ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې پراختيا او ورباندې د اخته کسانو ډېرېدو ته اندېښنې

د کوچني اختر د رانږدې کېدو په درشل کې چې له امله‌يې د کابل په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، د افغانستان روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د درېيمې څپې او نوي ډول د پراختیا خبرداری ورکوي. دغه وزارت وایي چې په وروستۍ اوونۍ کې په دې هېواد کې له ۱،۵۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۴۰ ډېر ترې مړه شوي دي. د دې وزارت ویاند محمد عثمان طاهري د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس درېیمه څپه له تېرو درېیو اوونیو راهيسې افغانستان ته راغلې او اوس‌مهال د پراختيا په حال کې ده. ښاغلي طاهري پر دې خبرې له ټينګار سره چې خلک باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي، وويل: "له بده مرغه چې موږ اوس د کرونا ویروس د درېیمې څپې په لومړیو کې يو، زموږ لویه اندېښنه دا ده چې خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه‌کوي، له څو اوونیو راپه دېخوا د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې او دا د مثبتو پېښو په زیاتوالي کې ښکاري، په یوه اوونۍ کې ۱،۵۱۶ مثبتې پېښې لرو، دا شان ۴۲ تنه ترې مړه شوي چې دا د تېرو اوونيو په پرتله لوړې شمېرې دي." دی وایي حکومت د دې ویروس د لا پراختیا د مخنیوی په هدف له وړاندې تدابیر نیولی دي. نوموړي وویل چې د کرونا ویروس دا ډول په انګلستان کې پیدا شوی چې په وروستیو کې یې په نړۍ کې له امله زیات شمېر خلک ووژل شول. د عامې روغتیا وزارت مسؤلین دغه‌شان وایي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي واکسین دوام لري او تر دې دمه ۴۵۰ زره دوزه واکسین تطبیق شوي دي.  دا په داسې حال کې چې کوچني اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او سر له همدا اوسه د کابل په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. په همدې حال کې یو شمېر روغتیا پالان په وروستۍ اوونۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.  ډاکتر سردار موسی‌زي ازادي راډیو ته وویل: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، که خلک روغتیايي سپارښتنې ونه‌مني، نو پایلې به‌یې خطرناکې وي او خدای مه‌کړه د هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو په برخلیک به اخته شو." دی له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو او د ځانونو او خپلو کورنیو روغتیا ته پام وکړي. عامې روغتیا وزارت وایي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۱،۷۵۵ ته رسېدلی او د دغه ناروغۍ له امله تر دې دمه ۲،۶۸۳ تنه مړه شوي دي.

07.05.2021 ازادي راډیو

د ننګرهار ځینې مېرمنې: پر لوستو او فعالو کسانو د حملو زیاتېدو ته اندېښنه لرو

د ننګرهار یو شمېر مېرمنې وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره په افغانستان کې پر لوستو او فعالو کسانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه لري. دوی بېره لري چې د ښځو فعالیتونه او تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې یې له‌منځه لاړې او یا له ننګونو سره مخامخ نه‌شي.  دوی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د ښځو د حقونو او د تېرو لاسته راوړنو په برخه کې دې پاخه ضمانتونه واخیستل شي څو بیا له ۲۰ کاله پخواني وضعیت سره مخ نه‌شي.  تورپېکۍ اشنا د ننګرهار د ښځو چارو یوه فعاله ده. دا وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پر لوستو او فعالو کسانو د حملو له زیاتېدو سره ښځې اندېښمنې دي چې ګوندې له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره به مخامخ شي.  دا له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان د کشالې د حل په برخه کې دوی یوازې پرېنږدي او د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې دې له ټولو خواو پاخه ضمانتونه واخلي.  تورپېکۍ وایي، هېځ ښځه دې ته لېواله نه‌ده چې تر ۲۰ کالو پخوانیو حالاتو سره مخ شي او باید د دوی اندېښنو ته ښکاره ځواب ورکړل شي. اغلې تورپېکۍ زیاتوي: "دا یو حقیقت دی چې خارجي قواوې له افغانستانه وځي، نو ټول نارینه او ښځينه په تشویش کې دي چې خدای نا خواسته دغه د خویندو لاسته راوړنې چې دومره مبارزه‌یې وکړه، زحمتونه‌یې ویستي، کوښښ‌یې وکړ، ځانونه‌یې قربان کړل او اوس هم په خطر کې دي، له‌منځه لاړ شي، نو دغه اندېښنه شته، خو موږ له نړیوالو او ملل‌متحد نه غواړو چې افغانستان هغه معاهدې چې د ښځو د حقونو د لاسته راوړنو په برخه کې امضا کړي، د هغوی د تعهد او رعایت په برخه کې قوي ضمانتونه واخلي، څو د خویندو لاسته راوړنې پر ځای پاتې شي."  د ننګرهار د ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع وایي، سولې ته لېوالتیا ډېره ده خو په خبره‌یې، افغان کشاله لا روانه ده او که په داسې حال کې نړیوال افغانان په سپین میدان پرېږدي، نو راتلونکي ته‌یې اندېښنې لاپسې ډېرېږي.  حمیرا رفیع اندېښنه لري او وایي، په داسې حال کې چې بهرنیان هم له هېواده وځي او که د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د سولې روانې خپلمنځي ناستې پاستې نتیجه ورنه‌کړي، نو د قدرت پر سر به کشمکشونه پیدا او د افغان ښځو لاسته راوړنې او حقونه به تر پښو لاندې شي. اغلې رفیع وايي: "د ټولنې نیمایي یرخه نفوس ښځې دي او زیاتره د جنګونو قربانیانې او متضررینې هم ښځې دي، نو د ښځو سره ډېره اندېښنه ده چې که داسې معامله وشي، سره له دې چې په هغې کې به سوله منځته رانه‌شي، نو معلومداره ده چې ملک به له یوه لوی بحران سره مخ شي، دلته به د ښځو حقوق هم پایمال شي او هغه ۲۰ کلنې لاسته راوړنې به‌یې هم له‌منځه لاړې شي، علاوه له دې به کورنۍ جګړې رامنځته شي او هر څوک به د خپل قدرت لپاره جنګېږي."  ننګرهار مېشتې مېرمنې دغه اندېښنې په داسې حال کې شریکوي چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ایستل پیل کړي او ویلي دي چې د راروانې سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. په افغانستان کې د شته بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا او وسله‌والو طالبانو د هغه هوکړه‌لیک یوه برخه ده چې دواړو لورو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړی و.  که څه هم افغان حکومت افغان ښځو ته د دوی د لاسته راوړنو د ساتلو او د دوی د حقونو د خوندي کولو او همدا شان د وسله‌والو طالبانو مرکچي پلاوي بیا ښځو ته د زده‌کړو او کار کولو ډاډ ورکړی، خو د ننګرهار مېشتو مېرمنو په باور، دا هر څه هلته کېدای شي چې دوی یو بل ومني.  د ننګرهار ولایت د جندر مسؤلان بیا هیله‌مند دي چې د ښځو لاسته راوړنې لکه زده‌کړې او له کوره دباندې د کار حق به په خپل ځای پاتې وي او ښځې باید په دې پرخه کې اندېښنې ونه‌لري.‎  د ننګرهار ولایت د جندر کارپوه پښتنه نبي ازادي راډيو ته وویل چې افغان مېرمنې باید هېڅکله اوسنی وخت تېرو وختونو سره پرتله نه‌کړي او د اندېښنو پر ځای دې خپل فعالیتونه ګړندي کړي. اغلې نبي وايي: "هېڅ اندېښنه باید له ښځو سره نه‌وي، ځکه موږ باید اوسنی حکومت او اوسني شرایط په هېڅ صورت له پخوانیو حالاتو او پخوانیو حکومتونو سره پرتله نه‌کړو، که چېرته هغه وروڼه هم راشي، له حکومت سره یوځای شي، خپل هېواد کې مېشت شي، نو ښځې به لا پرمختګ او وده وکړي."  د ننګرهار د جندر کارپوهه پښتنه نبي په داسې حال کې مېرمنو ته ډاډ ورکوي چې همدا اوس هم په دغه ولایت کې ګڼې هغه ښځې چې په دندو بوختې وې، یا له خپلو کارونو په شا شوي او یا له کورونو په خپلو چارو بوختې دي.  د یادونې وړ ده چې په تېرو شااوخوا څلورو میاشتو کې ۹ تنه ښځينه وژل شوي چې ۴ یې خبریالانې، یوه ډاکتره، ۳ واکسیناتورانې او یوه‌یې پولیسه وه.

