شاته

فرانسوي پولیسو بریتانیا ته اوښتونکي لسګونه کډوال نیولي

د فرانسې پولیسو ۳۸ تنه کډوال چې غوښتل یې په کښتۍ کې د فرانسې له ساحل څخه بریتانیې ته واوړي، وروسته له هغه ونیول چې له پولیسو سره یې نښته وکړه.

د فرانسې په شمال کې د کاله بندر ته څېرمه د "وا پلاغ" په ساحلي سیمه کې د پنجشنبې د ورځې مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمې) په پېښه کې د فرانسې د ژاندارم پولیسو درې غړي زخمیان شوي دي.

مقامات وايي، پولیسو د پنجشنبې په سهار په ساحل کې ګزمه کوله چې کډوالو ورباندې په ډبرو برید وکړ.

یو شمیر افغانان او نور کډوال د مانش د کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتلو په تکل د فرانسې دغې ساحلي سیمې ته ځي.

مقاماتو فرانس پرس ته ویلي چې په برید کې د پولیسو د ګزمې د موټر شیشې ماتې شوي او "موټر په شګه کې چپه شوی" دی. د مقاماتو په خبره کډوالو په موټر کې پر ایسارو درې پولیسو باندې تر هغو د ډبرو ویشتلو ته دوام ورکړ چې "نورو پولیسو یې د خلاصون دپاره مداخله وکړه." په پېښه کې د زخمي شويو پولیسو ټپونه سطحي ګڼل شوي او روغتون ته ندي وړل شوي.

بریتانیې په وار وار فرانسه تورنه کړې چې په کوچنیو کښتیو کې له مانش کانال څخه بریتانیې ته د تیریدونکو کډوالو جدي مخنیوی نه کوي. خو فرانسوي چارواکي ټینګار کوي چې دوی په دغه ساحل کې د کډوالو د مخنیوي هڅه کوي.

د بریتانیا د صدراعظم ریشي سوناک ښي اړخي محافظه کار حکومت بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د ورتلونکو ناقانونه کډوالو مخنیوی خپل لومړیتوب ګڼلی دی. خو کډوال نږدې هره ورځ له دې خطرناکې لارې بریتانیا ته د اوښتلو تکل کوي.

د ۲۰۲۱ په نومبر کې، ۲۷ کډوال هغه مهال مړه شول چې کښتۍ یې په کانال کې ډوبه شوه. د پنجشنبې په ورځ، فرانسوي چارواکو پنځه پوځي پرسونل له دې امله پړ وګڼل چې پر وخت ددې کډوالو ژغورنې ته ندي رسېدلي.