اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د بشري حقونو کمیسیون د طالبانو د محاکمو پرېکړې او سزاګانې وحشتناکې بللې
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو د محکمو له خوا په افغانستان کې د قصاص، سنګسار او د دیوال لاندې کولو او په تورنو باندې د شرعي حدودو عملي کولو ته غبرګون ښودلی او دا ډول سزاګانې یې ټکان ورکوونکي او وحشتناکه بللې دي.
متقي او د پاکستان د پوځ مشر د ' امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې' په اړه غږېدلي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره په لاهورپنډۍ کې کتلي او د سیمې د امنیت په ګډون په یو لړ مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.
چین او پاکستان طالبانو ته: د خپلو ګاونډیانو پر امنیتي اندیښنو غور وکړئ
د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکې ډول د تروریزم ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې دغه اندیښنې دې رفع کړي.
چین د پاکستان څخه د سیاسي بې ثباتۍ پای ته رسولو غوښتنه وکړه
د چین د بهرنیو وزیر د پاکستان څخه غوښتي چې اقتصادي پرمختګ ته د لارې حوارولو لپاره دې په هیواد کې روانه سیاسي بې ثباتي پای ته ورسوي.
امریکا کې یوې مغازې کې په ډزو کې ۹ تنه ټپي شوي
د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې چارواکي وایي په یوې سترې مغازې کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، په ډزو کې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر کسان ټپي شویدي.
هند کې په قومي شخړو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي
د هند په شمال ختیځ کې د مانیپور په لیرې پروت ایالت کې په قومي شخړو کې د وژل شویو کسانو شمیر شنبه مې ۶ (غوایي۱۶) ۵۴ تنو ته پداسې حال کې ورسید چې د شخړې د آرمولو لپاره زرګونه پوځیان دې ایالت ته استول شویدي.
د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان ووژل شول
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت نن شبنې د مې شپږمه (غوايي۱۶) وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه تنه فلسطینيان ووژل شول.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د سودان د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په سعودي کې پیل شوې
د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان چارواکو نن شنبې د مې شپږمه (غوایي ۱۶) وویل چې د سودان په جګړې کې د ښکېلو اړخونو د استازو ترمنځ په جدې ښار کې د اوربند په موخه خبرې پیل شوې.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د ایران حکومت یو ایراني الاصله سویډنی اعدام کړ
د ایران حکومت نن شنبې د مې شپږمه (غوايي ۱۶) یو ایراني الاصله ناراضه سویډنی او "د نضال غورځنګ بنسټ ایښودنکی" حبیب فرج الله چعب، په دغه هېواد کې د ''فساد فیالارض" په تور اعدام
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ په اشنا خپرونه کې نن دا مطالب ګورئ: په اسلام اباد کې د پاکستان، چین او طالبانو څلور ورځنۍ غونډه پېل شوه. روسیې په کرملین د ډرون برید پړه پر امریکا اچولې خو امریکا دا ادعاوې رد کړي. او نن په بریتانیې کې د پاچا چارلز فیلیپ جورج تاج په سرولو مراسم ترسره کیږي..
دریم چارلز ته د برتانیې د پاچاهۍ تاج په سر کیښودل شو
د بریتانیې پاچا درېیم چارلس پر سر، د نورو پخوانیو برتانوي پاچاهانو په څېر د شنبې په ورځ د مې په ۶مه (غوایي ۱۶) د ویسټ منسټر په ابي کلیسا کې په رسمي ډول تاج کېښودل شو. دغه تاج د درییم چارلز دمخه ۷۰ کاله وړاندې د هغه مور، دویمې الیزابیت په سر کیښودل شوی و. د نن ورځې مراسم خورا په زړه پورې وو او ګڼو ځوانو هلکانو او نجونو پکې سندرې وویلې او د نوي پاچا راتګ یې ونمانځه. دغه مراسم چې د اونۍ په پای کې ترسره کیږي ، سره له دې چې ډیر کوچني پلان شوي وو خو بیا هم داسې انګیرل کیږي چې په میلیونو ډالر لګښت پرې راغلی وي. درېیم چارلس لومړی برتانوی پاچا دی چې د خپل تاجپوښۍ پر مهال یې په لوړ غږ دعا وکړه او په ټوله نړۍکې په ملیونونو خلکو د تلویزیون او انټرنیټ له لارې د دریم چارلس د تاج په سرولو مراسم ولیدل. دریم چارلس په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۰مه د بریتانیا د پاچا په توګه اعلان شو، او د خپلې مور، ملکې الیزابت له مړینې وروسته د پاچاهۍ په تخت کښیناست. د برتانیې د لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو یوې شورا د لندن په سینټ جیمز ماڼۍ کې په دې مراسمو کې ګډون وکړ. له ۱۹۵۲ کال وروسته دا لومړی ځل و چې په برتانیا کې دا ډول مراسم ترسره کېږي. په هغه کال کې د بریتانیې ملکه دویمه الیزابت د برتانیې د پاچاهۍ پر تخت تکیه وهلې وه. د پاچا د معرفي کولو مراسم د برتانیا په اساسي قانون کې یو له مهمو مراسمو څخه ګڼل کیږي. مخکې له دې چې چارلز په رسمي توګه د بریتانیا د نوي پاچا په توګه اعلان شي، هغه ژمنه کړې وهچې د دندو په تر سره کولو کې به د خپلې مور، ملکې الیزابت"الهام بښونکې" بیلګه تعقیب کړي. ملکه الیزابت د ۷۰ کلنې واکمنۍ سره د برتانیې په تیرو زرو کلونوکې تر ټولو اوږده پاچاهي کړې وه. ملکه الیزابت په ۱۹۵۲ کال کې د خپل پلار جورج شپږم له مړینې وروسته د ۲۵ کلنۍ په عمر ملکه شوه. هغې د ملکې کیدو وړاندې د اډینبورګ ډیوک سره واده کړی و، او د دې واده ثمره یې څلور زامن دي. ملکې الیزابت په خپلې واکمنۍ کې د برتانیې له ۱۵ لومړي وزیرانو سره کار وکړ، چې لومړی یې وینسټن چرچیل و.