ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان حج او اوقافو وزارت فتوا: د کرونا ویروس ضد واکسین روژه نه‌باطلوي

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' زیاتوالی او د روژې میاشت کې د کرونا واکسین د کولو په اړه د حج او اوقافو وزارت فتوا. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فتوا ورکړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې د کرونا واکسین هیڅ ممانعت نه‌لري او روژه پرې نه‌باطلېږي. دغه وزارت وايي واکسین اخیستونکی په روژه ماتولو مکلف نه‌دی. د یاد وزارت ویاند محمد حسیني د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ازادي راډیو ته وویل، روژه نیوونکي کولای شي د ورځې په اوږدو کې د کرونا واکسین واخلي. ښاغلی حسیني زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین د کولو په اړه د فتوا ورکول غوښتي و چې ایا د ورځې له‌خوا تطبیقېدلی شي؟ د حج او اوقافو وزارت دې ته په کتو چې واکسین څوک روژې ماتولو ته نه اړباسي او یا شخص ته تکلیف نه‌ورکوي چې خوړو ته مجبور شي، کولای شي یو څوک د ورځې له‌خوا واکسین وکړي، هېڅ شرعي ستونزه نه‌لري او روژه نه‌باطلوي." د حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې دغه فتوا ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت ترې په یوه لیک کې د فتوا ورکولو غوښتنه کړې وه چې ایا د روژې په میاشت کې هم د کرونا ویروس واکسین جاري وساتي که نه. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له امله غواړي د کرونا ویروس ضد واکسین پلي کول پراخ کړي. دغه وزارت په وروستیو ورځو کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو ډېر شمېر په ننګرهار ولایت کې ثبت کړی دی او د دغې ناروغۍ د خپرېدو لامل‌یې ایران او پاکستان ته د افغانانو ډېر تګ راتګ ښودلی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې تر اوسه پورې د دغه هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۵۳ زره کسان د کرونا ضد واکسین شوي دي. دغه وزارت په واکسین اخیستونکو کې د هډونو دردونه او تبه یو عادي مسئله ګڼي وايي، دغه نښې د واکسین د تأثیر ښکارندويي کوي او خلک دې ورته نه اندېښمن کېږي. د یاد وزارت ویاند میرویس علیزی وایي: "دغه بهیر په ۳۴ ولایتونو کې دوام کوي. په تېرو ورځو کې چې وینو، په هېواد کې پر کرونا د اخته‌وو شمېر ډېر شوی دا د اندېښنې وړ دی ځکه تلفات هم لري." د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روغتونونو کې ۲ زره ۳۵۱ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۲۸ یې مثبتې ختلي او په هرات، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ترې درې کسان مړه شوي دي. په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو نه تر اوسه پورې ۵۷ زره ۳۶۴ کسان په دې ویروس اخته شوي چې ۲،۵۳۲ ترې مړه شوي دي.

14.04.2021 ازادي راډیو

کرونا یو ځل بیا روژه اغیزمنه کړې

په اسلامي هیوادو کې د دوهم کال په مخه کرونا پر روژې او په دې میاشت کې د خلکو پر عبادت سیوری غوړولی دی. په ډیری اسلامي هیوادو کې د جماعت لمنځونو پرمهال سخت تدابیر وضع شوي او د پیرلو په وخت باید خلک روغتیایي لارښوونو ته جدي توجه وکړي، خو داسې هیوادونه هم شته چې روغتیایي لارښونو ته پکې ډیره پاملرنه نه کیږي، په دې راپور کې مو د یوشمیر نورو هیوادو ترڅنګ افغانستان ته مخه کړې.

13.04.2021 ازادي راډیو

هند نن د روسیې سپوتنیک-وي کرونا ویروس ضد واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکوي

هند به چې د کرونا ویروس له دوهمې څپې او د دغه ویروس ضد واکسین له کمي سره مخامخ دی، د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین بېړني تطبیق ته اجازه ورکړي. په دې سره به دا درېیم واکسین وي چې هند یې خلکو ته لګول پیلوي. له دې مخکې دې ۱،۳ میلیارد نفوس لرونکي هېواد استرازینیکا او په کور دننه د بهارت بیوتیک شرکت له‌خوا جوړ شوي کواکسین واکسینو ته د تطبیق اجازه ورکړې ده. د درمل جوړولو ډي ار لابراتوارز کمپنۍ نن سې شنبه وویل چې د هند د درملو د کنټرول له عمومي ادارې یې اجازه ترلاسه کړې چې دغه واکسین هېواد ته را وارد کړي. تر دې مخکې د درملو د تنظیم تخصصي کمېټې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین سپارښتنه کړې وه. د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق (RDIF) چې له هېواده بهر د دغه واکسین لپاره د بازار موندنې د چارو مسؤل دی، پرون دوشنبه وویل چې د هند د درملو د کنټرول ادارې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړې، خو په خپله دې ادارې تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي. د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو چې د نړۍ د ټول نفوس درې میلیارده وګړي کېږي، د روسیې د سپوتینک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړې ده. هند تر اوسه د دوو منظور شویو واکسینونو څه باندې ۱۰۰ ملیون دوزه خلکو ته ورکړي دي. د روسیې د پانګونې دغه خصوصي صندوق دغه‌راز ویلي چې د هند د فارمسي یا درملو جوړولو له پنځو کمپنیو سره‌یې قراردادونه کړي چې د خپلو وګړو او هم له هېواده بهر صادرولو لپاره په کال کې د سپوتینک-وي واکسین څه باندې ۸۵۰ ملیون دوزه تولید کړي. دې صندوق ویلي هند چې د نړۍ د واکسین ستر تولیدوونکی دی، د سپوتنیک-وي واکسین ته د پراختیا ورکولو په برخه کې یې د فارمسي کمپنۍ ستراتېژیک شریکان کېدای شي. په هند کې په ورځني ډول د کرونا له امله د مړو شویو کسانو او پرې د اخته کېدونکو شمېر بې‌ساري حد ته رسېدلی. دې هېواد په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس د نږدې ۱۷۰ زره کسانو د اخته کېدو او ۹۰۴ کسانو مړینې ثبت کړې دي. له کله چې دغه وبا په هند کې خپره شوې تر اوسه ۱۳ نیم ملیونه وګړي پرې اخته شوي او له ۱۷۰ زرو زیات کسان هم ترې مړه شوي دي.

13.04.2021 ازادي راډیو

د ۱۳ ماشومانو مور او پلار د کرونا ویروس له امله مړه شول

د ډیانا رودیکوف د جنازې مراسم. دا د مارچ په ۳۱مه مړه شوه، خاوند یې ولادیمیر له دې څو ورځې وړاندې کرونا ویروس وژلی وو. اوس د دې کورنۍ مشره لور غواړې د پاتې ماشومانو سرپرستي وکړي.

12.04.2021 ازادي راډیو

فضا ته د ختلو نړیواله ورځ؛ د لومړني افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند هڅې!

په کال ۱۹۸۸ کې بیا عبدالاحد مومند د لومړنۍ افغان په توګه فضاه ته لاړ او له هغه يې ځایه يې د افغانستان عکاسي وکړه. د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګسټ نهه ویشتمه نېټه او د سهار نږدې څلورنیمې بجې وې چې د قزاقستان له بایکانورفضايي اډې نه یوې بېړۍ د فضا پر لور حرکت وکړ. په دې فضايي بېړۍ کې لومړنۍ افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند سپور و اوغوښتل یې په فضا کې د روسیې له فضايي تمځای میرسره یوځای شي او هلته له دوو نورو ستور مزلو سره په خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پیل وکړي. ښاغلي مومند ویلي و چې فضا ته سفر یې ۸ ورځې او شپې، ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې وخت ونیوه او په دې موده کې يې ورسپارل شوی ماموریت سرته ورساوه. د کانونو، اوبو زلزلې پېژندنې او ځمک پوهنې برخه کې د څېړنو لپاره د افغان خاورې عکاسي کول يې مهمې دندې وې. د عبدالاحد مومند دا فضايي سفرهغه مهال افغانانو د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون پر ښیښه لېدل. د افغانستان د وخت ولسمشر نجیب الله ورسره له کابله ټیلیفوني خبرې وکړې او هیله يې وښوده چې کاشکې ده هم کولای شوای له فضا څخه افغانستان وویني: "عبدالاحد باید تاسې ته ووایم چې دا وخت له هر افغان سره دا هیله پیدا کېږي چې کاشکې له فضا نه موږ خپل هېواد لیدلای وای، دا به خامخا ډېره ښکلې منظره وي، افغانستان د هندوکش د لوړو څوکو چې په واورو ډکې دي او شنو ورشوګانو، زرغونو درو او پراخه دښتو په درلودلو سره له هرځایه ښایسته ښکاري." ښاغلي مومند له فضا نه ولسمشر نجیب الله ته ډاډ ورکړ چې ورکړل شوی ماموریت به په بریالي ډول سرته ورسوي: "ډېر محترم ملګری نجیب الله زه عبدالاحد لکه څنګه مې چې مخکې له پروازه ژمنه کړې وه اوس هم ژمنه کوم چې دا د شمشاد پروګرام به په ډېر ښه شکل سرته ورسوم او اماده یم که نورکوم پروګرامونه وي او ماته د راډیو ګرام په وسیله راکړل شي هغه به هم سرته ورسوم." نن د اپریل دولسمه فضا ته د ختلو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په ۱۹۶۱ میلادي کال کې روسیې یوري ګاګارین د نړۍ لومړۍ کس و چې فضا ته يې سفر وکړ، هغه وخت عبدالاحد مومند درې کلن و. له دې وروسته په کال ۱۹۶۹امریکايي ارمسټرانګ، لومړی کس و چې سپوږمۍ کې پیاده شو. هغه په سپوږمۍ کې له قدم ایښودولو سره یوه مشهوره جمله وویله: "دا د انسان لپاره یو کوچنی قدم دی، خو د بشریت لپاره یو ستر ګام دی. " ښايي هغه مهال دا د خلکو په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره له تصوره لېرې او د نه منلو خبره وه، خو افغان عبدالاحد مومند د افغانانو دا تصورات په رښتینولی بدل کړل. ښاغلی مومند هغه مهال نړیوال شهرت پیدا کړ او په کوردننه په اتل بدل شو. کابل ته د راتګ پرمهال يې خلکو تود هرکلی وکړ. عبدالاحد مومند ویلي و: "کله چې فضا ته ورسېدم، ځمکې ته مې یو نظر وکړ او له ځان سره مې وویل چې دا ستوری زموږ ګډ کور دی او باید موږ یې له یو بل سره څنګ په څنګ ساتنه وکړو او په ارامۍ په‌کې ژوند وکړو." نوموړی دغه شان فضا ته د رسېدو لپاره د خپل ورکړل شوي ماموریت پ مهال رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "کومه دنده چې ماته راکړل شوې د یو افغان په توګه باید ما سرته رسولای وای، دا یو ډېره لویه او پر مسولیته دنده وه، ما د زړه له کومې غوښتل چې دا دنده سرته ورسوم او احساس د خوشحالۍ مې کاوه." دی چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شوی دی او اوس‌مهال له خپلې مېرمنې او درې اولادونو سره په هلته ژوند کوي. هغه په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د سفر ۲۵ کلونه‌یې پوره شوي وو، افغانستان ته راغی او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو. جنرال عتیق‌الله امرخېل چې هغه مهال د افغانستان د هوايي پوهنتون رئیس و، وايي چې ښاغلی مومند او محمد دوران له ۴۰۰ کسانو له منځه وټاکل شول، روزنه‌یې ولیدله خو وروسته ښاغلی مومند وټاکل شو چې فضا ته سفر وکړي. ښاغلي امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې فضا ته د مومند سفر د افغانستان لپاره تل‌پاتی ویاړ دی. هغه زیاته کړه: "لومړی ځل یو افغان ځوان د ټولو ستونزو سربېره هم فضا ته ولاړ، هغه د سپوږمۍ له نږدې څخه د ځمکې کُره ولیدله او څو ثانیې د افغانستان پرسر ولاړ و. د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب له هغه سره خبرې وکړې او دا واقعاً د افغانانو لپاره ویاړ و." دی وايي، په دې سره دا ثابیتېږي چې هغه مهال افغانستان څومره پیاوړی هوايي ځواک درلود چې له ستونزو سره-سره يې پیلوټ فضا ته سفر وکړ. دی ټینګار کوي چې هغه مهال د افغانستان هوايي ځواک د سیمې په کچه بې ساری وو او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ترې په وېره کې وو. دا په داسې حال کې ده چې تازه د روانې حمل میاشتې په شلمه یوه روسي کښتۍ چې دوه روسان او یو امریکایي ستورمزلي په‌کې وو له قزاقستانه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه. دا په نړۍ کې د لومړنۍ ستور مزلي روسیي ګاګارین ته د درناوي په پار فضا ته پورته شوه. دا مهال څلور امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی ستورمزلی په نړیوال فضایي سټېشن کې دي.

