ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرونا؛ برازیل ۲ ډوله واکسینونه معرفي کړل چې یوه ورځ کې یې ۳۶۵۰ تنه مړل شول

برازیل پرون جمعه (د وري ۶مه) داسې مهال د کرونا ضد دوه کورني واکسینونه معرفي کړل چې دغه هېواد کې په همدې ورځ ۳۶۵۰ کرونایي ناروغان مړه شول.  د جنوبي امریکا دغه هېواد کې وړمه ورځ، د مارچ په ۲۵مه د کرونا مثبتې پېښې هم ۱۰۰۱۵۸ وې چې دا ثبت د ریکارډ تر کچې یا تر نورو ورځو لوړ ګڼل شوی دی.  دې لوړو ارقامو ته په کتو، برازیل دا مهال د کرونا ویروس د خپرېدو په نړیوال مرکز بدل شوی دی.  برازیل کې تر اوسه څه باندې درې لکه کسان په کرونا مړه شوي دي، دا د نړۍ په کچه له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې له دې اړخه ډېره مړینه په کې رامنځته شوې.  امریکا کې څه باندې پنځه لکه او اته څلویښت زره ۵۴۸۰۰۰ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.  په همدې حال کې برازیل خپل دوه کورني واکسینونه د تطبیق لپاره کاندید کړل.  دا واکسینونه به لومړی ازمایل کېږي او څو میاشتې وروسته به د تطبیق پړاو ته ځي، خو چارواکي ورته تمه ښيي چې دا او په ورته وخت کې د خلکو له خوا د ماسک بندول چې عامې روغتیا وزیر اعلان کړي، د ویروس خپرېدا ورو کړي.  د برازیل یو واکسین دې ته جوړ شوی چې دغلته د ویروس د (پي یو) P1 بڼې مخه ونیسي، د ویروس دا بڼه تېر کال د امازون په سیمه کې پيدا شوه او اوس نوې پېښې هم له همدې ویروس سره لوړې کچې ته رسیدلي دي.  په امازون ایالت کې روغتونونه تر فشار لاندې دي او ټاکل شوې چې نن د جرمني له خوا مرسته شوي د اکسیجن ۸۰ وسیلې ور ورسېږي.  چیلي نوي بندیزونه اعلان کړل له برازیل سره په څنګ کې چيلي هم د کرونا له کبله نوي بندیزونه اعلان کړي او دغو بندیزونو د دغه هېواد د ۱۹ میلیونه نفوس اتیا فیصده اغېزمن کړي دي.  دغه هېواد کې د مارچ په ۲۵مه د کرونا څه باندې ۷ زره پېښې ثبت شوې.   له دې سره اروپایي هېوادونه هیله من دي چې د واکسین بهیر ګړندی کړي، ځکه د اروپا د درملو د تنظیم ادارې د واکسین د تولید نوې سیمې تایید کړي دي.  دغې ادارې اعلان کړی چې د هالنډ په لېدین کې یې اسټرازینیکا، د جرمني په مربورګ کې یې فایزر/بیو ان ټیک او سویس کې یې د مودرنا واکسین د تولید لپاره سیمې ځانګړې کړي دي. 

27.03.2021 ازادي راډیو

کاغذبادونه چې د سولې پيغام يې لېږدوه

د کابل اسمان په تېرو دوه ورځو کی په رنګارنګ کاغذ بادونو ښکلی شوی و. د کاغذ بادونو دې پروګرام د لسګونو کسانو پاملرنه ورواړوله او ګڼ نور يې بوخت کړل. نور په دې راپور کی وګورئ او له ملګرو سره يې شريک کړئ

26.03.2021 ازادي راډیو

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د کرونا ضد واکسین د وېش پر سر موافقې ته ونه‌رسېدل

د اروپايي ټولنې مشران د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د وېش پر سر د اختلاف په حل بریالي نه‌شول. دوی خبرداری ورکړ چې دا اختلاف ښايي د دې ټولنې له‌خوا بهر ته د دې واکسین د ځینو ډولونو پر صادرولو د بندیز باعث شي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین د اروپايي ټولنې په پرونۍ انلاین سرمشریزه کې وویل چې دا ټولنه به بریتانیا او نورو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین صادرولو ته تر هغه وخته اجازه ورنه‌کړي چې د درمل جوړولو کمپنۍ اروپايي ټولنې ته د واکسین د ورکولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي. د واکسین د وېش پر سر د دې اختلاف په محراق کې په هالند کې د استرازینیکا د واکسین جوړولو یوه کارخانه ده چې د بریتانیا حکومت‌یې د کرونا پر ضد د دې واکسین د وېش د کړۍ جز ګڼي، خو اروپايي ټولنه‌یې مخالفت کوي. استرازینیکا د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو ګډ شرکت دی. د اروپايي ټولنې مشران د پرونۍ سرمشریزې تر پایه د استرازینیکا د ۱۰ ملیون دوزه واکسین د وېش د څرنګوالي پر سر د لانجې په حل کې پاتې راغلل، خو پرېکړه‌یې وکړه چې په دې اړه خبرو ته به دوام ورکوي.

