ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


فعالانې: که طالبان د ښځو حقونه رعایت نه کړي نړیواله انزوا به یې دوام وکړي

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.  د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي. اغلې بار زیاته کړه: "​مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس کې وو، د امنیت د ښه کېدو وخت او ښځو ته د حقونو د ورکولو شېبه هېڅکله راونه رسېده."  د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له شپږمه پورته د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول خو د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي.  طالبانو ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، ژر به اجازه ورکړي چې له شپږمه د پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي. دوی دغه راز په حکومت او کابینه کې ښځو ته د حق ورکولو ژمنې کړي دي.  خو د بشري حقونو د ښځو د برخې مشره مېرمن هیډربار د طالبانو دغو ژمنو ته خوشبینه نه ده او وايي سره له دې چې هیله لري طالبان په خپلو خبرو کې رښتیني واوسي باور نه لري چې هغوی دې خپلې پرېکړې بدلې کړي.  طالبانو پرون هغه اوازې په تونده لهجه رد کړې چې ګنې ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.  د پوهنې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریک کېږي.  د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغان ښځو وروستي اعتراضونه د هغوی د زړه ورتیا ښکارندوی وبلل، خو ویې ویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د اعتراضونو مخنیوی د بشري حقونو سرغړونه ده. نوموړې وویل: "لکه څرنګه چې پوهېږئ دغو اعتراضونو ته د طالبانو ځواب تاوتریخجن و. اعتراض کوونکي او خبریالان یې ووهل او بیا یې اعتراضونه منع کړل. دا د بشري حقونو سرغړونه ده. ښځو او هر څوک د خبرو کولو، سوله ییز اعتراض او د خپلو نظرونو د بیانولو حق لري."  دې زیاته کړه چې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ پر څرنګوالي جدي محدودیتونه لګول شوي او ډېرې ښځې له دندو ګوښه کړای شوي دي.  د ښځو د حقونو افغان فعاله محبوبه سراج وايي، که طالبان غواړي چې له اقتصادي سقوط او دپلوماتیکې انزوا څخه خلاص شي، باید د افغان ښځو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.  ۷۳ کلنه سراج چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته له خپل هېواده ونه وتله وايي، که طالبان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېږي، ممکن له افغانستان سره ټولې مرستې په ټپه ودرېږي چې له کبله به یې د افغانانو کړاوونه نور هم زیات شي.  د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پر اساس، د راتلونکي کال تر دوبي پورې به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري، روغتیايي او تعلیمي سیستمونه به یې له پاشل کېدو سره مخامخ شي ځکه چې د افغانستان په سلو کې ۸۵ بودجه نړیوالو مرستندویانو ورکوله. 

24.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو په کابینه کېښځې ولې نشته؟ د طالبانو ویاند مو پوښتلی

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ بیا د کابینې ځینې غړي معرفي کړل خو ښځې پکې نشته. د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند محمد نعیم نه مو په دې اړه پوښتنې کړي چې طالبان په حکومتولۍ کې د میلیونو افغان ښځو ونډه څنګه ورکوي؟ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه مو هم له محمد نعیم پوښتنه کړې. صفي الله ستانکزی ورسره غږېدلی.

21.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې. یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي. شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي. مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره میاشت کې شااوخوا شپږ زره ډالره عواید درلودل، خو اوس‌یې سره له دې چې ۴۰ زره ډالره زیان کړی، د امنیت اندېښنه هم لري. اغلې مصطفوي زیاتوي: "ما د تازه مېوو تجارت درلود، هند او عربي اماراتو ته مې صادرولې، اوس پروازونه بند دي، هوايي دهلېزونه نه‌شته، مخکېني حکومت د صادراتو لپاره ډېرې پیسې مصرفولې، خو اوس هر څه بند دي، د ستونزو د حل لپاره مو هېڅ لاره نه‌شته." ناصره بیګي‌زاده بله مېرمن ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پنځه زره ډالرو په پانګونه، یو رستورانت پرانیستی و، خو اوس د دې په خبره له ډاره خپل رستورانت ته نه‌شي تللی. دا وايي: "ما یو کال مخکې په فیض‌اباد کې د پنځه زرو ډالرو په پانګه یو کوچنی رستورانت پرانیست، پنځو کسانو په‌کې کار کاوه، کارونه مو ښه پر مخ تلل، ورو ورو ښه کېدل، خو اوس مو ټولې هیلې له‌منځه لاړې." له دې مېرمنو بله فاطمه نېک رسولي په جوزجان ولایت کې د سوداګرۍ د خونې غړې ده چې د شبرغان په ښار کې یې د  ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت، یو ښځینه ورزشي کلپ جوړ کړی و. دې ازادي راډیو ته په استول شوي پیام کې ویلي چې اوس دغه کلپ بند دی او په خپله هم د وسله‌والو له‌خوا ګواښل کېږي. مېرمن نېک رسولي وايي، د کلپ تجهیزات هم له‌منځه تللي او د سوداګرو ښځو خونې هم ورسره هېڅ مرسته نه‌ده کړې. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د سوداګرو ښځو د خونې فعالیتونه هم درېدلي او  ویل کېږي چې مسؤلین‌یې له هېواده وتلي دي. ازادي رادیو هڅه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د خونې د فعالیتونو په اړه د طالبانو نظر ولري، خو هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه. طالبانو د ښځو فعالیتونو ته په محدودو برخوکې اجازه ورکړې او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ورته تر اوسه د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې‌.

