ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


راین کراکر: د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر راین کراکر وايي، د هلمند سیند د اوبو د وېش (حقابې) پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

25.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.05.2023 امریکا غږ

پاکستاني طالبان د ګازو او تیلو پر زېرمو د ولکې هڅه کوي - شنونکي

په پاکستان کې شنونکي وايي پاکستاني وسله وال طالبان د حکومت په وړاندې د خپل دریځ د پیاوړتیا دپاره په خیبر پښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې د تیلو او ګازو د زیرمو د ولکې هڅه کوي.

25.05.2023 امریکا غږ

ایران یو نوی لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د ایران دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ،‌ مې ۲۵ (غبرګولي ۴مه) د خیبر په نوم د یو لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندی چې دوه زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر یو ټن زیات وزن لرونکې او همداشان د اټومي کوپړۍ د لیږدولو وړتیا لري، نندارې ته وړاندې کړ. د خیبر توغندی د خرمشهر توغندیو د کورنۍ تر ټولو نوی نسل او د ایران تر ټولو اوږد واټن ویشتونکی توغندیو څخه ګڼل کیږي. د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني چې د یاد توغندي په اړه جوړه شوې غونډې کې خبري کولی وویل: "زمونږ د ملګرو لپاره ددغه اقدام پیغام، په سیمه کښې له سولې او ثبات سره مرسته کول او همدا راز زمونږ له هغو ملګرو او هیوادونو څخه چې سوله غوښتونکي دريځونه لري او د تسلط له نظام سره د مبارزې په لاره کښې دی، هر اړخیز ملاتړ دی." بلخوا د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې د خیبر توغندی  چې ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر ۱۵۰۰کیلومترو پورې د کوپړۍ لېږدولو وړتیا لري، کولای شي له ځمکې لوړ په هوا کې هم خپل د برید ځای په نښه کړي.د ایرنا په وینا،  یاد توغندی د چټک سرعت برسیره، تاکتیکي ځانګرتیاوې هم لری.  ایران په داسې حال کې دغه لرې واټن ویشتونکي بالسټیکي توغندي نندارې ته وړاندې کوي، چې په غزه کې د اسرائیل او ایران په ملاتړ د فلسطین د اسلامي جهاد وسله والې ډلې ترمنځ، تر پنځه ورځنې خونړیو نښتو وروسته د مصر په منځګریتوب، دواړو ښکیلو اړخونو اوربند ته غاړه کیښودله.  همدا راز څو ورځې وروسته له هغې چې ایران په ۲۰۱۷م کال کې د خرمشهر په نوم د یوه لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي د جوړیدو څخه پرده پورته کړه، د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته سخت خبرداری ورکړ او له ایران سره د  شوي اټومي تړون نه د وتلو ګواښ یې وکړ. په ۲۰۱۵ م کال کې د امریکا متحدو ایالتونو اویو شمېر لویديځو هېوادونو له ایران سره د "برجام" په نوم اتومي تړون لاسلیک کړ چې ددغه تړون له مخې به ایران خپل اټومي برنامې محدودې او ددغه کار پر وړاندې به د نړیوالو تحریمونو څخه معاف کیده.‌ خو د برجام تړون په ۲۰۱۸م کال وروسته له هغه ړنګ شو کله چې د امریکا متحده ایالات په یو اړخیز ډول له هغه څخه ووت او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول ترڅو تهران دې ته اړ کړي چې د یورانیمو د غني کولو په ګډون د اټومي فعالیتونو محدودولو ته خپلې ژمنې عملي کړي.  ایران په ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشتې کې وروسته له هغه چې د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سپاه پاسداران د انقلابي ګارډ مشر قاسم سلیماني او د هغه عراقي مرستیال ابو مهدي المهندس ووژل شول، د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد په پوځي اډې کې د امریکا پر ځواکونو د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو برید وکړ.