12.04.2021 ازادي راډیو

د افغانستان تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې رئیسه ښځه وټاکل شوه

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د یوې ناحیې ریاست یوې ښځې ته وسپارل شو. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې نوې ټاکل شوې رئیسه امېنه مایار وايي، دوه کاله مخکې یې د ازادې سیالۍ له لارې د یادې ناحیې د مرستیالۍ څوکۍ ته لاره پیدا کړه. اغلې مایار زیاته کړه: "وروسته له دوو کلونو کابل ښاروال وپتېله چې د ناحیو د ریاست په چوکاټ کې هم باید ښځینه کار وکړي چې له اعتماده یې مننه کوم. دا کوم مقام یا څوکۍ نه ده. دا یو ستر مسوولیت دی، هیله ده لکه څنګه چې مې په تېرو دوو کلونو کې په مرستیالۍ کې خپلو خلکو ته خدمت وکړ، تر دې وروسته هم د دوی خدمت وکولای شم." اغلې مایار وايي، دا چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې رئیسه ښځه ټاکل کېږي دا په دې مانا ده چې اوس په افغاني ټولنه کې د یوې ښځې وړتیا، ژمنتیا او کار د دې د پرمختګ لامل ګرځېدلی شي. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي هم د اغلې مایار، د ناحیې د مشرتابه د نورو غړو او کار کوونکو له ښو کړنو راضي دي خو د لا خدمتونو د وړاندې کولو هیله هم کوي. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی نقیب الله وايي: "د ۱۵مې ناحیې له خوا هر ډول خدمتونه شوي، د پاکۍ او صفایۍ برخه کې ډېر پام شوی، نیالګي کښینول شوي او سیمه یې ډېره ښه ښکلې کړې، ښه پارکونه جوړ شوي نو واقعاً خدمت شوی او خدای دې دوی ته د خدمت کولو نور توان هم ورکړي، خو که دغه د بلند منرلونو جوړونکو باندې هم لږ څار ولري، ځکه دوی صفايي نه کوي، لښتي بندوي چې بیا موږ ستونزو سره مخ کېږو." د دغې ناحیې بل اوسېدونکی محمد حسن حسین بیا د ناحیې له اوسېدونکو سره د اغلې مایار د ښه چلند او په ښه توګه د دوی د ستونزو د هواري خبره کوي. دی وايي: "په رښتیا چې اغلې معاونه صاحب یوه فعاله او با مسؤلیته مېرمن ده. د ناحیې اوسېدونکي ورنه خوشحاله دي. د دوی دفتر تل د عامو خلکو پر مخ خلاص دی او خدای دې دوی ته نور هم توفیق ورکړي." د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ښاروالۍ د یوې ناحیې رئیسه ښځه ټاکل کېږي. مخکې تر دې میدان وردګو ولایت ښارواله بیا یوه ښځه ټاکل شوې. اغلې ظریفه غفاري هم  چې د ازادي سیالۍ له لارې یې دې څوکۍ ته لاره موندلې، تر ډېره پورې یې د سیمې اوسېدونکو له دندې سره مخالفت کاوه او د کار اجازه یې نه ورکوله.   په ورته وخت کې کابل ښاروالۍ هم دا اقدام بې مخینې او د وړتیا له مخې ګڼي. د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي: "کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د یوې ناحیې په رأس کې یوه ښځه ټاکلې ده، دا یو با ارزښته اقدام دی چې د کابل ښاروالۍ د نوې رهبرۍ له خوا شوی دی، ورنه ملاتړ شوی او کابل ښاروالۍ ورته نور اقدامات هم ترسره کړي." په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو د فعالینو له خوا دا انتقادونه کېږي چې ښځې په مشرتابه کې کمه ونډه ورکول کېږي. مخکې تر دې د ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالو والیانو وړاندیز هم له انتقادونو سره مل و او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینو دا نیوکه درلوده چې ولې ولایتونه ښځو ته نه ورکول کېږي چې مرستیالانې ورته ښځې ټاکي؟ تازه یوه اوونۍ مخکې رشیده شهیدي د دايکنډي ولایت لپاره د والۍ په توګه وټاکل شوه.

11.04.2021 ازادي راډیو

فعالانې: پکتیا کې دې د ښځو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونه ډېر شي

د پکتیا اوسېدونکي او د ښځو د برخې فعالانې له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د خلکو د اسانتیاوو په خاطر دې، د دې ولایت په ولسوالیو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال کړي. دوی د پېژندپاڼو د ارزښت په اړه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د پوهاوي ټیټه کچه هم یوه ستونزه ګڼي او وايي، اړوندې ادارې دې دې برخه کې خلکو ته هر اړخېز پوهاوی ورکړي. بل لوري ته د پکتیا چارواکي په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د نشتون ستونزه مني او وايي، نږدې راتلونکې کې به د دې ولایت په یو شمېر لېرو پرتو ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو مرکزونه جوړ شي. له کوم وخت راهیسې چې په افغانستان کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو لړۍ پیل شوې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک دې پروسه کې د ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کوي. تر اوسه په پکتیا کې د ښځو او نارینه‎وو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو یوازې یو-یو مرکز فعال شوی چې د دې سیمې اوسېدونکي د خلکو څومره والي ته په کتو  دغه لړۍ کمزوري ګڼي. دوی وایي، که له یوې خوا په ولسوالیو کې د برېښنایي پېژندپانو د وېش مرکزونه نشته بل لوري ته په مرکز ګردېز کې هم دغه پروسه لازمه چټکتیا نه لري. مدني فعالې زرمینه همت د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "په دې خاطر چې زموږ خویندې او وروڼه د خپل هویت څخه برخمن شي، باید خپلې تذکرې واخلي او د دې مرکزونه او پروسه باید ولسوالیو ته هم وغځیږي، څو زموږ ټولې خویندې له برېښنايي تذکرو برخمنې شي. " د پکتیا د لېرې سیمو نارینه هم په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي. د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی میراکبر جان وايي، تر اوسه د دوی په ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو د ويش مرکز نه دی جوړ شوی. دی وايي، هرې ولسوالۍ کې باید نارینه‎وو او ښځینه‎وو ته د تذکرو مرکزونه فعال شي، څو ورته اسانتیا جوړه شي. په ټوله کې د تذکرو په اخېستلو کې یو مهمه ستونزه د تذکرو په ارزښت نه پوهېدل دي. د ښځو د یو بنسټ مشرې زرمینه شمس وویل، په ښاري سیمو کې ښځو لپاره د تذکرو په اخېستلو کې ډېرې ستونزې نشته، خو په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې ښځې او نارینه دا اسانتیا نه لري. دې زیاته کړه، اصلاً په دې اړه خلکو ته لازم پوهاوی نه دی ورکړل شوی او هغوی هغه وخت د تذکرې اخېستلو لپاره مراجعه کوي چې د کومې قانوني ستونزې سره مخامخ شي. بل لوري ته د پکتیا چارواکي ولسوالیو کې د برېښنايي پېژند پاڼو د مرکزونو د نشتون ستونزې مني، خو وايي چې په دې اړه يې هڅې پیل کړي، څو په نږدې راتلونکې کې دا ډول مرکزونه په ولسوالیو کې هم فعال کړي. د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، په نږدې وخت کې به د یاد ولایت څمکنیو، اریوب ځاځيو، زرمت او ځینو نورو ولسوالیو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د مرکزونو فعالیتونه وغځوي. د چارواکو د معلوماتو له مخې په پکتیا کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو یوازې۲مرکزونه فعال دي چې یوه مرکز کې یې ښځینه کار کوونکې د ښځو لپاره په دې برخه کې د خدمتونو پر وړاندې کولو بوختې دي.