20.09.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنې

کرونا اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر افغانان په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه له ستونزو ډکه بولي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اندېښنه هم لري که د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه په سمه توګه مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې خطرناکې وي. عبدالوهاب چې اوونۍ وړاندې یې نیکه همدې ویروس وواژه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نوي بدلونونو سره باید د دې ویروس پر وړاندې مبارزه پڅه نه‌شي. هغه له طالبانو غواړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه له پخوا جدي کړي. عبدالوهاب زیاتوي: "کرونا په افغانستان کې اوس هم جدي ده او دغه ویروس لا هم د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دا چې په افغانستان کې نوی سیاسي بدلون رامنځته شو له طالبانو مو غوښتنه ده چې د دې ویروس پر وړاندې خپله مبارزه له پخوا جدي کړي." خو دا یوازې عبدالوهاب نه‌دی یو شمېر نور کابل مېشتي هم له دې ویروسه وېره لري، وايي چې په تېر نظام کې روغتیايي امکانات ډېر و او د دې ناروغۍ سره مبارزه شونې وه، خو اوس دا چاره شاید ستونزمنه وي. د کابل ښار اوسېدونکی خالد وايي: "کرونا د نړۍ ترڅنګ افغانستان هم سخت وځپه، دا چې اوس نظام بدل شوی او حالات د تمې خلاف بدل دي، هغه امکانات چې پخوا و هغه اوس په نشت حساب دي، ټول روغتیايي توکي له کاره لوېدلي، په دې اساس زموږ وېره دوه برابره زیاته شوې." خو کریم د کرونا ویروس په تړاو بل نظر لري. هغه وايي، د خلکو ذهنونه وروستیو تحولاتو ځان ته اړولي، کرونا د چا په ذهن کې نه‌شته. کریم زیاته کړه: "اوس هم کرونا یوه جدي ستونزه ده، خو دا چې ولې د خبرونو سرټکي نه‌جوړوي دلیل‌یې وروستي تحولات دي، ټول افغانان وروستیو تحولاتو هک حیران کړي، له هر چا کرونا له یاده وتې، خو بیا هم وایم چې کرونا اوس هم جدي ده." ازادي راډیو هڅه وکړه د کرونا ویروس سره د مبارزې د وروستیو تازه پرمختګونو په اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت نظر واخلي، خو دوی له څه ویلو ډډه وکړه. د طالبانو ویاند هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې. دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه نن دوشنبه د روغتیا نړیوال سازمان مشر له یو پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی. د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ دغه پلاوی به له طالب مشرانو سره د وروستیو روغتیايي بدو حالاتو او دغه‌شان افغانستان ته په دې برخه کې د مرستو په تړاو خبرې وکړي.

20.09.2021 ازادي راډیو

په کندز کې ښځینه خبریالانې: طالبان مو رسنیو کې کار کولو ته نه‌پرېږدي

په کندز کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی په سیمه‌ییزو رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکوي، که چېرې دوی ته بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي. ۲۵ کلنه رویا احمدي چې دا يې مستعار نوم دی ازادي راډيو ته وویل: "پخوا ما کابو ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود او له همدې لارې مې د خپلې کورنۍ او د وړو خویندو لګښت پوره کاوه. له کله راهیسې چې پر موږ په رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی دی. اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم." په ورته مهال کې ۲۴ کلنې نبیلا محمدي چې درې کاله‌یې په کندز کې په یوې سیمه‌ییزه راډيو کې کار کړی وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره اوس کار نه‌شي کولای. هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په رسنیو کې کار وکړي. نبیلا وایي: "زه غواړم چې بېرته په رسنیو کې کار وکړم، خو طالبان موږ ته اجاز نه‌راکوي چې له کوره بهر کار وکړو. که چېرې همدا حالت ادامه پیدا کړي، نو موږ اړ کېږو چې وطن پرېږدو ځکه نور دلته ژوند کول ګران دي." په شمال ختېځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري رسنۍ او د بیان ازادي د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه بولي او له طالبانو غواړي چې ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړي. صابري وایي: "له بده مرغه لاهم په کندز کې د رسنیو نیمه برخه فعالیت نه‌لري او په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې هېڅ حضور نه‌لري. زه هیله‌من یم چې اسلامي امارت ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي." خو په کندز کې طالب چارواکي بیا وايي چې تر اوسه پورې له مرکز څخه د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه دوی ته کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی او باید د یوې مودې لپاره د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني وايي: "موږ ته د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه د چارواکو له‌خوا کوم رسمي مکتوب نه‌دی راغلی. اوس‌مهال دې د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. په نږدې ورځو کې به دوی ته په رسنیو کې د کار زمینه برابره شي او بېرته به خپلو دندو ته راشي." دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا نه‌یوازې پر ښځینه خبریالانو، بلکې د ګڼ شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پر ښځینه کارکوونکو هم د کار کولو بندیز لګول شوی دی او دې مسئلې په هېواد کې دننه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