25.05.2023 امریکا غږ

د ۱۲ کسانو له مړینې وروسته السلوادور د فوټبال ملي سیالۍ لغوه کړې

په السلوادور کې د فوټبال فدراسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) د دغه هېواد د «کلاسورا د فوټبال ملي» سیالۍ لغوه کړې. چارواکو د نندارچیانو د حفاظت او مصونیت په اړه د اندېښنو له کبله دا پرېکړه کړې ده. دغلته تېره اوونۍ د فوټبال یو میدان ته د لوبې د لیدو په وخت د خلکو ټېل ماټېل وشو او شاوخوا ۱۲ تنه په کې مړه شول. د السلودور د فوټبال فدراسیون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د لوبو جدیت او د لوبو د ځایونو خوندیتوب ته په کتو دا پرېکړه وشوه. موږ پرېکړه وکړه چې د السلوادور د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ د فوټبال ملي سیالۍ لغوه کړو.» فرانس پرس اژانس وايي چې دا سیالۍ تر منځلوبو پورې رسېدلې وې، خو د فدراسیون چارواکي وايي چې سږنی سیزن یې کومه اتله لوبډله نلري. د تېرې اوونۍ په پېښې کې همدغه راز شاوخوا ۵۰۰ نور کسان ژوبل شوي وو او ۸۸ نور روغتونونو ته انتقال شوي وو چې اوس یې اکثریت رخصت شوي دي. پېښه په مرکز سن السلوادور کې د «الیانزا» د فوټبال په لوبغالي کې وشوه، ویل کېږي چې د لوبغالي د یوې دروازې له غورځېدو وروسته د خلکو ټېل ماټېل شروع او دا پېښه رامنځ ته شوه. د السلوادور د فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ «الیانزا» فوټبال کلب ته وویل چې خپلې لوبې ته د یو کال لپاره د میدان د بندو دروازو تر شا وکړي. فدراسیون دا کلب په دغې پېښې کې تورن بولي. اوس به د «الیانزا فوټبال کلب» یو کال په خپل کور کې دننه له نندارچیانو پرته لوبې کوي او همدغه راز د روان کال د جولاۍ د ۲۱ نېټې څخه مخکې باید ۳۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.

25.05.2023 امریکا غږ

واشنګټن: له افغانستان څخه زموږ د متحدینو انتقال روان دی

سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستان څخه متحدو ایالتونو ته یې د متحدینو د انتقال بهیر روان ساتلی دی. د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) وویل: «موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده.» هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه: «موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی.» له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د متحدینو د انتقال بهیر د ۲۰۲۱ د جولاۍ په ۳۰ نېټه پیل شوه او د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه ووتل. له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي. امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول. جان کربي وویل: «موږ به خپلې هڅې رانې وساتو چې له زړورو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړو چې له افغانستان څخه ووځي.» له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې اېستل شوي او اېستل کېدونکي کسان لومړی په بل هېواد کې په موقت ډول مېشت کړل کېږي او د قانوني مراحلو او اسنادو له تکمیل وروسته بیا متحدو ایالتونو ته انتقالېږي. امریکا ته اکثریت راوستل شوي افغانان د بشر دوستانه ویزو په اساس په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي. دوی کولای شي ‌چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) له لارې په متحدو ایالتونو کې دایمي اقامه ترلاسه کړي. خو مقامات وايي چې د غوښتنلیکونو د شمېر د زیاتوالي له کبله دا بهیر لږ ورو دی او وخت نیسي. څو میاشتې مخکې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره، چې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، د دغه بهیر بهیر د بیا پیلولو خبر ورکړ چې وکړای شي په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي. دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزو له لارې د "متحدینو ښه راغلاست عملیاتو" په ترڅ کې راغلي، د روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې کولی شي چې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کیدو لپاره درخواستونه وسپاري. په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیرول د لومړي بهیر په شان به دا ځل هم هره قضیه په جلا جلا توګه د عاجلو بشري دلایلو او مهمو عامه ګټو په نظر کې نیولو سره طی مراحل کیږي.

25.05.2023 امریکا غږ

د عمران خان کور، ناراضه جنرالان او قطبي شوی پاکستان

د پاکستان د لاهور په ښار کې د «زمان خان» شین پارک اوس هغه عادي بڼه نلري. د پارک په منځ کې د مخکني صدراعظم عمران خان کور په یوې سیاسي کلا بدل شوی، چې هغه په کې له حکومت او د ځواکمن پوځ له لوړ پوړیو چارواکو سره په جګړې اخته دی.

25.05.2023 امریکا غږ

د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه بیا پیل شول- طالبان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه بیا پیل شول. دا پروازونه له شاوخوا دریو کلونو راهېسې بند وو.

25.05.2023 امریکا غږ

ایورېسټ ته لومړنی افغان ختونکی وايي غواړي افغانستان کې غرختنه دود کړي

په نړۍ کې د غره تر ټولو لوړې څوکې د همالیا ایوریسټ ته ختلی لومړنی افغان سمیع الدین صدیقي وايي له دې کار څخه یې یوه موخه په افغانستان کې غرختنې او ګرځندوی ته د ودې ورکولو سره مرسته ده.  

