ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې ځینو معترضو ښځو له طالبانو د زده‌کړو، کار او ټولنه کې د حضور حق وغوښت

په ټولنه کې د موجودیت او د حقونو د خوندیتوب په هدف کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون. دغه لاریون پر افغانستان د طالبانو له کنټرول دوه ور وځې وروسته کېږي. لاریون د یو شمېر مېرمنو له‌خوا د شعارونو په لېږدولو سره د جمهوري ریاست په مخکې کې ترسره شو. دغه لاریون "افغانې ښځې شته" تر شعار لاندې ترسره شو چې د مېرمنو د زده‌کړو، کار کولو او ټولنه کې د دوی په حضور یې ټینګار کاوه. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې مېرمنې د کابل په یوه څلورلاري کې د څو تنو طالبانو مخې ته شعارونه ورکوي. یوې اعتراض کوونکې سودابه کبیري ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ښځو د تعلیم، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون حق غواړو. د ټولنې د نیمایي وګړو په توګه زموږ هدف دا دی چې په پرېکړو کې برخه واخلو او د افغان مېرمنو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې وساتو." هغه مېرمنې چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه ۲۰ کاله تجربه لري، د کار نه‌کولو، شاته تګ او د خپلو فعالیتونو محدودولو څخه وېره لري. دلته په هرات کې بیا حسینا عظیمي چې ۱۰ کاله‌یې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریالې په توګه کار کړی وایي د ښځو غږ باید له پام ونه‌غورځول شي. نوموړې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ناسته کې برخه اخیستې وه: "زه یوه خبریاله یم، زما غږ د ملت غږ دی. کله چې زما غږ غلی شي، زما ملت او زما همجنسه مېرمنې زیانمنېږي. د ښځو د حق څرګندولو لپاره، مېرمنې باید غږ پورته کړي او نارینه باید د دوی ترڅنګ ودرېږي، موږ د طالبانو شپږ کلنه دوره تېره کړې او ښځو ډېر څه له لاسه ورکړل نور نه‌غواړو فرصتونه له لاسه ورکړو." فاطمه یوه بله مېرمن ده چې د ازادیو له لاسه وتلو څخه اندېښمنه ده. دا وايي: "زما لپاره، چا چې ۲۰ کاله درس ویلی او کار یې کړی، په کور کې پاتې کېدل خورا ستونزمن دي او دا نه‌یوازې زه، بلکې ټولې مېرمنې ځوروي. د نوي شرایطو سره چې رامنځته شوي، موږ غواړو چې موږ محدود پاتې نه‌شو. خپلو حقونو او ازادیو ته لاسرسی ولرو او بیاهم د ښځو ټولنې جوړې کړو." که څه هم طالبانو تر اوسه د ښځو د فعالیتونو په اړه خپل دریځ نه‌دی روښانه کړی، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ښځې د ټولنې مهمه برخه وګڼله او ویې‌ویل چې د دوی حقونه د اسلام په چوکاټ کې خوندي دي. ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې د نن ورځې او ۲۰ کاله مخکې طالبانو ترمنځ لوی توپیر موجود دی. افغان مېرمنې د طالبانو د پخواني حکومت په وخت کې له اساسي بشري حقونو برخه‌منې نه‌وې. طالبانو په هغه وخت کې ښځې د تعلیم او کار له حق څخه بې‌برخې کړې وې او ان دا اجازه هم نه‌ورکول کېده چې له محرم پرته خپلو کورونو څخه ووځي. اوس به وکتل شي چې د طالبانو نوې تګلاره له میرمنو سره څه ډول ده او د ښځو حقونو په برخه کې دې د ډلې چلند څومره بدل شوی.

19.08.2021 ازادي راډیو

بایډن: د کرونا واکسینونو ترلاسه کولو وروسته د تقویتي واکسین سپارښتنه کیږي

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره غواړي اعلان وکړي چې ټول امریکایان باید د کرونا ویروس ضد بشپړ واکسینونو ترلاسه کولو اته میاشتې وروسته تقویتي واکسین وکړي.   د راپور له مخې، روغتیايي چارواکو ویلي چې تقویتي ډزونه ځکه اړین دي چې ډېلټا واریانټ ویروس ډېر ژر اخېستل کېږي او شواهد شته چې د مخکې واکسینونو اغېز ورباندې د وخت په تېرېدو کمېږي.   لومړي تقویتي ډوزونه به هغو کسانو ته ورکړل شي چې په روغتیايي برخه کې کارکوي او وروسته به د لوی عمر کسانو ته ورکړل شي.   اټکل کېږي چې دا تقویتي واکسین له سېپټمبرمیاشتې پيلېدای شي.   تېره اوونۍ د امریکا د درملو ادارې تقویتي واکسین تایید کړ.   د کرونا ویروس ډېلټا واریانټ بڼه په امریکا کې د نوېو ثبت شوېو پېښو لامل بلل شوی که څه هم شپېته فیصده وګړي بشپړه واکسین شوي دي.   اکثریت مثبتې پېښې او مړینې د هغو کسانو دي چې نه دي واکسین شوي، خو ویل کېږي چې لومړي دوه ډوزه واکسین د دې ویروس پر وړاندې بیا هم اغېزمن ثابت شوی دی.   د تقویتي واکسینونو خبره داسې مهال کېږي چې د جو بایډن اداره نه ده توانېدلې د امریکا نیمايي نفوس قانع کړي چې باید واکسین وکړي. ویل کېږي دا کاربه نورهم ستونزمن شي که لومړي دوه ډوزه واکسینو اغېز کم شي او د تقویتي واکسین اړتیا شي.   تر امریکا مخکې اسراییل دوې اوونۍ وړاندې د لوی عمر کسانو ته تقویتي واکسین پیل کړل.   اسراییل د نړۍ له هغو هېوادونو څخه وو چې تر ټولو زیات نفوس یې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسین شوي دي، خو په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د ډېلټا واریانټ نوې پېښې مخ په زیاتېدو دي.   د اسراییل نوي معلومات ښيي چې فایزر واکسین په لوی عمر کسانو کې یوازې ۵۵ فیصده اغېزمن وو چې په جنورۍ میاشت کې بشپړه واکسین شوي وو.  

