شاته

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې.

یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي.

شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي.

مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره میاشت کې شااوخوا شپږ زره ډالره عواید درلودل، خو اوس‌یې سره له دې چې ۴۰ زره ډالره زیان کړی، د امنیت اندېښنه هم لري.

اغلې مصطفوي زیاتوي: "ما د تازه مېوو تجارت درلود، هند او عربي اماراتو ته مې صادرولې، اوس پروازونه بند دي، هوايي دهلېزونه نه‌شته، مخکېني حکومت د صادراتو لپاره ډېرې پیسې مصرفولې، خو اوس هر څه بند دي، د ستونزو د حل لپاره مو هېڅ لاره نه‌شته."

د مخکېني حکومت له لوري د افغانستان او هند ترمنځ جوړ شوی هوايي دهلېز
د مخکېني حکومت له لوري د افغانستان او هند ترمنځ جوړ شوی هوايي دهلېز

ناصره بیګي‌زاده بله مېرمن ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پنځه زره ډالرو په پانګونه، یو رستورانت پرانیستی و، خو اوس د دې په خبره له ډاره خپل رستورانت ته نه‌شي تللی.

دا وايي: "ما یو کال مخکې په فیض‌اباد کې د پنځه زرو ډالرو په پانګه یو کوچنی رستورانت پرانیست، پنځو کسانو په‌کې کار کاوه، کارونه مو ښه پر مخ تلل، ورو ورو ښه کېدل، خو اوس مو ټولې هیلې له‌منځه لاړې."

له دې مېرمنو بله فاطمه نېک رسولي په جوزجان ولایت کې د سوداګرۍ د خونې غړې ده چې د شبرغان په ښار کې یې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت، یو ښځینه ورزشي کلپ جوړ کړی و.

دې ازادي راډیو ته په استول شوي پیام کې ویلي چې اوس دغه کلپ بند دی او په خپله هم د وسله‌والو له‌خوا ګواښل کېږي.

مېرمن نېک رسولي وايي، د کلپ تجهیزات هم له‌منځه تللي او د سوداګرو ښځو خونې هم ورسره هېڅ مرسته نه‌ده کړې.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د سوداګرو ښځو د خونې فعالیتونه هم درېدلي او ویل کېږي چې مسؤلین‌یې له هېواده وتلي دي.

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

ازادي رادیو هڅه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د خونې د فعالیتونو په اړه د طالبانو نظر ولري، خو هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه.

طالبانو د ښځو فعالیتونو ته په محدودو برخوکې اجازه ورکړې او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ورته تر اوسه د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې‌.