په مکسیکو کې موټر بمب برید چاودنه شوې
په مکسیکو کې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ (سرطان اتم) چارواکو ویلي دي چې په یو موټر بمب چاودنې کې څلور امنیتيسرتېريژوبل شويدي.
چارواکي وايي چې برید د نشه يی توکو د ډلو سره تړاو لري. د مکسیکو د لویې څارنوالۍ دفتر وايي چې د مکسیکو د ملي ګارد غړو د «ګواناخواتو» په ایالت کې د «سیلایا» په سیمه کې یو پرېښودل شوی موټر پلټه چې چاودنه شوې ده.
د ګواناخواتو ایالت والي دیاګو سینوهو رودریګوز وویل چې د ملي ګارد څلور غړي ژوبل شويدي.
مقامات وايي چې دوی دا مسئله پلټي چې امنیتي ځواکونه خو به د ناسمو معلوماتو په اساس دې سیمې ته ورغلي نه وي. ویل کېږي چې د برید هدف د ښاروالۍ پولیس وو.
د حکومتي شمېرو له مخې د کال له پیل څخه تر دې دمه د سیلایا په سیمه کې لږ تر لږه ۱۴ پولیس افسران وژل شوي دي.
د ګواناخواتو سیمه چې یوه صنعتي سیمه بلل کېږي، په دې وروستیو په مکسیکو کې د «سانتا روسا دي لیما» او د نشه يي توګو «جالیسکو نوي نسل» ترمنځ د نښتو له کبله په یوې نا امنې سیمې بدل شوی دی.