شاته

پولیسو هغه کس نیولی چې سپینې ماڼۍ ته یې نږدې له امنیتي کټارې سره موټر جنګولی

د امریکا د مخفي خدماتو پولیسو اداره وايي د یو ټرک چلوونکی یې د دوشنبې په شپه وروسته له هغه ونیوه چې موټر یې سپینې ماڼې ته څېرمه له یوې امنیتي کټارې سره ټکر کړ.

دې ادارې، چې د سپینې ماڼۍ او نورو دولتي ادارو او چارواکو د امنیت ساتنې دنده لري، د سه شنبې ورځې مۍ ۲۳ (غبرګولي دوهمې) په اعلامیې وویل: "په پیښه کې د مخفي پولیسو او د سپینې ماڼۍ پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی او د پېښې لامل او څرنګوالی تر څېړنې لاندې دي."

د مخفي خدماتو د ادارې ویاند انتوني ګوګلیلمي وروسته په یوه ټویټ کې وویل چې "لومړنۍ څیړنې ښیې چې موټر چلوونکي ښايي په قصدي توګه د لافایټ څلورلاري له امنیتي کټارې سره موټر جنګولی وي." نوموړي زیاته کړې چې د پیښې په اړه به په رسمي ډول تورونه ثبت شي.

د CBS تلویزیوني شبکې یوې ځایي څانګې راپور ورکړی چې د "یوهال" د کرایه شوي ټرک د پلټنې پر وخت د نازیانو یو بیرغ موندل شوی دی. د بیرغ په اړه نور معلومات ندي ورکړل شوي.

ددې شبکې په راپور کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چې له امنیتي کټارې سره له ټکر وروسته موټر چلوونکي په دوهم ځل له کټارې سره موټر وجنګوه.

پېښه په ځايي وخت د دوشنبې شپې شاوخوا لس بجې د سپینې ماڼۍ شمالي دروازې ته څېرمه د لافایټ په څلورلاري کې شوې. په دغه سیمه کې ګڼ شمېر قیمتي هوټلونه دي.

د فاکس تلویزیوني شبکې د خبر په اساس، د هوټلونو یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې له پېښې وروسته دوی ته وویل شول چې له هوټلونو څخه ووځي. ددغې شبکې یو خبریال یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي یو روباټ ټکر شوی ټرک پلټي.