11.04.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت پر افغان ورزشکارانو د کرونا ضد واکسین پلی کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسین طبیق پیلوي.  د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته د سل ډوزه کرونا ضد واکسین د ورکړې په برخه کې د دوی غوښتنه منلې او دې برخه کې به هغو ورزشکارانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې بهرني ورزشي سفرونه لري او دغه ویروس یې ګواښي.  د المپیک ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې واکسین پلي کېدل به سر له راتلونکې اوونۍ پیل شي. ښاغلي پوپلزي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت د افغان ورزشکارانو لپاره سل ډوزه واکسین چې زموږ غوښتنه وه برابر کړي او نېږدې راتلونکی کې به یې د تطبیق لړۍ پیل شي، له عامې روغتیا وزارته مننه کوو چې ورزشکارانو ته یې لومړیتوب ورکړ، څو ورزشکاران هم له کرونا ویروسه په امان کې وي."  ښاغلی پوپلزی وايي، د نړیوال المپیک د لایحې او طرزالعمل له مخې د دې واکسین کول اختیاري دي، نه اجباري او که څوک ونه غواړي دوی ورته دا واکسین نه طبیقوي.  دا څرکندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ د ازادي راډیو ځوان فکر خپرونه کې د ورزشي چارو یو شمېر شنونکو چې د تېر یوه کال په بهیر کې یې د کرونا ویروس تر سیوري لاندې پر افغان ورزشي فعالیتونو خبرې کولې له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې افغان ورزشکارانو ته هم باید کرونا ضد واکسین طبیق شي، په ځانګړي ډول هغوی چې بهرني ورزشي سفرونه لري.  په ورته وخت کې یو شمېر افغان ورزشکاران هم دې برخه کې د المپیک د ملي کمېټې له پاملرنې او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ هرکلی کوي.  د ازادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک وايي:"د عامې روغتیا له وزارت ډېره مننه کوم چې ورزشکارانو ته یې لومړیتوب ورکړ او دوی ته یې واکسین ورکړ، ځکه موږ ډېر سفرونه لرو او ورزشکاران ډېر له ګواښ سره مخ دي."   د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا چې د ۵۰۰ سوه زره ډوزه واکسین مرسته شوې وه، دا باید دوه نیم لکه کسانو ته طبیق شي او لومړيتوب په کې روغتیايي، رسنیز کار کوونکي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوی وو چې یوازې یو لک او لس زره ډوزه یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ته طبیقېږي.  د دغه وزارت یو ویاند احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل، دا پړاو د بشپړېدو په حال کې دی، خو په خبره یې د المپیک ملي کمېټې لپاره چې کوم واکسین ورکړل شوی دا به له دوهمې محمولې څخه وي چې استادانو او ښوونکو ته هم ورکول کېږي.  افغانستان ته د کرونا ویروس ضد واکسین دوهمه محموله چې څلور لکه اته شپېته زره (۴۶۸۰۰۰) ډوزه واکسین په کې شامل وو. د تېر لمریز کال د کب میاشتې په اتلسمه نېټه د واکسین د نړیوال همغږي کوونکي بنسټ کوواکس له خوا یې له افغانستان سره مرسته شوې وه. 

10.04.2021 ازادي راډیو

د کرونا له امله د شهزاده فیلیپ مړینې ته ځانګړي دولتي مراسم نه ترسره کېږي

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو، سیاستوالو او پېژندل شوېو څېرو د بریتانیا د ملکې د مېړه شهزاده فیلیپ پر مړينه خواشیني څرګنده کړې. دغو مشرانو ملکې الېزابت او د بریتانیا شاهي کورنۍ ته د تسلیت پیغامونه لیږلي دي. شهزاده فیلیپ پرون د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو. د بریتانیا د بکنګهم ماڼۍ یا د انګلستان د سلطني قصر بیرغونه د شهزاده فیلیپ د مړینې په ویر نیمه ځوړند دي. د انګلستان حکومت له خلکو غوښتي چې د همدردۍ د څرګندولو لپاره د دغې ماڼۍ شاوخوا ته راټول نه شي او د کرونا د مخنیوي اصول مراعات کړي. له دې سره-سره هم د ماڼۍ مخې ته د ګلانو سلګونه ګیدۍ ایښودل شوي او سلګونه کسان د مخه ښې په پار هغې ماڼۍ ته ولاړل چې د شهزاده فیلیپ جنازه په کې ساتل کېږي. که څه هم تر اوسه د شهزاده فیلیپ د مړینې د لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو هغه تېرو څو میاشتو کې روغتون کې و او قلبي او تنفسي ستونزه یې درلوده. د فیلیپ جنازه خاورو ته تر سپارلو پورې د سنت جورج کلیسا په ویندزار ماڼۍ کې ساتل کېږي. شهزاده فیلیپ ۹۹ کاله عمر درلود او څه باندې اویا لسیزې د ملکې الیزابت خاوند و. د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن ویلي، شهزاده فیلیپ په بریتانیا او نړۍ کې د څو نسلونو مینه او لېوالتیا جلب کړې وه. د بریتانیا د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې د کرونا وبا له کبله به د هغه مړینې ته ځانګړي دولتي مراسم ترسره نه شي. شهزاده فیلیپ په ۱۹۲۱ کال کې د یونان په شاهي کورنۍ کې زیږیدلی و، کله یې چې پلار د ترکیې پر وړاندې د یونان د ماتې له کبله محاکمه شو، ده د کورنۍ له غړو سره یونان پریښود او فرانسې ته ولاړ. دې وخت کې نوموړي یوازې اتلس میاشتې عمر درلود. د شهزاده فیلیپ د مور شهزادګۍ الیس باتن برګ ریښه د جرمني سلطنتي کورنۍ ته هم رسېږي او نوموړی لکه ملکه الیزابت د ملکې ویکتوریا له اولادې څخه و. فیلیپ د زده کړو له بشپړولو وروسته په دویمه نړیواله جګړه کې د انګلستان په ګټه وجنګېد او د بریتانیا تابعیت یې واخېست. د انګلستان د ملکي او شهزاده فیلیپ له ګډ ژوند نه څلور اولادونه، اته لمسیان او نهه کړوسیان پاتې دي.

10.04.2021 ازادي راډیو

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د عامو خلکو ژوند؛ اسانتیاوې او ستونزې