17.08.2021 ازادي راډیو

امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.  د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی.  کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی.  د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي.  د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په کې اکثریت لري، د ماسک کارولو په اړه د روغتیايي چارواکو سپارښتنو ته غوږ نه دی نیول شوی.  په اوریګان ایالت کې چې د امریکا په شمال لوېدیځ کې د ارام سمندر په غاړه دی، روغتونونه په بشپړ ډول د کرونا وېروس له ناروغانو ډک شوي دي.  د دغه ایالت ګورنر د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ لپاره په روغتونونو کې د ملي ګارډ د یو نیم زر ځواکونو د ځای پر ځای کولو پلان اعلان کړی دی.  څو نورو ایالاتونو لکه هاوايي د کرونا وبا د ډېرېدو د خطر زنګ کړنګولی دی.  روسیې هم پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله په دغه هېواد کې په یوه ورځ ۸۱۵ تنه مړه شوي دي.   د روسیې د روغتیا وزارت وايي چې د سږکال په جولای میاشت کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر د تېر کال د جولای میاشتې پرتله په سلو کې ۶۰ زیات شوی دی. 

14.08.2021 ازادي راډیو

 د بي بي مهرو سېمه څه وخت په دې نوم ونومول شوه؟

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام د بي بي مهرو تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  د بي بي مهرو سېمه څه وخت په دې نوم ونومول شوه؟ او اوس په څه حالت ده؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:   

11.08.2021 ازادي راډیو

د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼه؛ امریکا کې په دې ناروغۍ اخته کسان بیا زیات شوي

د جولای په لومړیو کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼې پېښې ثبتېدل پیل شوي او داسې ښکارېده چې دا یوازې یو ځو پېښې دي، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ویروس په پراخه توګه خپور شوی، په ځانګړي توګه په هغو ایالاتونو کې چې لږ خلکو واکسین تر لاسه کړي دي.   د مثبتو پېښو شمېر په ځانګړي توګه په جنوب کې زیات دی. په دغو ایالاتونو کې ارکنسا، فلورېډا، لویزیانا او مسیسيپي شامل دي چې په ټوله امریکا کې ډېرې د کووېد-۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.   د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي چې دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي. په تېرو اوو ورځو کې په امریکا کې د کووېد-۱۹ د مثبتو پېښو شمېر هره ورځ په اوسط ډول ۱۱۰,۰۰۰ ته رسېدلی دی. له دې سره د مثبتو پېښو شمېر په تېرو دوو اوونیو کې دوه چنده لوړ شوی دی.   تر ۶۵۰۰۰ زیات خلک بستر شوي دي او د ویروس نوې بڼه په داسې حال کې خپره شوې چې د امریکا شپېته فیصده نفوس 'تر ۱۲ کلن او لوړ عمر لرونکي کسان' د واکسین کېدو وړتیا لري.    خو د نوېو مثبتو پېښو، بستر شوېو او مړینو اکثریت په هغو سیمو کې دی چې نه دي واکسین شوي.   د امریکا د کوچنیانو د روغتیا اکاډمي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۴۰۰۰ کوچنیان په دې ویروس اخته شوي دي او دا د ټولو مثبتو پېښو ۱۵ فیصده جوړوي.   نور راپورونه وايي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله د هغو کسانو پرمخ پرانېستل شوه چې بشپړه واکسین شوي دي. دا پوله ۱۷ میاشتې پرته له لازمي سفره د خلکو پر مخ تړلې وه، خو اوس هم د کاناډا وګړي نه شي کولی پرته له لازمي سفره امریکا ته ننوځي.   په اروپا کې فرانسې د سې شنبې په ورځ له خلکو غوښتل پیل کړل چې رسټورانونو او کافي ګانو ته د تګ لپاره او بسونو، الوتکو او ټرین کې د سفر لپاره دې روغتیايي پاڼې له ځان سره ساتي.   هغو کسانو ته ځانګړي روغتیايي پاڼې ورکول کېږي چې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي وي، په وروستیو کې له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلی وي او یا هم د ټېسټ منفي نتیجه ولري.   په فرانسه کې ۳۶ میلیونه کسان بشپړه واکسین شوي چې دا د دې هېواد د نفوس ۵۴ فیصده برخه ده.   په همدې حال کې چین د اګسټ په نهمه نېټه ۱۴۳ نوي پېښې ثبت کړي دي.  

