ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بازار څه وخت رامنځته شو او څه ارزښت لري؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د بازار تاریخچې ته ځانکړې شوې ده، په پیل کې به واورئ چې:  بازار څه وخت رامنځته شو؟  بازار څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:   

30.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا ۳مه څپه؛ روغتیا وزارت: ښایي ۳ یا ۴ اوونۍ نورې هم سختې وي

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري. که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي. د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان اووسو، له دې وروسته له دوه تر درې یا هم تر څلورو اونیو وروسته به د مثبتو پېښو په ثبت کې کموالی راشي، یوازې د تېرې اوونۍ پرتله په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی دی." دی له خلکو غوښتنه کوي چې د یاد ویروس په وړاندې عادي چلند ونه کړي او باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. دا شان په همدې موده کې ۱۵۰۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. د شمېرو له مخې په دې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۸۷۱ او د ټولو اخته شوېو شمېر ۱۱۸۶۵۹ ته ورسېده. له همدې سره په دې هېواد کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق چاره هم روانه ده. عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه له اته سوه اویا زره ډېرو کسانو ته واکسین تطبیق شوی دی. د دې وزارت د مرستیال ویاند میرویس علیزي په خبره په دې کسانو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان هم شامل دي. که څه هم میرویس علیزی د هغه بندیانو چې واکسین ورته تطبیق شوي د شمېر په اړه څه نه وایي، خو د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د افغانستان په ټولو زندانانونو کې د کرونا ضد واکسین لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې له ۱۷ زره زیات کسان واکسین شوي دي. د دې ادارې ویاند صفي الله جلالزي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ۲۲ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین دوهم پړاو روان دی: " د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین اول ډوز تطبیق شوی دی، شااوخوا ۱۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته دا واکسین رسېدلي دي او د واکسین دوهم پړاو هم په ۲۲ ولایتونو کې جریان لري چې تر اوسه نږدې ۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته تطبیق شوي دي." نوموړی وايي چې له وړاندې هم په زندانونو کې د کرونا ویروس په وړاندې احتیاطي تدابیر په پام کې نیول شوي او ټولو بندیانو او دغه شان د زندانونو په پرسونل ماسکونه او نور مواد ویشل شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په راتلونکي میلادي میاشت کې به د امریکا مرسته شوي ۳ میلیونه ډوزه واکسین هم افغانستان ته انتقال شي. دا وزارت پلان لري چې په روان ۲۰۲۱ او راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د افغانستان ۶۰ په سلو کې وګړي واکسین کړي. د دې لپاره دا وزارت نږدې ۴۸ میلیونه ډوزه واکسینونو ته اړتیا لري.

29.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ درملتونونو کې د درملو بیې لوړې شوي

په داسې حال کې چې د کرونا درېیمې څپې ډېری په دغه ویروس اخته کسان تر روغتونونو رسولي، د اکسیجن کمښت او د درملو لوړ قیمت ګڼ انتقادونه راپارولي دي. ناروغ لرونکي وایي، د درملو بیه ۱۰ برابره لوړه شوې ده. له دې ډلې، د کابل د اوسېدونکي عبدالعزیز عزیزي پلار چې تازه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ترې اخیستی د درملو له لوړې بیې انتقاد کوي. د نوموړي په وینا چې پخوا د یو ویټامین سي پیچکارۍ بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په درې‌نیم تر څلورو زرو افغانیو پلورل کېږي. عبدالعزیز همدارنګه د کابل په درملتونونو کې کرونا ناروغانو لپاره د ځینو تقویتي درملو له کمښت هم انتقاد کوي. دی وايي: "د درملو بیه ډېره لوړه ده، خلک نه‌شي کولای چې په اسانه‌یې ترلاسه کړي، د ځنیو درملو بیه له دوه زرو نیولې تر څلورو زرو پورې ده، د خلکو اقتصاد کمزوری دی، نه‌شي کولای چې وایې‌خلي." د هرات اوسېدونکی الیاس نوري هم ورته انتقاد لري. ښاغلی نوري وايي: "تېره اوونۍ مې ورور ناروغ و، د اکسیجن او درملو په اخیستو مو ډېرې پیسې ولګېدلې، حکومت باید په درملو څار ولري او پرېنږدې چې اکسیجن او درمل د مافیا لاس ته ورشي." بل‌خوا د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې له بازارونو بشپړ څارنه کوي. د دغې ادارې مشر ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښاریان کولای شي چې شکایتونه له اسنادو سره له دې ادارې سره ثبت کړي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "د کرونا لپاره مشخص درمل نه‌شته، خو کوم تقویتي درمل چې په ښار کې خرڅېږي زموږ ټیمونه پرې بشپړ نظارت لري او هغه درمل پلورونکي چې درمل په لوړه بیه خرڅوي، ونیول شي، ورسره قانوني چلند کېږي، له وطنوالو جدي غوښتنه کوو چې له کوم درمل پلورنځي چې درمل اخلي د درملو بیه په نسخې ولیکي او ټاپه‌یې کړي او چې درمل په قیمته بيه په دوی خرڅ شوی وي موږ دې پرې خبر کړي." دا په داسې حال کې ده چې کرونا لاهم افغانانو ته یو جدې ګواښ شمېرل کېږي. عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه افغانستان د کرونا د درېیمې څپې له لوړې کچې نه‌دی تېر شوی. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل: "لاهم ګواښ پر ځای دی، د ورځنيو شمېرو کمښت د کرونا ټیټه کچه نه‌څرګندوي، ویروس د پراختیا په حال کې دی او د ناروغانو شمېر هم زیاتېږي." په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۴۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۶۴ تنه ترې مړه شوي دي. د کرونا له پیله بیا تر دې دمه په دغه هېواد کې ۱۱۷ زره او ۱۵۸ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۷۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.