06.05.2021 ازادي راډیو

بلخ کې د ناامنۍ دوام؛ د ځینو ولسوالیو نجونو ښوونځي پرېښي

په بلخ کې د طالبانو پراخ حضور او د ناامنۍ دوام په یو شمېر ولسوالیو کې نجونې اړ کړي ترڅو ښوونځي پرېږدي. د بلخ د پوهنې ریاست د اطلاعاتو امر روزبین سعادت، ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په پنځو ولسوالیو کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له ورتګ منع کېږي.  ښاغلي سعادت وویل چې په چهاربولک، بلخ، چمتال، دولت‌اباد او زارع ولسوالیو کې د ناامنۍ ترڅنګ په ټولنه کې د ناوړه دودونو له امله هم کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته نه‌پرېږدي.  هغه وویل چې په دغو ولسوالیو کې ټول‌ټال ۴ تر ۴.۵ زره نجونې هر کال له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه بې‌برخې کېږي. هغه زیاته کړه: "دا چې کورنۍ سنتي دي، له شپږم ټولګي وروسته خپلو نجونو ته اجازه نه‌ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي. ناامني او د طالبانو حضور د نجونو په وړاندې بل خنډ دی."  سعادت وايي سره له دې چې د ناامنۍ له امله په بلخ کې کوم ښوونځی نه‌دی بند شوی، خو د جګړې له خطره وېرې سبب شوي چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي. ۱۲ کلنه لېمه چې په بلخ کې د چهاربولک ولسوالۍ د بیست پيکال کلي اصلي اوسېدونکې ده وايي: " ښوونځی مې خوښېږي، خو زموږ په کلي کې جګړه ده او د طالبانو له وېرې نه‌شم کولای چې ښوونځي ته ولاړه شم."  بیست پیکال سیمه اوس‌مهال په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده.  لېمه د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره د جګړې له وېرې د مزار شریف د همدرد پروژې یوې تکه‌يي کېږدۍ ته رابې‌ځایه شوې. هغې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د وسله‌وال فعالیت د زیاتوالي او د جګړې له ډار او وېرې یې دغه کمپ ته پناه راوړې. د یاد کمپ په شاوخوا سیمو کې هم د نجونو لپاره کوم منځنی ښوونځی نه‌شته. د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید هم مني چې په یو شمېر ولسوالیو کې د اناث ښوونکو، د مسلکي معلمینو او ښوونځیو ته د احاطوي دېوال د نشتوالي په دلیل کورنۍ نجونې ښوونځیو ته له ورتګ منع کوي. ده وویل: "له بده مرغه ناوړه دودونه شته چې د نجونو په وړاندې یې ستونزې زیاتې کړې دي او ترڅنګ‌یې د ښځینه ښوونکو او مسلکي ښوونکو نشتوالی هم بله لویه ستونزه ده." په همدې حال کې په چهاربولک، چمتال او بلخ ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پيل شوي.  د مې له لومړۍ نېټې راهیسې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی او په پام کې ده تر څه باندې راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ شي. له دې سره هم‌مهاله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو حملې زیاتې شوي.  طالبانو تر دې پخوا د اوربند د اعلام او د بین‌الافغاني مذاکراتو د بیا پيل لپاره اساسي شرط له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع بللې ده.  سره له دې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئلې د طالبانو د بیا راتګ په اړه اندېښنې زیاتې کړي، افغان نجونې یې هم په راتلونکي کې د خپل تعلیم او تحصیل د دوام په اړه اندېښمنې کړې دي.  خو لېمه په هېواد کې یو له هغو زرګونه نجونو ده چې د طالب او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې ختمېدو ته شېبې شمېري، دا غواړي له هغې وروسته خپل کلي ته ستنه او ښوونځي ته په ورتګ سره راتلونکې کې ډاکتره شي.

06.05.2021 ازادي راډیو

امریکا غواړي د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي، څو د دې وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي، خو دا اقدام یوه لور ته ستایل شوی او بل لور ته له اندېښنو سره مل شوی.  پرېکړې ته ستاینې د بایډن ادارې اعلان وکړ چې نورو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د امریکایي واکسین د جوړېدو اجازې د ورکړې ملاتړ کوي، څو په نړۍ کې د کرونا وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي.  د متحد ایالاتونو د سوداګرۍ د برخې استازې کاترینا تای د دې اجازې په اړه د حکومت دریځ په یوه بیان کې پرون څرګند کړ چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د مقرراتو د اسانولو پر لارو چارو خبرې کوي.  اغلې تای وایي، کرونا یو نړیوال بحران دی او د دې وبا شرایط استثنایي دي نو استثنایي اقدامات په کار دي.  خو مېرمن تای خبرداری ورکړ چې دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د قوانینو د لغوه کېدو په خاطر نړیوالې اجماع ته رسېدل وخت غواړي.  د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګیبریوسس د متحد ایالاتونو اعلامیه له کووېډ- نولس سره د مبارزې لپاره مهمه وبلله او دا یې مهمه شېبه یاده کړه ده. نوموړي پر ټویټر ولیکل چې نړیوالې روغتیا ته د شته ګواښونو پر وړاندې د متحد ایالاتونو د مشرتابه  ژمنه یوه پياوړې بېلګه ده.   نهیلۍ او اندېښنې بل لور د دوا جوړولو نړیوال فدراسیون او د درملو ټولنو نهیلي څرګنده کړې ده. دې ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې په تکرار یې دا خبره کړې ده چې اجازه ورکول اسانه دي خو ستونزې ورسره پیچلي کېږي او له دې سره به د کووېډ-نولس واکسین زیات نه شي او هغه عملي حل لاره چې د دې نړیوال روغتیایي کړکېچ لپاره په کار ده رامنځته نه شي.   د درملو تولیدونکي وایي، د کرونا واکسین پیچلی دی او که د دې واکسین د جوړېدو د مالکیت اجازه ورکړل شي له دې سره تولید نه زیاتیږي او دا اجازه به په راتلونکې کې د نوښتونو مخه ونیسي.  د اوس لپاره د نړۍ په هېڅ ځای کې د کرونا واکسین ته دومره اړتیا نه لیدل کېږي لکه په هند کې چې لیدل کېږي. په دغه هېواد کې د کرونا وبا له پیله تر اوسه تر بل هر وخت ډېر کسان د دې ناروغۍ قرباني کېږي.  نن د هند روغتیا وزارت خبر ورکړ چې درې زره نهه سوه اتیا کسان کرونا وبا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژلي دي او تر څلور لکه دولس زره ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.  هند ته د امریکا له متحد ایالاتونو، فرانسې، بریتانیا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادو طبي وسایل او اکسیجن استولي، خو د هند حکومت وایي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره نور اکسیجن ته اړتیا لري.  د هند اغیزې پر شااوخوا نورو هېوادونو هم شوی دی او په ګاونډي نیپال کې د راپورونو له مخې ډېر روغتونونه د کرونا له ناروغانو ډک شوي دي او د یوه میاشتې پخوا پرتله په نیپال کې د کرونا نوې پېښې اووه پنځوس په سلو کې زیاتې شوي دي. 