10.08.2021 ازادي راډیو

کونړ کې بورې او کونډې میندې: له جګړو او جنازو تنګ شوي یو، یتیمان نه شو مړولی

په کونړ کې په جګړو کې د قرباني شوېو کسانو کورنۍ سوله غواړي او له حکومت او وسله والو طالبانو د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته دوام، اوربند او تل پاتې سوله راوستل غواړي. د دوی په خبره چې له جګړو، جنازو او ویرونو په تنګ شوي او د هغې ورځې په هيله دي چې طالب او عسکر سره غاړه په غاړه وګرځي او د ورورۍ ژوند تېر کړي. ۳۰ کلنې حلېمه وايي، پنځه کاله وړاندې یې د جګړې له امله د ژوند ملګری له لاسه ورکړ خو اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده: "کونډه یم، درې یتیمان بچي لرم دا څو کاله کېږي چې کونډه شوې یم، هېڅ هم نه لرم چې بچو ته پرې څه واخلم." ۴۵ کلنه ګل بي بي هم په روانه جګړه کې کونډه شوې او د شپږو  یتیمو ماشومانو پالنه ور له غاړې دي. ګل بي بي وايي: "خاوند مې شهید شوی او شپږ ماشومان راته یتیمان پاتې دي، سرپرست نشته چې څوک راته څه راوړي، که په مدرسه کې یې واچوم هغوی هو راڅخه روپۍ غواړي، هېڅ څوک نه لرو غیر د یو الله څخه، جنګ دې ختم شي بس دی  او نور دې سوله راشي چې نور ماشومان یتیمان نه شي." دا یوازې حلېمه او ګل بي بي نه ده چې جګړې ترې د ژوند ملګري اخېستي او یتیمان ورته پاتې شوي، بلکې د دوی په څېر زرګونه خویندې شته چې په ځوانه ځوانۍ کې کونډې شوې او بچې يې د پلرونو له سیوري بې برخې شوي. د همدې وژل شوېو ځوانانو میندې يې د بچو مړېنې پر ژړا ستړې کړې او د ناروغۍ په بستر پرتې دي. له دوي څخه يوه يې ۵۰ کلنه عاطفه ده وایي، تېرکال يې زلمی زوی اسعداباد ته مخامخ په امنیتي پوسته کې وژل شوی او له هغې ورځې ناروغه شوې ده: "خړه غونډۍ کې مې ځوان زلمی زوی شهید شو، خو هېڅ څوک زموږ اواز نه اوري، نه دي خبر ، ښځه یې راته پاتې شوه هېڅ هم نه لرو، په کور کې بس هم دا وایو چې نور دې خدای دا جنګونه ختم کړي او سوله دې راشي." دوی له افغان حکومت  او وسله والو طالبانو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خپلې ټولې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او د پردیو په اشارو دې یو بل نه وژنې او وطن دې نه ورانوي. په کونړ کې یو شمېر کونډې او بورې میندې په داسې حال کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو د جنګ بندولو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي. طالبانو د کونړ د ناړۍ او غازي اباد او د نورستان د دواب، منډول، کامدېش او برګېمټال ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر ولایتونو مرکزونه او له دوه سوه د زیاتو  ولسوالیو د نیولو دعوه کړې ده. له دې سره په قطر کې د دواړو لوریومرکچي پلاوو خبرې لا تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي.

09.08.2021 ازادي راډیو

امریکا کې د کرونا تازه کړکېچ؛ یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره پېښې ثبتېږي

امریکا یو ځل بیا هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ زره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبتوي.  د مثبتو پېښو په دومره شمېر سره وضعیت بېرته هغسې شوی دی لکه د تېر کال په ژمي کې.   د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکزونو رئیسې روشیل والنسکي سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته ویلي چې که خلک واکسین نه‌شي، ښايي د ورځې مثبتې پېښې څو لکو ته ورسېږي، هماغسې لکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې پېښې اوج ته رسېدلې وې.   روغتیايي چارواکي اندېښنه لري چې دا ناروغي او مړینې به تر هغو روانې وي چې نور امریکايان هم له شته واکیسن استفاده ونه‌کړي. د امریکا ۵۰ فیصده اوسېدونکي بشپړه واکسین شوي دي او تر ۷۰ فیصده زیاتو بالغو کسانو یې لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.   امریکا نهه میاشتې وخت واخیست چې د ورځې په اوسط ډول د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰ زره ته راکم کړي چې دا شمېر په جنورۍ میاشت کې په اوسط ډول دوه‌نیم لکه وو.   په جون میاشت کې مثبتې پېښې کمې او د ورځې ۱۱،۰۰۰ شوې، خو اوسني ارقام د ورځې تر یو لک او اووه زره زیات دي.   له دې وبا څخه ژوندي پاته شویو د امریکا په اتلانتا، نیویارک، واشنګټن ډي سي، ډینوَر او ګڼو نورو ښارونو کې د اګسټ په اوومه نېټه له خلکو وغوښتل چې ماسکونه پر مخ کړي او واکسین شي.   تانیا واشنګټن چې په اتلانتا کې يې له 'کووېډ-۱۹' د رغېدلو کسانو غونډې جوړې کړي، وايي په دې ښار کې د یوې کلیسا مخې ته شااوخوا ۵۰ کسان راټول شول او ویې ویل، که څوک یو کس هم وژغوري، لوی کار به‌یې کړی وي. تر امریکا او هند وروسته په برازیل کې هم د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې زیاتې شوې دي او د نړۍ پر کچه تر امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې ډېرې مړینې په‌کې شوې دي. په برازیل کې په ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ۴۳،۰۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې هېواد کې په ټوله کې د مړینو شمېر ۵۶۲،۷۵۲ ته رسېدلی دی.

