شاته

اروپايي ټولنه: 'کمزوری پوتین یو لوی خطر' دی

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ، جون ۲۹مه (چنګاښ ۸ مه) خبرداری ورکړ چې، د واګنر جنګي ډلې له لنډمهاله وسله وال پاڅون وروسته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې د پخوا په پرتله کمزوری ښکاره کړ، دغه هېواد بې ثباته او خطرناکه شوی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې وویل: " کمزوری پوتین یو لوی خطر دی. "

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین وویل چې، د واګنر جنګي ډلې د پاڅون "ټکانونه" لا هم دوام لري، خو زیاته یې کړه چې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې خبرې به د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د اوکراین د پوځي او مالي مرستو د "دوه برابره کولو" په هڅو متمرکزې وې.

د شمالي اتلانتیک تړون ‌(ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په داسې حال کې چې "وروستۍ نتیجې ته د رسیدو لپاره لا ډیر وختي دی، خو" د واګنر جنګي ډلې د جون د ۲۴مې پاڅون او په مسکو کې لاریون، په روسیې کې "درزونه او ویش" په ډاګه کړ.

د روسیې د خصوصي امنیتي شرکت (واګنر ګروپ) مشر یوګیني پریګوژین د جمعې په ورځ د جون په ۲۳ مه،‌ یو لړ ویډیويي او غږیز پیغامونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو یې د دې ډلې د جنګیالیو پر اډې د راکټي برید امر کړی او زیاته یې کړه چې د هغه ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال پاڅون کې سزا ورکړي. پریګوژین د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې له نوموړي سره مقاومت ونه کړي.

پريګوژین او د هغه تر قوماندې لاندې ملیشو په مسکو کې د کریملین ماڼۍ ۲۰۰ کیلومترۍ ته تر رسیدو وروسته، د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب د یوې هوکړې په پایله کې شاتګ وکړ.

په پیل کې، پوتین د پریګوژین وسله وال پاڅون د ۱۹۱۷م کال له جګړې سره پرتله کړ چې د کورنۍ جګړې لامل شو. ‌پوتین ژمنه وکړه چې د واګنر جنګي ډلې مشر به له منځه یوسي، خو څو ساعته وروسته، د لوکاشینکو په منځګړیتوب، بیلاروس ته د پريګوژین او د هغه تر قوماندې لاندې د ځینو جنګیالیو پر تلو هوکړه وشوه.‌

د بروکسل په غونډه کې د لوېدیځو هېوادونو مشرانو ټینګار وکړ چې په روسیه کې د واګنر جنګي ډلې لخوا وسله وال پاڅون د دوی کورنی مسله ده او لویدیځ هېوادونه په کې هېڅ رول نه لري.

خو د بیلاروس لویدیځو ګاونډيو هیوادونو اندیښنه څرګنده کړه چې د واګنر جنګیالي ښايي د روسیې په پوځ کې د شاملیدو لپاره د کریملین وړاندیز هم ومني.

له واګنر ډلې سره تر هوکړې وروسته، د روسیې ولسمشر پوتین ددغه ډلې جنګیالیو ته دوې لارې پريښودلې، یا د روسیې له وسله والو ځواکونو سره یو ځای شي او یا بیلاروس ته جلاوطنه شي.

د بروکسل په ناسته کې د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسدا وویل: "موږ په بیلاروس کې د تحولاتو په اړه ډیر اندیښمن یو. اورپکې ډلې، یا زما په اند، دا ځنځیري وژونکي ... کیدای شي هره شیبه په بیلاروس کې راڅرګند شي او هیڅوک نه پوهیږي چې دوی به کله زموږ په وړاندې ودریږي. "

د استونیا صدراعظم کاجا کالاس وویل چې په بیلاروس کې د دغو جنګیالیو ځای پرځای کول د نوموړي دا نظر چې "بیلاروس او روسیه یوځای خطرناک دي او خطرناک به وي" پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه چې په روسیه کې "جدي ستونزې" شته، "نو هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو هغه د بندیزونو له لارې پر روسیې فشار ساتل دي."

په داسې حال کې چې مسکو د اوکراین له جګړې څخه لاس په سر شوی نه دی او هڅه کوي چې وضعیت عادي وښیي، اروپايي ټولنه وړاندوینه کوي چې پوتین ښايي په روسیې کې دننه د یو پیاوړي واکمن په توګه د خپل دریځ د بیرته ترلاسه کولو لپاره په یو لړ قداماتو لاس پوري کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول وویل: "پوتین د زور انحصار له لاسه ورکړی ... فکر کوم چې هغه په روسیې کې دننه د تصفیې او د لا غوڅ دریځ د خپلولو په حال کې دی. "

هغه زیاته کړه: "د اروپايي ټولنې څارګرې ادارې‌ د هغو ټولو سناريوګانې د ارزونې په حال کې دي چې ښايي مسکو ته پېښې شي، او اوس بايد روسيې ته د کورنۍ بې ثباتۍ له امله، د يو ګواښ په سترګه وګورو. "