20.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو د حقونو خوندیتوب؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړې د 'اسلام او قانون' خلاف دي

په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له‌خوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او ز‌ده‌کړو ته نجونو د محدود لاسرسي په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی چې شمېر یې کم و، په خپلو شعارونو کې د زده‌کړې او کار ته د تګ غوښتنه کوله. دوی د "ازادي، زده‌کړه او کار" زموږ حق دی شعارونه ورکول او وايي، ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي. له لاریون کوونکو یوه‌یې ترنم سعیدي وايي، طالبان نه‌شي کولای دوی له کار او زده‌کړې منع کړي او مجبور دي چې غوښتنې یې ومني. مېرمن سعیدي وايي: "موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو کمېسیون او هغه نړیواله ټولنه څه کوو چې زموږ په درد نه‌خوري. هغه مهال چې هېڅوک نه‌شي کولای له موږ دفاع وکړي، موږ خپله خپل غږ پورته کوو، خپله راځو اعتراض کوو، یا به وژل کېږو یا به خپل حق غواړو." په وروستیو کې په افغانستان کې ورځ تر بلې، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غږونه مخ په پراخېدو دي. دا غوښتنې وروسته تر هغې پراخېږي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوم ونوماوه او دغه‌شان یې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه اجازه نه‌ده ورکړې. په ورته وخت کې د افغانستان د موج تحول په نوم یو سیاسي ګوند د ښځو په اړه د طالبانو دا پرېکړه د اسلام او قانون خلاف بولي. دې ګوند چې مشري یې د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله او د قطر په تېرو بین‌الافغاني خبرو کې د جمهور رئیس غني د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي کوي، نن د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۸» طالبان تورن کړل چې له نجونو او ښځو یې هغه حقونه اخیستي چې اسلام او قانون ورکړي دي. د دې خوځښت غړې مرضیه احمدي وايي، له کومه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر وړاندې پرېکړې یې د اسلام او قانون سره په ټکر کې دي. اغلې احمدي زیاتوي: "له کار څخه د ښځو لیرې کول او له دوی سره تبعیضي چلند د اسلام مبارک دین، د نړۍ د اسلامي هېوادونو له کړنو او د افغانستان د کلتور خلاف دي. له همدې امله دوی ته د کار اجازه او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې، په ځانګړي ډول د نوي جوړښت په رهبرۍ کې یې ونډه د مبارزو ښځو له بنسټیزو غوښتنو یوه ده." پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو یوه لویه اندېښنه د دوی د تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ساتنه ده. زده‌کړې او دنده د افغان ښځو هغه دوه مهمې غوښتنې دي چې په دې وروستیو کې یې د خوندیتوب لپاره غږونه پورته شوي دي. یو له دغو کسانو چې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښنه لري سلګۍ باران ده، هغه نجلۍ چې د ۱۳۹۹ زېږدیز کال کانکور ازموینه کې یې د ۱۷۰ زره زده‌کوونکو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ، خو اوس بې‌برخلیکه ده. سلګۍ د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدو اندېښمنه کړې. دا له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. سلګۍ وايي: ''له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم ښوونځيو، پوهنتونونو او کورسونو ته ولاړې شي، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي د اندېښنې ځای نه‌دی، خو که عمل پرې ونه‌کړي دا د اندېښنې ځای دی." طيبه بیا د خپلې کورنۍ يوازنۍ لور ده، دا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. طیبه وايي، هيله‌يې لرله چې زده‌کړې وکړي او پوهنتون ته د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالۍ شي، خو اوس‌يې ټولې هيلې نيمګړې دي. دا وايي: "له اول ټولګي مې چې تر ننه زده‌کړې کولې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، څو مياشتې کېږي چې د کانکور چمتووالي کورس مې لوست څو وکولای شم پوهنتون ته لار پيدا کړم، خو اوس بې‌برخلیکه يم، نه‌پوهېږم چې راتلونکی به مې څنکه شي، طالبانو ژمنه کړې وه چې مېرمنو ته به د زده‌کړو او کار اجازه ورکوي، خو اوس دا کار نه‌کوي." د طالبانو دا پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له غبرګون سره هم مخ شوې ده. دوی "د نجونو له شتون پرته ښوونځي بايد تحريم شي" تر نوم لاندې کمپاين په لاره اچولی دی. که څه هم طالبانو لا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته دندو ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، خو ژمنه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ښځو ته په روغتیا او پوهنې وزارتونو او د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې دننه د کار اجازه ورکړې او ژر به د دوی د زده‌کړو او په نورو ادارو کې د دوی د کار کولو په اړه پرېکړه وشي. ښاغلی کریمي وايي: "په نورو برخو کې هم کار روان دی، تر اوسه پورې پروسه ټوله بشپړه شوې نه‌ده. البته د ښوونځیو په اړه هم پرېکړه تر کار لاندې ده چې هلته د دوی لپاره ترانسپورټي مسایلو او تعلیمي چاپېریال د خوندیتوب لپاره یو منظم پلان برابر شي. هیله لرم چې دا مرحله هم ژر بشپړه شي." له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی او د دوی ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکول دي. که څه هم د طالبانو له‌خوا د افغانستان تر نیول کېدلو وروسته، د دولتي ادارو ډېری کارکوونکې ښځې او فعالینې له افغانستان ووتې، خو هغه چې پاتي، غوښتنې یې معلومې او د خپل راتلونکي ګونګ برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