06.05.2021 ازادي راډیو

نن 'جي اووه' غونډه کې پر کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو خبرې کېږي

د بریتانیا، کاناډا، جرمني، ايټالیا، جاپان او امریکا لوړپوړي ډیپلوماټان به د کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو په اړه په 'جي اووه' غونډه کې خبرې کوي. نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په لندن کې د دغې درې ورځنۍ غونډې وروستۍ ورځ ده.   بډایه هېوادونو د روغتیا پر نړیوالې ادارې ټينګار کړی چې د کرونا ویروس ضد وسایلو د برابر وېش ادارې یا کوواکس له لارې دې لږ پرمختللو هېوادونو ته دې د کرونا واکسین وویشي.   امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له کوواکس سره تر بل هر هېواد ډېره، د څلور میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.   دې هېواد تېره اوونۍ وویل چې هند ته هم تر سل میلیونه ډالرو زیاتې بېړنۍ مرستې لېږي. په هند کې هره ورځ شااو خوا درې لکه کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د کوواکس پروګرام پر اهمیت ټینګار وکړ.   پر بدایه هېوادونو فشار دی چې د کوواکس د ملاتړ ترڅنګ نورې مرستې هم وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا نړۍ راتلونکی کال له ۳۵ څخه تر ۴۵ میلیارده ډالرو پورې اړتیا لري چې ډېری بالغ انسانان واکسین شي.   په واشنګټن کې د بایډن ادارې یو نوی هدف ټاکلی او هغه دا چې د جولای تر څلورمې باید اویا فیصده بالغ امریکايان لږ تر لږه یو ځل واکسین شي.   امریکا اوس مهال هره ورځ نهه لکه او ۶۵ زره خلکو ته د واکسینونو لومړی ډوز ورکوي،خو تېره اوونۍ دا شمېر دوه چنده وو. د هغو خلکو شمېر کم شوی چې غواړي واکسین وکړي.   تراوسه د امریکا ۵۶ فیصده بالغ نفوس د کرونا ویروس لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.   بایډن دا خبره منلې چې د واکسیناسیون سرعت کم شوی دی او هغه کسان چې پر واکسین شک لري، د هغوی قانع کول به ګران کار وي.   ځينو امریکايي ایالاتونو د تقاضا د کمښت له کبله کم واکسین غوښتي دي.   د اروپايي ټولنې اجرائیوي برخې رییس ویلي چې د ټولو اروپايي ټولنې څلورمه برخه اوسېدونکي د کرونا ویروس پرضد لومړی ډوز واکسین شوي دي.    په اروپا کې د کرونا ویروس ضد واکسیناسیون ورو پیل شو، خو د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا در لاین پر ټويټرپاڼه لیکلي: "اوس د واکسین شوېو کسانو شمېر یو نیم سل میلیونو ته رسېدلی دی." دې زیاته کړې چې تر جولای میاشتې به د اروپا اویا فیصده بالغو اوسېدونکو ته کافي واکسین ولري.  

05.05.2021 ازادي راډیو

دریا؛ په ودونو کې پخوانی دود

په افغانستان کې په ودونو کې د ښځو له خوا د دریا وهل لرغونی او پخوانی دود دی.  خو کله چې په ۱۹۹۰یمې مېلادې لسیزه کې وسله وال طالبان د افغانستان په ډېری سیمو حاکم شول، نو په ځینو سیمو کې دغه دود یا کمرنګ شو او یا ورباندې مطلق بندیز ولګېد.  بشپړ راپور د لاندې لینک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:   

04.05.2021 ازادي راډیو

هند کې یوه ډله ځوانانو له کرونا ویروس سره مبارزې ته دانګلي

هند چې د کرونا دوهمې څپې سخت ځپلی او حکومت یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی، یوه ډله ځوانانو دغې وبا سره مبارزې ته وردانګلي دي. سوادها پرساد چې د ښوونځي زده کونکې ده او ازموینه یې تېره شوې، ریښتیني کارته مخه کړې، د ژوند ژغورلو لپاره اکسیجن، درمل او روغتونونو کې بسترونه د کووېډ – ۱۹ ناروغانو لپاره پیدا کوي.   پرساد له لسګونو نورو رضاکارانو سره چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي، د ځوانانو په مشرۍ د 'یونکټ' په نوم ټولنه کې سره راټول شوي او په انټرنیټ کې د یوه انلاین ډېټابېس له لارې په ټول هند کې د لاسرسۍ وړ روغتیایي سرچینو په اړه معلومات راټولوي.   دوی له ټولنیزو شبکو څخه په استفادې، هغوی ته چې د کرونا له امله مرستو ته عاجله اړتیا لري، مستقیماً د روغتیایي وسایلو او درملو سرچیني ورښیي. د ځوانانو دغه ډله ۷ ورځې په اوونۍ کې د ۲۴ ساعتونو لپاره کار کوي. پرساد چې په ممبي کې اوسېږي وایي، دا کار سړی ډېر ستړی کوي، خو زیاتوي، که دا وکولی شي چې د یو چا ژوند وژغوري نو د وجود هېڅ یوه برخه به یې هم د ستړیا احساس ونه کړي. پرساد د بېلګې په توګه پر کرونا اخته د یوه ځوان ناروغ د ژغورلو خبره کوي او وایي، دغه ناروغ چې اکسیجن ته یې سخته اړتیا درلوده او د کورنۍ غړیو یې په موندلو دوه ساعته تېر کړي وو او په پیدا کولو یې نه وو بریالي شوي، دوی ورته اکسجن پیدا کړ. هغه وایي، خبره یوازې دا نه ده چې دوی خلکو ته د روغتیایي وسایلو او درملو سرچینې ور په ګوته کوي بلکې غواړي محتاجو خلکو ته دا احساس ورکړي چې له کړاوونو ډک حالت کې دوی یوازې نه دي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې هند چې د ۱۳ سوه میلیونه وګړو دوه په درېیمه برخه یې له ۳۵ کلونو لاندې عمرونه لري او ځوان نفوس لرونکی هېواد ګڼل کېږي، هېڅکله ېې هم ځوان کهول ته د چارو دغومره دروند مسولیت نه و سپارل شوی. په هغه هېواد کې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېره له شل میلیونو واوښته.   په هند کې په هغو روغتونونو کې چې د کرونا د ناروغانو درملنه کېږي د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالي ستونزه پرځای پاتې ده. په دې هېواد په کرونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړه شوی او د دې وبا له کبله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه شل زرو اوښتی دی.  