په افغانستان کې دوامدارو جګړو ان یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کړي دي. ‎دغه خلک چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي وایي چې کله خو ان د ژوند د یو کوچنۍ اړتیا لپاره هم اړ دي چې مزلونه وکړي، څو اړتیاوې یې پوره شي. ۲۵کلنه زرمینه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چېرې چې اکثرو سیمو کې یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ وخت ناوخت جګړه کېږي. ‎زرمینه د دغه ولایت مرکز اسعداباد یوه روغتون ته راغلې او غواړي دلته یې درملنه وشي. ‎زرمینه وایي، که څه هم خپله سیمه کې یې روغتون شته خو هلته دومره امکانات نشته چې درملنه یې وکړای شي: "په خپله سیمو کې مو که کوم ناروغ پیدا شي نو په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ستونزو یې تر مرکزه رسوو، په لارو کې ستونزې وي، پیسې هم په اسانه نه پیدا کېږي، ‌‌‌‌‌‌ډېری داسې خلک هم زموږ په سیمه کې شته چې تر مرکزه د خپل ناروغ د انتقال وسه نه لري او تر هغه چې یې د ناروغ حال ‌‌‌‌‌‌ډېر بد شوی نه وي، مرکز پورې یې نه شي بیولی." د زرمینې په څېر ‌‌‌‌‌‌ډېر نور هم شته د مرکز اسعداباد روغتون ته د جګړو له سیمو خپل ناروغان په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختیو را رسوي. خو دا ستونزه یوازې تر کونړه نه محدودیږي، د دې هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک ورته ستونزې لري. د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی محمود الله وایي، د دوی سیمه کې خلک ان د څښاک پاکو اوبو ته په اسانه لاسرسی نه لري، روغتون، ښوونځي او نورې اسانتیاووې خو لېرې خبره ده. ‎دی وايي: "موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، ځکه زموږ په سیمه کې جګړې دي او ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک مو بیا نورو ځایونو ته ک‌‌‌‌‌‌ډوال شوي، روغتیایي خدماتو ته خو په اسانه لاسرسی نه لرو ان د څښاک لپاره پاکې اوبه لا نه شو موندلی." ‎خو داسې خلک هم شته چې دغو سختو او جګړه ییزو شرایطو کې چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته يې په سمه توګه لاسرسی نه درلود، ویې کړای شول چې ځان له ستونزو وباسي. ۲۷کلن ضیاء الرحمن چې د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو تر ولکې لاندې یې ژوند کاوه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته یې وویل چې د ښوونځي پر مهال له سخت کړاوونو سره مخ شوی، خو بیا یې هم د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي. دی وايي: "د منځنیو زده کړو پر مهال مې ګڼې ستونزې ګاللي، مثلاً د قلم، کتابونو او کتابچو ورته نورو درسي توکو نشتون و، بله ستونزه چې موږ ورسره لاس او ګرېوان و د دولت او طالبانو تر منځ به چې جګړې وشوې او کله به چې د دولت له لوري شپني عملیات وشول، په ورځو-ورځو به مو ښوونځي تړلی وو، استادان به د جګړو له وېرې تدریس ته نه راتلل، اوس هم خلک دلته له دې ستونزو سره مخ دي او لومړني خدمات خو په نشت حساب دي." ‎داسې خلک هم شته چې نه یوازې دغو دوامدارو جګړو له امله بلکې د دوی په خبره، د طالبانو له لوري پر ښځینه‎وو د لګول شوېو بندیزونو له امله له دغو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې وې. ‎د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې اریا وایي، لومړی یې په یوه ښوونځي کې درس وایه، خو کله چې طالبان پرې خبر شول دوی یې له ښوونځي منع کړل. ‎اریا زیاتوي: "لومړی مو په یوه لېسه کې درس وایه، خو له بده مرغه کله چې طالبان پر موږ خبر شول، زموږ مشرانو ته یې وویل چې دا په کوم قانون کې شته چې نجونې دې ښوونځیو ته لاړې شي او بالاخره پر موږ او ښوونکو مو بندیز ولګېد، موږ هم اړ شو چې په جوماتونو کې هغه هم په پټه درس ووایو، خو جومات مو هم له کوره زښته لېرې و چې له زیاتو ستونزو سره مخ وو." ‎اریا اوس د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته راغلې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ‎په ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورور سیمو کې بیا خلک له دې ستونزو سربېره برېښنا، د څښاک لپاره پاکو اوبو، د خپل ژوند د اقتصاد د پر مخ وړلو لپاره هم په اسانه لاس رسی نه لري او لامل یې هم همدا جګړې بولي. ‎افغان دولت وایي، هڅه کوي د ټول هېواد په کچه ان هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې دي خپل خدمات ورسوي. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، که څه هم ټول هېواد کې ۳زره روغتیایي مرکزونه شته او ‌‌‌‌‌‌ډېریو لېرې پرتو سیمو ته خپل خدمات روسي. ‎ښاغلی نظري وایي، که څه هم ورته معلومه نه ده چې څومره روغتیایي مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې شته، خو په خبره یې کله-کله په مؤقته توګه ځیني روغتیایي مرکزونه د دولت ضد وسله والو له لوري تړل کېږي. نظري زیاته کړه: "لېرې پرتو سیمو کې هم زموږ روغتیایي مرکزونه فعاله دي، د درملو انتقال هم په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول ورکول کېږي، ځکه چې دا انتقال د غیر دولتي موسسو له لارې کېږي، خو کله-کله د حکومت د مخالفینو له لوري دا مرکزونه تړل کېږي خو هغه هم لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله وي." ‎د پوهنې وزارت وایي، د ناامنو سیمو لپاره یې له نړیوالو او غیر دولتي ادارو او بنسټونو سره هوکړې کړي چې د زده کړو برخه کې اړو ماشومانو ته د دوی خدمات ور ورسوي. ‎د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "کومو سیمو کې د ماشومانو لاسرسی زده کړو ته کم وي، هلته موږ محلي ټولګي پرانیزو چې وکولی شو اړو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړو." ‎اغلې ارین وایي، که څه د شدیدو جګړو پر مهال د نورو عامه المنفعه ځایونو په شان ځیني وخت ښوونځي هم تړل کېږي، خو دوی یې د یونېسف او ورته نورو نړیوالو ادارو په شان هڅه کوي بېرته یې پرانیزي. ‎طالبان هم په جګړه ییزو سیمو کې لومړنیو اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې ستونزي مني او جدي یې ګڼي. ‎طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، که څه هم دوی له غیر دولتي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره هوکړې کړي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، خو په خبره یې، د دغو نړیوالو موسسو او ادارو له لوري کړې ژمنې نه دي عملي شوي. ‎وړاندې تر دې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو مدافعینو په ځلونو د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د خلکو لپاره دې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي. ‎ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ میلادي کال په راپور کې ویلي و چې لږ تر لږه ۶.۳ میلیونه افغان ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتيا لري. ‎دغه کچه د کرونا وبا او د جګړې دوام ته په کتو ښايي په ۲۰۲۱  کال کې لا هم لوړه شوې وي. ‎بل خوا د راپورونو پر بنسټ له ۵۰ سلنې زیات افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۴۴ سلنه یې صحي خوړو ته لاسرسی نه لري. ‎د برېښنا په برابرولو کې حکومت له کورنیو او وارداتي سر چینو له لارې برېښنا برابروي، خو یوازې په روان ژمي کې دغه لړۍ څو وارې ټکنۍ شوه. ‎په دغه لړ کې د کابل په شمول لږ تر لږه د افغانستان ۱۳ ولایتونه د برېښنا له نعمته محروم شول. اوس مهال دغه چاره په عادي توګه روانه ده، خو لا هم یوه بنسټیزه حل لاره ورته نه ده برابره شوې. ‎حکومت وايي چې د اوبو پر لسګونو بندونو باندې کار روان دی، څو اوبه زېرمه او برېښنا تولید کړي.

09.04.2021 ازادي راډیو

د سولي لپاره د ولسمشر غني د طرحې مهم ټکي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي لپاره د خپل پروګرام د وړاندي کولو پر مهال یو ځل بیا تر وخت مخکي انتخاباتو له لاري د واک پر لیږد ټینګار وکړ. اشرف غني دغه راز د اوسنیو دولتي چارواکو په حضور سره د سولي حکومت د جوړیدو وړاندیز وکړ ، خو ویویل چې انتخابات باید د نړیوالو بنسټونو لخوا مدیریت شي ، نه د سولي حکومت له لوري. طالبانو چې تراوسه یې لا ندي ویلي چې راتلونکې میاشت د استانبول په غونډه کې ګډون کوي که نه ، د غنې دا طرح رد کړې ده. د ولسمشر اشرف غني د خبرو یوه برخه چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او د ارګ د یوټیوب کانال له لاري خپرې شوې، دلته وګورئ.

08.04.2021 ازادي راډیو

د بشر حقونو د څار سازمان: د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني شي

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان یوه تازه اعلامیه خپره کړې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي او امریکا چې د افغان سولې د بهیر له ښکېلو اړخونو څخه دي، دوی یې مخاطبین کړي چې باید د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني کړي. ‎دغه سازمان ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي دې د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ګډون لپاره جدي کار وکړي. ‎د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسوولې هدر بار په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان ژوره اندېښنه لري چې په ترکیه کې د افغانستان د سولې لپاره د کنفرانس چارې پرته له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول روښانتیا پر مخ ځي چې ښځې په کې څه ‌‌‌‌‌‌ډول ګډون کوي؟ موږ د کنفرانس په څنډه کې د غونډو خبرې اورو چې ښځې به په کې ګډون کوي، دا د منلو وړ نه ده او نه هم د سولې د خبرو چېرته چې مهمې پرېکړې کېږي د ښځو د ګډون لپاره بدیل کېدای شي." هدر بار ویلي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي - په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد، د ملګرو ملتونو د سرمنشي شخصي سفیر ژان ارنولټ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازې ډیبرا لاینز باید کار وکړي چې په اصلي خبرو کې د مېرمنو بشپړ ګډون ته ژمنتیا ولري او د مدني ټولنو ونډه دې هم پیاوړې کړي. ‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرالاینز د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د دغو څرګندونو په اړه ویلي چې دوی د افغان سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ شمولیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنولو ته ژمن دي. ‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر ټویټرپاڼه د مېرمن لاینز له قوله لیکلي چې دوی د سولې په ټولو غونډو کې د ښځو د پیاوړي ګډون لپاره ژمنتیا لري او د ترکیې ناسته کې یې هم د ښځو د ځینو استازو نومونه په جدول کې شامل کړي دي. ‎دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ‌‌‌‌‌‌ډلې هم دغه بهیر کې د ښځو د حضور، حقونو او ازادیو د ساتلو غوښتنې کړي دي. ‎دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې وړاندې ټینګار کړی چې د ښځو تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې حفظ او د خپل د راتلونکي د ټاکلو حق دې ورکړل شي. ‎د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو په ډله کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو هېوادونو ښځینه چارواکې او استازې شاملې دي.  ‎دغه ډله په ټولنه، حکومت او د سولې په هڅو کې د افغان ښځو د حقونو او لاسته‌ راوړنو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده. ‎که څه هم افغان حکومت تازه د دغه سازمان د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغان چارواکو د سولې پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بللې او دې برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی. ‎بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې د سولې پروسه کې تردې دمه د ښځو ونډه یوازې نمایشي ده. ‎د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعالې بلقیس روشن په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "​دا پروسه ‌‌‌‌‌‌ډېره پروژې ته ورته ده، ځکه د ښځو رول په کې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر کم دی، دغه برخه کې یوازې یو څه ښځې د غونډو زینت لپاره بیایي، خو موږ په دې باور یو چې په داسې ناستو کې داسې ښځې وای چې خپل غږ یې اوچت کړی وای، د جګړو د قربانیانو کورنیو باید په کې وای او په ټوله کې داسې ښځې هلته وای چې د ټولو نورو ښځو استازیتوب یې کړای شول." ‎مېرمن روشن وایي، نړیواله ټولنه او افغان مېرمنې باید دې برخه خپل غږ اوچت کړي او تر بل هر وخت په اوسنیو حساسو شرایطو کې زیاته برخه واخلي.