26.03.2021 ازادي راډیو

د کمال خان بند، ایران ولې اندېښمن دی؟

په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د چهارشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانېستل شو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني د هغه څرګندونو هرکلی کوي چې له دې وروسته به د دواړو هیوادونو ترمینځ د همکاریو لپاره اوبه تبادله شي، خو په تیرو وختونو کې د ایران ولسمشر ویلي دي چې تهران نشي کولی د هلمند له سیند څخه د بندونو په جوړولو کې بې تفاوته پاتې شي. نور پدې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ

25.03.2021 ازادي راډیو

ولې ځیني ماشومان له ښوونځي وېرېږي؟

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی چې؛ ولې کله چې ځیني ماشومان نوي په ښوونځي کې شامل شي، نو ډېر ژاړي او ښوونځي ته نه‌ځي؟ څنګه نوي شامل شوي ماشومان ښوونځي ته لېواله کړو؟ په دې برخه کې د کورنۍ او ښوونکي دنده څه کېدلاى شي؟ په دغې خپرونه کې په همدې موضوع خبرې شوي چې د راپور ترڅنګ د يو تن ټولنپوه سره مرکه هم شته، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:  

25.03.2021 ازادي راډیو

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دوکه کوونکو له یوه نوي تاکتیک څخه په استفادې له دوی څخه په لسهاوو زره افغانۍ د جايزې په بهانه وړې دي. محمد شریف د هغه پېښې کیسه کوي چې څه موده مخکې غلو ورڅخه په دوکې او چل د جایزې په نوم پیسې اخیستي. هغه چې یو غریبکار او د بار وړلو کراچۍ چلوي وايي له یوې ټیلیفوني شمېرې ورته زنګ وهل شوی و چې دوه‌نیم لکه افغانۍ جایزه‌یې ګټلې او د ترلاسه کولو لپاره‌یې باید مخکې له مخکې یوه اندازه پیسې ورولېږي او د کابل بانک څخه دې خپله جایزه ترلاسه کړي. محمد شریف وايي د یو اندازه کرېډېټ ترڅنګ‌یې د درېیو جلا جلا صرافیو له لارې ۶۲ زره افغانۍ جمع کړې، خو د جایزې درک معلوم نه‌شو. دی زیاتوي: "په بره دروازه کې چې د صرافۍ المارۍ ایښې ده، هلته مې ۹،۵۰۰ افغانۍ جمع کړې، وروسته راغلم د برو دروازې بلې صرافۍ ته بیا یې ټیلیفون راوکړ ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، بیا یې راته وویل چې ستا حواله صحیح کېږي، ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، وروسته ولاړم د کابل بانک خوا ته بیا مې ټیلیفون ورته وکړ ویل یې د دغه بل کس سره په اړیکه کې دي د هغه خبرې ما هم اورېدلې ویل يې دا د هغه ریاست مشر دی." د محمد شریف ترڅنګ فرېبکارانو د لسګونو نورو کسانو څخه هم له دې نوي تاکتیک څخه په استفادې پیسې غلا کړې دي. جواد یو بل کس دی چې څو ورځې مخکې ورڅخه دوکه کوونکو له ۵۶ زره افغانۍ زیات کرېډېټ کارټونه وړي چې په وينا يې د اترا ادارې په مرسته‌یې شاوخوا ۲۸ زره افغانۍ بېرته لاسته راوړې دي. جواد وايي: "ماته یو زنک ووهل شو، شمېره مې نه‌پېژندله، ماته‌یې وويل چې ته د جایزې کټونکی يې، زما څخه‌یې غوښتنه وکړه چې دوی ته ۵۶ زره ۷۵۰ افغانۍ کرېډېټ کارت ولېږم، وروسته پوه شوم چې دوکه‌یې راکړې، راغلم د کندهار ولایت د اترا مخابراتي ادارې ته مې شکایت وکړ او هغوی زما شکایت ثبت کړ." په عین وخت کې د افغانستان د اترا ادارې مسؤلان وایي، دوی ته په ۱۳۹۹ کال کې د ټیلیفون له لارې د غلا ۱۵۰ شکایتونه رسېدلي چې ډېره برخه‌یې له کندهاره دي. د دغه ادارې د رسنیو برخې مسؤل سعید شنواري ازادي راډیو ته وویل، دوی يوازې هغه پیسې چې د کرېډېټ کارټ په شکل استول شوې وي، ترلاسه کولای شي. ښاغلي شینواري وویل: "اترا ادارې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۵۰ داسې شکایتونو ته رسیدګي کړې ده چې له مخې يې د یو شمېر هېوادوالو څخه د جایزې په نوم کرېډېټ اخیستل شوی وو، په دې کې د کندهار ولایت څخه پېښې زیاتې وې او تقریباً هغه پېښې چې د اترا اداري ته په شکایت کې راغلې دي د هغو لپاره موږ سم دستي اقدام کړی دی او تقریباً لکونه افغانۍ مو بېرته خلکو ته ورګرځولي، که نور څوک هم دغه ډول شکایتونه ولري اترا ادارې ته راتللی شي." په عین وخت کې د کندهار د مخابراتو رئیس مامون رشید رازمل وايي دوی پلان لري چې د دغه موضوع په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو هغوی پوه شي چې فرېبکارانو ته پيسې او يا هم د ټیليفون کرېډېټ کارټونه ونه‌لېږي. ښاغلی رازمل په دې اړه وايي: "داسې موضوعاتو ته پلان لرو چي د عامه پوهاوي په هکله، د ډیجیټل الټرایسي په هکله هم موږ خپل پلانونه لرو چي د خلکو سره‌یې شریک کړو. دغه‌راز په ښوونځیو او دولتي ادارو کې، که څه هم دا د وخت او زمان سره تغییر پیدا کوي، دا ډول تېر ایستل څو ډوله دي، مثلاً په اېمېلونو کې هم راځي په وېب سایټونو کي هم راځي." چارواکي له خلکو غواړي چې د ټیلیفون او ټولنیزو رسنیو له لارې تېر نه‌وځي او فرېبکارانو ته د جایزې په نوم پيسې او کريډېټ کارټونه ونه‌لېږي. همدارنګه د کندهار امنیتي چارواکي وايي، که خلک مخکې له دې چې فرېبکارانو ته پیسې واستوي له دوی سره د هغوی په اړه شکایت او معلومات ثبت کړي، دوی به د داسې کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړي.

