شاته

ملګري ملتونه: فرانسه باید د پولیسو په لیکو کې د 'توکم پالنې' ستونزه حل کړي

په فرانسې کې د پولیسو لخوا د یو تنکي ځوان تر وژل کېدو وروسته چې د پراخو مظاهرو لامل شو، ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ، د جون ۳۰(چنګاښ نهمه) ددغه هېواد د پولیسو په لیکو کې د توکم پالنې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې، روینا شمداساني په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ د سه شنبې په ورځ په فرانسه کې د پولیسو له خوا د یو ۱۷ کلن شمالي افریقايي ځوان د وژلو له امله اندېښمن یو."

نوموړې پداسې حال کې چې د ادعا شوي تنکي ځوان د وژل کېدو په اړه د پلټنو پیل خبره کوله، زیاته یې کړه: " اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې فرانسه ددغه هېواد د قانون د پلي‌کوونکو (پولیسو) په لیکو کې د نژاد پرستۍ او توکمپالنې ژورو مسلو ته په جدي توګه د حل لاره ومومي."

روانه اوونۍ کې د فرانسې پولیسو د پلازمینې پاریس لویدیځ ته‌ د نانتر سیمه کې د ناهیل په نوم یو ۱۷ کلن موټر چلوونکی د پولیسو د تلاشۍ په یوې پوستې کې تر تم کیدو وروسته په ډزو وواژه.‌ ‌

د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه تنکي ځوان د بس موټرو په لین کې په ډیر چټک سرعت سره روان وو او همدا راز د پولیسو د تم کیدو لارښونې ته یې هم پام نه و کړی.

په ورته وخت کې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ د کابینې بیړنۍ غونډه پداسې حال کې جوړه کړه چې په فرانسې کې د دریمې شپې لپاره مظاهري او ناکراري دوام لري، مظاهرچیانو ګڼ شمېر هټۍ لوټ کړل، ګاډي یې وسوځول او پولیسو سلګونه مظاهرچیان ونیول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې وويل: "موږ هم د سوله ييزې مظاهرې پر اهميت ټينګار کوو، خو پر چارواکو غږ کوو چې چې په مظاهرو کې د تاوتریخوالي له عناصرو پر وړاندې د پولیسو لخوا د ځواک کارول د قانون د اصولو، اړتیا، تناسب، له توکم پالنې پرته، د پاملرنې او ځواب ورکولو پر بنسټ وي."

نوموړې زیاته کړه، چې د زور څخه د کار اخیستلو هر ډول ادعا باید سمدستي وڅیړل شي. شمداساني همداراز وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ۱۷ کلن تنکي ځوان تر وژل کیدو وروسته په فرانسې کې د ناکراریو او د یو شمیر پولیسو د ټپي کیدو په اړه اندیښمن دی.

د ملګرو ملتونو د نژاد پرستۍ او توکم پالنې د له منځه وړلو کمیټه چې د خپلواکو کارپوهانو له یوې ډلې څخه جوړه شوې ده، د هیوادونو لخوا د توکم پالنې د ټولو ډولونو له منځه وړلو د کنوانسیون د پلي کولو څارنه پرغاړه لري.

دغه کمیټه په تیر دسمبر میاشت کې د فرانسې پولیسو لخوا په پرله پسې توګه د هویت د پيژندلو د پوښتنو، توکمیز چال چلند او د ټاکل شوي جرمي جریمو په اړه ژورې اندیښنې څرګندې کړې، کوم چې د یادې کمیټې په وینا په غیر متناسب ډول د ځینو لږکیو ډلو غړي په نښه کوي.

تاوتریخوالي ته د فرانسې د پولیسو غبرګون

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د فرانسې پولیسو د تیرې شپې په لاریونونو کې ۸۷۵ کسان نیولي، چې نیمایي یې د پاریس په سیمه کې دي.

د جمعې په ورځ د کابینې د بیړنۍ غونډې په پیل کې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې په ټولیزه توګه د مظاهره چیانو لخوا ۴۹۲ ودانۍ زیانمنې شوې او ۲۰۰۰ ګاډي سوځول شوي دي.

په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم شته چې ښايي د حالاتو د کابو کولو لپاره په فرانسې کې بیړنی حالت اعلان شي.