28.06.2021 ازادي راډیو

د ودونو پر تالارونو د کرونا د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي

په کابل کې د ودونو د تالارونو مالکان وایي د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي. په ورته وخت کې یو شمېر هغوی چې کوژدې يې کړي هم انتقاد کوي چې دغو محدودیتونو د دوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي. نوید او مقبولې له کوژدې یو نیم کال وروسته تصمیم ونیو چې د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن جوړ کړي، خو د کرونا د محدودیتونو له امله تالارونه تړل شوي او د دوی د واده پروګرام هم لغوه شو. نوید وايي: "موږ تصمیم درلود په نږدې ورځو کې د کابل د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن ونیسو، خو د قرنطین له امله زموږ واده وځنډېد ځکه په کور د واده لپاره ځای نه‌لرو. د ودونو د تالارونو بېرته برانیستو ته انتظار باسو." نوید سره کوژده شوې مقبوله وايي، د واده د مراسمو له ځنډېدو راهیسې د دوی پیسې هم ولګېدې. دا زیاتوي: "موږ وضعیت اندېښمن کړي یو، له یوې خوا خلک وینو چې د کرونا له امله مري او له بلې خوا هوټلونه تړلي، نامزد مې چې د واده لپاره پیسې ټولې کړې وې، ډېرې یې مصرف شوې. موږ منتظر یو چې کله واده وکړو." په ورته وخت کې د ودونو د تالارونو مالکان وايي، د کرونا له امله لګېدلو محدودیتونو د هوټلدارۍ صنعت له ماتې سره مخ کړی دی. د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د واده د یوه تالار مالک حاجي باز وايي، د قرنطین له امله‌یې کارونه په ټپه درېدلي دي. ده وویل: "د قرنطین په دغه حالت کې مالیه او د ځای کرایه هم ورکوو، تېر کال درې میاشتې قرنطین وو، پور والا پور غواړي، خو زموږ عاید نه‌شته، یوه روپۍ نه‌لرو، در په در یو." په ورته وخت کې د هوټلدارانو ټولنه وايي، د ودونو د تالارونو له تړل کېدو سره زرګونه کسان وزګار شوي دي. د دغې ټولنې رئيس نادر قرغه‌یي ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې د ودونو ۱۲۴ تالارونه تړل شوي دي. ښاغلی قرغه‌یي وايي: "موږ له حکومته غواړو، یوه روغتیايي کړنلاره جوړه کړي چې له مخې یې ټول اصناف خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د هوټلونو له تړل کېدو سره ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي، هوټل دې پرېږدي چې هوټلونه فعال واوسي." په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له راتګ سره، حکومت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه ولګول. د دغو محدودیتونو پر بنسټ د ښوونیزو مرکزونو، د ودونو د تالارونو، عمومي حمامونو او د ورزشي کلپونو فعالیتونه وځنډېدل، خو ځیني خلک وايي، دغه محدودیتونه په سمه توګه نه‌عملي کېږي. د عامې روغتیا وزارت پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی ښيي او پر روغتیايي سپارښتنو ټینګار کوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی‌زی وايي: "په خواشینۍ سره چې اوس هم د کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي، موږ د ډېرو شمېرو شاهدان یو، ممکن تر راتلونکو څو ورځو پورې دا ګراف لوړ شي، خو تر درې یا څلورو اوونیو پورې به نزولي سیر ولري." د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې لګېدلي محدودیتونه رعایت کړي او د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې ونه‌ګرځي. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱،۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸۰۵ ترې رغېدلي او ۸۰ ترې مړه شوي دي. رسمي شمېرې ښیي چې په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۱۵ زره، ۶۱۵ ته رسېدلی چې ۴،۷۳۰ ترې مړه شوي دي، خو ویل کېږي چې کره شمېرې به له دې ډېرې وي.

