شاته

امریکا له سودان او ګاونډیانو سره یې ۲۴۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له سودان او د سودان د ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۴۵ میلیون ډالرو نوې مرستې اعلان کړې.

وزارت نن سه شنبه مۍ ۲۳ (جوزا دویمه) په یوې اعلامیې کې دا خبر خپور کړی دی.

په اعلامیې کې ویل شوي د‌ي چې دا مرستې د سودان د زیانمنو شویو خلکو او هغو ګاونډیو هېوادونو لپاره دي چې په سودان کې د روان بشري بحران له کبله اغیزمن شوي دي.

اعلامیه وايي: «په دغو مرستو کې نژدې ۱۴۳ میلیون یې د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرت او کډوالۍ د څانګې او ۱۰۳ میلیون یې د امریکا د پراختیایي ادارې د څانګې له لوري دي.»

په سودان کې له څو میاشتو راهېسې هلته د پوځ د دوو مشرانو د جنګیالیو او پلویانو ترمنځ جنګ روان دی چې له کبله یې د اپریل له ۱۵ نېټې راپدیخوا شاوخوا «۸۴۰۰۰۰ خلک بېځایه او ۲۵۰۰۰۰ نور مجبور کړل شوي» چې خپل هېواد پرېږدي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې نویو مرستو سره له سودان، د سودان له ګاونډیانو چاد، مصر، جنوبي سودان د مرکزي افریقا جمهوریت سره په ۲۰۲۳ مالي کال کې د امریکا د بشري مرستو اندازه ۸۸۰ میلیون ډالرو ته ورسېده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالتونه د «افریقا ښکر» کې لوی مرسته کوونکی بلل کېږي او په سیمه کې له خپلو نړیوالو او محلي شریکانو سره کار کوي چې د جګړې له کبله اړمنو داخلي بېځایه شویو او کډوالو ته خواړه، د څښاک اوبه، طبي وسایل او نورې حیاتي مرستې ورسوي.