شاته

نن 'جي اووه' غونډه کې پر کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو خبرې کېږي

د بریتانیا، کاناډا، جرمني، ايټالیا، جاپان او امریکا لوړپوړي ډیپلوماټان به د کرونا وبا او نورو نړیوالو ننګونو په اړه په 'جي اووه' غونډه کې خبرې کوي.

نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په لندن کې د دغې درې ورځنۍ غونډې وروستۍ ورځ ده.

بډایه هېوادونو د روغتیا پر نړیوالې ادارې ټينګار کړی چې د کرونا ویروس ضد وسایلو د برابر وېش ادارې یا کوواکس له لارې دې لږ پرمختللو هېوادونو ته دې د کرونا واکسین وویشي.

امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له کوواکس سره تر بل هر هېواد ډېره، د څلور میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

دې هېواد تېره اوونۍ وویل چې هند ته هم تر سل میلیونه ډالرو زیاتې بېړنۍ مرستې لېږي. په هند کې هره ورځ شااو خوا درې لکه کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د کوواکس پروګرام پر اهمیت ټینګار وکړ.

په هند کې هره ورځ شااوخوا درې لکه کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.
په هند کې هره ورځ شااوخوا درې لکه کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.

پر بدایه هېوادونو فشار دی چې د کوواکس د ملاتړ ترڅنګ نورې مرستې هم وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا نړۍ راتلونکی کال له ۳۵ څخه تر ۴۵ میلیارده ډالرو پورې اړتیا لري چې ډېری بالغ انسانان واکسین شي.

په واشنګټن کې د بایډن ادارې یو نوی هدف ټاکلی او هغه دا چې د جولای تر څلورمې باید اویا فیصده بالغ امریکايان لږ تر لږه یو ځل واکسین شي.

امریکا اوس مهال هره ورځ نهه لکه او ۶۵ زره خلکو ته د واکسینونو لومړی ډوز ورکوي،خو تېره اوونۍ دا شمېر دوه چنده وو. د هغو خلکو شمېر کم شوی چې غواړي واکسین وکړي.

تراوسه د امریکا ۵۶ فیصده بالغ نفوس د کرونا ویروس لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

بایډن دا خبره منلې چې د واکسیناسیون سرعت کم شوی دی او هغه کسان چې پر واکسین شک لري، د هغوی قانع کول به ګران کار وي.

ځينو امریکايي ایالاتونو د تقاضا د کمښت له کبله کم واکسین غوښتي دي.

د اروپايي ټولنې اجرائیوي برخې رییس ویلي چې د ټولو اروپايي ټولنې څلورمه برخه اوسېدونکي د کرونا ویروس پرضد لومړی ډوز واکسین شوي دي.

په اروپا کې د کرونا ویروس ضد واکسیناسیون ورو پیل شو، خو د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا در لاین پر ټويټرپاڼه لیکلي: "اوس د واکسین شوېو کسانو شمېر یو نیم سل میلیونو ته رسېدلی دی."

دې زیاته کړې چې تر جولای میاشتې به د اروپا اویا فیصده بالغو اوسېدونکو ته کافي واکسین ولري.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.