24.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.05.2023 امریکا غږ

 د اوکراین جګړې کې نږدې لس زره ګمارل شوي روسي بندیان وژل شوي - واګنر ډله

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې ډلې "واګنر" مشر یوګني پریګوژین، ویلي دي چې نږدې لس زره بندیان چې په اوکراین کې یې د جګړې لپاره ګمارلي وو، د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي. نوموړي تیر کال د روسیې د زندانونو څخه لیدنه وکړه ترڅو بندیان په دې قانع کړي، که چیرې له دغې ډلې (واګنر) سره د اوکراین په جګړې کې برخه واخلي، نو ددغه کار پر وړاندې او د جګړې څخه د بیرته ستنیدو په صورت کې به د هغوي د بند پاتې موده بښل کیږي. داسې انګیرل کیږي چې د اوکراین په جګړې کې دا د واګنر ډلې تر ټولو لوی مرګ ژوبله وي. د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین په یوه ویډیویی مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ ناوخته خپره شوه وویل:"ما ۵۰زره بندیان ګمارلي، چې شاوخوا شل سلنه یې وژل شوي دي." نوموړي زیاته کړه چې په ورته سلنه هغه اجیرې ملیشې هم وژل شوي چې د واګنر ډلې سره یې تړونونه لاسلیک کړي وو. خو پريګوژین ددغو وژلو شویو ملیشو د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل.‌ په ورته وخت کې د واګنر ډلې او روسي پوځیانو دواړو د اونۍ په پای کې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت ښارګوټي سقوط کړی، خو کیف وویل چې اوکرایني ځواکونه لا هم هلته جګړه کوي. پریګوژین، چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې یې نوم او شهرت زیات شوی، د روسیې په لوړ پوړو چارواکو سختې نیوکې کړې او دوی یې په جګړې کې د واګنر ډلې د لویو ځاني مرګ ژوبلو مسوول بللې دي. هغه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د هغه هېواد لوی درستیز، والیري ګیراسیموف په بې کفایتۍ تورن کړل او همدا راز د اوکراین په جګړې کې یې د روسي‌ځواکونو د درانه مرګ ژوبلې پړه د هغوي پر غاړه واچوله.‌ د واګنر ډلې مشر وويل: "وژل شوي کسان لسګونو زره خپلوان لري. ښايي په سلګونو زره به وي. موږ له دې موضوع [د مرګ ژوبلې لوړ شمېر] څخه نشو پټیدلای نشو." هغه د روسیې پر جګپوړو چارواکو غږ وکړ چې خپل زامن دې د جګړې لیکو ته ولېږي. پریګوژین، چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته نږدې متحد دی، د روسیې په جګپوړو چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی بچیان په سوکالۍ کې ژوند کوي، پداسې حال کې چې د بې وزلو کسانو زامن د اوکراین په جګړې کې وژل کیږي. پریګوژین همداراز وویل چې د دوی ملیشې ځواکونه به د جون تر لومړۍ نیټې د باخموت له ویجاړ شوي ښار څخه ووځي او کنټرول به یې د روسیې پوځ ته وسپاري. د مې په لومړیو کې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د اوکراین په ختیځ کې په تېره بیا په باخموت کې د پنځو میاشتو جګړو په ترڅ کې تر ۲۰ زرو ډېر روسي پوځیان وژل شوي او ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي. د اوکراین د جګړې برسیره، د واګنر ډله په لیبیا، سوریې، مرکزي افریقا‌ او مالي هېوادونو کې په جګړو کې برخه اخیسته ده.‌ یاده دې وي چې واګنر ډله د تیر دوبي راهیسې د باخموت ښار کې د اوکراین ترټولو زیاته خونړۍ جګړه رهبري کوي او ددغه اجیرې ډلې مشر یوګني پریګوژین د لسګونه زره کسانو په ګمارلو سره،‌ د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړې کې مهم رول لوبولی دی. ددغه خبر په جوړولو کې د فرانسپرس خبري آژانس له رپوټ څخه کار اخیستل شوې دی.

24.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ د چهارشنبې په خپرونه کې د ښځو پر حقونو د امریکا د ټینګار، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې دناامنیو او د ایورېست څوکې ته د یوه افغان د ختلو په اړه مهم رپوټونه لرو.

24.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

24.05.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

24.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more