شاته

د ترکیې ولسمشرۍ ته کاندید قلیچداراوغلو د ملتپالو د رایو خپلولو هڅه پیل کړې

د ترکیې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې ولسمشرۍ ته نوماند کمال قلیچداراوغلو د کډوالۍ ضد او قوي امنیتي دریځ سره هڅه کوي چې د ملتپاله رایه ورکوونکو پام ځان ته واړوي.

د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او قلیچداراوغلو تر منځ دوهم پړاو ټاکنې د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي اوومه) کیږي.

قلیچداراوغلو ژمنه کړې چې ملیونونه سوریایي کډوال به وشړي، هیواد به د ترهګرو له ګواښونو څخه وساتي او دموکراسۍ او د ترکیې اقتصادي ستونزو ته به ځانکړی پام وکړي.

د استانبول د اقتصادي څېړونو د مرکز شنونکی کین سیلچوکي وايي، دا پیژندګلوي چې ګواکې ترکیه په خلیج کې د ډیرو دښمنانو لرلو سره سره بیا هم قوي ده، تر بل هرڅه مهمه ده چې په خبره یې اردوغان د ترکیې ملت ته ورکړې ده. نوموړی وايي، دې پیژندګلوۍ ته د ورځنۍ هرې ستونزې په پرتله اهمیت ورکول کیږي.

اردوغان په خپل کمپاین کې، په غیر مسلکي ډول جوړې شوي داسې جعلي ویډیوګانې خپرې کړي چې کرد بیلتون غوښتونکي مشران ګواکې د قلیچداراوغلو لپاره خوښي کوي. ویډیوګانې دا هم ښکاره کوي چې قلیچداراوغلو د کرد پلوه PKK ګوند د پخواني زنداني مشر صلاحتین دیمیرتاس ملاتړ لري.

د ترکیې د چارو شنونکې، اتیلا یسیلادا، وايي، د کردانو ستونزې ته د قلیچداراوغلو نږدې پاملرنه، په کردي سیمو کې د هغه هرکلی، او د قلیچداراوغلو په ملاتړ د دیمیرتاس پرله پسې ټویټونو شاید د جمهوري غوښتونکو خلکو د ګوند پر رایو ناوړه اغېزه کړې وي.

شنونکي په دې باور دي چې د قلیچداراوغلو ځینو ناراضه ملاتړو د ولسمشرۍ دپاره د سخت دریځي ملتپال نوماند سینان اوغان ملاتړ غوره کړی دی. اوغان د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې په حیرانوونکي ډول پنځه سلنه رایې یې ترلاسه کړې او په دوهم پړاو ټاکنو کې یې د اردوغان ملاتړ اعلان کړی دی. خو لا څرګنده نه ده چې دا ملاتړ به د ټاکنو پر پایلو څه اثر ولري.

قلیچداراوغلو د اوغان د پلویانو د ملاتړ د ترلاسه کولو دپاره د امنیت په اړه سخت دریځ غوره کړی او ژمنه یې کړې چې هیڅکله به د کرد بیلتون غوښتونکو سره خبرې ونه کړي. خو په دې کار سره نوموړی اصلي کرد رایه ورکوونکي له لاسه ورکوي.

داچې دوهم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، سیاستواله سیزین اوني وايي، دې حالت د قلیچداراوغلو دپاره کار ستونزمن کړی دی. نوموړې زیاتوي: "هغه باید اوس نور هم قانع کړي. هغه باید د سینان اوغان ملاتړي ملتپال رایه ورکوونکي قانع کړي، او هغه باید کردان هم وساتي. نو، دا یو ډیر نازک توازن دی. دا ناممکنه نه ده، مګر دا د لومړي پړاو په پرتله خورا ډیره ستونزمنه چاره ده."