19.09.2021 ازادي راډیو

جلالي: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، د جګړې قرباني دی

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي-دفاعي پوهنتون کې استاد، علي احمد جلالي په دې باور دی، چې طالبان که غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، په خپل لیدلوري کې دې بدلون راولي. ښاغلي جلالي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ځینو انګېرنو خلاف، افغانستان د «امپراتوریو هدیره» نه، بلکې د امپراتوریو د جګړې قرباني دی. احمد تکل له ښاغلي جلالي سره پر سکایپ خبرې کړي

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو چارو وزارت د نوم بدلون او په اړه یې غبرګونونه

د ښځو چارو وزارت نوم په "دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر" بدلولو په کابل کې  غبرګونونه را پارولي دي. په دې وزارت کې ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو چې په دې اداره کې یې کلونه کلونه کار کړی، دا اقدام د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول او  له ټولنې د مېرمنو حذف کول ګڼي. د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن زموږ بحث د افغانستان د مېرمنو بحث دی چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي. هغه مېرمنې چې کلونه کلونه یې مبارزه کړې، تعلیم یې کړی او لوړې زده کړې لري او نن د ښځو چارو وزارت دروازه تړل شوې او تخته یې لېرې شوې او د تختې پر ځای یو بل وزارت د اسلامي امارت له خوا نومول شوی. زموږ هدف دا نه دی چې په دې موقف کې واوسو. زموږ هدف دا دی چې ښځې د اسلامي قانون او حجاب سره سم په حکومتي اداره کې شتون ولري او له خپلو وروڼو سره یو ځای کار وکړي." په ورته وخت کې د دې وزارت یوه کارمنده چې لس کاله یې په دې وزارت کې کار کړی، د نوم نه اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "پرون ما واورېدل چې د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پرځای یې بل وزارت د امر بالمعروف او نهی عن منکر نومول شوی دی. زما لپاره واقعاً دردونکی خبر و، دا د افغانستان اساسي قانون او ټولو بشري حقونو خلاف کار دی. موږ باید یو انسان دومره محدود نه کړو او د انسانانو یوه ډله چې ښځې دي له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي فعالیتونو څخه محرومه نه کړو او له ټولو هغو فعالیتونو چې د یو بل انسان اړتیا ده." بل لورته د ښځو د حقونو فعاله او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وایي چې د طالبانو دا اقدام د دې ښکارندویې کوي چې دوی په لوی لاس د ښځو هویت وژني: "زه فکر کوم د دغه وزارت نوم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته بدلول چې خپله د دوی کړنې منکراتو ته نږدې دي. خصوصاً لکه څنګه چې تاسې ګورئ بې ګناه خلک، عام خلک د په سړکونو کې ډبوي، ډزې ورباندې کوي او حد کې غرمت خلکو ته کوي.زه فکر کوم دې په ښکاره وښوده چې طالبان نه غواړي خلکو سره په تعامل کې ځان شریک وګڼي په یوه جغرافیه کې او د دې تر څنګ دوی وښوده چې هېڅ علاقه مندي نه لري چې نړۍ دوی په رسمیت وپیژني."  په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی دی. ځینو د طالبانو دغه اقدام ستایلی او د ښځو چارو وزارت یې غیر مسلکي او سمبولیک وزارت بللی، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر دغه اقدام نیوکه کړې. د فېسبوک یوه کارونکي لیکلي: "په داسې حکومت کې چېرې چې د ټولنې نیمې برخې حقوق په پام کې ونه نیول شي، دا حکومت به هېڅکله بریالی نه شي." ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري، خو له هڅو سره-سره دا ډله خبرو کولو ته چمتو نه شوه، خو د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د دې اوونۍ په پیل کې رویټرز ته ویلي و چې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دولتي دفترونو کې له نارینه وو سره ګډ کار وکړي. طالبانو د ښځو چارو وزارت نوم په داسې حال کې بدل کړو چې همدا تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اکثریت غړو په رایې یوه قطعنامه تصویب کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې په کې ښځې په بشپړ، مساوي او معنوي ډول ګډون وکړي او بشري حقونو ته یې درناوی وشي.