04.05.2021 ازادي راډیو

له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل؛ پوځي او اقتصادي تشې ډکولو ته د چین لېوالتیا

امریکا او ناټو به د سېپټمبر تر یوولسمې وروسته، په افغانستان کې هومره پراخ اغېز و نه لري، څومره چې یې په تېرو ۲۰ کلونو کې درلود. کارپوهان وايي، د بهرنیو عسکرو وتل به، له دې وروسته په دې هېواد کې د لویدیځ د نفوذ مخه یو څه ډب کړي، خو بې‌له شکه چې په نظامي او اقتصادي لحاظ د دې کار تشه محسوس ده.  د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې اند دي چې له افغانستان د بهرنیو او امریکايي عسکرو وتل دې ته لار پرانیزي چې د سیمه‌ییزو قوتونو سربېره، یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره نږدې اړیکو ته زړه ښه کړي. له دې هېوادونو یو هم چین دی. موده وړاندې د ګڼو لویدیځو رسنیو سربېره، له اسیا خپرېدونکو ورځپاڼو ولیکل، چین زړه ښه کړی چې په افغانستان کې په اقتصادي او نظامي لحاظ خپل حضور زیات کړي. که څه هم دا خبره لا رسماً نه چین او نه هم افغان حکومت تایید کړې، خو ایا  یو ښه بدیل کېدای شي؟ افغانستان او د چین ملګرتیا افغانستان او چین ښه ګاونډیان بلل کېږي او د تاریخ په اوږدو کې یې سره هېڅ ډول شخړه نه ده کړې. د دې سره په خوا کې، چین د افغانستان د شخړې په سیاسي حل ټینګار کړی او په ځلونو یې له طالبانو د اوربند او ان د سولې د مذاکراتو د کوربه‌توب غوښتنه کړې. د نړیوالو اړیکو کارپوه او څېړونکی جاوېدالله چې له پاکستان او چین سره د افغانستان پر اړیکو څېړنه کوي وايي، که څه هم امریکا او چین سرسخت سیالان دي، خو چین د منځلاري سیاست په خپلولو سره، افغانستان سره خپلې اړیکې ښې ساتلي. دی وايي:  "افغانستان او چین هغه دوه هېوادونه دي چې په تېر تاریخ کې یې سره هېڅ ډول شخړه نه ده کړې. په اوسني وضعیت کې د چین حکومت په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د شخړې سیاسي حل غواړي. " په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د اپریل په ۲۵مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې وویل، هېواد یې غواړي، په تل‌‌پاتې ډول د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړي، د سټراټیژیکو همکاريو او د ښو اړیکو پرمختګ لپاره به یې هڅې دوام وکړي، څو دواړو هېوادونو ته یې ګټه ورسېږي. د چین حکومت له دې وړاندې هم له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی. افغانستان کې د چین د اقتصادي نفوذ پر وړاندې خنډونه چین لومړی هېواد دی چې د ام‌سي‌سي په نوم یو شرکت یې د افغانستان پر یو تر ټولو لوی کان پانګه‌ونې ته زړه ښه کړ. مس عینک کان په ۲۰۰۸ کال کې ام‌سي‌سي شرکت د یوه ازادې پروسې له لارې وګاټه، خو داسې مهال چې له دې نېټې نږدې ۱۳ کاله تېرېږي، لا هم د دې کان څپړنه نه ده پیل شوې او هېڅ راز اقتصادي ګټه نه لري. د قرارداد پر بنسټ، ام‌سي‌سي په لومړیو کې پر دې کان ۲،۸۹۸ میلیارډ ډالر پانګه‌ونه کوي او وروسته دا پیسې ۵ میلیارډ ډالرو ته رسېږي. افغانستان له دې شرکته د مالیاتو له ادرسه په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر اخلي او همدا ډول د ضمانت په توګه باید ۸۰۰ میلیونه نور ډالر افغان حکومت ته ورکړي.  د کار پیدا کېدل، د افغانستان له ډبرو سکرو ګټه، د برېښنا تولید، د یوه ښار ګوټي جوړېدل ، له تورخم تر تاجېکستان او بیا د بامیان تر حاجي‌ګګ، درصوف او سمنګان پورې د اوسپنې پټلۍ جوړېدل د دې قرارداد نورې برخې وې چې تر اوسه یې یوه هم نه ده عملې شوې. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نه حاضرېږي چې د دې موضوع په اړه خبرې وکړې، خو حکومت وړاندې په ځلونو په سیمه کې د تاریخي اثارو پیدا کېدل او امنیتي ستونزې د کار د ځنډ علتونه ګڼلي دي. خو ځینې شنونکي سیاسي موضوعات او په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د مس عینک کان د کېندنې د ځنډ علتونه ګڼي. چین په نړیوال اقتصادي ډګر کې د امریکا تر ټولو سرسخت سیال دی. تر دې چې د دې هېواد د بهرني سیاست یوه مهمه برخه چې څه ډول ورځ تر بلې په نړۍ کې د دې هېواد پراخېدونکي حضور مخه ونیول شي، تشکیلوي. خو داسې مهال چې امریکا په افغانستان کې خپله ښکېلتیا کموي، چین به وشي کولای، دې هېواد کې خلاص لاس ولري؟ د نړیوالو اقتصادي مسایلو کارپوه شعیب رحیم یې په اړه وايي: "چین غواړي په افغانستان کې ثبات راشي او د دې لپاره یوه لار دا ده چې افغانستان له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ولاړ وي او دلته اقتصاد د دې باعث شي چې هم نظام پیاوړی شي او هم د خلکو لپاره کاري فرصتونه پیدا شي. " خو د دې کار پر وړاندې اندېښنه د نړۍ د قوتونو له‌خوا افغانستان د نیابتي شخړو د ډګر په توګه کارول دي. تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، د سیمې یو شمېر هېوادونه غواړي چې افغانستان کې د دوی له وتلو وروسته، پراخ لاس ولري چې ښکاره ده د امریکا د ګټو خلاف وباله. خو شنونکی جاوېدالله وايي، د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره به امریکا له چین سره افغانستان د سیالۍ ډګر غوره نه کړي: "هغه مسایل چې د امریکا لپاره خطر نه وي او په اقتصادي پلان کې ګمان داسې دی چې چین به افغانستان کې خپلې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړي او امریکا به په دې برنامو کې ورسره مخالفت و نه کړي." خو ایا طالبان له افغانستان سره د چین د اقتصادي اړیکو د پراختیا خنډ ګرځېدای شي؟ شنونکي وايي، چین او پاکستان خورا نږدې اړیکې لري او پر طالبانو د پاکستان اغېز به اجازه ور نه کړي چې کومه ستونزه جوړه شي. د افغانستان او د چین اقتصادي اړیکې افغانستان اوس‌مهال له چین سره د رېل پټلۍ، یو کمربند، یو سړک لارې په وسیله نښلېدلای او تر خوا یې د هوايي دهلیز له لارې دې هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه روانه ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان چین ته په کلني ډول د ۲۰ او ۴۰ میلیونه ډالرو ترمنځ صادرات کوي، خو کرونا وبا پر دې بهیر اغېز کړی دی. د افغانستان په صادراتو کې غالۍ وچه او تازه مېوه شامله ده، خو بر عکس له چین بیا واردات له یو تر یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي چې برېښنایي او نور توکي يې لویه برخه تشکیلوي. د نورو توکو سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازې د جنغوزیو برخه کې د ۲،۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۶۲ ټنه جنغوزیو قرارد شته چې راتلونکو څلور کلونو کې به بشپړ شي. خو د چین موخه په دې هېواد له دې پرته پر لویو کانونو پانګه‌ونه ده. د نړیوال اقتصاد کارپوه شعیب رحیم وايي، چین دې کار سره غواړي، د دې هېواد له امنیت او ثبات سره د مرستې له لارې، د مرکزي اسیا او خپلو پولو ته د ترهګرۍ د ور پېښ ګواښ مخه ونیسي: "که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي، نو احتمالاً شته چې دا جګړه او د ترهګرۍ څپې د مرکزې اسیا له لارې د چین لویدیځ ته ورسېږي او هلته چې کوم ایغور مسلمانان دي او مخکې تر مخکې ترې چین اندېښنه لري، کېدای شي چې بیا ورته ستونزې وزېږوي. " له دې پرته چین غواړي د پاکستان له لارې د سي‌پیک په پروژه کې افغانستان هم ور ګډ کړي چې په دې سره به د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د اغېز په پار دا هېواد د درېیم ګړي په توګه مطرح وي. سي پیک د لویې لارې او اقتصادي دهليزونو جوړولو پروژه ده چې پاکستان د بلوچستان له لارې د سیمې هېوادونو او چین سره نښلوي او چین ته هم ور ته اسانتیا برابروي. پر دې پروژې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت راځي چې ټولې پیسې یې چین ورکوي. شنونکي وايي، که چېرې چین د خپلو اقتصادي برنامو افغانستان کې وګټي، اړتیا نه‌ لیدل کېږي چې دلته نظامي حضور ته ټټر ووهي.