25.03.2021 ازادي راډیو

چارواکي: غزني کې تېر کال ۵۰۰ ښځې پر دندو ګومارل شوي

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي، په تېر ۱۳۹۹م کال کې په دغه ولایت کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تر ۵۰۰ پورې مېرمنې په دندو ګومارل شوې دي.  دوی وايي مېرمنو ته دغه کاري فرصتونه د روغتیا، تعلیم او قضاء ترڅنګ په ځینو نورو څانګو کې برابر شوي دي. د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دغه مېرمنې د خپلې وړتیا په مټ په دندو ګومارل شوي او په راتلونکي کال کې به دا شمېره نوره هم لوړېږي.   ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "د سږ کال په اوږدو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې تقریباً ۵۰۰ ښځې نوې مقررې شوې دي، په ټوله کې سیمه‌ییزه ادارې د ښځو برخې ته ډېره توجه کړې ده." د ښځو په برخه کې د غزني ولایت سلاکاره ډاکتر امینه حکیمي پر دندو د ښځو ګومارنه په ټولنه کې د ښځو د کار، اقتصاد او ښه راتلونکي لپاره ګټور بولي. اغلې امینه زیاتوي، ترڅو چې مېرمنې په کارونو لاس پورې نه‌کړي، په ټولنه کې د فقر او غریبۍ تغر نه‌ټولېږي. امینه له مېرمنو غواړي چې پر ځان باور ولري او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه کار وکړي: "په غزني ولایت کې ښځې په ښه توګه باندې له خپلو وروڼو سره څنګ په څنګ د خپل وطن خدمت کوي، له دې سره په غزني کې د ښځو ستونزې ډېرې هوارې شوې دي، په هره برخه کې ښه ونډه او برخه ورکول کېږي." د ځوانانو په عالي شورا کې د غزني استازې ناهیده حسن‌یار هم دغه کال د غزني ولایت په کچه مېرمنو ته بې‌ساری کال بولي. دا وايي، مېرمنو د ازاد رقابت پر مټ دندې ترلاسه کړي او دا مهال ډېری مېرمنې په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو ګومارل شوې دي.  اغلې حسن‌یار وایي، په ښارونو کې په زرګونه نجونو او پېغلو ته حکومت د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي، کاري فرصتونه رامنځته شوي دي، خو په لیرې پرتو سیمو کې بیا مېرمنې له ټولو بشري روغتیايي او تعلیمي حقونو بې‌برخې دي. اغلې حسن‌یار زیاتوي: "د تېرو کلونو په پرتله ۱۳۹۹ کال ښځو ته د کاري فرصتونو په برخه کې ډیر ښه کال و، له نېکه مرغه موږ او تاسو اوس په هره اداره کې وینو چې ښځې او پېغلې په‌کې کار کوي، زه ډېره خوشحاله یم چې تر دې زیاتې لوستې نجونې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار وکړي."  په غزني کې د ښځو چارو رئیسه هم مېرمنو ته د رامنځته شویو کاري فرصتونو یادونه کوي.  شکریه ولي وايي، دلته په کار باندې د مېرمنو ګومارنه د ښځو ستونزې راکمولی شي، خو د قضاء او څارنوالۍ په برخه کې د مېرمنو ګومارل د مېرمنو د جرئت بېلګه یادوي. دا وايي کال په کال په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه زیاتېږي: ​"د څارنوالۍ، روغتیا او پوهنې ترڅنګ په بېلابېلو ځانګو کې ښځې ډېرې په دندو ګومارل شوې دي، یوازې په پوهنې ریاست کې سږ کال له ۱۸ تنه ښځینه امرانو څخه امتحانونه واخیستل شول او پر دندو وګومارل شوې، د ښځو لپاره دا ډېر لوی کار دی، که په یوه ارګان کې یوه ښځه کار کوي، په اسانۍ سره کولای شي د نورو ښځو ستونزې هوارې کړي، موږ دا په نېک فال نیسو، تمه لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې لا ډېرې ښځې مقررې شي." شکریه ولي وايي، د ۱۳۹۸م کال په پرتله په ۱۳۹۹م کال کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کاري زیاتوالي په شمېر کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی. شکریه ولي وايي، که په ښارونو او ځینو ولسوالیو کې ښځې یوه اندازه تعلیم یافته شوې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې په کارونو لاس پورې کړی او یا یې په خپلو کورونو کې واړه واړه کارونه پیل کړي دي، خو د ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ښځې په بد وضعیت کې ژوند کوي، ډېری برخه‌يې د روغتیا او زده‌کړو ترڅنګ د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