27.06.2021 ازادي راډیو

روسیه کې د کرونا له امله مرګونې ورځ؛ ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۹ کسان مړه شول

په روسیه کې پرون شنبه د کرونا وبا له امله یوه تر ټولو مرګونې ورځ وه. د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي او هم پر دې ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر د روانې میاشتې د لومړیو په نسبت دوه برابره زیات شوی دی، یعنې په دې موده کې ۲۱،۶۶۵ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. د ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د کرونا ضد واکسین ته د روسیې د خلکو نه‌لېوالتیا او په دې وروستیو کې د دغه ویروس چټکې پراختیا په روسیه کې اندېښنې زیاتې کړې دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد د پارلمان غړو ته ویلي چې د کرونا وبا خطر تر اوسه نه‌دی له‌منځه تللی او په ځینو سیمو کې لیدل کېږي چې وضعیت لا خراب شوی دی. مسکو چې د 'کووېډ-۱۹' دغې نوې څپې تر ټولو زیات ځپلی د مخنیوي لپاره‌یې نوي سخت شرایط وضع کوي. د کرونا د نویو مثبتو پېښو یوه درېیمه برخه‌یې په مسکو کې ثبت شوي دي. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د روغتیا د برخې په سلو کې ۶۰ کارکوونکي مجبور دي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین ولګوي. پر مسکو سربېره په روسیه کې ۱۷ نورې سیمې هم ورته سخت مقررات وضع کوي چې له مخې به‌یې د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه سختېږي. له تېرې اوونۍ راهیسې د مسکو هغو اوسېدونکو ته په رستورانتونو او بارونو کې خدمات وړاندې کېږي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین، یا د کرونا د منفي ټسټ سند ولري او یا هم ثابته کړي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې کرونا تېره کړې ده. د روسیې د سیلانیانو په مشهور تفرېح‌ځای کراسنادار کې به د جولای له لومړۍ نېټې هغه کسان په هوټلونو کې د اوسېدو اجازه ولري چې د کرونا ضد واکسین یا د «پي‌سي‌ار» منفي آزموینې سند ولري. خو د اګست له لومړۍ نیټې به یوازې هغو کسانو ته په هوټلونو کې د اوسیدو اجازه ورکول کیږي چې د کورونا ضد واکسین تصدیق ولري. د امریکا د جانز هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې په روسیه کې شاوخوا پنځه ملیون او ۳۴۶ زره کسان پر کرونا اخته شوي او له امله‌یې هم نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه شوي دي.

27.06.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: روغتونونه د کووېډ-۱۹ په ناروغانو ډک دي، ځای یې نه لرو

