شاته

هند کې یوه ډله ځوانانو له کرونا ویروس سره مبارزې ته دانګلي

هند چې د کرونا دوهمې څپې سخت ځپلی او حکومت یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی، یوه ډله ځوانانو دغې وبا سره مبارزې ته وردانګلي دي.

سوادها پرساد چې د ښوونځي زده کونکې ده او ازموینه یې تېره شوې، ریښتیني کارته مخه کړې، د ژوند ژغورلو لپاره اکسیجن، درمل او روغتونونو کې بسترونه د کووېډ – ۱۹ ناروغانو لپاره پیدا کوي.

پرساد له لسګونو نورو رضاکارانو سره چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۹ کلونو ترمنځ دي، د ځوانانو په مشرۍ د 'یونکټ' په نوم ټولنه کې سره راټول شوي او په انټرنیټ کې د یوه انلاین ډېټابېس له لارې په ټول هند کې د لاسرسۍ وړ روغتیایي سرچینو په اړه معلومات راټولوي.

هند کې د کرونا د قربانیانو شمېر له دوه سوه زره واوښت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

دوی له ټولنیزو شبکو څخه په استفادې، هغوی ته چې د کرونا له امله مرستو ته عاجله اړتیا لري، مستقیماً د روغتیایي وسایلو او درملو سرچیني ورښیي.

د ځوانانو دغه ډله ۷ ورځې په اوونۍ کې د ۲۴ ساعتونو لپاره کار کوي.

پرساد چې په ممبي کې اوسېږي وایي، دا کار سړی ډېر ستړی کوي، خو زیاتوي، که دا وکولی شي چې د یو چا ژوند وژغوري نو د وجود هېڅ یوه برخه به یې هم د ستړیا احساس ونه کړي.

پرساد د بېلګې په توګه پر کرونا اخته د یوه ځوان ناروغ د ژغورلو خبره کوي او وایي، دغه ناروغ چې اکسیجن ته یې سخته اړتیا درلوده او د کورنۍ غړیو یې په موندلو دوه ساعته تېر کړي وو او په پیدا کولو یې نه وو بریالي شوي، دوی ورته اکسجن پیدا کړ.

هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېره له شل میلیونو واوښته
هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېره له شل میلیونو واوښته

هغه وایي، خبره یوازې دا نه ده چې دوی خلکو ته د روغتیایي وسایلو او درملو سرچینې ور په ګوته کوي بلکې غواړي محتاجو خلکو ته دا احساس ورکړي چې له کړاوونو ډک حالت کې دوی یوازې نه دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې هند چې د ۱۳ سوه میلیونه وګړو دوه په درېیمه برخه یې له ۳۵ کلونو لاندې عمرونه لري او ځوان نفوس لرونکی هېواد ګڼل کېږي، هېڅکله ېې هم ځوان کهول ته د چارو دغومره دروند مسولیت نه و سپارل شوی.

په هغه هېواد کې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېره له شل میلیونو واوښته.

په هند کې په هغو روغتونونو کې چې د کرونا د ناروغانو درملنه کېږي د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالي ستونزه پرځای پاتې ده.

په دې هېواد په کرونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړه شوی او د دې وبا له کبله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه شل زرو اوښتی دی.