08.04.2021 ازادي راډیو

له قرنطین نه تېښته؛ د ناروې یو تبعه خپل منزل ته ونه‌رسېد

د ناروې یو تبعه د اوونۍ په پيل کې له سویډنه د دنګو واورینو غرونو له لارې خپل هېواد ته په سکي مزل پيل کړ. دی نه قاچاقي روان و، نه‌یې څه تښتولي و، خو ده دا خطرناکله لار د دې لپاره انتخاب کړې وه چې د هوټل له قرنطینه ځان وساتي.  تروند هیلګه رونینګ د نورشکي فولکیلب ژغورنې مؤسسې غړي فرانس پرس اژانس ته وویل چې دې سړي غوښتل ناروې ته راشي، خپل اسناد واخلي بېرته سویډن ته ستون شي، ځکه چې دی هلته په یوه ساختماني پروژه کې کار کوي، خو د دې لپاره چې د کرونا له قرنطینه ځان وساتي غوښتل یې د غرونو له لارې واوړي چې څوک خبر نه‌شي.  له سویډن سره پر پوله د ناروې د تیدال په نوم کلي کې د ژغورنې مؤسسې دې غړي زیاته کړه چې دې کس باید ټوله ۴۰ کیلومتره لاره وهلې وی، خو ده چې کله د شنبې په ماښام ۲۵ کیلومتره لار په سکي ووهله، په خرابه هوا کې ګېر شو.  د رونینګ په وینا لومړی دا سړی یوه تن چې هوسیو ته خواړه ورکوي وژغوره، بیا یې دوو کب نیونکو ته وسپاره او وروسته ژغورونکي راورسېدل. ده زیاته کړه چې دا کس لوند خیشت و، پوړېده او ویل یې چې له کوم ځایه راتېرېده ډير خطرناکه و، غرونه‌یې جګ و. وروسته تر دې چې ژغورونکو دا کس پولیسو ته وسپاره، پولیسو فرانس پرس اژانس ته وویل، دا کس باید د کرونا منفي ټسټ ولري، کنه ۱۰ ورځې باید په قرنطین کې تېرې کړي، خو دی په قهر و، غالمغال‌یې کاوه، بخښنه‌یې نه‌غوښته.

07.04.2021 ازادي راډیو

ارزګان کې مېرازګله؛ زده کړې یې نه دي کړي خو د ناروغانو درملنه کوي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوندو د یو شمېر هغو سیمو اوسېدونکي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، لا هم د تېرو پېړیو د خلکو په څېر د ناروغیو د درملنې لپاره له کورنیو درملو ګټه اخلي او له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. ۶۰ کلنه مېرازګله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده شااوخوا ۱۵ کیلو متره لېرې په سرخوم سیمه کې اوسېږي.   د سرخوم دا سیمه غرنۍ ده، د کندهار د نېښ ولسوالۍ تر څنګ پرته ده چې شااوخوا زرګونه کورنۍ په کې مېشتې دي او له تېرو ۶ کلنو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.    خو د دې سیمې د ښځینه ناروغانو او د ناروغ ماشومانو سترګې یوازې مېرزاګلې ته دي. مېرازګلې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم زده کړې يې نه دي کړي، خو بیا هم هره ورځ د یو شمېر ښځو سره د نسايي ستونزو تر څنګ دوی سره په نور روغتیايي برخو کې مرستې کوي. نوموړې زیاتوي چې د لېرې سیمو خلک چې په کور کې نسايي ناروغ ولري، نو دې ته راځي: "زه چې کوچنۍ را لویه شوې یم، زما دغه کار دی، شپه او ورځ مې پر کور نه ده، د شپې په پښو مزلونه کوم او تر هغو ښځو ځان رسوم چې نسايي تکلیف ولري. یو شمېر خلک بیا موټر لري، له سیمو  يې د شپې راپیسي راولي او بیا ورسره ځم." مېرازګله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي خو له ازادي راډيو سره يې دا خبرې هغه مهال وکړې چې ترینکوټ ښار ته د خپلوانو کره تللې وه.    د مېرازګلې په وینا، اوس دا له تجربو پوهېږي چې د ښځو سره د نسايي ولادي په برخه کې څنګه لومړنۍ مرستې وکړي او هغه ښځې چې ناروغي يې شدیده وي هغوی ولایتي روغتون ته لېږي. د ارزګان ولایت د لېرې پرتو سیمو خلک ځکه د خپلو کورنیو د نسايي ولادي ناروغانو درملنه په کلي کې د مېرزاګلې په مرسته کوي چې له یوې خوا یې اقتصاد کمزوری دی او له بلې خوا روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.    مېرازګله وايي، د ښځو ترڅنګ د کوچنیانو درملنه هم کوي: "زه د ماشومانو درملنه هم کوم، خلک خپل ماشومان را ولي چې د چاه ژبۍ ورته پورته کړم،د چاه اډي ورپورته کړم." د دې سیمې اوسیدونکې ملالۍ چې مېړه يې په جګړه کې وژل شوی او دا ترینکوټ ښار ته راکډه شوې ازادي راډيو ته وايي چې د ترینکوټ ښار په لېرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د کموالي له امله او د کلتوري محدودیتونو لا هم ښځې په کور کې د تیرې پیړۍ د ښځو په څېر ژوند لري. نوموړې وايي: "کله به چې زکام و، یا به مو تبه وه، نو سپېرکۍ، به مو خوراک وو، توره ارېړه به مو خوراک وه، یا به مو تاریاک خوړل، دا زموږ درمل وو."  د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس په ارزګان ولایت کې ۶۳ روغتیايي مرکزونه شته او د ناروغانو پر مخ پرانېستي دي.   روغتیا پالان د مېرزاګلي هڅې د ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې ستايي او وايي، له ښځو سره د نوموړې مرسته ډېره ګټوره ده.    په پلازمېنه کابل کې په خصوصي روغتون کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټرې نوزیې ستانکزۍ‍ ازادي راډيو ته وویل چې دولت ته په کار ده چې لېرو پرتو سیمو کې چېرته چې روغتیايي خدمات کم دي، داعیانې او قابله ګانې له ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې مرسته کولای شي او ډېرې باید وروزل شي.    دا وايي: "یو شمېر ولادتونه ځینې ستونزي لري، یو شمېر ښځې چې ماشوم یې پیدا شي پلازنتا ورڅخه نه لېرې کېږي، خو بیا يې موږ د درملو په زور ترې لېرې کوو، خو دغه داعیانې یې د تجربې په واسطه لېرې کوي، د داعیانو کار زیات ګټور دی."   مېرازګلې ازادي راډیو ته وویل چې پر زړه یې تر ټولو لوی ارمان زده کړې دي چې نه یې دي کړي.  دا وايي، که یې زده کړې کړې وای، د ښځو او ټولنې لپاره به یې ډېر خدمت کړی وای.   

07.04.2021 ازادي راډیو

په افغانستان کې د ډموکراسۍ سل کلن مزل!

