شاته

د بودجې په هکله د بایډن او مک مکارتي خبرې ګټورې وې خو موافقې ته ونه رسیدل

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) دوه په دوه په سپینې ماڼۍ کې وکتل چې د بودجې پر سر روان جنجال پای ته ورسوي او پرې نږدې چې دا هیواد د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

ښاغلي بایډن او ښاغلي مک کارتي خبرې ګټورې بللي خو لا هم د ځینو موضوعاتو په هکله د اختلاف لرلو له کبله پدې ونه توانیدل چې موافقې ته ورسیږي.
جمهور رئیس د خبرو څخه وروسته په اعلامیه کې ویلي، "خبرې ګټورې وې خو لا هم اختلافات پاتې دي".

د متحده ایالاتو مشر په اعلامیې کې د اختلافاتو په هکله څه ندي ویلي خو تیره ورځ یې د جمهوري غوښتونکو څخه غوښتي و چې د حکومت د لګښتونو په هکله د خپل سخت دریځ څخه تیر شي چې د دموکراتانو سره موافقې ته ورسیږي او وړاندې تر دې چې دا هیواد د مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، د پور اخیستو اندازه لوړه شي.

جمهور رئیس دا هم ویلي و چې " وخت یې دی چې جمهوري غوښتونکي ومني داسې هیڅ دوه ګوندي موافقه نشته چې یوازې او یوزاې د هغوي د ګوند په خوښه به کیږي".

په همدې حال کې د استازو مجلس مشر چې تر ټولو جګپوړی جمهوري غوښتونکی دی او د حکومتي لګښتونو د بودجې په منظوریدو او نه منظوریدو کې ډیر واک لري، د جمهور رئیس سره د خبرو څخه وروسته وویل چې موافقې ته ونه رسیدل خو خبرې ګټورې وې.

د بایډن په شان مک کارتي هم منلې چې د " نظر اختلاف شته" خو یوه یې هم جزیات ندي ورکړي.

د استازو مجلس مشر همدرانګه وویل چې د بودجې په هکله مذاکره چیان به خبرو ته دوام ورکړي تر څو وکړی شي دواړه خواوې نږدې شي او دا چې دی به د جمهور رئیس سره هرځ خبرې کوي تر څو د حل یو لار پیدا شي.

جمهور رئیس بایډن د خبرو پیل کیدو څخه وړاندې د پرمختګ په هکله خوشبیني څرګنده کړې وه او دا یې هم ویلي چې دواړه خواوې پدې پوهیږي چې په ټپه ولاړ حالت د حل لپار "مهم مسؤلیت" لري.

جمهوري غوښتونکي پدې ټینګار کوي چې د تیر کال په پرتله په ۲۰۲۴ مالي کال کې باید لږې پیسې ولګول شي او دا یې خپله سره کرښه بللې.

خو په ځواب کې بیا سپینې ماڼۍ ویلي که جمهوري غوښتونکي په شرکتونو او مالدارو امریکایانو د مالیې ډیرولو ملاتړ وکړي، دوي چمتو دي چې په ۲۰۲۴ کال کې مصرف ډیر نکړي.

خو د استازو مجلس مشر د سپینې ماڼۍ دا غوښتنه نده منلې.

د بایډن حکومت همدارنګه وړاندیز کړی چې په یو شمیر داخلي پروګرامونو به لګښتونه کم کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دفاع په وزارت به هم بودجه کموي خو جمهوري غوښتونکي د پوځ او سرحدي امنیت لپاره ډیره بودجه غواړي.

جمهور رئیس بایډن وایي چې جمهوري غوښتونکو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې درې ځله د پور اخیستو اندازه درې ځله لوړه کړله پرته لدې چې هیواد وګواښي چې د خپلو مالي مسؤلیتونو ادا کولو کې پاتې راشي.

که کانګرس او سپینه ماڼۍ د پور اخیستو اندازې په لوړولو موافقې ته ونه رسیږي، متحده ایالات به د لومړي ځل لپاره د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې شي چې یوازې د امریکا نه بلکې د نړۍ اقتصاد لپاره به ناوړه او زیان رسوونکي عواقب ولري.