شاته

ایران یو نوی لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د ایران دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ،‌ مې ۲۵ (غبرګولي ۴مه) د خیبر په نوم د یو لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندی چې دوه زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر یو ټن زیات وزن لرونکې او همداشان د اټومي کوپړۍ د لیږدولو وړتیا لري، نندارې ته وړاندې کړ.

د خیبر توغندی د خرمشهر توغندیو د کورنۍ تر ټولو نوی نسل او د ایران تر ټولو اوږد واټن ویشتونکی توغندیو څخه ګڼل کیږي.

د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني چې د یاد توغندي په اړه جوړه شوې غونډې کې خبري کولی وویل: "زمونږ د ملګرو لپاره ددغه اقدام پیغام، په سیمه کښې له سولې او ثبات سره مرسته کول او همدا راز زمونږ له هغو ملګرو او هیوادونو څخه چې سوله غوښتونکي دريځونه لري او د تسلط له نظام سره د مبارزې په لاره کښې دی، هر اړخیز ملاتړ دی."

بلخوا د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې د خیبر توغندی چې ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر ۱۵۰۰کیلومترو پورې د کوپړۍ لېږدولو وړتیا لري، کولای شي له ځمکې لوړ په هوا کې هم خپل د برید ځای په نښه کړي.د ایرنا په وینا، یاد توغندی د چټک سرعت برسیره، تاکتیکي ځانګرتیاوې هم لری.

ایران په داسې حال کې دغه لرې واټن ویشتونکي بالسټیکي توغندي نندارې ته وړاندې کوي، چې په غزه کې د اسرائیل او ایران په ملاتړ د فلسطین د اسلامي جهاد وسله والې ډلې ترمنځ، تر پنځه ورځنې خونړیو نښتو وروسته د مصر په منځګریتوب، دواړو ښکیلو اړخونو اوربند ته غاړه کیښودله.

همدا راز څو ورځې وروسته له هغې چې ایران په ۲۰۱۷م کال کې د خرمشهر په نوم د یوه لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي د جوړیدو څخه پرده پورته کړه، د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته سخت خبرداری ورکړ او له ایران سره د شوي اټومي تړون نه د وتلو ګواښ یې وکړ.

په ۲۰۱۵ م کال کې د امریکا متحدو ایالتونو اویو شمېر لویديځو هېوادونو له ایران سره د "برجام" په نوم اتومي تړون لاسلیک کړ چې ددغه تړون له مخې به ایران خپل اټومي برنامې محدودې او ددغه کار پر وړاندې به د نړیوالو تحریمونو څخه معاف کیده.‌

خو د برجام تړون په ۲۰۱۸م کال وروسته له هغه ړنګ شو کله چې د امریکا متحده ایالات په یو اړخیز ډول له هغه څخه ووت او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول ترڅو تهران دې ته اړ کړي چې د یورانیمو د غني کولو په ګډون د اټومي فعالیتونو محدودولو ته خپلې ژمنې عملي کړي.

ایران په ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشتې کې وروسته له هغه چې د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سپاه پاسداران د انقلابي ګارډ مشر قاسم سلیماني او د هغه عراقي مرستیال ابو مهدي المهندس ووژل شول، د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد په پوځي اډې کې د امریکا پر ځواکونو د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو برید وکړ.