شاته

ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان د ملي امنیت د عالي شورا مشر وټاکه

په ایران کې دولتي مطبوعاتو دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) ویلي چې د دې هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان علي اکبر احمدیان د ملي امنیت د عالي شورا نوی مشر ټاکلی.

په مطبوعاتو کې دا ندي ویل شوي چې د دې شورا مخکنی مشر علي شامخاني چې تقریباً لس کاله یې پدې مقام کې کار کړی ولې له دندې لیرې شوی. ښاغلي شامخاني د سعودي عربستان سره د تهران اړیکو په نرمولو کې مهم نقش ادا کړی و.

د جمهوري ریاست په ویب پاڼې کې یوازې دومره ویل شوي چې، " د جمهور رئیس د حکم له مخې علي اکبر احمدیان د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټاکل شوی".

دا شورا په ایران کې تر ټولو لوړه امنیتي اداره ده او د هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي ته راپور ورکوي چې د ډیرو پالیسو په هکله د پریکړې کولو وروستۍ مرجع ده.

د جمهوري ریاست په ویب سایټ کې ویل شوي چې احمدیان د دې هیواد د ملي دفاع پوهنتون څخه فارغ دی او وړاندې تر دې چې دې لوړې څوکۍ ته وټاکل شي، د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو په قول اردو کې د ستراتیژیک مرکز مسؤل و.

دغه جنرال چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري د ستر مذهبي مشر د سلا مشورې په بورډ کې یې هم هم کار کړی.

هغه د پاسداران انقلاب قول اردو بحري ځواکونو کې هم د قوماندان په توګه کار کړی او د همدې ځواکونو عمومي لوی درستیز هم و.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۷ کال کې کله چې علي اکبر احمدیان د پاسداران انقلاب ځواکونو لوی درستیز و، د هغه نوم یې په تور لست کې اچولی و.

شامخاني ۶۷ کلن دی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د ډیر محافظه کار سعید جلیلي پر ځای د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا مشر وټاکل شو.

ښاغلی شامخاني په ټبر عرب دی او د احمدیان په شان پخوا د پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان و. دی پدې مشهور دی چې د خلیج هیوادونو سره یې د ایران د جنجالونو په کمولو کې مهم نقش درلود.

د ملي امنیت د عالي شورا دې پخواني مشر همدارنګه د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اتومي پروګرام په خبرو کې مهم نقش درلود چې بالاخره د همدې خبرو په نتیجه کې په ۲۰۱۵ کال کې تاریخي موافقه وشوه.

خو دا موافقه په ۲۰۱۸ کال کې وروسته تر هغه له منځه ولاړه چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه ترې خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په ایران باندې د هغه هېواد د اتومي پروګرام له کبله کلک اقتصادي بندیزونه لګولي او د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره تر دې دمه خبرو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس، ایران باید خپل اتومي پروګرام درولی وای او په مقابل کې به پرې لګول شوي بندیزونه لېرې کېدل.

خو د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ د مۍ په میاشت کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې د ایران ګټه ډېره ده.

سره لدې چې پدې تازه وختونو کې په شامخاني لدې کبله انتقادونه ډیر شوي و چې د بهرنیو چارو وزارت پر ځای یې د سعودي عربستان سره په خبرو کې مهم نقش درلود خو ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان بیا دا انتقادونه رد کړي او وایي چې په خبرو کې هیڅ ډول اختلاف نشته او هر څه په همغږۍ کیږي.