25.03.2021 ازادي راډیو

پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر نور تدریسي مواد نه‌لري

په پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر ښوونځي تدریسي کتابونه نه‌لري. په پکتیا کې د پوهنې ریاست داسې مهال نوی ښوونیز کال پیلوي چې لا هم په دې ولایت لسګونه ښوونځي ودانۍ او تدریسي توکي نه‌لري او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله نجونې زده‌کړو ته نه‌پرېښودل کېږي. سمېع‌الله وصال د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په غازي ببرک خان ځدراڼ ښوونځي کې سږ کال له ۱۲م ټولګي فارغ شو، هغه ښوونځی چې د مرکز ګردېز یو له غوره ښوونځیو ګڼل کېږي. دی وایي، تېر کال‌یې نه‌یوازې دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د رامنځته شویو محدودیتونو له امله ډېری مضامین نیمګړي پاتې شول، بلکې نږدې هر کال تر اخره هم له بشپړ تدریسي موادو نه‌برخمن کېږي او استادان‌یې هم د ادلون بدلون پر مهال د کتابونو په بشپړه توګه تدریس نه‌بریالي کېږي. وصال وايي: "موږ د کال تر اخره کتابونه نه‌درلودل، بل مو معلمان ناوخته راغلل، کتابونه ختم نه‌شول، لابراتوار دی، هغه کې بېخي کمې تجربې کېږي، ځکه ټول سامانونه‌یې ورک یا مات شوي دي." یو شمېر نور زده‌کوونکي بیا وایي چې له مرکزه بهر په ولسوالیو کې پوهنیز وضعیت له دې هم کمزوری دی او دوی له ودانیو، مسلکي ښوونکو، تدریسي موادو له کمښت او نشتوالي سره مخ دي. د زرمت ولسوالی یو زده‌کوونکی نورالله وایي: "په ولسوالیو کې بېخي ډېرې ستونزې دي، زموږ خپله ولسوالۍ کې ډېر ښوونځي تعمیر نه‌لري، که‌یې لري هم صنفونه‌یې کم او خراب دي، معلمان مو نه‌شته، کتابونه کم دي او زده‌کوونکي هم په شوق سبق ته نه‌ځي." د پکتیا د پوهنې ریاست له دې ټولو ستونزو سره سره په ۴۱۲ مختلفو ښوونیزو مرکزونو کې سږکال ۲۰ زره نوي ماشومان جذبوي چې ۱۰ زره به‌یې نجونې وي. د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وایي، دا مهال په ۶۰ ښوونځيو کار روان دی او د راتلونکي کال په نیمایي کې به زده‌کوونکو ته د تدریسي کتابونو وېش او د لسګونه نورو ښوونځیو په ودانیو کار پیل شي. ښاغلی ځاځی زیاتوي: "د اقرا برنامې په چوکاټ کې ۱۰۳ ښوونځي جوړېږي او د شهرسازۍ او پوهنې وزارت په برنامو کې چې څومره ښوونځي جوړېږي، که ټول تکمیل شي زموږ ۹۵ سلنه د ودانیو ستونزه هوارېږي او پاتې شو کتابونه د راتلونکي نیمایي کال په منځ کې به ان‌شاءالله راورسېږي او هم‌مهاله به‌یې وېش ترسره شي." په پکتیا کې ټول‌ټال ۲۷۵ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۷۳ زره په‌کې نجونې دي او اووه‌نیم زره ښوونکي ورته تدریس کوي چې ۷۵۰ تنه‌یې ښځینه ښوونکې دي. خو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت ستونزه لا هم پر خپل ځای پاته ده. د دې ولایت د پوهنې ریاست په وینا د پکتیا په اووه ولسوالیو کې لا هم له اووم ټولګي پورته نجونې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله زده‌کړو ته نه‌پرېښودل کېږي، هغه ستونزه چې د پوهنې ریاست‌یې هم د حل په لټه کې دی.