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د "امر باالمعروف وزارت" لوحه او په اړه یې اندېښنې

د کابل په زړه کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د طالبانو له خوا د دعوت، ارشاد او امر باالمعروف په نوم د طالبانو د حکومت د نوي وزارت لوحه ځړول شوې ده. طالبانو چې تېره میاشت یې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې په افغانستان ولکه ټینګه کړه، په خپله لومړۍ دوره کې هم د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې نجونې له زده کړو محرومې کړې وې او ښځې یې هم له کاره منع کړې وې. د رویټرز په خبره، د طالبانو په لومړۍ دوره کې امرباالمعروف ډلې د طالبانو د اخلاقي پولیسو په توګه کار کاوه. د خلکو له جامو رانیولی تر چال چلند په دې ټولو مسالو یې کلک څارنه درلوده. د راپورونو له مخې د طالبانو غړو په خپله لومړۍ دوره کې په خلکو په تېره بیا ښځو باندې چې د دوی په خبره له محرم پرته یا بل هر علت په خاطر وې لاس پورته کاوه او دا ډول جزاګانې عامې شوې وې. رویټرز وايي: "اعدامونه او شلاق کارۍ عامې شوې وې." تازه د طالبانو په دویمه دوره واکمني کې چې له همدې څه باندې یوه میاشت راهیسې ټینګه شوې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لږېدو راپورونه خپریږي. د کابینې په هغه لېسټ کې چې دې ډلې د سېپټمبر په اوومه خپور کړ،  د ښځو وزارت نه و یاد شوی. طالبانو لا نه دي ویلي چې د ښځو په وزارت څه کوي. د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره او د ښځو د حقونو فعاله حسینه صافۍ په خپل ټوېټر باندې د کابل د جمعې ورځې عکس خپور کړی چې په کې د ښځو چارو وزارت په ودانۍ د امر باالمعروف د وزارت لوحه ځړیږي. هغې د دې عکس ترڅنګ لیکلي چې: "د ښځو پیاوړتیا او جنسیتي مساوات یو لیدلوری دی، نه یوازې دوام به پیدا کوي بلکې په یووالي، څارنې او دوه اړخیز حساب ورکوونې سره به لا پیاوړی شي." حسینې صافۍ له ازادي راډيو سره کابو دوه اوونۍ وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و چې هیله منه ده طالبان د ښځو اړوند څوکۍ ګانې ښځو ته ورکړي او لا پسې په حکومتوالۍ کې سهم ورکړي. هغې د ښځو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټينګار درلود. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ د امرباالمعروف د وزارت د لوحې د ځړېدو د څرنګوالی په باب د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي و چې د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا په څېر سکتورونو کې د ښځو له ګډون سره نه لري. د طالبانو ځینو چارواکو له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې د سیاسي دفتر د غړي شېر محمدعباس ستانکزي په حواله څه وخت مخکې راپور ورکړل شوی و چې ښځو ته به په ادارو کې سهم ورکړل شي خو نه د وزارت په کچه. په افغانستان کې ښځینه کارمندان وايي، دوی له څو اونیو راهیسې هڅه کوي چې کار ته راشي، خو ورته ویل شوي چې بېرته کور ته ستنې شي. طالبانو په ورته وخت کې د جمعې په ورځ یوه اعلامیه ورکړې چې په کې د ښوونځیو له ټولو هلکانو غوښتل شوي چې د شنبې په ورځ دې خپلو درسونو ته حاضر شي. په دې اعلامیه کې د نجونو زده کوونکو په تړاو هېڅ څه نه دي ویل شوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا پوښتنه هم بې ځوابه پرېښوده چې ولې یې د نجونو د تعلیم د پيلېدو په تړاو څه نه دي ویلي. عایشه چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې بې برخلیکۍ سخته اندېښمنه کړې ده: "ډېره هیله مې درلوده چې سږ کال ښوونځی خلاص کړم او پوهنتون ته ولاړه شم. خو اوس زه په کور کې یم. طالبانو هلکانو ته اجازه ورکړې چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي، خو زموږ برخلیک لاهم نامعلوم دی." د افغانستان د ښوونځیو شااوخوا نیمايي برخه نجونې زده کوونکې دي. تېر شل کاله له ټولو ستونزو، ناخوالو او بې امنیو سره سره نجونې ښوونځیو ته تلې او لکونه یې له دولسم ټولګي فارغې او پوهنتونونه یې ولوستل.