پنځلسمه هجري لمریزه پېړۍ په درشل کې ده او تېره پېړۍ چې په افغانستان کې د امیر امان الله خان په واکمنۍ پیل شوه له خپلو ټولو هسکو- ټیټو سره په وتلو ده. اماني دوره که څه هم سلطنتي واکمني وه، خو په افغانستان کې یې د هغه مهال له غوښتنو سره سم د ډموکراسۍ داسې یو بنسټ کېښود چې وروسته په هېواد او سیمه کې د پېړۍ په اوږدو کې د نور پرمختګ او ازادیو د الهام سرچینه شوه. د ۱۳۰۱ کال د کب په لسمه نېټه د امیر امان الله خان د واکمنۍ په لومړیو کې د دولت د نظام نامې په نوم د افغانستان لومړنی اساسي قانون نافذ شو. د دې قانون نهمې مادې د هېواد د وګړو خپلواکي له هر راز خلل او مداخلې خوندي بللې وه. په ۱۷مه ماده کې یې راغلي و چې ټول افغانان د شریعت او نظامنامو پر بنسټ یو شان حقوق لري. ۲۰مې مادې د وګړو کور له تعرض خوندي بللې و، ۲۴مې مادې شکنجه ممنوع ګرځولې وه او په ۳۹ ماده کې په پلازمېنه، نایب الحکومګیو او همدا راز په اعلی، لومړۍ، دوهمه او درېیمه درجه حکومتونو او علاقداریو کې د دولتي شوراګانو د جوړېدو ژمنه شوې وه. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او شنونکې شکریه بارکزۍ اماني ډیموکراسي د بریتانیا له ډیموکراسۍ سره مقایسه کوي، په داسې حال کې چې بریتانیا د نړۍ تر ټولو زړه صدارتي ډیموکراسي لري او هغه مهال د نړۍ مخکښ قدرت و. اغلې بارکزۍ زیاته کړه: "که د شاه امان الله نظامنامه د انګلستان د هغه وخت له قوانینو سره پرتله کړو نو په څرګنده مالومېږي چې افغانستان په خپل وخت کې د خپلو وګړو د حقوقو په پېژندلو کې له هغو ډېر مخکې و. کوم سیسټم چې هغه مهال د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره و- البته د ډیموکراسۍ اصلي هدف هم دا دی چې خلک کومه ونډه لري، حق یې کوم دی او امتیازات یې څه دي نو وبه وینئ چې زموږ لرغونی تاریخ د ډموکراسۍ څپې په هغه وخت کې، له نن سل کاله مخکې هم درلودې." په ۱۲۹۸ کال کې هغه مهال چې امان الله خان پاچا شو، په پخواني شوروي اتحاد او منځنۍ اسیا کې د روسیې د کمونېست ګوند استبداد او په هند کې بریتانوي استعمار حاکم و. دا هغه تاریخي پېر دی چې په ترکیه کې عثماني خلافت پرځېدلی و او د اسیا او افریقا په اکثر اسلامي هېوادونو کې مطلقه شاهي نظامونه واکمن وو، خو ایران د سیمې یوازینی خپلواک هېواد و چې مشروطه شاهي نظم یې درلود. شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی د افغانستان او ایران د هغه مهال نظامونه داسې پرتله کوي. ستانکزي زیاته کړه: "سره له دې چې په اصولو کې ایرانیانو له موږ مخکې د مشروطیت غوښتنې حرکات پیل کړي و، خو د امان الله خان توپیر له رضاشاه پهلوي او له هغه مخکې د قاجاریانو له دورې سره دا دی چې امان الله خان خپله مشروطیت پال و. یعنې داسې مترقي پاچا و چې خپله یې غوښتل چې د پاچا صلاحیتونه محدود شي، د قواوو تفکیک او آزادۍ رامنځ ته شي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران پر پاچایانو باندې مشروطیت په زور تحمیل شوی و. امان الله خان خپله یو دیموکرات او مشروطه پال پاچا و." د اساسي قانون او سلګونه نورو قوانینو وضع کول، د مطبوعاتو ازادي، د ښځو لپاره د آزادیو مطرح کول او لږ تر لږه د یوه سیاسي ګوند د رامنځ ته کولو هڅه هغه چارې دي چې ښاغلی ستانکزی یې د ډیموکراتیکو بنسټونو د رامنځ ته کولو لپاره د امیر امان الله لومړني اقدامات بولي. دا اقدامات که څه هم چټک وو، خو عمر یې ډېر کم و. د حبیب الله کلکاني له واکمنېدو او د امیر له تبعید وروسته دا ټولې هڅې په اوبو لاهو شوې او افغانستان تر ډېرو کلونو پورې په تور تم کې پاتې شو. دا هڅې د ۱۳۴۳ او ۱۳۵۲ کلونو ترمنځ د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا خو په نوې او پرمختللې بڼه تکرار شوې. دا د څوارلسمې پېړۍ یو بل تاریخي پېر و چې د ډیموکراسۍ د لسیزې په نوم یادېږي. په دې پېر کې چې په ۱۳۴۳ کال کې د مطلقه شاهۍ نظام له پای ته رسېدو سره سم پیل شو ګوندونو د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او د رسنیو او بیان ازادي تضمین شوه. ښاغلی ستانکزی په دې باور دی چې د ډموکراسۍ د لسیزې له پیل مخکې په افغانستان کې د ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره یو لړ نور ګامونه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د ۱۳۲۸ او ۱۳۳۲ کلونو ترمنځ اخېستل شوي وو. دی وايي: "له ۱۳۴۳ کال څخه تر ۱۳۵۲ کال پورې چې د ډموکراسۍ لسیزه وه، جالبه دوره ده، خو له دې مخکې یوه بله ډموکراسي دوره لرو چې له ۱۳۲۸ څخه تر ۱۳۳۲ کال پورې د شاه محمودخان واک ته رسېدل دي. په دې دوره کې هم د ډموکراسۍ عناصر لیدل کېږي، د مطبوعاتو ازادي شته او سره له دې چې د ګوندونو قانون نشته خو ګوندونه رامنځ ته کېږي." د ډموکراسۍ د لسیزې په اساسي قانون کې چې د ۱۳۴۳ کال د تلې په نهمه تصویب شو، په ۳۱مه ماده کې راغلي و چې د فکر او بیان ازادي له بلوسې څخه خوندي ده او هر افغان د قانون له حکمونو سره سم د وینا، لیکنې، تصویر او نورو وسیلو له لارې د خپل فکر د څرګندولو حق لري. په همدې ماده کې راغلي و چې هر افغان حق لري مطالب د قانون له حکمونو سره سم بې له دې چې لومړی یې دولتي مقامونو ته وښيي چاپ او نشر کړي. د دې قانون په ۳۲مه ماده کې راغلي و، د افغانستان اتباع حق لري چې د دولت له مخکینۍ اجازې پرته د سوله ییزو مقصدونو د پوره کولو لپاره د قانون له حکمونو سره سم بې وسلې ټولنې راوبولي او سیاسي ګوندونه جوړ کړي. ښاغلی ستانکزی دا قانون وخت ته په پام سره ډېر پرمختللی او ډموکراتیک قانون بولي:"د ۱۳۴۳ یا ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون له مخې ډموکراسي د ظاهرخان په وخت کې د پارلمان د تاسیس او د مختلفو انتخاباتو د ترسره کېدو په نتیجه کې او همدا راز د ازادو مطبوعاتو د اجازې په درلودلو سره او په نهایت کې که څه هم د ګوندونو قانون جوړ نه شو، خو له دې کبله چې اساسي قانون د سیاسي ګوندونو فعالیت مشروع ګاڼه نو افغانستان د ډموکراسۍ یوه په زړه پورې مرحله تېروي چې بیا په سیمه او نړۍ کې په شاهي نظامونو کې دا یو استثنايي حالت و." ځینې پاخه کسان چې  هغه وختونه یې په یاد دي، خپلې خاطرې او ځینې یې هغه کیسې بیانوي چې څه رښتیا دي او څه دوی د اوازو په بڼه اورېدلي دي. د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی پخوانی ښوونکی محمدخان وايي: "د ظاهرشاه یو ښه والی دا و چې ښوونځیو ته یې ډېره ترجېح ورکړې وه. موږ چې زده کوونکي وو، که به کومه مسئله د ولسوال یا د سیمې د چارواکو له خوا ورانه شوه نو موږ به مظاهره وکړه. زموږ مظاهره به ډېره منظمه وه. که به ولسوال خیانت کړی و، نو د مظاهرې له ختمېدو سره سم به هغه ولسوال نه و. نو ډېر په ډموکراسۍ ولاړ و. یو وخت مظاهره وه. د پوهنتون هلکانو د ده عکس د سپي پرسر لګولی و او ده ته یې ښځې ویلي و چې داسې سپکاوی درته شوی، خو ده ویلي و چې خیر دی دا هلکان دي او ځوانان نه پوهېږي. یعنې پاچا ډموکراسۍ ته ډېره ښه ترجېح ورکوله." د پکتیا د ګوربزو ولسوالۍ اوسېدونکی اویا کلن حبیب الرحمن چې په ۱۳۴۱ کال کې له څلورم ټولګي وروسته د زده کړو د بشپړولو لپاره کابل ته تللی و، په پلازمېنه کابل کې د ګوندونو او سیاسي جریانونو د غونډو یادونه کوي. حبیب الرحمن وايي: "د افغانستان د خلکو ډموکراتیک ګوند پیدا شو چې وروسته بیا د خلق او پرچم په دوو ډلو ووېشل شو، شعله جاوېد ډله وه چې ماوتسه دونګ پیروي یې کوله، مساوات ګوند و چې میوندوال یې مشر و، د افغان ملت په نوم ګوند و. دوی کله کله په ائتلافي شکل مظاهرې کولې او کله یې په انفرادي شکل. هغه مهال د ګوندونو ترمنځ چلند ډېر معقول و. مظاهرې به چې راووتلې ټول به د یو بل غونډې ته ورتلل. که به یوه ځای کې خلقیان ولاړ وو یا به بل ځای افغان ملتیان ولاړ وو، هغوی ته هم ورتلای شوای." د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ۶۶ کلن موسی جان ځدراڼ د هغو وختونو د سیاسي حالاتو او انتخاباتو انځور لا هم په ذهن کې ساتلی: "زما په ګومان ۱۳۴۸ یا ۱۳۴۹ کال به و. خلکو ځانونه کاندیدول او د خکو ملاتړ یې په کلیوالي رنګ او دود خپلاوه. ډوډۍ ګانې یې کولې، خلکو ته یې لونګۍ اخېستې او په هره طریقه چې و، خلک یې خپلول. خلک به په کتارونو- کتارونو او په ډلو- ډلو راتلل، د ولسوالۍ په انګړ کې به انتخابات وو، خپلې رایې به یې کارولې. هغه وخت ارامي وه. هغه وخت خواست تر یوه ځایه رسېده. فساد نه و، که و هم کم و. د خلکو عقیدې ډېرې برابرې وې، اخلاص و، او پر وعده وفا کېده." د ډېرو شنونکو په نظر د محمدداودخان کودتا که څه هم هدف یې په افغانستان کې د پاچاهۍ پرتله د یوه پرمختللي نظام راوستل وو، خو هرڅه یې ګډوډ کړل. د شاهي کورنۍ دې غړي په خپله څه کم پنځه کلنه واکمنۍ کې د جمهوريت د راوستو لپاره هڅه وکړه خو نه یې پارلمان جوړ کړ، نه یې اساسي قانون تصویب شو او نه یې د هېواد د زعیم د غوره کولو لپاره انتخابات ترسره کړل. د سردار محمدداود د جمهوریت هیلې د خلق ډموکراتیک ګوند د کودتا، د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره د خلقیانو او وروسته د پرچمیانو ژمنې د مجاهدینو د جګړو او د یوه سوچه اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د مجاهدینو او وروسته د طالبانو هڅې د درنو جګړو په نتیجه کې ټولې نیمه خوا پاتې شوې. دې ډلو او ګوندونو په ډموکراسۍ باور نه درلود او په دې نظر وو چې د دوی ایډیالوژۍ د هېواد د ادارې او دولتي واکمنۍ لپاره ټول اساسات لري. دوی باور لاره چې ډموکراسي له بهره وارده شوې پدیده ده او د افغانستان د ټولنې له شرایطو سره سمون نه لري. کیڼ اړخو ګوندونو ډموکراسي د لویدیځ صادره شوې نظریه بلله او زیات شمېر سیاسي فعالان یې چې د ډموکراسۍ لپاره یې کار کاوه زندانونو او پولیګونونو ته ولېږل.  