25.03.2021 ازادي راډیو

بشر حقونو کمېسیون: کابل کې پر یوې ماشومې جنسي تېري کوونکي سره باید قانوني چلند وشي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي په کابل کې پر نهه کلنې نجلۍ د جنسي تېري عاملینو سره باید ژر تر ژره قانوني چلند وشي. ‎دغه کمېسیون پر یادې ماشومې جنسي تېری غندي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پر دغې ماشومې د جنسي تېري عاملینو سره د قانوني چلند او د قضیې د قضایي کولو غوښتونکی دی. ‎د دغه کمېسیون د نشراتو او رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ وايي: "شدیداً یې غندو، له عدلي او قضایي ادارو غواړو چې عاملین‌یې تر عدلي او قضایي چلند لاندې ونیسي، دا ‌‌‌‌‌‌ وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر د اندېښنې وړ دی، خو د دغه تاوتریخوالي عاملینو سره د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري د قانوني چلند او قربانیانو ته د عدالت غوښتونکي یو." پرون سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۳» د یوې نهه کلنې ماشومې کورنۍ ادعا وکړه چې په کابل کې یو سړي پر دغې ماشومې جنسي تېری کړی دی.‎ ‎دا کورنۍ وایي دغه ماشومه‌یې د دیني علومو د زده‌کړو لپاره دغه سړي ته استوله، خو هغه پرې جنسي تېری کړی دی. ‎د دغې نجلۍ عمه وایي تورن کس‌یې پولیسو ته ورپېژندلی دی. دا زیاتوي: "لومړۍ ورځ‌یې وه، تللې وه چې نوم‌لیکنه وکړي او درس ووایي چې هغه سړي یې دا کار په حق کې وکړ، بیا مو دا ماشومې ته وویل چې مخکې شه او دا سړی موږ ته راوښایه، ولاړو او هغه کس مو وموند، هماغلته د ماشومې پلار هغه کس ښه وواهه، بیا مو حوزه راوغوښته او هغه سړی مو ورتسلیم کړ." ‎بل‌خوا د کابل امنیه قومانداني وایي چې نیول شوي کس نه تر څېړنو وروسته به دغه دوسیه عدلي او قضایي بنسټونو ته واستوي. ‎د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په درېیمه ناحیه کې د یوې کورنۍ د ادعا له مخې چې ګنې پر لور یې د یو سړي له لوري جنسي تېری شوی، دا کس ونیول شو‌ او پر دې اعتراف کوي چې محصل دی او په هغه سیمه کې چوکي‌دار و، دا ماشومه دغه کس ته د درس ویلو لپاره ورتلله، تر اوسه په دې اړه د پولیسو څېړنې ختمې شوې نه‌دي، خو د څېړنو له تمامېدو وروسته به د تورن یا تورنو کسانو دوسیه عدلي او قضایي ادارو ته واستول شي." ‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۳۴ د جنسي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۶ یې د جنسي تېري، ۴ د اجباري فحشا، ۲ د لواطت، ۷ د جنسي ځورونو او ۵ نورې له رضایت پرته او په زور د جنسي اړیکو ټینګولو پېښې دي.

24.03.2021 ازادي راډیو

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس ضد واکسین پر صادراتو محدودیت وضع کوي