18.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو ورزش ؛ د طالبانو د ورزش اداره « د مشرانو د لارښونې » په تمه دي

پر کابل د طالبانو د واک له ټینګیدو یوه میاشت وتلې خو لا هم افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو راتلونکی څرګند نه دی. د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې ښځو ته به لوبغالو کې د حضور او سیالیو حق ورکړي کنه. په وروستیو کې د کابل په یو جمنازیم کې چې مخکې د ښځو لپاره ځانګړی شوی و، ورزشي لوبې وشوې خو هیڅ ښځې په کې ګډون نه درلود.

16.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو راتګ؛ لوبغاړې بصیره: ځان پنجره کې احساسوم چې الوتلی نه شم

د طالبانو په لاس د افغانستان د شل کلن نظام او حکومت له ړنګېدو وروسته، ډېری ښځې په کور کیناستې. په دوی کې ورزشکارانې هم وې چې لاسته راوړنې یې ګوښې شوې اوپه راتلونکې کې هم ورته څه هیلې نه لري. بصیره شېرزۍ په کابل کې په یوې ۸ کسیزه کورنۍ کې اوسېږي، نوموړې د خپل څه باندې ۲۴ کلن عمر نیمايي برخه ېې په ورزش کې تیره کړې ده. پلار او کوچنۍ خوريې اوس د پهلوانۍ او تکواندو په ورزش بوخت دي. بصیره وايي، لس کلنه وه چې د خپل پهلوان پلار د ورزش په لیدو، د ورزش مینه واله شوه او ۱۴ کاله کېږي چې ورزش کوي. بصیرې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو نه مخکې، هره ورځ په بېلابېلو ځایونوکې ۴ ساعته ورزش کاوه: "زموږ تمرینات تل په غازي ستډیوم کې وو. په خلاصه فضاکې به د نادر خان او وزیر اکبر خان پر غونډۍ د ځغاستې میدان ته تللو. په امید سبز کې به مو کیلومتري مسابقې درلودې. له ۳زرو نه نیولې تر پنځه زرو مترو پورې به مو د ځغاستې تمرین کاوه. څرنګه چې زما سرعت به سل دوه سوه و، په دغو میدانونو کې نه کېده." دا وايي، په وروستیو کلونو کې یې ډېرې مسابقې کړي، سربېره پر دې یې د هند، قزاقستان او ایران په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، خو نه ده توانیدلې چې لوړ ریکارډ په کې جوړ کړي. د بصیرې په خبره د توکیو د۲۰۲۰ میلادي کال په سیالیو کې چې د کرونا له امله سږکال د جولای په ۲۳مه کې ترسره شوې او د نړۍ د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱ زرو ورزشکاران په کې وو، ګډون کړی و. په دغو سیالیو کې د ځغاستې ټرینره کیمیا یوسفي هم شامله وه. دا چې له دغو سیالیو وروسته د ورزش ښې راتلونکې ته هیله منده وه او اوس چې د ورزش او سیالیو  په اړه هېڅ هیله مندې نشته، په کور ناسته ده . دا وايي، نجلۍ ده ځکه یوه میاشت کېږي چې له ورزش نه لېرې پاتې ده او نه شي کولی د پخوا په څېر په ورزش کې وځلېږي. بصیره اوس ځان په پنجره کې د یوې بندې مرغۍ په څېر احساسوي چې الوتلی نه شي: "یوه میاشت کیږي له ورزشه پاتې یم، دلیل ېې دا دی چې طالبان راغلل، موږ او تاسې پوهېږو چې اوس یوه نجلۍ نه شی کولی ورزش وکړي، ورزش لا پریږده چې پر ښځو دندې هم بندې شوې، د طالبانو په راتګ ورزش تر پښو لاندې شو، څوک د ورزش نوم هم نه اخلي چې ورزش څه دی او څنګه کېږي، نجونې ورزش او دندو ته نه پرېښودل کېږي او نه شي کولی خپل استعداد وښيي." دې راتلونکې ته ډېر پروګرامونه لرل چې اوس یې عملي کولو ته هیلې نه ښکاري او ښايي په راتلونکي کې هم عملي نه شي: "که دوی نه وای راغلي، ډېر پروګرامونه مې لرل، غوښتل مې ډېر تمرینات وکړم. خپله ټرینري د شاګردانو په ګټه پر مخ بوزم. استعدادونه مې لټول.څوک چې استعداد لري، باید افغانستان ته ځانګړی مقام خپل کړي. غوښتل مې دوی ته ځانګړي تمرینات ورکړم، خو هر څه له خاورو سره خاورې شول." بصیره په نجونو ورزشکارانو کې یوه نمونه وه، خو اوسني وضعیت اندېښنمه کړې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د ورزش او بدني روزنې مسول بشیر احمد رستم زی وایي، د شرعیت په چوکاټ کې هر ډول ورزش ته اجازه ورکول کېږي، خو څه چې تر اوسه روښانه نه دي، د نجونو ورزش دی. رستم زی وایي، اوس مهال د نجونو ورزش ته اجازه نشته او که د طالبانو مشرانو ورته اجازه ورکړه دوی به هم د نجونو له ورزشه محدودیت لیرې کړي.