08.08.2021 ازادي راډیو

د مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه. ښاغلی مینه پال تېره ورځ د کابل په دارالامان کې د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو .   د نوموړي جنازې ته يو شمېر افغان چارواکي او د هغه همکاران راغلي وو. افغان ولسمشر پر مينه پال بريد غندلی. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:

07.08.2021 ازادي راډیو

له اوږده ځنډ وروسته د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې حضوري زده کړې پیل شوې

له یوه اوږده ځنډ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان د یوولس ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري زده کړې د زمري په شپاړسمه پیل شوې. د کابل پوهنتون د اتم سمسترمحصل حسیب الله وایي، په یوه نیم کال کې د کرونا ویروس له امله یې زده کړې له ستونزو سره مخ وې. د روان کال له پیل راهیسې ده د نورو محصلانو په څېر نیم سمستر لوستی دی. ده وویل: "موږ تېر کال د یوه سمستر په موده کې رخصت وو. وروسته له هغې چې درسونه مو پیل شول، په چټکۍ سره پر مخ لاړل، یعنې د څلورو میاشتو سمستر په یوې میاشتې تبدیل شو. سږ کال چې مو وروستی سمستر دی ، دا هم په قرنطین کې تېر شو. په ټوله کې زموږ د لېسانس څلور کلنه دوره په  پنځو کلونو تبدیله شوه چې دا یوه لویه ضایع ده. باید په راتلونکي کې که داسې بحراني حالت راځي نو تدابیر ورته ونیول شي چې درسونه حضوري وي، نه د انلاین په توګه." اوس له دوو میاشتو قرنطین وروسته د دوی حضوري زده کړې پیل شوې دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې د پوهنتونونو حضوري زده کړې د زمري په ۱۶مه د دې هېواد په ۱۱ پوهنتونونو کې پیل شوې. دا پرېکړه د عامې روغتیا وزارت د  اعلان وروسته چې په هېواد د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، نیول شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تېرو اوونیو پرتله د کرونا ویروس پېښو کې کموالی راغلی دی. نو د هغې طرحې پر اساس چې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو وزارتونو او د لوړو زده کړو د خصوصي او دولتي بنسټونو په همغږۍ جوړه شوې، له مخې یې په هغو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس د پېښو شمېر په کې کم دی، پوهنتونونه یې پرانېستل کېږي." په دغو پوهنتونونو کې د کابل،کندز، نیمروز، دایکنډي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنګان او پنجشیر پوهنتونونه شامل دي. د لوی اختر په ورځو کې چې د کرونا ویروس پېښې په کې ډېرې شوې، تصمیم ونیول شو چې د هېواد پوهنتونونه تعطیل شي. د عامې روغتیا وزارت ویلي، که د دې ډاډ ترلاسه شي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کرونا د ویروس پېښې کمې شي، نور پوهنتونونه به هم په ترتیب سره پرانېستل شي.

07.08.2021 ازادي راډیو

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان حکومت د ښځو د حقونو خوندیتوب کې پاتې راغلی