کرونا وبا د اروپایي ټولنې پر زاړه وارداتي او صادراتي سیستم اغېز کړی دی.  تمه ده چې نن د ۲۷ غړو هېوادونو دا ټولنه خپلې پرېکړې اعلان کړي چې کومو هېوادونو ته به د کرونا ضد واکسین نه‌لېږي او له کومو هېوادو به څومره واکسین واردوي. اروپایي ټولنه تمه لري چې بریتانیا او نورو هېوادو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د واکسین د صادراتو د مخنیوي لپاره نوي اصول وضع کړي. اروپایي ټولنه په داسې وخت کې دې ته مخه کوي چې د واکسین چارې په دې ټولنه کې ورو مخته ځي او د کرونا درېیمې څپې دې هېوادو ته مخه کړې ده.  دا لایحه به د یوې مسودې په شکل نن اعلان شي. په دې کې بریتانیا او نور هغه هېوادونه چې واکسین تولیدوي په نښه شوي چې همدومره واکسین له اروپایي ټولنې ترلاسه کولای شي چې څومره دغه هېوادونه اروپایي ټولنې ته واکسین صادروي.  دا مقررارت داسې نه‌دي چې اروپایي ټولنه صادرات منع کوي، خو د دې له مخې حکومتونو ته واک ورکول کېږي چې دا صادرات محدود کړي یا لاس پرې ونیسي.  په دې مسوده کې د ټولو هغو هېوادونو نومونه شته چې په اروپایي ټولنه کې نه‌دي، یا د اروپایي ټولنې هېوادونو ته نږدې پراته دي او پخوا د اروپایي ټولنې د صادراتو بندیزونه پرې نه‌و لګېدلي.  د اروپایي ټولنې د کرونا ضد واکسین کمپاین له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی دی چې په پراخه کچه دا مسئله د سیاسي لانجې لامل شوې ده.  اروپایي ټولنه ۴۲ ملیونه دوزه واکسین تر ۳۰ ډېرو هېوادونو ته صادروي او د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ ۷۰ ملیونه دوزه صادرېږي.  بریتانیا تر ټولو ډېر واکسین له اروپایي ټولنې ترلاسه کوي، خو د فبروري او مارچ په میاشتو کې یې د اروپایي ټولنې هېوادونو ته واکسین نه‌دی صادر کړی.  د نویو اصولو له مخې به اروپایي ټولنه د هغو کمپنیو د صادراتو مخه هم ونیسي چې له تړون سره سم‌یې خپله درې میاشتنۍ ژمنه نه‌وي پر ځای کړې.  دغه ډول اقدامات به استرازینیکا او جانسن انډ جانسن کمپنۍ اغېزمنې کړي چې د واکسین د صادراتو په برخه کې یې د ځنډ خبر ورکړی دی.  مثلاً استرازینیکا د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۱۰۰ ملیونه دوزه واکسینونو ژمنه کړې وه چې څلورمه برخه‌یې هم نه‌ده استولې. همداراز به په اروپا کې دننه د واکسین جوړولو ټولې کمپنۍ اغېزمنې شي، مودرنا او فایزر بایو اېن تیک هم اروپا ته د واکسین په چمتو کولو کې ځنډ کړی دی. البته تمه ده چې د کال د لومړیو درې میاشتو کې له ژمنې سره سم به دا کمپنۍ خپله برخه واکسین چمتو کړي، خو اروپایي ټولنه د کال په اوږدو کې ځنډ او خنډ نه‌مني. 

24.03.2021 ازادي راډیو

د کرونا پر مهال له ګڼې ګوڼې ډکه مېله

د پاکستان سند ایالت تېره اوونۍ د زرګونه خلکو د مېلې شاهد و. د اسونو ځغلول او غېږ نیونه د دې فیسټیوال اصلي برخې وې. د دې مېلې ګډونوالو نه‌یوازې دا چې خپله په کرونا ویروس له اخته کېدو وېره نه‌لرله، بلکې د روغتیايي متخصصانو د سپارښتنو خلاف‌یې نور هم ګډون ته هڅول. نور په دې راپور کې وګورئ.

24.03.2021 ازادي راډیو

HRW: افغان دولت او نړیوال ملاتړي یې د سولې بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون کې پاتې راغلي

