شاته

ملګري ملتونه: روان کال کې نږدې ۳۰۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو وطن ته ستانه شوي

د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د جون د میاشتې په یو راپور کې ویلي، چې په دغه موده کې ۲۶۶.۱ زره له ایران څخه او ۳۳.۶ زره نور له پاکستان څخه افغانستان ستانه شوي دي.

اوچا ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې ۳۷۷ زره کسان او په ۲۰۲۱ کال کې ۴۹۱ زره کسان په همدې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.

اوچا ویلي، چې ایران څخه سږکال په ستانه شوو افغان کډوالو کې ۴۳ فیصده یې سړي ۱۴ فیصده یې ښځې او ۴۳ فیصده نور یې د ۱۸ کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان شامل دي.

همداشان د پاکستان څخه په ستنو شویو افغان کډوالو کې ۲۰ فیصده یې سړي، ۲۶فیصده یې ښځې او ۵۴ فیصده یې د ۱۸ کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان شامل دي.

په عین وخت کې د ایران د خراسان رضوي ولایت کې د بهرنیو کډوالو د چارو مشر حسین شرافتي راد، جون ۲۴ ( چنګاښ درییم) د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ته ویلي، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه یې له ۹۰ زرو څخه زیات افغان کډوال د دوغارون او تایباد د سرحدي لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

حسین شرافتي راد ویلي: "په دغو ستانه شویو افغان کډوالو کې هغه افغان کډوال شامل دي، چې په خپله خوښه وطن ته د ستنیدلو نیت درلود او یا هم د اړوندو ادارو له خوا د تهران په ګډون د ایران د مختلفو ښارونو څخه د راټولولو وروسته مشهد ته انتقال شوي و".

ایراني چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته له دغه هیواد څخه زیات شمیر افغان کډوال ایران ته کډه شوي دي، چې ورسره په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر هم ډیر زیات شوی دی.

ایراني چارواکي وايي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال دیره دي، چې شاوخوا یو میلیون یې د مهاجرت په قانوني اسنادو او شاوخوا پنځه سوه زرو پورې نور د افغانستان په پاسپورټونو د ایران د اوسیدانې په ویزو په دغه هیواد کې اوسیږي او پاتې نور د قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې ژوند کوي.

خو د ایران دولتي اژانس ارنا ویلي، چې اوس مهال په ایران کې د افغان کډوالو شمیر پنځه میلیونو ته رسیدلی دی.

په ایران کې میشت د افغان کډوالو د څار ځینې ادارې وايي، چې له ایران څخه اکثره شړل شوي افغانان په تیرو شاوخوا دوو کلنو کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسو له امله په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په زده کړو او کارد بندیزونو له امله له خپل هیواد څخه وتلي و.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ د یوې ادارې مشرې آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د نظام د بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

میرمن ستانکزۍ وویل: "ددغو مهاجرتونو په عواملو کې اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او سیاسي عوامل ډیر شامل دي. همداشان پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه ددغو مهاجرتونو یو بل عامل دی".

میرمن ستانکزۍ وویل، چې اکثره افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته تللي هدف یې په دغو هیوادونو کې اوسیدل نه دې بلکې غواړي، چې په دغو هیوادونو کې په موقت ډول و اوسیږي.

میرمن ستانکزۍ وايي، چې هغه شمیر افغانان، چې اوس مهال له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته ورځي هڅه کوي، چې اروپا، امریکا او یا هم کاناډا ته ځانونه ورسوي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل تیره میاشت له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو د عواملو په اړه خبریالانو ته ویلي و، چې د ګڼو عوامل له مخې افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته په غیر قانوني او قاچاقي سختو لارو باندې سفر ته زړه ښه کوي.

ضیا احمد تکل بهر ته د تللو افغانانو د تللو لومړی او عمده دلیل د لویدیځو هیوادونو له خوا بهرنیو هیوادونو ته تګ لپاره د افغانانو هڅول ښيي او وايي، چې ددغو هیوادونو هدف له افغانستان څخه د مسلکي کدرونو ایستل دي ترڅو افغانستان د مسلکي کدرنو د ستونزې سره مخ شي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت چارواکي وايي، چې په تیرو ۲۰ میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۱.۳ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ددغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د مۍ ۲۸ (جوزا اووم) کابل کې یو شمیر اړو کورنیو ته د خوړو د مرستو د ویشلو یوې غونډې ته وویل، چې په ستنو شویو افغانانو کې له ایران ، پاکستان او د ځینو اروپايي هیوادونو څخه هم افغان کډوال شامل دي.

د مهاجرینو او ستندیونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په تیره یوه میاشت کې نږدې ۹۳ زره افغان کډوال د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي دي.

ددغو ستنو شوو افغانانو یوه برخه یې په خپله خوښه خو زیات شمیر یې په جبري ډول خپل هیواد ته ستنیدلو ته اړ شوي دي