په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې روغتونونه د کووېډ-۱۹ناروغانو څخه ډک شوي، خو د دې هېواد د ډېری اوسېدونکو په خبره چې په کووېډ - ۱۹ د اخته او له دې وبا د امله د مړینو شمېر د رسمي اعلان شوېو شمېرو پرتله څو چنده لوړ دی. د ننګرهار اوسیدونکی فرید وایي چې د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت اعلان شوې شمېرې ډېرې کمې دي: "هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې هره ورځ د اخته کسانو او مړینو په اړه خپروي، سمې نه دي، ځکه روغتونونه د دې وړتیا نه لري چې ټول خلک ورته لاړ شي، د لېرې پرتو ولسوالیو خلک روغتونونو ته په اسانۍ لاس رسی نه لري او ځینو خلکو ته خو تر اوسه روغتیایي لارښوونې هم نه دي شوي." د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کووېډ- ۱۹ ځینې ناروغان روغتون ته زړه نه ښه کوي او په کور کې دغه ناروغۍ ته تسليمیږي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس درېیمه څپه تېرو درېیو اونیو کې مخ په تېزېدو وه او د وزارت په وینا دا هېواد به له لوی اختر وروسته هم تر دوه اونیو پورې د خطر په حالت کې وي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په ډېری ولایتونو کې د روغتونونو ظرفیت سل سلنه مخ په ډکېدو دی. مجروح زیاته کړه: "تر دې دمه په مجموعي ډول د قضیو شمېر کم نه دی. سره له دې چې موږ په یو شمېر ولایتونو کې افقي حالت کې یو، مګر په ملي کچه چې وینو د قضیو شمېر مخ په ډېرېدو دی، تر ټولو بد دا چې ناروغان روغتونونو ته ځي او بدبختانه زموږ روغتونونه په ټولو ولایتونو کې ډک دي." د دې وزارت د چارواکو په خبره تر کومه چې روغتونونو کې د اکسیجن تولید ظرفیت لوړ نه شي روغتونونه به نور بسترونه رامنځته نه کړي. په ورته وخت کې ښاغلي مجروح وویل چې د متحده ایالاتو "جانسن اېنډ جانسن" واکسین به د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په درېیو اونیو کې افغانستان ته راشي. د نوموړي په خبره چې دا واکسین به د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری استادانو او کار کوونکو ته ولګول شي. مجروح زیاته کړه: " د جانسن اېنډ جانسن واکسین چې متحده ایالاتو له موږ سره مرسته کړي، د جولای له لسمې نېټې تر ۱۲مې به موږ ته ورسېږي. کله چې را ورسېږي، زموږ لومړنی تمرکز به په پوهنځيو او پوهنتونونو وي." دې وزارت دا هم وویل چې دوی اوس کولی شي د کرونا ویروس ډېلټا ډول وپېژني چې هندي سرچینه لري. د دې وزارت په خبره چې۵۰ سلنه خلک اوس مهال ډېلټا کرونټ ویروس لري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۵ نوي کسان په دې کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۶۵ نور ناروغان بیا ترې مړه شوي دي. رسمي احصایې ښیې چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ قضیو ټول شمېر ۱۱۴ زره او ۲۲۰ تنو ته رسیدلی او ۴۶۵۰ کسان ترې مړه شوي دي. په داسې حال کې چې واقعي شمېرې ممکن خورا لوړې وي.

26.06.2021 ازادي راډیو

بایډن: زموږ پوځیان له افغانستانه وځي خو ملاتړ مو دوام کوي

ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا ریيس عبدالله عبدالله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. بایډن په دې کتنه کې وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي خو له دې هیواد څخه د واشنګټن ملاتړ به پای ته ونه رسېږي.

26.06.2021 ازادي راډیو

ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي: د کورنۍ غړي مو دې هم د کرونا ضد واکسین شي

یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي چې د کورنۍ غړي یې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي. دوی پر عامې روغتیا وزارت غږ کوي چې د کورنۍ غړو ته یې د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي. د کرونا ویروس د زرګونو نورو وګړو ترڅنګ د څه باندې سلو روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو ژوند هم اخیستی.  ننګیالی د محمد جناح روغتون یو له هغو نرسانو څخه و چې دوه اوونۍ وړاندې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ساه ورکړه. د هغه ورور عبدالودوود وایي، ننګیالي له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې د نرس په توګه دنده ترسره کړه، خو څو ورځې وړاندې له کرونا ناروغۍ سره تر یوې میاشتنې مبارزې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. دی وايي: "ډاکټر ننګیالي اوس هم دنده ترسره کوله او د نوکرۍ پر مهال یې وضعیت خراب شو او کورته راوستل شو،۲۷ ورځې له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړه، خو له بده مرغه دوه اوونۍ وړاندې د شپې په اته بجو په محمد علي جناح روغتون کې ساه ورکړه." ننګیالي ۳۵ کاله عمر درلود، واده یې کړی و او د راشد او فردوس په نومونو یو څلور کلن او بل دوه نیم کلن ماشومان درلودل.  عبدالودود وایي، ورور یې ننګیالي په یو کرایه کور کې ژوند کاوه او اوس یې بچیان له ناوړه وضعیت سره مخ دي. دی وايي: "د کورنۍ اقتصادي وضعیت په اړه درته ووایم چې د دولت کار کوونکی و، شپاړس تر اولس نیم زره افغانۍ معاش یې درلوده چې له دې د کور کرایه ورکوله اوس هغه معاش هم نه ورکول کېږي او بچیان یې په ناوړه وضعیت کې دي، له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د ماشومانو لپاره یې د هغه معاش ورکړي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ناروغۍ له پیله تراوسه ۱۰۲ ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د کرونا د درېیمې څپې له پیله تر اوسه کرونا وبا د درېیو ډاکټرانو او روغتیایي کار کوونکو ژوند اخیستی. په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي، که څه هم دوی د ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې دي، خو د دوی کورنیو تر اوسه واکسین نه دی ترلاسه کړی او د ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.  یو له دوی څخه فیاض قلندري دی چې د جمعې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل:  "د روغتیایي کار کوونکو د کورنیو واکسین لپاره عامې روغتیا وزارت تر اوسه کوم پروګرام نه لري، روغتیایي کار کوونکي خپلو کورنیو د ویروس د انتقال یوه وسیله ده چې د ډېرو کورنۍ په دې ناروغۍ اخته شوي دي." په ورته مهال ډاکټر ناهید نبوي هم ورته مسالې ته اشاره کوي وایي، ان د ډېرو ډاکټرانو کورنۍ په دې ویروس اخته شوي. خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي وویل چې د یوې منظمې تګلارې پر اساس به د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنیو ته واکسین ورکړل وشي. دی وايي: "د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنۍ د ټولنې یو له زیان مننونکو څخه دي چې د یوې تګلارې پر اساس به په نږدې راتلونکي کې ورته واکسین تطبیق شي." په افغانستان کې کرونا تر دې مهاله د ۴۵۰۰ افغانانو ژوند اخېستی، خو ویل کېږي غیر رسمي شمېرې تر دې لوړې دي.  په روغتونونو کې د اکسبجن کمښت د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره یو له جدي ستونزو شمېرل کېږي چې له ټولو ژمنو سره-سره لا هم ستونزه پرځای ده. په ورته وخت کې د کرونا واکسین تطبیق په هېواد کې دوام لري او امریکا تازه اعلان کړی د جانسن اېند جانسن شرکت له لوري به افغانستان سره د نږدې ۳ میلیونه ډوزه واکسین مرسته وشي.

