د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دیرش دقیقو په دې خپرونه کې په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او له افغانستان څخه د ډاکټرانو د وتلو په اړه د میلمه سره بحث لرو. د خپرونې په دویمه برخه کې افغانستان ته د بشري مرستو او د بشري مرسته رسوونکو میرمنو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه د میلمنې سره بحث لرو.
ژوند په امریکا کې
په ویرجینیا کې د کلاسیک موټرونو نندارتون څخه لیدنه او د هغه موټر په اړه معلومات چې په نړۍ کې یې د ټرانسپورټ صنعت کې انقلاب پیل کړ.
کیف: د اوکراین پر یو کلینیک د روسیې برید دوه تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي
د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار کې د جمعې په ورځ یو روسی توغندی پر یو کلینیک ولګېد چې په کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا برید د بشریت ضد جنایت وباله.
فرانسوي پولیسو بریتانیا ته اوښتونکي لسګونه کډوال نیولي
د فرانسې پولیسو ۳۸ تنه کډوال چې غوښتل یې په کښتۍ کې د فرانسې له ساحل څخه بریتانیې ته واوړي، وروسته له هغه نیولي چې له پولیسو سره په نښته کښېوتل.
معترضي ښځې: له طالبانو ملاتړ د افغان میرمنو له حقونو سرغړونه ده
د افغانستان د سیاسي مشارکت په نوم د افغان میرمنو د یوې شبکې یو شمیر غړو ملګري ملتونه د طالبانو سره د تعامل په برخه کې په دوه ګوني چلند تورن کړي او د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې یې ددغې ادارې کړنې غندلي دي.
ښځو سره طالبانو چلند باید د بشریت ضد او جنسیتي زورونې په توګه وڅیړل شي – راپور
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د دغې ډلې له خوا پر ښځو باندې پرله پسې محدودیتونه او غیرقانوني ځپل باید د بشریت ضد او جنسیتي زورونې په ګډون د نړیوالو قوانینو پراساس وڅیړل شي.
السلوادور کې د فوټبال مسئولین د نندارچیانو په 'قتل' تورن او نیول شوي
په السلوادور کې څارنوالۍ د فوټبال یو شمېر مسئولین تورن کړي دي چې د «حرص» او پېسو ګټلو د لالچ له کبله یې ټېل ماټېل جوړ شوی او ۱۲ تنه مړه شوي دي. د فوټبال پنځه مسولین نیول شوي دي.
د امریکا پوځي مشران: له روسیې سره په جنګ نه یو
د متحدو ایالتونو دفاعي مشرانو په محتاطانه ډول ویلي چې له اوکراین سره د امریکا دوامداره پوځي مرستې له روسیې سره د امریکا د جګړې په مانا نه دي.
بایډن جنرال براون د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز څوکۍ ته نوماند کړ
ٔد امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا څلورمه) جنرال چارلز براون د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز څوکۍ ته نوماند کړ او دا تور پوستی پوځی پیلوټ یې اتل وباله.
د پاکستان محکمې پوځ ته اجازه ورکړه چې د عمران خان پلویان محاکمه کړي
په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵(جوزا څلورمه) د مخکني صدراعظم ۱۶ پلویان پوځ ته وسپارل چې محاکمه یې کړي.
د ترکیې ولسمشرۍ ته کاندید قلیچداراوغلو د ملتپالو د رایو خپلولو هڅه پیل کړې
د ترکیې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې ولسمشرۍ ته نوماند کمال قلیچداراوغلو د کډوالۍ ضد او قوي امنیتي دریځ سره هڅه کوي چې د ملتپاله رایه ورکوونکو پام ځان ته واړوي.
لوکاشینکو: روسیې بلاروس ته د خپلو اټومي وسلو لیږل پیل کړي دي
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، نن پنجشنبې د مې ۲۵ (غبرګولي ۴مه) وویل چې، روسیې خپل لویدیځ ګاونډي او نږدې ټلوالي (بلاروس) ته د اټومي وسلو لیږل پیل کړی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
مصنوعي لاس ته د واقعي حس ورکولو لپاره د یو افغان ساینس پوه هڅه
د هغو کسانو لپاره چې د بدن کوم غړی یې پرې شوې وي، د ساړه او تودوخې د واقعي حس بیرته ترلاسه کول لکه څنګه چې د بدن په نور روغو غړو کې یې حس کوي، یو ډیر هیله بښوونکې خبر دی.
د تخار اعتراض کوونکې: ښځې له ټولنې نشي حذف کیدای
په تخار کې یو شمېر اعتراض کوونکي ښځې وايي، ښځې له ټولنې حذف کیدونکې ندي او له طالبانو یې غوښتي چې دوی ته د زده کړې او کار اجازه ورکړل شي.