16.09.2021 ازادي راډیو

وچکالي، د افغان بزګرو پر وړاندې یوه بله ستونزه

مصطفی فرزان د غور ولایت بزګر دی، نوموړي سږ کال ونه شو کړای چې د اوبو د کمښت او قحطۍ له امله له خپلو کرنیزو ځمکو ښه حاصل واخلي.   وچکالۍ په افغانستان کې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي دي.   د غور ولایت د کرنې ریاست ویلي، که دغه ولایت ته بشري مرستې ونه رسېږي، نېږدې ۸۰ سلنه اوسېدونکي به یې د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.   بشپړ ویډیو دلته وګورئ:  

16.09.2021 ازادي راډیو

واشنګټن کې د افغان ښځو په ملاتړ د یوه اجرایي پُست موجودیت څه ګټې لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د یوه اجراییوي پُست د جوړېدو خبر ورکړ. انتوني بلېنکن د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټه کې ویلي، دا چارواکی به د ټولو هلو ځلو مسوول وي او په افغانستان کې به د ښځو، نجونو او لږکیو څخه ملاتړ کوي. په واشنګټن کې د افغان ښځو په ملاتړ د یوه اجرایي پُست موجودیت څه ګټې لري؟ همدا پوښتنه د ازادي راډیو خبریا اسدالله لودین د یوې مرکې په پیل کې د ښځو له فعالې نوېدې کاکړ نه کړې ده. له نوموړې سره دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:  

15.09.2021 ازادي راډیو

څومره افغان فوټبالرانې پاکستان ته تللي او هلته څه پلان لري؟

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې اسلام اباد ته رسیدلې دي.  د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې پرون د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبان به تر خپل واک لاندې افغان ښځو ته سپورټ او ورزش ته اجازه ورکړي او که نه؟ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پر خپل ټویټر لیکلي:"د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم ته یې چې له افغانستانه د تورخم له لارې ورغلی، هرکلی ویلي دی." نوموړي زیاته کړې ده چې د افغان نجونو د فوټبال ټیم غړیو ته د پاکستان د فوټبال فډراسیون استازو له خوا هرکلی ویل شوی دی. فواد چوهدري په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او سملاسي دا روښانه شوې نه ده چې څومره افغان فوټبالرانې پاکستان ته ورغلي او دوی هلته څه پلان لري؟ له افغانستانه د ښځینه فوټبالرانو وتل، د  سیاسي او ټولنیزو فعالانو، مشهورو څېرو په ځانګړي توګه د ښځو د هغو کډوالیو یوه برخه چې د تیرې یوې میاشتې راهېسې چې طالبان واک ته رسیدلي له دې هېواد پیل شوې دي. د افغانستان د فوټبال فډراسیون په چوکاټ کې د ښځینه فوټبال ټیم په وروستیو کلونو کې پیاوړی شو او په نړیوالو سیالیو کې یې هم ګډون درلود. د نجونو د فوټبال دا ټیم په وروستیو کلونو کې د فوټبال د فډراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کرام د جنسي ځورونې تورونو له کبله هم په کور دننه او بهر د خبرونو په سرټکو کې وو. افغان کرکټرانې بل خوا د افغانستان د ښځو د کرکټ پخوانۍ مشرې توبا سنګر له نړیوالو کرکټرانو غوښتي چې که طالبان افغان ښځینه کرکټ تیم ته اجازه ورنه کړي، نړۍ دې د دې سزا د افغان د نارینه وو د کرکټ ته نه ورکوي. توبا سنګر چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته کاناډا ته کډه شوې ده، د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر کرکټ بندیز به په افغانستان کې دا نوې غوړېدلې لوبه سخته زیانمنه کړي. هغې ویلي: "دا ښه نظر نه دی چې د افغانستان د نارینه وو د کرکټ پر ملي ټیم بندیز ولګول شي، دوی نړۍ ته افغانستان په مثبت ډول ور پیژندلی دی." کله چې تېره اوونۍ د اېس.بي.اېس ټلوېزیوني شبکې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د یو غړي احمد الله وثیق هغه څرګندونې خپرې کړې چې په کې د طالبانو له خوا د ښځو پر ورزش د احتمالي بندیزونو یادونه شوې وه، د اسټرالیا د کرکټ چارواکو د افغانستان سره په نوومبر میاشت کې د کرکټ د تاریخي ټېسټ لوبې د لغوه کولو خبرداری ورکړ. خو وروسته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت تراوسه د ښځو د ورزش په اړه رسمي پالیسي نه ده په ډاګه کړې: "اسلامي امارت نه یوازې د سپورټ او ورزش مخالفت نه کوي، بلکې هڅوي یې، خو اسلامي امارت د ښځو د سپورټ په اړه تردې مه خپل رسمي دریځ نه دی بیان کړی. کیدای شي چې دا تګلاره په راتلونکې کې اعلان شي. هغه څه چې ما مخکې ویلي وو، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام مې خپل نظر څرګند کړی و." د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم یو شمېر لوبغاړې لا د مخه له افغانستانه وتلي دي.  د فوټبال نړیوال فډراسیون تېره میاشت ویلي و چې دوی په افغانستان کې د فوټبال د پاتې لوبغاړو د ایستلو لپاره کار کوي. د افغانستان څخه د ورزشکارانو، ژورنالیستانو او نورو مسلکي کسانو د وتلو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې طالبانو په وار-وار پر خلکو ټینګار کړی چې له هېواده دې نه وځي او ډاډ یې ورکړی چې په هېواد دننه به د دوی خوندیتوب باوري کړي.  