04.05.2021 ازادي راډیو

هند کې د کرونا بحران؛ نړیوال د اکسیجن او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کوي

په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د هندوستان د وبا بحران هم ورځ تر بلې زیاتېږي.   نړیوالو له هندوستان سره د اکسیجنو او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کړي.   د بریتانیا حکومت ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي ساه اخیستلو زر دانې اضافي ماشینونه ولېږي.  د تېرې اوونۍ پر مهال هندوستان ۲.۶ ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړي او په دې ویروس اخته شااوخوا ۲۳،۸۰۰ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړینو شمېر دوه لکه او پنځلس زره ته لوړ شوی دی.   متخصصین په دې باور دي چې دا شمېرې د بحران جدیت ښيي.   د صدراعظم نرېندرا مودي حکومت پر ټول هېواد له بندیز لګولو ډډه کړې ده، خو ګڼو ایالتونو خپل محدودیتونه وضع کړي دي. په جنوبي اسیا کې په عمومي توګه خطر زیات شوی دی. په نیپال او سريلانکا دواړو کې مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په روغتونونو کې بسترونه، اکسیجن او نور روغتیايي وسایل مخ پر کمېدو دي.   په پاکستان کې هم د کرونا ویروس درېیمه څپه راغلې ده. چارواکو د مې په دوهمه نېټه پرېکړه وکړه چې د مې له څلورمې تر ۲۰مې به د تګ راتګ لپاره له افغانستان او ایران سره لارې په موقتي توګه تړلې وي.   دا محدودیتونه به له افغانستان او ایرانه پر ورتلونکو پاکستاني وګړو نه‌وي.   په اورپا کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی. رومانیا به د مې په درېيمه په پلازمېنه بخارست کې د کرونا ویروس اړوند بندیزونه کم کړي ځکه مثبتې پيښې کمې شوې دي.   په جرمني کې هم مثبتې پېښې کمې شوي او د واکیسن کمپاین هم تر ډېره عملي شوی دی.  په بریتانیا کې لیورپول د موسیقۍ یو فیستیوال جوړ کړ چې ایا په دا ډول مراسمو کې ویروس خپرېږي که نه. شااوخوا پنځو زرو کسانو پرته له ماسکونو او ټولنیز واټن مراعتولو په‌کې ګډون کړی وو. دوی تر فیستیوال مخکې د 'کووېډ-۱۹' ټسټ کړی وو او نتیجه‌یې منفي وه او همداراز به تر فیستیوال پنځه ورځې وروسته هم ټسټ وکړي.

03.05.2021 ازادي راډیو

د رسنیو پر کارکوونکو د حملو له کبله کندز کې د 'ښځینه خبریالانو حضور کم' شوی

په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو د حملو له کبله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور مخ پر کمېدو دی. دوی زیاتوي، که حکومت د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، ښايي په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کچه تر دې هم ټيټه شي. په کندز کې د اورانوس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون مسؤل هدایت‌الله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څرنګه چې تاسو ته جوته ده، په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي ستونزو له کبله د ښځینه خبریالانو حضور په سیمه‌ییزو رسنیو کې کم شوی دی. مخکې موږ تر ۸ نفره پورې کارکوونکي درلودل، متأسفانه اوس له صفر سره مخ شوي یو. یعنې په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې کار نه‌شي کولای." هغه ښځې چې لا هم په سیمه‌ییزو رسنیو کې کار کوي، خبرداری ورکوي، که وضعیت همدا ډول ادامه پیدا کړي ښايي پاتې ښځې هم له رسنیو سره مخه ښه وکړي. په دغه ولایت کې د یوې سیمه‌ییزې راډيو کارکوونکې عفت همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څو کاله وړاندې نجونو په خورا لېوالتیا سره په رسنیو کې کار کاوه. په کندز کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او نجونې په داسې یو شرایط کې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي."  په نوموړي ولایت کې د یوې بلې سیمه‌ییزې راډیو خبریاله حورا محمد هم وايي چې د امنیتي ګواښونو له کبله‌يې ځینو همکارانو دندې پرېښي او یو شمېر نورې د خوندیتوب احساس نه‌کوي. دا وايي: "د کندز امنیت ټولو ته معلوم دی او له همدې کبله نجونې نه‌شي کولاي په رسنیو او یا په نورو دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار وکړي. په داسې وضعیت کې طبعاً هېڅکله مور او پلار خپلو لوڼو ته اجازه نه‌ورکوي چې له کوره بهر کار وکړي." د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي هم وايي چې د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله نه‌یوازې په رسنیو کې، بلکې په یو شمېر نورو ادارو کې هم د ښځو حضور کم شوی دی. مېرمن یفتلي زیاتوي: "موږ اوس په کندز کې امنیت او خوندیتوب نه‌لرو او د فعاله ښځو اندېښنې ډېرې شوې دي. زیات شمېر ښځو خپلې دندې پرېښې دي. زه دا تأییدوم په هغه کچه چې ۱۰ کاله او شپږ کاله مخکې ښځو په خورا لېوالتیا سره په رسنیو کې کار کاوه اوس هغه حضور ډېر کمرنګه شوی دی." په کندز کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې د لوړ امنیتي ګواښونو له کبله په سیمه‌ییزو رسنیو کې د نجونو حضور د پام وړ کم شوی دی. ښاغلي صابري وویل: "له بده مرغه په کندز او شمال ختیځ زون کې د ښځو لپاره د کار فضا خورا محدوده شوې ده. امنیتي ګواښونه، په کاري چاپېریال کې نه‌خوندیتوب، ټولنیزې ستونزې او له نجونو د کورنیو نه‌ملاتړ هغه لاملونه دي چې له کبله‌یې په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی دی." خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت امنیتي ارګانونه د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په خاطر له هېڅ ډول هڅو ډډه نه‌کوي. په کندز کې اوس‌مهال ۱۲ سیمه‌ییزې خصوصي راډيوګانې، ۳ خصوصي ټلوېزیونونه او ۱۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي چې لسګونه کسانو ته په‌کې د کار کولو بوختیا برابره شوې ده.