په افغانستان کې د جګړې په تېزیدو سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضیو کې د افغان حکومت پاتې راتلل، د ښځو د حقونو مخه ډب کړې ده. دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته او د طالبانو پرمختګونو سره افغان مېرمنې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشرې، پټريشیا ګاسمن د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال مرسته‌کوونکي باید د هغو افغان مېرمنو د ساتنې لپاره خپلې چارې او فعالیتونه لا ډېر کړي چې د حکومت د بې تفاوتۍ او د طالبانو د پراخېدونکې ولکې ترمنځ بندې پاتې دي. هغو حکومتونو چې د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع کوله، باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له قانونه په کلکه دفاع وکړي، که څه هم تطبیق يې ورو دی، خو د پام وړ بدلونونه يې رامنځته کړي دي."  د بشري حقونو څار ادارې له خوا دغه راپور نن پنحشنبه خپور شوی دی. دغه راپور له ښځو او نجونو سره د ۶۱ مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی چې د جرمونو، څارنوالانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو، د حقوقي مرستې د چمتو کوونکو او د مدافع ډلو په اړه يې معلومات ورکړي دي. راپور په ۳۲ مخونو کې د هغو افغانو ښځو پر تجربو تمرکز شوی چې د خپلو کورنیو د غړو او د تاوتریخوالي د نورو لاملونو پر وړاندې يې د عدالت د ترلاسه کولو هڅه کړې ده، خو عدالت نه دی پلی شوی.  د بشري حقونو د څار ادارې موندلې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون تر محدودې کچې پورې تطبیق شوی او عدالت غوښتنې مخه په کې ډب شوې ده.  په راپور کې راغلي په‌ داسې حال کې چې طالبان د سیمو په نیولو کې پرمختګ کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حکومتي لرليد هم د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانو ښځو بنسټیز حقونه ګواښي. یو شمېر افغان مېرمنې هم له روان وضعیت څخه اندېښمنې دي. د ښځو فعاله هیله مجتبی وایي، د وسله والو طالبانو له لوري د سیمو نیولو او د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره د ښځو د اساسي حقونو له زیانمنېدو ژوره اندېښنه موجوده ده: "د افغان مېرمنو اساسي اندېښنې دا دي چې د ښځو حقونه او ملي ارزښتونه خوندي شي، موږ د قانون په رڼا کې ازادي غواړو او باید ورته درناوی وشي."  له بلې خوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت هیومن رایټس واچ د راپور هغه برخه ردوي چې وایي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضیو کې حکومت پاتې راغلی. د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډیو ته وویل، روانو ناوړو شرایطو کې ستونزې شته خو وایي، حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې ده.  نوموړې وویل: "موږ منو چې ستونزې شته، ځکه ناامني او جګړېیز وضعیت دی، خو دا ویلی شم حکومت د مېرمنو حقونو ته رسیدنه کړې، مېرمنې هم د خپلو حقونو لپاره کلک دریځ لري او له خپلو حقونو دفاع کوي."  د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' مشرې مېرمن ګاسمن ټینګار کوي چې افغانستان د نړیوالو ملګرو لپاره مهم ځای لري او په وینا یې اړتیا ده چې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره د پام وړ مالي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، څو په کوردننه او بهر له تاوتریخوالي سره مخ ښځې وژغورل شي.

05.08.2021 ازادي راډیو

ایران کې د کرونا مثبتو پېښو شمېرې تر ۴ میلیونو او تلفات یې له ۹۲ زرو واوښتل

په ایران کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو رسمي شمېرې د اګسټ په څلورمه تر څلور میلیونه واوښتې. تهران دا خبر په داسې وخت کې ورکړچې په ټول ایران کې د کرونا د ډېلټا بڼې د پېښو د زیاتیدو خبرونه خپاره شوي دي او دا ډول کرونا له یوه انسانه بل ته ژر سرایت کوي. د ایران روغتیا وزارت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۳۹ زره ۳۵۷ نوېو مثبت پېښو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې له دې سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېره څلور میلیونه نولس زره څلوراتیا ته ورسېده. د ایران د چهارشنبې د ورځې د رسمي شمېرو له مخې د کرونا ټول تلفات دوه نوي زره یو سل او څلورو ته لوړ شوي دي. داسې باور کېږي چې اصلي شمېرې به په ایران کې چې درې اتیا میلیونه نفوس لري تردې ډېرې زیاتې وي. د دې سربیره چې ایراني چارواکو بیا بیا په دې هېواد کې د کرونا د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي دي د منځني ختیځ تر بل هر هېواد په ایران کې د کرونا پېښې زیاتې دي. په دغه هېواد کې د کرونا د واکسین هڅې هم ورو دي. د ایران د روغتیا وزارت په وینا تراوسه تر ۱۱ میلیونه لږ ډېرو کسانو یوازې یو ډوز واکسین کړی دی او دوه میلیونه او اته لکو کسانو ته دوه ځله دا واکسین رسیدلی دی. د دوشنبې په ورځ د ایران مشر علي خامنه اي امر وکړ چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې ضروري اقدامات وشي. خامنه اي وروسته تردې دا خبره وکړه چې چارواکو د کرونا د پنځمې څپې خبر ورکړ او د ایران د روغتیا وزیر سیعد نمکي وړاندیز وکړچې دوې اوونۍ ټولبندیز اعلان شي. د دې غوښتنې په ځواب کې د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي پرون وویل چې د بندیزونو لپاره نور غور ته اړتیا شته او په راتلونکو لنډو ورځو کې به پرېکړه وشي. د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د چهارشنبې په ورځ یوه ورځ مخکې تردې چې په پارلمان کې د لوړې مراسم ترسره کړي په ایران کې یې د کووېډ-۱۹ نولس ناروغۍ د غونډې مشري وکړه. د ایران له بېلابېلو ښارونو څخه د راپورونو له مخې په ډېرو روغتونونو کې ځای نه شته چې نورناروغان ومني او د روغتونونو په بیړنیو خونو کې هم تر حد زیات ناروغان بستر شوي دي. د ایران روغتیا وزارت خلکو ته خبرداری ورکړچې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، د دې وزارت په وینا تر څلویښت فیصده لږ کسان په ایران کې ماسک اغوندي او روغتیايي فاصله مراعاتوي.

