شاته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرنو د ملاتړ لپاره اجراییوي پُسټ جوړوي

په افغانستان کې د ښځو د کار، زده‌کړې او ټولنیز فعالیت په اړه د طالبانو نا روښانه دریځ، د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د کانګرس اندېښنې را پورته کړي.

د امریکا په کانګرس کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر یوه مهمه پوښتنه د افغان ښځو برخلیک و.

هغه مهال چې د متحده ایالاتو د کانګرس غړې جېن شاهین له انټوني بلېنکن وپوښتل، څو روښانه کړي چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو او نجونو د ساتنې لپاره څه کولای شي؟ ښاغلي بلېنکن یې په ځواب کې وویل، په بهرنیو چارو وزارت کې به، په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو ساتنې لپاره یو اجراییوي پُسټ وګماري.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "زما په لارښوونه به یو لوړپوړی چارواکی معرفي کړو چې د ټولو هلو ځلو مسوول به وي او په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو څخه به ملاتړ کوي. زما په نظر د امریکا حکومت لپاره دا ډېره مهمه ده چې په بهرنیو چارو وزارت کې یو فوکل پواینټ ولري چې دا اجنډا پر مخ یوسي او له تاسو یو ځای چارې تر سره کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په موخه د نړیوال فشار یادونه هم وکړه او تر خوا یې له دوی سره د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په نړیواله سطحه غږ پورته کېږي.

پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغان ښځو په حقونو د ټینګار ترڅنګ وویل، باید ډاډ ترلاسه شي چې د‌ دوی لاس‌ته راوړنې له‌منځه نه ځي.

انتونیو ګوتریش په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه د رابلل شوي کنفرانس له پای وروسته ويلي و، د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب د دې هېواد او هر افغان لپاره مهم دی.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په موخه، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ځانګړي پُسټ د جوړېدو پرېکړه د ښځو د حقونو د خوندیتوب مبارزې ستايي، خو نیوکه کوي چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو د تېرو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه فشار نه دی راوستی.

د ښځو د حقونو فعالې ویدا ساغري ازادي راډیو ته وویل، امریکا له افغانستانه په غیر مسوولانه ډول وتلو سره د افغان ښځو حقونه او لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړې، خو دا دا پرېکړه به یې د دوی له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

اغلې ساغري زیاته کړه: "فکر کوم دا پرېکړه عالي ده. دا یوه دریڅه پرانیزي چې ټوله نړۍ افغان ښځو ته متوجه شي. څو افغان ښځې و نه مړي او په تاریخ کې له‌منځه ولاړې نه شي. "

د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپلزۍ بیا دا مریکا دا پرېکړه د افغان ښځو د وروستیو اندېښنو پایله ګڼي: "یوازینۍ اندېښنه چې نړیوالې ټولنې هم ورته پام کړی دا ده چې باید د ښځو حقونه باید خوندي وساتل شي او دوی باید له پامه و نه غورځول شي. موږ هم همدا هیله لرو چې ښځې د دوی په حکومت کې ونډه ولري."

طالبان بیا د امریکا د دې پرېکړې په اړه له نظر پرته، د اسلام په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي، خو د دوی د دندو د پیل او نورو ټولنیزو فعالیتونو په اړه وضاحت نه ورکوي.

له طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې یوه برخه هم د ښځو د حقونو خوندیتوب دی.

له دې پرته په نړیواله کچه له دې ډلې سره د اړیکو او د دوی د نظام د مشروعیت یو بحث هم همدا موضوع ده.