15.09.2021 ازادي راډیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرنو د ملاتړ لپاره اجراییوي پُسټ جوړوي

په افغانستان کې د ښځو د کار، زده‌کړې او ټولنیز فعالیت په اړه د طالبانو نا روښانه دریځ، د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د کانګرس اندېښنې را پورته کړي. د امریکا په کانګرس کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر یوه مهمه پوښتنه د افغان ښځو برخلیک و. هغه مهال چې د متحده ایالاتو د کانګرس غړې جېن شاهین له انټوني بلېنکن وپوښتل، څو روښانه کړي چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو او نجونو د ساتنې لپاره څه کولای شي؟ ښاغلي بلېنکن یې په ځواب کې وویل، په بهرنیو چارو وزارت کې به، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو ساتنې لپاره یو اجراییوي پُسټ وګماري. ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "زما په لارښوونه به یو لوړپوړی چارواکی معرفي کړو چې د ټولو هلو ځلو مسوول به وي او په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو څخه به ملاتړ کوي. زما په نظر د امریکا حکومت لپاره دا ډېره مهمه ده چې په بهرنیو چارو وزارت کې یو فوکل پواینټ ولري چې دا اجنډا پر مخ یوسي او له تاسو یو ځای چارې تر سره کړي." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په موخه د نړیوال فشار یادونه هم وکړه او تر خوا یې له دوی سره د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په نړیواله سطحه غږ پورته کېږي. پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغان ښځو په حقونو د ټینګار ترڅنګ وویل، باید ډاډ ترلاسه شي چې د‌ دوی لاس‌ته راوړنې له‌منځه نه ځي. انتونیو ګوتریش په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه د رابلل شوي کنفرانس له پای وروسته ويلي و، د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب د دې هېواد او هر افغان لپاره مهم دی. د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په موخه، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ځانګړي پُسټ د جوړېدو پرېکړه د ښځو د حقونو د خوندیتوب مبارزې ستايي، خو نیوکه کوي چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو د تېرو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه فشار نه دی راوستی. د ښځو د حقونو فعالې ویدا ساغري ازادي راډیو ته وویل، امریکا له افغانستانه په غیر مسوولانه ډول وتلو سره د افغان ښځو حقونه او لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړې، خو دا دا پرېکړه به یې د دوی له خوندیتوب سره مرسته وکړي. اغلې ساغري زیاته کړه: "فکر کوم دا پرېکړه عالي ده. دا یوه دریڅه پرانیزي چې ټوله نړۍ افغان ښځو ته متوجه شي. څو افغان ښځې و نه مړي او په تاریخ کې له‌منځه ولاړې نه شي. " د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپلزۍ بیا دا مریکا دا پرېکړه د افغان ښځو د وروستیو اندېښنو پایله ګڼي: "یوازینۍ اندېښنه چې نړیوالې ټولنې هم ورته پام کړی دا ده چې باید د ښځو حقونه باید خوندي وساتل شي او دوی باید له پامه و نه غورځول شي. موږ هم همدا هیله لرو چې ښځې د دوی په حکومت کې ونډه ولري." طالبان بیا د امریکا د دې پرېکړې په اړه له نظر پرته، د اسلام په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي، خو د دوی د دندو د پیل او نورو ټولنیزو فعالیتونو په اړه وضاحت نه ورکوي. له طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې یوه برخه هم د ښځو د حقونو خوندیتوب دی. له دې پرته په نړیواله کچه له دې ډلې سره د اړیکو او د دوی د نظام د مشروعیت یو بحث هم همدا موضوع ده.

15.09.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more