د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې تورن کړي چې د سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ ګډون یقیني کولو کې پاتې راغلي دي. دغه بنسټ د سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له لوري د یوې ښځې د انتخاب په غبرګون کې دا تور لګولی دی. د بشر حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې، دغه کړنه، د ښځو د هڅو پر وړاندې په وروستیو دوو لسیزو کې "وحشتناکه نه‌پاملرنه" بللې ده. د دغه بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګ‌والي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت باید اجازه ورنه‌کړي چې په راتلونکې ناسته کې دغه تجربه تکرار شي. اغلې بار زیاتوي: "د افغانستان مشران باید اطمینان حاصل کړي چې ښځې د سولې د پروسې د هرې مرحلې بشپړې ګډون‌والې دي او اجازه دې نه‌ورکوي چې د مسکو ناسته نوی معیار او حتی تر ټولو ټیټ معیار وګڼل شي. په ټوله نړۍ کې څېړنو ښودلې چې د ښځو ګډون په سوله کې بریالیتوب او پایداري ده، نو د ښځو په حذفولو سره به ټول افغانان له ماتې سره مخ شي." افغان حکومت د دغه انتقاد په غبرګون وايي، د مسکو د ناستې ګډونوال د روسیې له‌خوا انتخاب شوي وو، خو د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه غوښنه وي. د مسکو په ناسته کې د افغانستان د دولت په ۱۲ کسیز پلاوي کې یوه مېرمن، اغلې حبیبه سرابي شامله وه. دا په داسې حال کې ده چې د قطر په ۲۰ کسیز پلاوي کې بیا څلور ښځې دي او د طالبانو په پلاوي کې خو ټول نارینه دي. د ښځو د حقونو فعالان وايي، د افغانستان د سولې خبرې چې د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې کېږي که د مسکو د ناستې تجربه په‌کې تکرار شي، د ښځو حقونه به په هرې هوکړه کې له خطر سره مخ شي. په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي: "په کورنیو او بهرنیو لویو سیاسي ناستو کې د ښځو حضور مهم دی، هم د افغانستان سیاسیون او هم هغوی چې له افغانستان نه بهر د سولې د خبرو کوربه‌توب کوي باید د افغانستان ښځې د افغانستان د ټولنې د مهم او انکار نه‌منونکي عنوان په توګه ومني." د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د سولې په مذاکراتو کې د ۳۰ سلنه ښځو پر ګډون ټینګار کوي. د دغه کمیسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي رادیو ته وویل، د سولې بهیر یاید پراخ او د سیاسي مشرانو په انحصار کې نه‌وي. ښاغلي فرهنګ زیاته کړه: "د سولې د بهیر پراخوالی، د بشر حقونو تلپاتی محور، عدالت او د ټولو افغانانو د بشر حقونه زموږ حتمي ملاحظات دي چې باید د سولې په بهیر کې په پام کې ونیول شي." په قطر کې د سولې د خبرو د پلاوي یو غړی غلام فاروق مجروح وايي، دغه پلاوی په ټولو ناستو کې، د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړ کوي او د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه ډېره وي. ښاغلی رنجبر زیاتوي: "د ترکیې ناسته چې په راتلونکو څو ورځو کې به جوړه شي، د محتوا او پراختیا له اړخه به د مسکو له ناستې سره توپیر ولري. هیله‌مند یم د ښځو ونډه په‌کې ډېره وي." دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک کې هم د سولې او امنیت په ساتلو کې د ښځو پر برابر مشارکت ټینګار شوی دی. که څه هم په وروستیو دوو لسیزو کې د ښځو د مناسبو حقونو لپاره چې د سیاست او سولې په برخو کې دي، ډېرې پيسې لګېدلي خو د ښځو د حقونو فعالان اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو د له‌منځه تللو اندېښنې لري.

23.03.2021 ازادي راډیو

د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو له خنډونو ډک تاریخي مزل

د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو د حضور، فعالیتونو، امکاناتو او خنډونو ډک تاریخي مزل وینو چې په هر پېر کې یې بېل رنګ درلود. د ۱۴مې پېړۍ په لومړیو کې د ښځو د غورځنګ له پیله نیولې بیا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې، د کمونېستي انقلاب پر وخت، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې بېل پړاوونه وهلي او بیا د طالبانو د دورې د نسبي حبس او تر هغه وروسته د ترورېزم پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل راهیسې د افغان مېرمنو دا سفر له لوړو ژورو ډک دی.    فرېبا ظاهر د دې سل کلن سفر په اړه نور جزئیات په دې تفصیلي راپور کې راټول کړي دي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:  

