شاته

د کاناډا په ځنګلونو کې اور لګیدل؛ له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات امریکایان په خطر کې دي

د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګيو د نږدې یو پر دریمې برخې امریکایانو لپاره د هوا کیفیت خراب کړی او په ځینو ځایونو کې یې غیر صحي او خطرناک شرایط رامنځته کړي‌ دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د هوا پیژندنې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ ، د جون ۲۹مه (چنګاښ ۸مه) د دغه هېواد د وسکانسن او د ایلنوی ایالتونو له شمال څخه نیولې تر نیویارک او د ختیځ سواحلو د ځینو برخو لپاره د نیمې شپې پورې د خرابې هوا په اړه خبرداری ورکړی دی.‌

دغه ادارې له ۱۰۰ میلیونه زیاتو امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې د کور څخه د باندې اوږدمهاله فعالیتونه محدود کړي او د اړتیا په صورت کې او یا که د سږو یا تنفسي ناروغیو سره مخ وي، ماسک وتړي.‌‌ همداراز ماشومانو او لویانو ته هم سپارښتنه شوې چې د درنو فزیکي فعالیتونو وخت محدود یا ورڅخه ډډه وکړي.

چارواکو د سږکال د اورلګیدو ته په پاملرنې سره، چې د عادي موسم څخه مخکې پیل شوي او په چټکۍ سره پراخیږي، ویلي دي چې په کاناډا کې د ځنګلونو تر ټولو ناوړه اور لګیدلی دی.

د نیویارک، شیکاګو، فلاډلفیا او د امریکا په شمال کې د ګڼو لویو ښارونو اسمان خړو لوګیو نیولی او په هوا کې د سوځېدلو لرګیو بوی خپور دی. په ځینو ښارونو کې د لوګي غلظت دومره زیات دی چې د لمر ختل په روښانه توګه نه لیدل کیږي.‌

د نیویارک ښاروال ایریک اډمز په یو ټویټ کې لیکلي: "د پنجشنبې په ورځ احتیاطي تدابیر مراعات کړئ. که چیري‌ تاسو روغتیایی ستونزې په تیره بیا ساه لنډۍ لرئ، نو د کور څخه بهر لږ وخت تیر کړئ."

د وروستیو شمېرو له مخې، د کاناډا په ځنګلونو کې د وروستیو اور لګیدو له امله شاوخوا ۱۹.۸ میلیونه هکتاره ځنګلونه په بشپړه توګه له منځه تللي او تر چهارشنبې ورځې پورې ۴۷۷ فعاله اورلګیدنې چې نیمايي یې د کنټرول څخه بهر اعلان شوي، له ارام سمندر څخه تر اتلانتیک ساحل پورې دوام درلود.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه پیښه د اقلیم د بدلون د اغیزو د "جدي یادونې" په توګه یاده کړې وه.

هغه په یوې اعلامیې کې وویل: "میلیونونه امریکایان په کاناډا کې د ویجاړونکي ځنګلي اور په پایله کې د لوګي اغیزې تجربه کوي، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو یوه بله روښانه یادونه ده."

هغه زیاته کړه چې د ۶۰۰ امریکايي پرسونل برسیره چې تیر مې میاشتې کې کاناډا ته واستول شول، اضافي اور وژونکو او د اور وژنې مواد لکه هوایي ټانکرونه به هم دغه هېواد ته واستول شي.‌

په کاناډا کې هم چارواکو د ټورنټو د ښار په ګډون د اور لګیدو سیمو د شاوخوا ښارونو اوسیدونکو ته د هوا د خرابیدو خبرداری ورکړی دی.

د کاناډا حکومت د اور د مهارولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي. اوس مهال د کاناډا په ټولو لسو ایالتونو کې اور لګېدلی دی، چې تر ټولو بده پيښه یې د کیوبک په ایالت کې ده.