اسلامي تنظیمونو او وروسته طالبانو ویل چې ډموکراسي د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې ده. دوی هم د ډیموکراسۍ پلویان سخت وځپل. په داسې حال کې چې په واشنګټن دي سي کې د دفاعي پوهنتون استاد او د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په باور ډموکراسي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د عدالت او پرمختګ راوستل دي. جلالي زیاته کړه: "ډموکراسي کوم سیسټم یا نظام نه بلکې یوه پروسه ده. ډموکراسي د قانون حاکمیت دی. د ډموکراسۍ د پلي کولو لپاره د بنسټونو جوړول په کار دي. دا بنسټونه د حاکمیت ستنې جوړوي. ډموکراسي د خلکو حکومت دی د خلکو په واسطه، په هرځای کې تطبیق کېدلای شي مګر وخت غواړي." د نوې زریزې او نوې پېړۍ له پیلېدو او د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه او له دې سره بیا په هېواد کې د ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره هڅې پیل شوې چې تراوسه روانې دي. ازادي راډیو له اماني پېره نیولې تر نن ورځې پورې د د ډموکراسۍ د ټینګښت لپاره د هڅو پر اغېزو او عواملو مې په لندن کې له دېره افغان شنونکي سیدسرور سره بحث وکړ. د چې هغه بهیر ته چې امان الله خان په افغانستان کې پیل کړی و، د ډموکراسۍ نوم ورکولی شو؟ ښاغلي سرور وویل: "د ډموکراسۍ اساسات او اصول ازاد انتخابات دي، په حکومت کې د خلکو پراخه ونډه ده، د بشري حقونو خوندي کول دي، د ازادو رسنیو لرل دي، د بیان ازادي، د قواوو تفکیک او د سیاسي ګوندونو موجودیت او په دولتي چارو کې مسوولیت او شفافیت دی. امان الله خان د ډموکراسۍ پر لور مهم ګامونه اوچت کړل. د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو د تنظیم لپاره یې پنځوس نظامنامې طرح کړې، تقریباً شل دولتي خپرونې او همدا راز شخصي جراید او اخبارونه هم چلېدل نو په همدې دلیل دې ته د ډیموکراسۍ په لاره کې مهم ګامونه ویلای شو."     پوښتنه: څه پېښ شول چې د امان الله خان دا هڅې ناکامې شوې؟ ځواب: ډموکراسي اصلاً د ټولنې په بستر کې وده کوي خو له بده مرغه ټولنې اقتصادي وده، تعلیمي وده، سیاسي وده او فرهنګي وده نه وه کړې. د دې ترڅنګ د اصلاحاتو پر وړاندې کورني او بهرني دښمنان راوټوکېدل. د اماني دورې اصلاحات هم چټک و، یعنې تدریجي نه وو او امان الله خان هم  یو قوي پوځ نه درلود چې دا ستونزې مهار کړي. پوښتنه: د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د نن د معیارونو په اساس یو دموکراتیک اساسي قانون و؟ ځواب: قوانین د هرې ټولنې د عیني واقعیتونو له مخې جوړېږي او له وخت او زمان سره سم وي. ننني معیارونه د هغو شپېتو کلونو مخکې معیارونو سره هم توپیر لري. نو موږ ویلای شو چې د هغه وخت پر معیار یو دیموکراتیک قانون و. پوښتنه: ایا د ډموکراسۍ لسیزه د دې باعث شوه چې محمدداود خان د پاچا پرضد کودتا وکړي؟ ځواب: داوودخان  د نوي اساسي قانون له موادو څخه ډېر خوشاله نه و. خو نظام له ډېرې ګډوډۍ سره لاس ګرېوان و، فساد اوج ته رسېدلی و، پارلمان په کمېشن کارانو بدل شوی و، ښي اړخو او کین اړخو سازمانونو په اردو کې نفوذ کړی و او بهرني هېوادونه هم له دوی سره همغږي شول. د کودتا او اغتشاش خبرونه هم خپرېدل. خو داوودخان له دوی مخکې شو او سپینه کودتا یې وکړه. پوښتنه: د ډموکراسۍ د لسیزې په قوانینو او د حکومت په اجرااتو کې کومې نیمګړتیاوې د دې باعث شوې چې هغه سیاسي ګوندونه او جریانونه سر راپورته کړي او ځواکمن شي چې افغانستان یې وروسته له ننني ناورین سره مخامخ کړ؟ ځواب: زما په اند دا د اساسي قانون نیمګړتیا نه وه. خو اجرایي چارې، سیاسي چارې او مقننه قوا له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. پنځه صدراعظمان د ډموکراسۍ په لسیزه کې بدل رابدل شول. په داسې حال کې چې په درېیم نړۍ کې شخصیتونه ډېر رول لري نه قوانین او قوانین هم بنیادي شوي نه وو. تاسو نه شئ کولای چې په یوازې په څو ډیموکراتانو ټولنه ډیموکراتیکه کړئ. پوښتنه: په تېرو دوو لسیزو کې د ډموکراسۍ لپاره هڅې څومره د افغانستان د ټولنې له واقعیتونو سره سمون لري، ځکه ځینې خلک دا ادعا لري چې دا ډموکراسي له بهره وارده شوې وه او د ټولنې له واقعیتونو سره یې سمون نه درلود؟ ځواب: ټولنه تازه له جګړو او ناخوالو څخه راوتې وه. خو داسې مشران هم ورته وټاکل شول چې د ډموکراسۍ یې د بنسټونو د پیاوړي کولو پرځای په خپله عایداتي سرچینه بدله کړه. د ډموکراسۍ په نوم لوټ او تالان پیل شو. انتخابات بدنام شول، فشار زیات شو، هرڅه سیمبولیک شول. دلته د ډموکراسۍ نه  بلکې د ناخرده چارواکو خبره وه. پوښتنه: د افغانستان راتلونکي په هغه صورت کې چې طالبان د سولې د خبرو په پایله کې په واک کې ورګډ شي، تاسو ته څنګه ښکاري؟ ځواب: طالبانو هېڅکله هم په ډموکراسۍ عقیده نه درلوده او نه یې غواړي. که یې باور لرلی، کولای یې شوای چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او ځان د خلکو د رایو په وسیله قدرت ته ورسوي. خو د دوی هدف یوازې د جګړې له لارې واک ته رسېدل دي. دوی که پر واک ورګډ هم شي او ګډ حکومت جوړ کړي بیا هم انتخابات نه مني. دومره جګړه چې څوک وکړي، څرنګه په خلکو کې ځای پیدا کولای شي؟ یوه خبره چې طالبان یې نه په هېڅ صورت منلو ته نه چمتو کېږي، د افغانستان اوسنی اساسي قانون دی. د دې قانون څلورمه ماده وايي، ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري. په شپږمه ماده کې راغلي دي چې دولت د انساني كرامت په ساتلو، د بشري حقونو د ملاتړ، د ډموكراسۍ د تحقق، د ملي وحدت د تامين، د ټولو وګړو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سيمو كې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت پر بنسټ د يوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى. ۲۲مه ماده وايي، د افغانستان وګړي که ښځې دي که نارینه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. ۲۴ ماده دولت د انسان د ازادۍ او كرامت په ساتنه او درناوي مكلف بولي او ۳۴ ماده وايي، په افغانستان کې د بيان آزادي له تيري خوندي ده. د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د واکمنۍ د پرځېدو په دوام افغانانو له څه باندې یوې لسیزې کورنۍ جګړې وروسته ایله د ارام سا واخیسته. د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي پرانېستل شول، له ښځو سره توپیري چلند ممنوع شو، ټلویزیونونو بیا خپرونې پیل کړې، رسنۍ ازادې شوې او پر ویناوو سانسور له منځه ولاړ. خو له دې سره سره په تېرو دوو لسیزو کې نه امنیت راغی او نه ډموکراسي په ټولنه کې ریښې وځغلولې. ښاغلی جلالي وايي، د طالبانو د واکمنۍ له پرځولو د امریکا اصلي هدف افغانستان ته د ډموکراسۍ راوستل نه و، خو د ډموکراتیکو بنسټونو د جوړولو له لارې یې داسې هڅې پیل کړې چې ګټه یې د ده په وینا خلکو ته نه بلکې افرادو ته ورسېده: جلالي زیاته کړه: "امریکا افغانستان ته د ډموکراسۍ د پلي کولو لپاره ولاړه نه، بلکې القاعده شبکې له افغانستانه حمله پرې وکړه او د دې حملې په ځواب کې یې په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه. وروسته چې دا کار وشو د دې لپاره چې ثبات راشي د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یې پانګونه وکړه خو د دې پرځای چې بنسټونه پیاوړي او بشپړ شي- ځکه ډیموکراسي پر هغو ولاړه ده، اشخاص تقویه شول ځکه له امریکا سره یې د تروریزم پرضد په مبارزه کې مرسته کوله." ښاغلی ستانکزی د اساسي قانون تصویب، د مدني ټولنو وده، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تشکیل او ځینې نور اقدامات په تېرو دوو لسیزو کې د ډموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره خورا مهم اقدامات بولي، خو دی په عین حال کې وايي، په ځینو برخو کې دا زیربنايي بدلونونه نه بلکې روبنايي او شعاري حرکات وو. دی زیاتوي چې په افغانستان کې د مدني ټولنو اصلي بنسټونه د خلکو خپل ارزښتونه لکه جوماتونه، جرګې او مرکې، سپین ږیري او مشران دي چې په کلیو کې دېره دي، خو د ښاغلي ستانکزي په باور په تېرو شلو کلونو کې ډېره لږه پاملرنه ورته وشوه. د ښاغلي ستانکزي په وینا دا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره په هڅو کې یوه ډېره لویه نیمګړتیاو وه. ستانکزي وړاندې وویل: "دا لړۍ یا نوې ډموکراسي چې پیل شوه نو مدني ټولنې رامنځ ته شوې خو کلیو او بانډو ته ونه رسېدې یوازې تر ښارونو پورې محدودې پاتې شوې. په ځینو مواردو کې دا مدني ټولنې د ځینو سیاسي اهدافو لپاره وکارول شوې او په ځینو مواردو کې دوی خپله د فساد منبع وګرځېدې او له همدې وجې ځینې بنسټونه د بهرنیو مرستو له درېدو