ته وویل: «یقینآ چې اورپکو دا کار کړی خو لا دقیق نپوهېږو چې څوک په دې کې لاس لري.» په سیمه کې یو پولیس مقام سلیم ریاض هم دا پېښه تائید کړې ده او ویلي دي چې «هره اړخیزه پلټنه» پیل شوې ده. په شمالي وزیرستان کې اورپکي فعال دي، په تېرو ۲۰ کالونو کې پاکستاني پوځ او د امریکا بې پیلوټه الوتکو به وخت ناوخت په دغې سیمې کې اورپکي په نښه کول. په کابل کې د افغان طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي. د «پاکستاني طالبانو غورځنګ» چې به ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی دی، له افغان طالبانو څخه جلا دی خو مفکوره یې یوه ده. پاکستاني طالبان په دغه هېواد کې د نظام نسکورل او د «شریعت نفاذ» غواړي. پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره شوی تړون لغوه اعلان کړه، دا تړون د افغان طالبانو په منځګړتوب شوی و. پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو اعلان کړی دی. پاکستاني طالبانو په قبایلي سیمو کې په ځینو سیمو کې کنترول هم درلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني ځواکونو هلته پراخ عملیات وکړل او طالبان یې وشړل.
پاکستان کې د تیلو چاڼولو په یوې فابریکې برید کې شپږ امنیتي ساتونکي وژل شوي
په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو کې تیره شپه د هنګري د تیلو د چاڼولو په یوه فابریکه باندې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې شپږ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
افغانستان کې د نجونو د انلاین زده کړو لویه ستونزه فیس دی
ددې وروسته، چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه، یو شمیر انلاین ښوونځیو د شپږم ټولګي څخه پورته افغان نجونو ته د زده کړو په برخه کې فعالیت پیل کړ؛یو یې هم د کاناډا د افغانستان نړیوال ښوونځی دی.
د بودجې په هکله د بایډن او مک مکارتي خبرې ګټورې وې خو موافقې ته ونه رسیدل
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) دوه په دوه په سپینې ماڼۍ کې وکتل چې د بودجې پر سر روان جنجال پای ته ورسوي او پرې نږدې چې دا هیواد د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.
یو امریکایی عراق کې د یو تن شکنجې کولو په قضیې کې مجرم ثابت شو
د متحده ایالاتو عدلې وزارت دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) اعلان کړی چې د دې هیواد یو تبع د عراق د کردستان په سیمه کې د وسلو جوړولو په یوې فابریکې کې د خپل یو مامور شکنجه کولو په قضیې کې مجرم ثابت شوی.
ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان د ملي امنیت د عالي شورا مشر وټاکه
په ایران کې دولتي مطبوعاتو دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) ویلي چې د دې هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان علي اکبر احمدیان د ملي امنیت د عالي شورا نوی مشر ټاکلی.