05.08.2021 ازادي راډیو

"د کرونا واکسین له کارت پرته هېڅ محصل ته اجازه نه ورکوو پوهنتون ته ننوځي"

نورجلال د پُل تخنیک پوهنتون د ساختماني څانګې د لومړي ټولګي محصل وايي، دوه ورځې مخکې یې د جانسن اېنډ جانسن د کرونا واکسین وکړ، خو له روغتیايي ستونزو سره یې مخ کړ. ده ازادي راډیو ته وویل، دغه واکسین دوی ته په جبري توګه کېږي: "ما دوه ورځې مخکې واکسین وکړ، کله چې کور ته راغلم لومړی مې پښې درنې شوې او زړه مې خوييدو، نیمه شپه کې ضعف شوم، بخار راته پیدا شو. زما په نظر هغه کسان چې واکسین لګوي مسلکي نه دي، د واکسین کولو پر مهال ان زموږ نه وینې تللې." خو تر اوسه هېڅ روغتیايي مرجع نه ده منلې چې د نورجلال په وجود کې د پیدا شوي حساسیت لامل به د کرونا واکسین وي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری محصلینو د کرونا د واکسین هرکلی نه دی کړی او له اجباري واکسین کولو سره یې مخالفت کړی دی. بل خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکړی چې د کرونا واکسین له کارت پرته به، یوه محصل ته هم اجازه ورنه کړي چې د پوهنتون ساحې ته ننوځي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان د شنبې (د زمري ۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ، په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کرونا د واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی، د افغانستان ټول محصلین مکلف دي چې د کرونا واکسین وکړي، د پوهنتون ساحې ته د ننوتلو لپاره د کرونا د واکسین کارټ الزامي دی." ښاغلي فرزان وویل، تر اوسه ۱۵۰ زره محصلین واکسین شوي او د زمري د میاشتې تر۱۶ مې نېټې چې ټول پوهنتونونه پرانیستل کېږي، باید تر هغې پورې د واکسینونو کول بشپړ شي. د عامې روغتیا د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي وايي، کوم واکسین چې افغانستان کې کېږي، د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا تصدیق شوي دي: "کوم واکسین چې افغانستان کې پلي کېږي، ټول یې د نړیوال روغتیايي سازمان تصدیق لري، نو هېڅوک دې اندېښنه نه کوي، دا واکسین لنډ مهال عوارض لري چې د بدن سستي، بې اشتهايي، کمزورې یا شدیده تبه په کې شامله ده چې له ۲۴ نه ۴۸ ساعتونو پورې دوام کوي او خلک دې ورته نه اندېښمن کېږي." علیزي وايي، ټول واکسین د مسلکي کسانو له خوا پلی کېږي. ده دا هم وویل، اوس افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، خو که روغتیايي سپارښتنې مراعت نه شي، ښايي دغه ناروغي بېرته را وګرځي. حکومت څو اوونۍ مخکې تصمیم ونیو چې په ښوونځي او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې دې حضوري زده کړې، په تدریجي توګه پیل شي. حکومت د جوزا په اتمه په ۱۶ ولایتونو کې ټول تعلیمي بنسټونه او د راټولېدو ځایونه وتړل چې دغه بندیز بیا ټول افغانستان کې پلی شو. د دغه تصمیم له مخې تېره اوونۍ په ښوونځیو کې حضوري زده کړې پیل شوې او د لوړو زده کړو په موسساتو کې به د کرونا واکسین د کولو په شرط د اسد په شپاړسمه پیل شي. د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو ۱۲۸ خصوصي او ۳۹ دولتي بنسټونه شته چې ۴۵۰ زره محصلین په کې په تحصیل بوخت دي. هاخوا د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۹ کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې ۲۸ ترې مړه شوي دي، خو په ټوله کې افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله۱۴۷۴۷۳ په دغه ویروس اخته شوي چې ۶۷۳۶ ترې مړه شوي دي.