سره سم وتړل شول." انتخابات د ډیموکراسۍ پر بنسټ د ولاړ نظام یوه ستن ده. د افغانستان د اساسي قانون په ۳۳ ماده کې راغلي چې خلک د انتخابولو او د انتخابېدلو حق لري. په اساسي قانون کې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او ښاروالیو په ګډون د انتخاباتو د اوو ډولونو پېش بیني شوې خو د ناامنیو او ځینو نورو دلایلو له کبله یې تراوسه یوازې درې ډولونه او هغه هم له ډېرو ستونزو وروسته ترسره شوي دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې سیګار په یوه راپور کې چې د سلواغې- دلوې په ۱۴مه خپور شو ویلي چې نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د انتخاباتو د اوو ډولونو د ترسره کولو او د دې هېواد د انتخاباتي سیسټم د ملاتړ لپاره یو اعشاریه دوه میلیارد ډالر لګولي دي چې لږترلږه ۶۲۰ میلیون ډالر یې امریکا ورکړي. سیګار په خپل راپور کې وايي چې د امریکا حکومت د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې له پانګونې څخه کمزورې نتیجه ترلاسه کړې خو ځینې درسونه یې ترې زده کړي دي. د انتخاباتو له یادونې سره سم د ډموکراسۍ په ټینګښت کې د ملي شورا ونډه مخې ته راځي. په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو درې ځلې د ملي شورا لپاره خپل استازي غوره کړل خو د افغانستان ولسي جرګه د ډېرو څارونکو په نظر د یوه مهم ډموکراتیک بنسټ په توګه ونه ځلېده. په ولسي جرګه کې چې د خلکو مخکښ استازي یې غړي دي، ډېرکله د سیاسي بحثونو پرځای، مشاجرو، سپکو سپورو او فزیکي شخړو د دې ډموکراتیک بنسټ اهمیت د خلکو په نظر کې راکم کړ. د افغانستان د اساسي قانون په ۳۵ ماده کې راغلي دي چې د افغانستان وګړي د قانون له حكمونو سره سم د سياسي ګوندونو د جوړولو حق لري. د همدې حق په اساس په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه سیاسي ګوندونو د فعالیت جواز ترلاسه کړ. د عدلیې وزارت پر وېب پاڼه د هغو ګوندونو شمېر چې په دې وزارت کې ثبت دي ۷۲ ته رسېږي په داسې حال کې چې یوازې محدود شمېر فعال دي. د اساسي قانون د حکم له مخې د قوم، سیمې، ژبې او مذهب پر بنسټ د سیاسي ګوند جوړول او فعالیت جواز نه لري. د افغانستان سیاسي ګوندونه له دې معیار سره څومره سمون لري؟ شکریه بارکزۍ وايي، که څه هم لسګونه ګوندونه په هېواد کې ثبت شوي، مګر عملي سیاست یوازې اوسني او پخواني سیاسي ګوندونه او جهادي- عقیدتي تنظیمونه کوي. مېرمن بارکزۍ د سیاسي ګوندونو او پارلمان ترمنځ اړیکه داسې ارزوي:"هغه پارلمان چې سیاسي ګوندونه پکې ضعیف وي او هر غړی یې د یوه سیاسي ګوند حیثیت ولري، داسې پارلمانونه څو شیان نه لري. لومړی سیاسي اجنډا، دوهم سیاسي ثبات، درېیم سیاسي پلانونه، په تېره اقتصادي او ټولنیز پلانونه او څلورم یو منظم سیاسي قوت." د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی هم د هېواد د سیاسي ګوندونو په جوړښت کې د نیمګړتیاوو یادونه کوي. نوموړی وايي: "دا لومړی ځل و چې د ګوندونو فعالیت په پراخ ډول منعکس شول، خو دې ګوندونو په ټوله کې ونه شو کړای یوه ملي کرکټر ته ننوځي، حتی ځینې ګوندونه له اساسي قانون سره په مخالفت کې د قومونو او مذاهبو پربنسټ رامنځ ته شول، افغانستان شموله نه شول ځکه د افغانستان خلک باور نه پرې لري." ډموکراسۍ په تېرو دوو لسیزو کې له امنیتي ستونزو سره سره د افغانستان د نسبي اقتصادي ودې، د نړۍ پرمخ د افغانستان د دروازو د خلاصېدو، د ښځو د حقونو په برخه کې د اغېزمن کار او  په نورو برخو کې د پرمختګ په پایله کې په افغانستان کې تر یوه حده ځای وموند او اوس عام افغانان او روڼاندي په دې اړه- که مثبت وي که منفي، خو خپل نظر لري. ګلزمان د کابل د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی وايي: "ډموکراسي د ټولنې د چارو د پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده خو په افغانستان کې چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډموکراسۍ په نوم د پدیدې په نتیجه کې چې د ځینو په باور د لویدیځ له خوا راوړل شوې پر ځینو کسانو چې زر او زور یې نه لرل قانون تطبیق شو خو ځینې نور له دې مستثنی وو، چې دا پر ډیموکراسۍ او جمهوریت د عام ولس نظر شکمن کوي." ساحل د کابل ښار اوسېدونکی بیا وايي: "تېرو څو کلونو کې خلکو په ازاد ډول خپل غږ اوچت کړ، پر حکومت یې تندې نیوکې وکړي او کوي یې، څو ځلي د ولسمشریزو، پارلماني او د ولايتي شورا ګانو ټاکنې وشوې، دا چې دا ټاکنې رڼې وې که نه وې جلا خبره ده، خو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. خلکو په ازادۍ سره د ډموکراسۍ تمثیل وکړ، لسګونه غږیزې، انځوریزې، چاپي، برېښنايي او ټولنیزې رسنۍ مو لرلې او لرو یې. دا هم د ډموکراسۍ مثبته پایله ده." حکمت الله صلحي کندهار کې د ځوانانو د عالي شورا د جنوب زون استازی وايي: "د افغانستان خلکو ډموکراسي په تېرو شلو کلونو کې نوې تجربه کړه. زما په اند له هغه حالته چې پخوا افغانستان ترې کړېده، اوس نسبتاً خلک ورسره عادت شوي. څه ستونزې یې لرلې ځکه خلک ورسره نوي وو، خو په مجموع  کې خلک ترې راضي دي او موږ هم هغه څه په کې تجربه کړل چې پخوا مو نه وو لیدلي. نو که ډموکراسي واقعاً په ښه دول خلکو ته وپېژندل شي ښه عادلانه او مناسب حقوق به ترلاسه کړي." ۳۳ کلن شرف الدین د هرات ولایت اوسېدونکی وايي: "تېرو شلو کلونو کې چې په هېواد کې د ډموکراسۍ نظام حاکم و، خلک له خپلو مدني حقونو برخمن وو، مدني آزادي یې درلوده، هر چا د خپل حق د غوښتلو لپاره په بېلابېلو برخو کې مدني اعتراضونه وکړل چې تر یوه حده یې مثبته پایله هم لرله، خو منفي اړخ یې دا و چې هسې چې په نورو هېوادونو کې د ډموکراسۍ له نظام او مدني ازادیو ګټه اخېستل کېږي په افغانستان کې ګټه نه ده اخېستل شوې او ځینو کسانو د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي." له دوهمې نړیوالې جګړې او بیا د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ په ډېرو جګړه ځپلو هېوادونو کې ډموکراسۍ، سولې او ټولنیز پرمختګ ته لاره پرانېسته، ځکه په ډموکراتیکو ټولنو کې واکمن هغو خلکو ته حساب ورکوي چې دوی ته رایې ورکوي خو په افغانستان کې ولې داسې ونه شول؟ د بحران د نړیوالې ډلې د افغانستان د چارو شنونکی اندریو واټکینز Andrew Watkins په دې باور دی چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته د لویدیځ د بې حسابه مرستو له رسېدو وروسته افغان چارواکو د رای ورکوونکو پرځای ځان  لویدیځو مرستندویانو ته په حساب ورکولو مکلف وباله. اندریو زیاته کړه: "انتخابي حکومتونه یوازې هغه وخت اغېزمن وي چې واکمن یې رای ورکوونکو ته ځواب ووايي او هغوی حساب کتاب ورسره وکړي خو په افغانستان کې هغو پیسو او پوځي- اقتصادي امکاناتو، چې لویدیځو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې راوړل د افغانستان واکمن داسې وروزل چې د رای ورکوونکو پرځای تر ډېره مرستندویو هېوادو ته د حساب ورکولو په فکر کې دي." ښاغلي واټکینز له ازادي راډیو سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د لویدیځ پوځي یرغل په افغانستان کې د ډموکراسۍ د ټینګښت پر وړاندې اصلي خنډ و. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم همدا خبره کوي. محمدنعیم په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ډموکراسۍ لپاره د هڅو د څرنګوالي په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ پوځي یرغل او د جګړې دوام ته ګوته ونیوله. ښاغلي نعیم زیاته کړه: "چې کله بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل او هېواد یې اشغال کړ، له همغې لومړۍ ورځې دوی زموږ د هېواد پر فضا او حریم واکمن شول. زموږ په هېواد کې دوی لویې لویې اډې لري. د انسان تر ټولو لومړنی حق د ژوند حق دی نو چې یو ولس له ژوند څخه محروم وي، پر ودونو، جنازو، روغتونونو او کلیو یې بمبارۍ کېږي، پر کورونو چاپې وهل کېږي، ځوانان او سپین ږیري زندانونو ته اچول کېږي، هلته موږ څنګه د آزادۍ خبره کولای شو؟" څوارلسمه ه ـ ل پېړۍ چې د افغانستان په خپلواکۍ پیل شوه نیمه له جګړو او نیمه نوره د سولې د وختونو له خوږو خاطرو ډکه وه خو دا خواږه یادونه ډېرو لږو خلکو ته یادې دي ځکه د هېواد په سلو کې له شپېتو زیات وګړي ځوانان دي. د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې ابهام په دې ځوان نسل کې دا تلوسه زیاتوي چې د افغانستان برخلیک به په پنځلسمه پېړۍ کې څنګه لیکل شوی وي. مخکیني ولسمشر حامدکرزي د هېواد اساسي قانون د ۱۳۸۲ کال د لیندۍ په ۱۴مه نېټه توشېح کړ. ښايي ښاغلی کرزی هغه مهال چې د ۲۰۰۴ کال په جون میاشت کې یې د امریکا په کانګرس کې وینا کوله په دې پوهېده چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لاره له کږلېچونو ډکه ده. کرزي زیاته کړه: "مېرمنو او ښاغلو، افغانستان د استبداد او ترور له خورا تیاره پېر څخه سر راپورته کړی. موږ او تاسو په ګډه اوږده لاره ووهله خو زموږ ګډ منزل تراوسه لیرې دی. " ښاغلي کرزي همداراز زیاته کړه، خنډونه زیات دي خو د باثباته، سوکاله او ډیموکراتیک افغانستان د جوړولو لپاره ډېر مهم پړاوونه لاهم پاتې دي.

07.04.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more