03.05.2021 ازادي راډیو

الیاس داعي؛ د هلمندیانو خاموشه شوی غږ

د مې دریېمه نړۍ د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځي. د رسنیو هغه ازادي چې ساتنې یې تیر کال له افغان خبریالانو پرلپسې قرباني واخیسته. په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي یو له همدې قربانیانو څخه دی. د نوموړې له وژنې نژدې شپږ میاشتې تیریږي خو لا یې هم د قاتلانو د نیولو او عدالت ته د راښکلوپه برخه کې کوم پرمختګ نه دی شو. ګڼ هلمندیان الیاس داعي خپل خاموشه شوی غږ بولي. نور تفصیل په دې راپور کې وګورئ

03.05.2021 ازادي راډیو

د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا درېیمه څپه له ختیځ څخه لوېدیځ ته په حرکت کې ده

د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه تشخیص شوې او له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی: "تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، لغمان،کونړ، کندهار، کابل، هرات، هلمند، نیمروز، میدان وردګ او لوګر کې ثبت شوې دي، موږ تر اوسه د کرونا درېیمه څپه کې نه‌یو، خو د درېیمې څپې له جدي ګواښ سره مخ یو، خو که د مثبت والي میزان ته وګورو دوه اوونۍ وړاندې د مثبت‌والي میزان د ٦ او ٧ ترمنځ و چې اوس د مثبتو پېښو شمېر ١٠ تر ١٢ ترمنځ دی." نوموړي وویل چې د پېښو د زیاتوالي لامل دا دی چې په یادو ولایتونو دېره استوګن ایران او پاکستان ته ډېر تګ راتګ کوي. خو دغه وزارت وایي، تر اوسه‌یې د عمومي قرنطین لپاره د حکومت رهبرۍ ته کوم پلان نه‌دی وړاندې کړی او که چېرې پېښې زیاتې شي د جدي قرنطین غوښتنه به وکړي.   دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په اړه په مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې د اکسیجن د کمښت ستونزه باید هواره شي. ښاغلي غني دغه‌شان عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې باید د خصوصي سکټور همکاري خپله شي او د اکسیجن د کمښت د ستونزې د مدیریت په موخه دې پر یوه پلان هم کار وشي. په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه ٦٠ زره ١٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوي او ٢،٦٣٧ کسان ترې مړه شوي دي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د برخې مسؤل ګلاخان ایوب نن ازادي راډیو ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې درې نیم لکه کسانو ځانونه واکسین کړي دي.  نوموړي وویل چې د واکسین له کمښت سره مخ نه‌دي او کوم ٩٦٨ زره دوزه واکسین چې مخکې مرسته شوې اوس له همغې تطبیقېږي. ښاغلی ایوب وايي، د واکسین په ختمېدو سره به وزارت د نړۍوالې ټولنې په مرسته نور واکسین هم واخلي. ښاغلی ایوب زیاتوي: "تر اوسه دوه لکه ٤٠ زره دوزه واکسین موږ امنیتي ارګانونو ته ورکړي، په مرکز او ولایتونو کې مو اته لکه دوزه واکسین وېشلی، تر دې دمه درې نیم لکه ملکي وګړو ته دا واکسین تطبیق شوی، اوس هم په زېرمتون کې موږ ٧٤ زره دوزه واکسین لرو او دا به بسنه وکړي." د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې د کرونا واکسین مرکزونه فعال دي او له خلکو غواړي چې خپل نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او ځان واکسین کړي.

