سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دیرش دقیقو په خپرونه کې په افغانستان کې د سل سلنه شریعت پر بنسټ د حکومتي قوانینو جوړولو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د څرګندونو په اړه رپوټ او د میلمه سره مرکه لرو. همدا شان د ځوان سندرغاړي فایز زلمي سره هم مرکه لرو.
ژوند په امریکا کې- په امریکا کې د لوی اختر ستره لمانځنه
سږ کال د ویرجنیا ایالت د ودبرج ښار مییشتو مسلمانانو لوی اختر ډیر پراخه ولمانځه.
ملګري ملتونه: فرانسه باید د پولیسو په لیکو کې د 'توکم پالنې' ستونزه حل کړي
په فرانسې کې د پولیسو لخوا د یو تنکي ځوان تر وژل کېدو وروسته چې د پراخو مظاهرو لامل شو، ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ، د جون ۳۰(چنګاښ نهمه) ددغه هېواد د پولیسو په لیکو کې د توکم پالنې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د جګړو خبري پوښښ د خبریالانو پر رواني روغتیا څه اغیزې لري؟
د خبریالانو کار د ډیرو خبري مسایلو ترڅنګ، د جګړې له ډګره نیولې د جنایي پېښو تر ځایونو پورې له حالاتو د خلکو خبرول دي.
ملګري ملتونه: روان کال کې نږدې ۳۰۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو وطن ته ستانه شوي
د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.
په مکسیکو کې موټر بمب برید چاودنه شوې
په مکسیکو کې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتم) چارواکو ویلي دي چې په یو موټر بمب چاودنې کې څلور امنیتيسرتېريژوبل شويدي.
رجب طیب اردوغان د قران د سوځولو په اړه سویډن ته خبرداری ورکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن حکومت غندلی دی چې د قران سوځولو ته یې اجازه ورکړې او ویلي دي چې دا کار به په ناټو کې د دغه هېواد د غړیتوب په اخیستلو منفي سیوری غوړوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پنټاګون: د چین وېشتل شوي بالون استخباراتي معلومات نه وو ټول کړي
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتم) وویل چې د چین بالون، چې د فبرورۍ په میاشت کې د اتلانتیک سمندر د پاسه ووېشتل شو، معلوماتي استخباراتي یې غونډ کړي نه وو.
کاناډا او نور هېوادونه غواړي ایران د نړیوال عدالت محکمې ته کش کړي
کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکراین د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتمه) وویل چې په ایران کې د وېشتل شوې اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله به «ژر تر ژره» ایران د عدالت نړیوالې محکمې ته کش کړي.
د کاناډا په ځنګلونو کې اور لګیدل؛ له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات امریکایان په خطر کې دي
د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګيو د نږدې یو پر دریمې برخې امریکایانو لپاره د هوا کیفیت خراب کړی او په ځینو ځایونو کې یې غیر صحي او خطرناک شرایط رامنځته کړي دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د هوا پیژندنې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ ، د جون ۲۹مه (چنګاښ ۸مه) د دغه هېواد د وسکانسن او د ایلنوی ایالتونو له شمال څخه نیولې تر نیویارک او د ختیځ سواحلو د ځینو برخو لپاره د نیمې شپې پورې د خرابې هوا په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه ادارې له ۱۰۰ میلیونه زیاتو امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې د کور څخه د باندې اوږدمهاله فعالیتونه محدود کړي او د اړتیا په صورت کې او یا که د سږو یا تنفسي ناروغیو سره مخ وي، ماسک وتړي. همداراز ماشومانو او لویانو ته هم سپارښتنه شوې چې د درنو فزیکي فعالیتونو وخت محدود یا ورڅخه ډډه وکړي. چارواکو د سږکال د اورلګیدو ته په پاملرنې سره، چې د عادي موسم څخه مخکې پیل شوي او په چټکۍ سره پراخیږي، ویلي دي چې په کاناډا کې د ځنګلونو تر ټولو ناوړه اور لګیدلی دی. د نیویارک، شیکاګو، فلاډلفیا او د امریکا په شمال کې د ګڼو لویو ښارونو اسمان خړو لوګیو نیولی او په هوا کې د سوځېدلو لرګیو بوی خپور دی. په ځینو ښارونو کې د لوګي غلظت دومره زیات دی چې د لمر ختل په روښانه توګه نه لیدل کیږي. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز په یو ټویټ کې لیکلي: "د پنجشنبې په ورځ احتیاطي تدابیر مراعات کړئ. که چیري تاسو روغتیایی ستونزې په تیره بیا ساه لنډۍ لرئ، نو د کور څخه بهر لږ وخت تیر کړئ." د وروستیو شمېرو له مخې، د کاناډا په ځنګلونو کې د وروستیو اور لګیدو له امله شاوخوا ۱۹.۸ میلیونه هکتاره ځنګلونه په بشپړه توګه له منځه تللي او تر چهارشنبې ورځې پورې ۴۷۷ فعاله اورلګیدنې چې نیمايي یې د کنټرول څخه بهر اعلان شوي، له ارام سمندر څخه تر اتلانتیک ساحل پورې دوام درلود. تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه پیښه د اقلیم د بدلون د اغیزو د "جدي یادونې" په توګه یاده کړې وه. هغه په یوې اعلامیې کې وویل: "میلیونونه امریکایان په کاناډا کې د ویجاړونکي ځنګلي اور په پایله کې د لوګي اغیزې تجربه کوي، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو یوه بله روښانه یادونه ده." هغه زیاته کړه چې د ۶۰۰ امریکايي پرسونل برسیره چې تیر مې میاشتې کې کاناډا ته واستول شول، اضافي اور وژونکو او د اور وژنې مواد لکه هوایي ټانکرونه به هم دغه هېواد ته واستول شي. په کاناډا کې هم چارواکو د ټورنټو د ښار په ګډون د اور لګیدو سیمو د شاوخوا ښارونو اوسیدونکو ته د هوا د خرابیدو خبرداری ورکړی دی. د کاناډا حکومت د اور د مهارولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي. اوس مهال د کاناډا په ټولو لسو ایالتونو کې اور لګېدلی دی، چې تر ټولو بده پيښه یې د کیوبک په ایالت کې ده.
اروپايي ټولنه: 'کمزوری پوتین یو لوی خطر' دی
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ، جون ۲۹مه (چنګاښ ۸ مه) خبرداری ورکړ چې، د واګنر جنګي ډلې له لنډمهاله وسله والو پاڅون وروسته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې د پخوا په پرتله کمزوری ښکاره کړ، دغه هېواد بې ثباته او خطرناکه شوې دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
شاوخوا ۲۰۰۰ حاجیان لمر وهلي - سعودي مقامات
د سعودي عربستان چارواکي وايي د حج د مراسمو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان په داسې حال کې لمر وهلي او روغتون ته لیږدول شوي چې د تودوخې شدت ۴۸ درجې سانتي ګراد ته لوړ شوی دی.