شاته

افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې پراختيا او ورباندې د اخته کسانو ډېرېدو ته اندېښنې

د کوچني اختر د رانږدې کېدو په درشل کې چې له امله‌يې د کابل په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، د افغانستان روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د درېيمې څپې او نوي ډول د پراختیا خبرداری ورکوي.

دغه وزارت وایي چې په وروستۍ اوونۍ کې په دې هېواد کې له ۱،۵۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۴۰ ډېر ترې مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند محمد عثمان طاهري د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس درېیمه څپه له تېرو درېیو اوونیو راهيسې افغانستان ته راغلې او اوس‌مهال د پراختيا په حال کې ده.

ښاغلي طاهري پر دې خبرې له ټينګار سره چې خلک باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي، وويل: "له بده مرغه چې موږ اوس د کرونا ویروس د درېیمې څپې په لومړیو کې يو، زموږ لویه اندېښنه دا ده چې خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه‌کوي، له څو اوونیو راپه دېخوا د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې او دا د مثبتو پېښو په زیاتوالي کې ښکاري، په یوه اوونۍ کې ۱،۵۱۶ مثبتې پېښې لرو، دا شان ۴۲ تنه ترې مړه شوي چې دا د تېرو اوونيو په پرتله لوړې شمېرې دي."

افغانستان کې په کرونا ويروس يو اخته ناروغ روغتون کې د درملنې پر مهال
افغانستان کې په کرونا ويروس يو اخته ناروغ روغتون کې د درملنې پر مهال

دی وایي حکومت د دې ویروس د لا پراختیا د مخنیوی په هدف له وړاندې تدابیر نیولی دي.

نوموړي وویل چې د کرونا ویروس دا ډول په انګلستان کې پیدا شوی چې په وروستیو کې یې په نړۍ کې له امله زیات شمېر خلک ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین دغه‌شان وایي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي واکسین دوام لري او تر دې دمه ۴۵۰ زره دوزه واکسین تطبیق شوي دي.

دا په داسې حال کې چې کوچني اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او سر له همدا اوسه د کابل په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې یو شمېر روغتیا پالان په وروستۍ اوونۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

ډاکتر سردار موسی‌زي ازادي راډیو ته وویل: "د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، که خلک روغتیايي سپارښتنې ونه‌مني، نو پایلې به‌یې خطرناکې وي او خدای مه‌کړه د هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو په برخلیک به اخته شو."

ارشيف، د کابل منډوي سيمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه
ارشيف، د کابل منډوي سيمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه

دی له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو او د ځانونو او خپلو کورنیو روغتیا ته پام وکړي.

عامې روغتیا وزارت وایي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۱،۷۵۵ ته رسېدلی او د دغه ناروغۍ له امله تر دې دمه ۲،۶۸۳ تنه مړه شوي دي.