02.05.2021 ازادي راډیو

افغانستان د القاعده له څه ډول ګواښ سره مخ او کومو ولایتونو کې فعاله ده؟

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، په افغانستان کې یې د القاعده ګواښ کمزوری کړی دی. جمهور رییس بایډن د فبروري په ۲۸مه د امریکا کانګرس ته د جمهور رییس په توګه له ټاکل کېدو وروسته، په خپله لومړۍ وینا کې د القاعده ډلې پر وړاندې پیل کړې جګړه کې امریکا بریالۍ وبلله. نوموړي وویل: "موږ بن لادن ته سزا ورکړه، موږ په افغانستان کې د القاعده ګواښ کمزوری کړ، له شلو کلونو مېړانې او قربانۍ وروسته، اوس یې وخت دی چې دغه ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړو. " خو د امریکا د جمهور رییس له څرګندونو دوه ورځې وروسته، سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون د القاعده د یوه مسوول له خولې د ګواښ په ژبه لیکلي، یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي. افغانستان ته د القاعده ګواښ خو داسې مهال چې جوبایډن امریکايي عسکر خپل هېواد ته ستنوي، افغانستان د القاعده له څه ډول ګواښ سره مخ دی؟ د افغانستان حکومت وايي، دا هېواد د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او ښکاره د القاعده په ګډون شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي. د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، القاعده له دې ټولو ډلو سره د دوه اړخیزه تعامل پر بنسټ اړیکې لري. د افغانستان په ملي امنیت کې د هغو سرچینو له قوله چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، القاعده په درې کټګوریو تاکتیکي، اطلاعاتي او ایډیالوژیکو برخو کې په افغانستان او سیمه کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري. دغه شان القاعده په مالي او روزنیزه برخه کې د نورو ترهګرو ډلو همکاره ده. د افغانستان د استخباراتي ادارې یا NDS سره د شته شواهدو پر بنسټ، القاعده په افغانستان کې له شته ترهګرو ډلو سربېره، په پاکستان کې د "لشکر طیبه، د پاکستاني طالبانو تحریک یا  TTP، انصارالاسلام، سپاه صحابه، لشکر جنګوي او نور" او په منځنۍ اسیا کې د "ازبېکستان اسلامي حرکت او د تاجېکستان انصارالله جماعت" سره ډېرې نږدې اړیکې لري، تر دې چې د القاعده ډلې لپاره له دوی هره یوه یې د یوه سیمه‌ییز قوت په توګه مطرح ده. د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د فبروري په ۲۷مه رسنیو سره خبرو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ډلو د راتلونکو بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ. نوموړي زیاته کړه: "دا سیمه‌ییزه او نړیواله جګړه ده. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټولو مسوولیتونو سپارل سم عمل نه دی. له دې کبله چې راتلونکې ټوله سیمه له دې ګواښ سره مخ کېږي. ښه ده وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي، ټول پر دې ګواښونو یو ځای کار وکړو. " د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، بې‌له شکه چې القاعده او په افغانستان کې یې بېلابېلې څانګې د سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا لپاره جدي ګواښ دی. خو د افغانستان په ملي امنیت کې هغه سرچینې چې له ازادي راډیو سره یې خبرې کړي، د دې ګواښ د کچې په اړه څه نه وايي. افغانستان کې د القاعده فعالیت القاعده لکه د نورې نړۍ په افغانستان کې هم خپل فعالیت له وسله‌والې مبارزې او تر خوا یې د جهادي تبلیغ له لارې پر مخ وړي. د دې شبکې د جوړښت او تفکر بنسټ پر درې خبرو ولاړ دی. جهاد او له کفر سره مبارزه، د تېر هویت ترلاسه کول، یعنې پخواني پاک اسلام ته ستنېدنه او له فاسدو مشرانو د اسلامي هېوادونو پاکول، هغه څه دي چې دا ډله یې خپل اهداف بولي. د افغانستان د استخباراتي ادارې یا ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ، القاعده ډله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې طالبانو سره د ډېرو نږدې اړیکو پر بنسټ فعاله ده. زابل، ارزګان، بدخشان، بلخ، کندهار، کونړ، فاریاب، فراه، غزني، کاپیسا، کابل، جوزجان، هلمند، خوست، لوګر، ننګرهار، تخار، نیمروز او پکتیکا هغه ولایتونه چې د القاعده وسله‌وال په کې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د ملي امنیت معلومات ښيي چې د القاعده وسله‌والو شمېر ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو ته رسېږي چې ډېری یې بهرني په ځانګړي ډول عربان، پاکستانیان، بنګله‌‌دیشي، برمايي، مالدیفي، ازبیکستاني، قرغیزستاني، چیچني او د ترکیې وګړي دي. د فبروري په ۱۸مه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج یو شمېر خبریالانو سره ناسته کې ویلي و، د القاعده د وسله‌والو سربېره په افغانستان کې د ازبېکستان اسلامي غورځنګ، تاجیکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان وسله‌والو په ګډون ۱۰زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې منځنۍ اسیا ته د جګړې غځول دي. طالبان او القاعده د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري ۲۹مه لاس‌لیک شو، طالبان باید د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو د افغانستان د ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ، له دې تړون د څه پاسه یو کال په تېرېدو سره داسې هېڅ نښه نه‌شته چې وښيي، طالبانو دا ژمنه عملي کړې وي. د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ هم ازادي راډیو ته وویل: "طالبان او القاعده ایډیالوژیکې اړیکې او موخې لري. که څه هم طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې وه چې دوی به له القاعده او نورو تروریسټي ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، خو لا هم القاعده د طالبانو په لیکو کې پرېمانه جنګېږي. " د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت وايي، طالبان له القاعده ډلې د یوې الې په توګه کار اخلي، خو له دې هم وېره لري چې ګوندې د دې شبکې ملاتړ و نه بایلي. استخباراتي معلومات ښيي چې القاعده له ایډیالوژیکو اړیکو سربېره، په مالي او روزنیزه برخه کې د طالبانو ستره ملاتړې ده او په ډېرو برخو کې د طالبانو د لویو بریدونو چې د حقاني شبکې له‌خوا شوي، د دې ډلې لاس جوت دی. د افغانستان د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ، القاعده ان د افغان حکومت، امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پرمهال له دې ډلې سره مشورې کړي او ډېر کله یې دا ډله د فشار د الې په توګه کارولې ده. خو طالبان دا نه مني او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي چې له مخې یې له ټولو بهرنیو وسله‌والو اړیکې پرې کوي. خو د طالبانو د دې خبرې برخلاف د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تېر یوه کال کې یې هغو سیمو چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي، د القاعده ډلې ۴ مهم مشران وژلي چې دا له دې ډلې سره د طالبانو د اړیکو جوت ثبوت دی. د دې تر خوا کانګرس ته د امریکا د دفاع وزارت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړونکو ډلې او د سیګار د راپورونو سربېره، د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رییس څرګندونې او د ناټو سرمنشي نظر ښيي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي. له القاعده سره مبارزه د افغانستان استخباراتي ادارې یا د ملي امنیت عمومي ریاست وخت نا وخته د خپلو ځانګړو ځواکونو پر مټ، د القاعده شبکې د یو شمېر مهمو مشرانو له وژل کېدو خبر ورکړی. که څه د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د وژل شوېو او نیولو شویو مشرانو او غړیو نوم‌لړ پراخ دی، خو په تېرو ۲ کلونو کې د دې شبکې پنځه مهم مشران وژل شوي دي. د ملي امنیت  د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې "د ځان ساتنې مسوولیت" په نوم اصل په هلمند کې نږدې دوه کاله وړاندې د سویلي اسیا لپاره د القاعده شبکې د مسوول عمر عاصم له وژل کېدو وروسته، ټولو ته اعلان شو، څو د ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو د کارونې په برخه کې له احتیاط کار واخلي. د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دا ډله اوس د واټس‌اپ او سیګنال په نوم له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي، خو اجازه نه لري چې په نورو ټولنیزو رسنیو کې فعال و اوسي. مګر بیا هم تېر یوه کال کې د القاعده شبکې مهم غړی پاکستانی منیب د غويي پر ۳مه، د القاعده مهم مشر حسام عبدالرووف مشهور په ابومحسن المصري د لړم پر ۴مه، د هندي د نیمې وچې لپاره د القاعده مهم مشر محمد حنیف مشهور په عبدالله د لړم پر ۲۰مه او دولت بیګ تاجیکي مشهور په ابومحمد التاجیکي د وري په ۱۰مه وژل شوي دي. خو د دې ډلې د اوسنیو مهمو مشرانو د فعالیت او ځای ځایګي معلوماتو استخباراتي موضوعاتو ته په کتو نه بربنډېږي. پایله که څه هم القاعده په وروستیو کې په سیمه او نړۍ کې کوم لوی برید نه دی کړی، خو استخباراتي معلومات ښيي چې دا ډله یو ځل بیا د منسجم کېدو پر لور چټک ګامونه اخلي. د دې تر خوا القاعده په وروستیو کې هڅه کړې چې د نورو ترهګرو ډلو په وسیله خپلې موخې تر لاسه کړي او پر همدې بنسټ یې، په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له بېلابېلو ډلو سره نږدې اړیکې پاللې دي. د نړیوالو اړیکو کارپوه شفیق همدم چې د امنیتي مسایلو پراخه تجربه لري وايي، د دې وېره شته چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د وتلو وروسته به، د نظارت مېکانیزم له‌منځه ولاړ شي او دا به زمینه برابره کړي چې د القاعده په څېر ډلې خپل فعالیت پراخ کړي. ښاغلي همدم زیاته کړه: "د دې امکان ډېر زیات دی چې دا ترهګرې ډلې یو ځل بیا افغانستان کې فعاله او د لویدیځ په مقابل کې منسجمې شي. د دې وېره هم شته چې په راتلونکو کلونو کې به د ۱۱م سپټمبر په څېر پېښو د تکرار زمینه به برابرېږي. " خو سره له دې القاعده امریکا ته ګواښ کړی، خو متحده ایالات او ملاتړي یې ډاډ ورکوي چې د هر ډول ګواښ د پیدا کېدو پر مهال به لاس په کارېږي او اجازه به نه ورکوي چې د دوی او متحدانو امنیت یې وګواښل شي.

