شاته

واشنګټن: له افغانستان څخه زموږ د متحدینو انتقال روان دی

سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستان څخه متحدو ایالتونو ته یې د متحدینو د انتقال بهیر روان ساتلی دی.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) وویل: «موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده.»

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه: «موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی.»

له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د متحدینو د انتقال بهیر د ۲۰۲۱ د جولاۍ په ۳۰ نېټه پیل شوه او د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول.

جان کربي وویل: «موږ به خپلې هڅې رانې وساتو چې له زړورو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړو چې له افغانستان څخه ووځي.» له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې اېستل شوي او اېستل کېدونکي کسان لومړی په بل هېواد کې په موقت ډول مېشت کړل کېږي او د قانوني مراحلو او اسنادو له تکمیل وروسته بیا متحدو ایالتونو ته انتقالېږي.

امریکا ته اکثریت راوستل شوي افغانان د بشر دوستانه ویزو په اساس په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي. دوی کولای شي ‌چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) له لارې په متحدو ایالتونو کې دایمي اقامه ترلاسه کړي. خو مقامات وايي چې د غوښتنلیکونو د شمېر د زیاتوالي له کبله دا بهیر لږ ورو دی او وخت نیسي.

څو میاشتې مخکې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره، چې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، د دغه بهیر بهیر د بیا پیلولو خبر ورکړ چې وکړای شي په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.

دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزو له لارې د "متحدینو ښه راغلاست عملیاتو" په ترڅ کې راغلي، د روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې کولی شي چې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کیدو لپاره درخواستونه وسپاري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیرول د لومړي بهیر په شان به دا ځل هم هره قضیه په جلا جلا توګه د عاجلو بشري دلایلو او مهمو عامه ګټو په نظر کې نیولو سره طی مراحل کیږي.