31.07.2021 ازادي راډیو

د المپيک لوبو کوربه جاپان کې د کرونا تازه ریکارډ؛ تېره ورځ ۱۰ زره پېښې ثبت شوې

د المپیکي لوبو کوربه جاپان نن د کرونا وبا د زیات خپراوي د مخنیوي په هدف یو لړ تازه ګامونه اخلي.  په دې کې د پلازمینې توکیو د بېړني حالت تمدید او په څلورو نورو ولایتونو کې د بېړني حالت اعلان شامل دي.  جاپان تېره ورځ د جولای په ۲۹مه د 'کووېډ-۱۹' د ۱۰ زرو تازه پېښو راپور ورکړ چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي. په ټول هېواد کې د کرونا دومره مثبتې پېښې په یوه ورځ نه‌وې ثبت شوې، نو ځکه هم حکومت اړ شوی چې د وبا د خپراوي د مخنیوي لپاره په یو لړ تازه اقداماتو لاس پورې کړي. جاپاني چارواکي په پلان کې لري چې په توکیو کې د کرونا ویروس بېړنی حالت وغځوي او سربېره په دې توکیو ته څېرمه په سیاتاما، کاناګاوا او چیبا او همدا شان اوساکا ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړي.  تمه کیږي چې صدراعظم یوشیهید سوګا د کارپوهانو د یوې ډلې له تصویب وروسته بېړنی حالت اعلان کړي. دا اضطراري حالت به د اګسټ تر ۳۱مې پورې نافذ وي. په پلازمېنه توکیو او سوېلي ټاپو اوکیناوا کې وار دمخه بېړنی حالت نافذ وو. جاپان په لویه کچه د 'کووېډ-۱۹' پراخ خپرېدو څخه مخنیوی کړی، مګر د نورې نړۍ په څېر، دا هېواد اوس د خورا لېږد وړ ډېلټا بڼې کرونا څپې سره مخ دی.  د پلازمېنې روغتونونه هم په ستونزو کې دي. د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره په روغتونونو کې ۶،۰۰۰ ځانګړي شوي بسترونه ډک دي. جاپان دمګړۍ د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه دی. د المپیک ترسره کوونکو او جاپاني چارواکو په دغه هېواد کې د کرونا وبا د پېښو زیاتوالی د لوبو لپاره هلته د ورغلو زرګونه لوبغاړو، روزونکو او کارکوونکو سره بې‌ربطه بللی.  جاپان ته سږ کال سره له دې چې د کرونا وبا په خاطر په‌کې ګڼ محدودیتونه نافذ دي د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو له ۱۱ زرو زیات لوبغاړي ورغلي. د لوبو د تنظیموونکو، ورزشي کاروانانو مشرانو، روزونکو او کارکوونکو شمېر بیا نږدې ۳۰ زرو کسانو ته رسېږي. د لوبغاړو او د المپيکي لوبو د ترسراوي پلاوي په منځ کې د کرونا د ۲۲۰ پېښو راپور ورکړل شوی دی چې ټول دا کسان قرنطین کې دي.  د المپيک لوبو ته پنځه افغان لوبغاړي هم ورغلي چې تر دې دمه کومه ستونزه نه‌ده ورته پیدا شوې او خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

30.07.2021 ازادي راډیو

ښځینه فعالانې: که طالبان غواړي د افغاني ټولنې برخه شي، باید جنګي جرمونه ودروي

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي که طالبان غواړي چې د افغاني ټولنې برخه شي، دوی باید د خپلو جنګي جرمونو مخه ونیسي. یو شمېر افغان ښځینه سیاسي او حقوقي فعالانو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دوی د یوې خپرې کړې اعلامیې له مخې له جنګي ډلو د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه، د ملکي وګړو د نه‌وژلو، له ښځو د جنسي غلامانو په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې د بندولو، د جبري ودونو او د طالبانو له‌خوا د جنکي غلامانو په توګه د ښځو د نه‌نیولو، د عامه ملکیتونو د ویجاړولو مخنیوی، د خلکو په جبري توګه د بې‌ځایه کېدلو مخنیوی، د طالبانو د بهرنیو ترورېستي ډلو سره د اړیکو پرې کول او د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي. شینکۍ کړوخېل چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د ښځو د حقونو فعاله ده، په نننۍ ناسته کې اعلامیه ولوسته او هم‌یې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپلمنځي جګړې پای ته ورسوي. اغلې کړوخېل زیاتوي: "له جنګي ډلو د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه کوو، د ملکي وګړو وژل باید ودرول شي، له ښځو د جنسي غلامانو په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی باید وشي، د جبري ودونو او د طالبانو له‌خوا د جنګي غلامانو په توګه د ښځو د نه‌نیولو غوښتنه کوو، د عامه ملکیتونو له ویجاړولو څخه باید په کلکه مخنیوی وشي، د خلکو په جبري توګه د بې‌ځایه کېدلو مخنیوی باید وشي، له طالبانو غواړو چې له بهرنیو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې او د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي." اوس‌مهال چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي په ځانګړې توګه مېرمنې د روانې جګړې په اړه اندېښمنې دي، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو تر دې دمه د قناعت وړ پایله نه‌ده ورکړې. د افغانستان د سولې مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي چې متحده ایالاتو د افغان حکومت له شتون او د دې ډلې د بندیانو له مشروط خوشې کېدو پرته له طالبانو سره د سولې موافقې په لاسلیک کولو سره دې ډلې ته په لوړ مقام کې ځای ورکړو. اغلې کوفي وویل: "د سولې د پروسې له پیل راهیسې بهرني عوامل په دې مسئله مستقیم تأثیر لري. د متحده ایالاتو ټاکنې او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د متحده ایالاتو نوې پالېسۍ دا پروسه ځنډولې. له طالبانو سره د متحده ایالاتو هوکړه چې افغان حکومت په‌کې شراکت نه‌درلود، د دې لامل شوه چې دغه وسله‌واله ډله په یو لوړ موقف کې ځای ونیسي." خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو حقونه خوندي دي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو وقار د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خوندي دی. ښاغلی مجاهد وايي: "دا خبرې له حقیقت څخه لیرې دي، زموږ په راتللو سره د ښځو وقار خوندي دی او هېڅ څوک له ښځو سره بد سلوک نه‌شي کولای." هغه دا تورونه هم رد کړل چې ګنې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې به هېڅ یوې بلې شبکې ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړل شي. طالبان په داسې حال کې په نیول شویو سیمو کې د ښځو محدودیتونه ردوي چې د دې ډلې له‌خوا د څو ولسوالیو له سقوط وروسته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو، د ښځو په جبري ډول د ودولو او د ښځو د فعالیتونو د بندېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