02.05.2021 ازادي راډیو

د روغتیا وزارت سپارښتنه: خلک دې اړوند مرکزونو ته د کرونا واکسین په پار ورشي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې له اتلس کلنۍ پورته عمر لرونکو وګړو ته د واکسینونو بېلابېل مرکزونه پرانېستل شول. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او د کرونا واکسین واخلي. علیزي زیاته کړه:  "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ١٢ مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین تطبیقوي، استقلال، جمهوریت، صحت طفل، احمدشا بابا مېنې روغتون، د خیرخانې ١٠٢ بستره روغتون او دې ته ورته نور روغتونونه دي چې هېوادوال کولای شي د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې پورې ورشي او واکسین واخلي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پیل کې روغتیایي کاروونکو، امنیتي ارګانونو، د رسنیو کار کوونکو، ښوونکو او کورنیو بې ځایه شوېو ته واکسین تطبیق کړ چې اوس واکسین عام شو او ټول له ١٨ کلنۍ پورته عمر لروونکي وګړي کولای شي چې واکسین واخلي. خو د روغتیا نړېوال سازمان د پرېکړې پر اساس له اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکو ته د ځنیو روغتیایي ستونزو له امله واکسین نه تطبیقېږي. وزارت ډاډ ورکوي چې د واکسینونو له کمښت سره مخ نه دي او کوم ٩٦٨ زره ډوزه واکسین چې هېواد ته انتقال شوي له هماغې ګټه اخېستل کېږي او د واکسین په ختمېدو سره وزارت هڅه کوي چې نور واکسین هم وارد کړي. د عامې روغتیا وزارت په خبره له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۷۰ زره کسانو ځانونه واکسین کړي دي. د کرونا له پیله تراوسه پورې ٥٩ زره ٩ سوه ٣٩ تنه په کرونا اخته شوي او ٢٦٣١ تنه ترې مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د واکسینونو د اخیستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ځان سره لري او په ټوله کې نړیوال بانک د کرونا واکسین له تطبیق سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده. همدارنګه د وزارت د معلوماتو پر اساس د اسیایي پراختیا بانک هم پنځوس میلیونه ډالرو ژمنه کړې چې د شل فیصده افغانانو د واکسین لپاره ټاکل شوې د واکسین د نړیوالې ټولنې کواکس له خوا واکسین برابر شي. خو له دې ټولو سره-سره وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ويروس درېیمه څپه هېواد ته یو لوی ګواښ دی او خلک باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او د دیني عالمانو خبرې ته غوږ ونیسي.  دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک دغه واکسین ته ډېره لېوالتیا نه‌ښيي. په جوماتونو کې دیني عالمانو هم له خلکو غوښتي چې د روژې د باطلېدو او مکروه کېدو احتمال په اړه له اندېښنې پرته خپل ځانونه واکسین کړي. له دې ډلې مولوي حنفي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار واکسین دی او له خلکو یې وغوښتل چې اړوند مرکزونو ته ورشي او واکسین وکړي.

01.05.2021 ازادي راډیو

هند کې د ټولو لویانو لپاره د کرونا ضد د واکسینونو پیل له ستونزو سره مخ دی

هندوستان نن 'د مې په ۱ نېټه' د دې  هېواد  شپږ سوه میلیونه لویانو ته د کرونا د واکسینو د ورکولو لړۍ پیلوي، خو په دې هېواد کې څو ایالاتونو اعلان کړی چې دوی د کووېډ -۱۹ واکسینونو محدوده اندازه لري او ځینو یې د واکسینونو د عملي کولو لړۍ ځنډولې ده. سره له دې چې هند د نړۍ د واکسینونو لوی تولیدونکی دی، خو د خپلو وګړو لپاره د کافي واکسینونو  په برابرولو کې پاتې راغلی دی.   په عین حال کې دا هېواد دا مهال د کرونا وبا له یوې بې سارې څپې سره مخ دی. د یو میلیارد او درې سووه میلیونو وګړو لرونکې دې هېواد د دې میاشت په پیل کې نورې نړۍ ته د کرونا واکسینونو  صادرول ودرول چې ورسره د نړۍ په نورو هېوادونو کې  د واکسینونو له کمښت سره مخ دي. ټایم اف اینډیا ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هندوستان د ۲۸ ایالاتونو او اتو یونین سیمو څخه به یوازې شپږ ایالاتونه وکولی شي چې د شنبې په ورځ ټولو لویانو ته د کرونا واکیسنونو د ورکولو لړۍ پیل کړي.   د دې ورځپاڼې په وینا په دې شپږو ایالاتونو کې به هم د واکسینونو ویش له محدودیتونو سره مخ وي. د هندي په تجارتي مرکز ممبي کې چارواکو د درې ورځو لپاره د کرونا واکسینونو د ورکولو پیل ځنډولی. په ډیلي کې بیا  وزیر اعلی خپلو وګړو ته ویلي چې د شنبې (د مې په ۱نېټه)په ورځ دې د واکسینونو مرکزونو ته نه ورځي، ځکه چې تر اوسه پورې د کووېډ-۱۹ ضد واکسین نه دي ور رسیدلي. تر اوسه پورې د هندوستان د وګړو یوازې په سلو کې نهو  د دې واکسینونو یوه ستن کړې او د دې هېواد پاتې برخه خلک د کرونا د هغې زورورې څپې پر وړاندې زیانمنونکي دي چې همدا اوس ورسره هندوستان مخ دی. ګومان کېږي چې دې هېواد کې به د کرونا وبا پراختیا ترهغې څو چنده بدتره وي چې رسمي شمېرې یې څرګندوي. په عین حال کې د کرونا وبا وروستۍ څپې د دې  هېواد پر روغتیايي سیستم فشار راوستی او کارپوهان وايي چې ښايي وضعیت تر دې هم کړکېچن شي. په هندوستان کې د کرونا وبا خطرناکې پراختیا دا اندېښنې رامنځته کړي چې د کووېډ-۱۹ پېښې به د نړۍ په نورو برخو کې هم زور واخلي په ځانګړي توګه د ویروس د هغې بڼې له کبله چې تیر ډیسمبر کې په هند کې وپېژندل شوه. د امریکا متحده ایالاتونه د جمعې( د اپریل په ۳۰مه)په ورځ په هغه لړ کې تازه ور زیات شو چې وايي، دوی به د مې له څلورمې نېټې څخه هند ته په سفر محدودیتونه ولګوي.   یو شمېر نورو هېوادونو په هندوستان کې د کرونا په پېښو کې د ناڅاپي زیاتوالي له کبله لا دمخه دې هېواد ته په سفر محدودیتونه اعلان کړي دي. په عین حال کې  هند ته د امریکا په مرستو بار لومړنۍ الوتنه رسیدلې ده. د مرستو په دې جوپه کې د اکسیجن سلنډرونه، تنفسي دستګاوې، د کووېډ-۱۹ د چټک ټېسټ وسایل، ماسکونه او  درمل شامل دي. واشنګټن هند ته د کرونا د وروستۍ څپې سره د مبارزې لپاره د سل میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې استوي. تر اوسه پورې تر څلوېښتو زیاتو هېوادونو له هندوستان سره د کرونا د وروستۍ څپې د کابو کولو په هدف مرستې کړې دي.

01.05.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more