شاته

د جګړو خبري پوښښ د خبریالانو پر رواني روغتیا څه اغیزې لري؟

د خبریالانو کار د ډیرو خبري مسایلو ترڅنګ، د جګړې له ډګره نیولې د جنایي پېښو تر ځایونو پورې له حالاتو د خلکو خبرول دي.

بې وزلۍ، جګړې، او بلواګانې پر هغو خبریالانو څه ډول اغیز لري چې دا ډول پېښو ته پوښښ ورکوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د کاناډا د ټورنټو په پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد انټوني فاینسټاین يي د ځواب په لټه دی.

د ټورنټو پوهنتون د ژورنالیزم په ډګر کې په داسی لارو چارو غور کوي چې خبریالان وکړای شي د خبري خونو سره د معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړي.

د تیرو ۲۳ کلونو راهیسې، ارواپوه فاینسټاین د ۱۱۰۰ خبریالانو سره د نظرپوښتنو په یوه پروسه کې ډير معلومات راغونډ کړي چې د جګړې د لومړۍ کرښې د خبریالانو د نظرونو پایلې يي د هغو خبریالانو د وضعیت سره پرتله کړي چې ډير لږ د جنجالي پېښو سره کار لري.

د ارواپوهنې دې استاد خپلې څیړنې ته "د جګړې په لیکو کې د خبریالانو د رواني ناراحتیو وړاندوینه" سرلیک ورکړی دی. او ښيي داسی لارې چارې هم شته چې خبري ادارې يی موندلای شي.

الیسن باسکرویل د رویټرز خبري اژانس د امنیتي مسایلو څېړونکې ده. د هغې کار دا دی چې په جنګي ساحو کې خبریالان ضروري وسایل له ځان سره ولري.

هغه وايي: "ترڅنګ يي، د خلکو د خوندیتوب له اړخه موږ باید پوه شو چې هغوی په کومه کچه د خطر سره مخامخ دي او دا حالت د هغوی په رواني روغتیا څه ډول اغیز کوي؟"

خبریالانې او ژور خفګان

د ژور خفګان (PTSD) وروسته حالت ناروغي لمړی ځل د امریکا د ارواپوهنې د ټولنې لخوا په ۱۹۸۰ کال کې تثبیت شوه. خو د نړۍ په کچه خبري څانګو پدې اړوند زیاته پاملرنه ونکړه چې په خبریالانو به څه ډول اغیز ولري.

د انټوني فاینسټاین څیړنه ښيي چې د نارینه وو په پرتله په ښځینه خبریالانو کې خپګان ډير زیات څرګندیږي او هغوی په متشدد حالت کې زیاتې زیانمنیږي.

هغه وايي: "موږ اوس په مختلفو هیوادونو کې سروې کوو. دا اغېز په ډيرو هیوادونو او ډیرو فرهنګونو کې یو ډول دی. ښځینه خبریالانې ډیرې د خطر سره مخامخ دي."

حنا سټورم د هیډلاینز شبکې بنسټ ایښودونکې او مسؤله ده. هغه وایي دا شبکه خبري څانګو ته د رواني روغتیا په لارښوونو کې، روزنه ورکوي.

مېرمن سټورم وايي: "نن سبا په خبري څانګو کې دا زیاته جوته شوې چې موږ باید د رواني روغتیا اړوند مسایل مطرح کړو، ویې منو او په عادي ډول پری وغږیږو او دا چې زموږ کار پر موږ اغیز لري."

فاینسټاین ددې څېړنو دپاره د دوه لسیزو څخه په زیاته موده کې د هغو خبریالانو معلومات راغونډ کړي چې د بالکان او عراق د جګړو له ساحو نیولې پر امریکا د سپتمبر ۱۱ تر ترهګریزو بریدونو او په مکسیکو کې د مخدره موادو سره د مبارزې تر مسایلو پورې خبرونه او راپورونه جوړ کړي دي.