23.03.2021 ازادي راډیو

کارځایونو کې د ځینو کارکوونکو ستونزې؛ تعصب، جنسیتي دوه مخی لیدلوری او تبعیض

ښايي په کارځای کې مو د تعصب د شتون په اړه اورېدلي وي؟ دا یوازې د توکم، ژبې او قوم پالنې په مانا تعصب او تبعیض نه دی، بلکې د جنسیت پر بنسټ تبعیض یې هم ډېر مشهور ډول دی. ۲۷ کلنه رقیه حسیني له اقتصادي پوهنځي فارغه ده، اوس مهال په څلورم بست کې په یو دولتي اداره کې کار کوي . هغه چې په کوم ځای کې کار کوي نه غواړي نوم یې واخلي د دې لپاره چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وېره ورسره ده. په هغه اداره کې چې شااوخوا ۶۰ فیصده کار کوونکي لري اغلې حیسني یوازینۍ مېرمن ده چې لوړ مقام ته رسیدلې ده. نوموړې وايي، سره له دې چې کاري تجربه او لوړې زده کړې لري خو بیا هم د شااوخوا چاپیریال همکاران او اوسیدونکي ورته په کمه سترګه ګوري. د اغلې حسینې په خبره، له ۱۷ نارینه همکارانو سره تر سختې سیالۍ وروسته د ډېرو هڅو سره-سره له تېرو درېيو میاشتو راهیسې دې موقف ته رسیدلې، خو په وینا یې تر اوسه یې د نوې دندې معاش نه دی اخېستی. نوموړې وايي: " په دولتي ادارو کې اوس هم د تېر په څېر ځیني مسایل پر خپل ځای پاتې دي لکه د مېرمنو پر وړاندې جنیستي او دوه مخه لید لوری، دا هغه دلیلونه دي چې د مېرمنو ونډه په دولتي ادارو کې کمه وي. " د افغانستان د کار قانون په دوهمه ماده کې د کار پر وړاندې برابري تضمین شوې، د دغه قانونو پر بنسټ د کار کولو حق، عادلانه رویه، برابر حقوق، د تقاعد حقوق او د کار پرمهال د روغتیا او خوندیتوب حقوق، دا ټول د افغانستان د وګړو لپاره د کار په قانون کې تضمین شوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کاري چاپیریال کې د یوې سروې له مخې موندلې چې د ۳۱ سلنه خلکو پر وړاندې قومي تبعض شوی دی. د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ، په کاري چاپیریال کې د قوانینو نه پلي کول د تعصب او تبعیض اساسي لاملونه یادوي: "د افغانستان حکومت کولای شي د هغه قوانینو او تګلارې نه په استفادې چې لري یې، د دې حالت د ښه کېدو لپاره ګام پورته کړي، په ټوله کې ستونزه د پلي کېدو په برخه کې ده، په داسې حال کې چې د ښځو د ملاتړ برخه کې زیاتې تګلارې شته او حکومت یې باید د تطبیق په برخه کې کار وکړي." د افغانستان د اساسي قانونو د ۲۲ مې مادې له مخې د دغه هېواد د ټولو وګړو ترمنځ تبعیض منع دی، خو د هېواد والو په خبره په دولتي ادارو کې د لږکیو پر وړاندې د استخدام چارې ستونزمن کار دی هغه څه چې بیا د اداري اصلاحاتو کمېسیون یې ردوي. افغان سېک سمندر سینګ چې د کابل ښار په یو څنډه کې د خوراکي توکو دوکان لري، سره له ډېرو امنیتي ستونزو بیا هم خپل پنځه کسیزه کورنۍ ته نفقه ګټي. هغه وايي، ډېری سېکهانو د دې لپاره شخصي کاروبار ته مخه کړې چې په دولتي ادارو که له دوی سره تعصب یا تبعیض کېږي. د ده په خبره، په دولتي ادارو کې سېکهان شته خو د ګوتو په شمېر دي:" څه نا څه څلور پنځه تنه په دولت او پارلمان کې لرو، په سنا مجلس او نورو برخو کې کار کوي، د ډاکټر نجیب له حکومت وروسته تعصب ډېر شو او له هر ډول امتیازاتو څخه بې برخې پاتې شوو." ټولنپوهان بیا له قومي، مذهبي او د جنسیت له اړخه تبعیض او تعصب کول د افغانستان د قوم، مذهب، ژبې او جغرافیې د ویش په معنی بولي. خو د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون د افغان حکومت په استازيتوب وايي، په دولتي ادارو کې د کار کولو لپار ټولو وګړو ته فرصت او سیالي په مساویانه ډول دي. د دې کمېسیون ویاند فرید احمدي وايي، د ښځو او لږکیو ونډه په دولتي اداراتو کې د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده:" د اداري اصلاحاتو کمېسیون په خپلو رقابتي سیالیو کې د ښځو د ونډې لپاره پنځه نمرې په امتیازي ډول په نظر کې نیولي دي، هغه تګلاره چې د ښځو د ونډې لپاره پنځه کاله وړاندې تدوین شوي و، په هغې کې د ښځو د استخدام په برخه کې ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیولي شوي دي. " خو سمندر سینګ وايي، په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېدونکی دی او دا کډوالۍ لپاره لاره برابروي لکه هغه لږکیو چې په تیرو څو کلونو کې افغانستان پرېښوده. خو رقیه حسیني بیا د داسې ورځې را رسېدو ته هیله منه ده چې د 'ښځینه‎وو او نارینه‎وو) لپاره یو شان کاري فرصتونه برابر شي.

23.03.2021 ازادي راډیو

یوه پېړۍ مزل؛ د افغانستان د رسنیو لوړې ژورې

له امان افغان راپیل او بیا تر دې دمه خو دا مزل د امیر شېر علي خان په واکمنۍ کې له شمس‌النهار راپيل شو، سراج‌الاخبار لوړو پوړیو ته ورساوه او وروسته امان افغان پراختیا ورکړه. د پېړۍ په دې راپور کې د افغانستان د رسنیو تېر ۱۰۰ کلن مزل ته کتنه شوې ده.

22.03.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more