شاته

د ۱۲ کسانو له مړینې وروسته السلوادور د فوټبال ملي سیالۍ لغوه کړې

په السلوادور کې د فوټبال فدراسیون چارواکو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) د دغه هېواد د «کلاسورا د فوټبال ملي» سیالۍ لغوه کړې.

چارواکو د نندارچیانو د حفاظت او مصونیت په اړه د اندېښنو له کبله دا پرېکړه کړې ده.

دغلته تېره اوونۍ د فوټبال یو میدان ته د لوبې د لیدو په وخت د خلکو ټېل ماټېل وشو او شاوخوا ۱۲ تنه په کې مړه شول.

د السلودور د فوټبال فدراسیون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د لوبو جدیت او د لوبو د ځایونو خوندیتوب ته په کتو دا پرېکړه وشوه. موږ پرېکړه وکړه چې د السلوادور د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ د فوټبال ملي سیالۍ لغوه کړو.»

فرانس پرس اژانس وايي چې دا سیالۍ تر منځلوبو پورې رسېدلې وې، خو د فدراسیون چارواکي وايي چې سږنی سیزن یې کومه اتله لوبډله نلري.

د تېرې اوونۍ په پېښې کې همدغه راز شاوخوا ۵۰۰ نور کسان ژوبل شوي وو او ۸۸ نور روغتونونو ته انتقال شوي وو چې اوس یې اکثریت رخصت شوي دي.

پېښه په مرکز سن السلوادور کې د «الیانزا» د فوټبال په لوبغالي کې وشوه، ویل کېږي چې د لوبغالي د یوې دروازې له غورځېدو وروسته د خلکو ټېل ماټېل شروع او دا پېښه رامنځ ته شوه.

د السلوادور د فوټبال فدراسیون د سه شنبې په ورځ «الیانزا» فوټبال کلب ته وویل چې خپلې لوبې ته د یو کال لپاره د میدان د بندو دروازو تر شا وکړي. فدراسیون دا کلب په دغې پېښې کې تورن بولي.

اوس به د «الیانزا فوټبال کلب» یو کال په خپل کور کې دننه له نندارچیانو پرته لوبې کوي او همدغه راز د روان کال د جولاۍ د ۲۱ نېټې څخه مخکې باید ۳۰زره ډالر جریمه هم ورکړي.