29.07.2021 ازادي راډیو

بایډن غواړي د امریکا د فدرال ادارو کار کوونکي د کووېډ-۱۹ واکسینونه ولګوي

په امریکا کې د کرونا وبا د واکسین په تړاو نوې پالیسي اعلانیږي.د سپېنې ماڼۍ چارواکو ویلي، جمهور رییس جو بایډن به اعلان کړي چې د متحده ایالاتونو ټول فدرال کار کوونکي باید د کووېډ-۱۹ واکسینونه ولګوي یا منظم ټېسټونه وکړي. پر دې مسالې خبرو چارواکو ویلي چې بایډن د پنجشنبې په ورځ د کرونا وبا د چټکې خپرېدونکې ډېلټا بڼې له امله د رامنځته شوېو اندېښنو په اوج کې دا نوې پالیسي اعلانوي. د ولسمشر بایډن پلان شوې پالیسي به په ټوله امریکا کې څلور میلیونه او دوه لکه فدرال کار کوونکي چې په کې پوځیان هم شامل دي تر پوښښ لاندې راولي. تر دې یوه ورځ مخکې د نیویارک چارواکو ویلي چې دولتي کار کوونکي باید د سېپټمبر تر لومړیو پورې واکسینونه ولګوي یا هره اوونۍ د کووېډ-۱۹ ټېسټونه وکړي. د نیویارک والي انډریو کوومو چې د کالیفورنیا او نیویارک ښار لپاره د واکسینونو یا ټېسټونو په تړاو پالیسیانې تعقیبوي په نیویارک کې په سیمه ییزو چارواکو غږ وکړ چې دا مساله جدي ونیسي. خصوصي شرکتونو، د روغتون مدیرانو او په ټول هېواد کې پوهنتونونو هم په دې وروستیو میاشتو کې د واکسین مقررات وضع کړي. په لږ تر لږه اتلسو ایالاتونو کې چې مشران یې جمهوریپاله دي، د حکومت له دې پالیسیو سره ځینې مخالفتونه هم کېږي. د دغو ایالتونو مشرانو د واکسین د پاسپورټونو ویش یا عامه ادارو کې د واکسین یا ټېسټونو د ثبوت وړاندې کول منع کړي. د ټنکالوژۍ لویو شرکتونو فیسبوک او ګوګل هم په دې وروستیو کې اعلان کړی چې که کارونه بېرته له دفتره پیلیږي باید ټول کارکوونکي واکسین ولګوي. د واکسین په تړاو مقررات غالباً د یو شمېر هغو خلکو او جمهوري غوښتونکو له مخالفتونو سره مخ دي چې اندېښمن دي دا مساله یې ازادۍ محدودوي. د امریکا متحده ایالاتونه په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو قضیو او د مړینو د ډېرې کچې په حساب په اول سره کې دی.  په دغه هېواد کې د جانز هاپکېنز او نورو بنسټونو د رسمي شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر څلور دېرش میلیونه او شپږ لکه اویا زرو کسانو نه پورته شوی. له دې ډلې نږدې شپږ لک او دولس زره کسان مړه شوي. په دغه هېواد کې بیا له ۳۴۲ میلیونه ډېر د کرونا واکسینونه لګول شوي. په دې سره د هغو کسانو فیصدي چې د واکسینو په شرایط برابر دي یعنې عمرونه یې له ۱۲ پورته دي نږدې شپېتو فیصدو ته رسیږي. په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا مثبتې پېښې بیا نږدې ۱۹۶ میلیونو ( ۱۹۵،۹۷۲،۲۳۵)  ته رسیدلي چې له ډلې یې څه باندې څلور میلیونه او یو لک اووه اتیاه زره ( ۴،۱۸۷،۴۴۶)  کسان مړه شوي. سره له دې چې د کرونا نوې بڼې ډېلټا په ګڼو هېوادونو کې یو وار بیا ستونزې را ولاړې کړي، خو د واکسینونو کچه هم ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده. دم ګړۍ  (۳،۹۶۷،۳۰۵،۸۲۱ ) څه باندې درې میلیارده او نهه سوه اووه شپېته میلیونه ډوزه واکسینونه پر خلکو تطبیق شوي دي. که څه هم یو شمېر شتمنو هېوادونو د کرونا لږ تر لږه یو ډوز لګولی او ځینو یې بیا ان دوه ډوزونه هم بشپړ کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان د اندېښنو له مخې د واکسینونو د غیر عادلانه ویش او تمویل په خاطر په ځینو بې وزلو هېوادونو کې د واکسین کړو شمېر شااوخوا یو فیصده ده. د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو بډایه هېوادونو غوښتي چې بې وزلو هېوادونو ته دې هم د واکسینونو په رسولو کې مرسته وکړي.

29.07.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more