شاته

امریکا غواړي د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي، څو د دې وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي، خو دا اقدام یوه لور ته ستایل شوی او بل لور ته له اندېښنو سره مل شوی.

  • پرېکړې ته ستاینې

د بایډن ادارې اعلان وکړ چې نورو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د امریکایي واکسین د جوړېدو اجازې د ورکړې ملاتړ کوي، څو په نړۍ کې د کرونا وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي.

د متحد ایالاتونو د سوداګرۍ د برخې استازې کاترینا تای د دې اجازې په اړه د حکومت دریځ په یوه بیان کې پرون څرګند کړ چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د مقرراتو د اسانولو پر لارو چارو خبرې کوي.

اغلې تای وایي، کرونا یو نړیوال بحران دی او د دې وبا شرایط استثنایي دي نو استثنایي اقدامات په کار دي.

خو مېرمن تای خبرداری ورکړ چې دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د قوانینو د لغوه کېدو په خاطر نړیوالې اجماع ته رسېدل وخت غواړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګیبریوسس د متحد ایالاتونو اعلامیه له کووېډ- نولس سره د مبارزې لپاره مهمه وبلله او دا یې مهمه شېبه یاده کړه ده.

نوموړي پر ټویټر ولیکل چې نړیوالې روغتیا ته د شته ګواښونو پر وړاندې د متحد ایالاتونو د مشرتابه ژمنه یوه پياوړې بېلګه ده.

  • نهیلۍ او اندېښنې

بل لور د دوا جوړولو نړیوال فدراسیون او د درملو ټولنو نهیلي څرګنده کړې ده. دې ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې په تکرار یې دا خبره کړې ده چې اجازه ورکول اسانه دي خو ستونزې ورسره پیچلي کېږي او له دې سره به د کووېډ-نولس واکسین زیات نه شي او هغه عملي حل لاره چې د دې نړیوال روغتیایي کړکېچ لپاره په کار ده رامنځته نه شي.

د درملو تولیدونکي وایي، د کرونا واکسین پیچلی دی او که د دې واکسین د جوړېدو د مالکیت اجازه ورکړل شي له دې سره تولید نه زیاتیږي او دا اجازه به په راتلونکې کې د نوښتونو مخه ونیسي.

د اوس لپاره د نړۍ په هېڅ ځای کې د کرونا واکسین ته دومره اړتیا نه لیدل کېږي لکه په هند کې چې لیدل کېږي. په دغه هېواد کې د کرونا وبا له پیله تر اوسه تر بل هر وخت ډېر کسان د دې ناروغۍ قرباني کېږي.

نن د هند روغتیا وزارت خبر ورکړ چې درې زره نهه سوه اتیا کسان کرونا وبا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژلي دي او تر څلور لکه دولس زره ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۸۰ کسان کرونا وبا وژلي دي
هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۸۰ کسان کرونا وبا وژلي دي

هند ته د امریکا له متحد ایالاتونو، فرانسې، بریتانیا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادو طبي وسایل او اکسیجن استولي، خو د هند حکومت وایي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره نور اکسیجن ته اړتیا لري.

د هند اغیزې پر شااوخوا نورو هېوادونو هم شوی دی او په ګاونډي نیپال کې د راپورونو له مخې ډېر روغتونونه د کرونا له ناروغانو ډک شوي دي او د یوه میاشتې پخوا پرتله په نیپال کې د کرونا نوې پېښې اووه پنځوس په سلو کې زیاتې شوي دي.