25.06.2021 ازادي راډیو

"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی "

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشینګټن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، امریکا ته د افغان مشرانو سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه داسې وخت کې کیږي چې افغانستان له " لویو ننګونو " سره مخ دی. د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني او ددې هیواد د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله له یو پلاوي سره واشینګټن ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا له جمهور ریس جو بایډن سره وګوري.

24.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدل؛ قرنطین نور هم وغځېد

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو په زیاتېدو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت د قرنطین موده د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځوله. دغه وزارت وایي چې د قرنطین دا موده به د سرطان تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي. تر دې وړاندې هم دوه ځلې ورته محدودیتونه لګول شوي دي.  د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه په ټول افغانستان کې پلې کېږي. ښاغلی نظري زیاتوي: "په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د وزارت ځانګړې کمېټې کوم بندیزونه چې دوه اوونۍ وړاندې په ۳۴ ولایتونو کې لګولي وو د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځول، دغو محدودیتونو کې به د ودونو هوټلونه، د لامبو وهلو حوضونه، ورزشي کلپونه، ښوونځي، پوهنتونونه، وړکتونونه بند وي او همدارنګه په عامه ځایونو کې باید ماسک واچول شي."  عامې روغتیا وزارت همدارنګه له دولتي ادارو غوښتي چې له غیر ضروري جلسو ډډه وکړي. دغه وزارت د جوماتونو له ملا امامانو او د ښاري بسونو له چلوونکو هم غوښتي چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.  خو یو شمېر عام وګړي دا محدودیتونه پر ځای ګام نه‌ګڼي. د کابل ښار اوسېدونکې او مدني فعاله خاطره نوري که څه هم د قرنطین له غځېدو هرکلی کوي، خو وایي دا چې یوازې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، نورو عامه ځایونو کې قرنطین نه‌پلی کېږي دا به د پام وړ نتیجه ونه‌لري. اغلې نوري وویل: "دا چې د قرنطین موده وغځېده نېک ګام دی، خو دا قرنطین یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو کوم د پام وړ اغېز به ونه‌لري، نور وګړي چې له کورونو څخه بهر دي په عامه ځایونو کې ګورو چې بازارونه خلاص دي،ګڼه ګوڼه ډېره ده نو دا د کرونا وبا مخنیوی نه‌شي کولای." د کابل یوې اوسېدونکې رویا رامش بیا وایي چې د قرنطین مودې په غځولو سره د کرونا مخه نه‌نیول کېږي او عامې روغتیا وزارت باید خپل امکانات زیات کړي.  مېرمن رامش وویل: "عامې روغتیا وزارت هغه مهال باید قرنطین جدي پلی کړی وای چې دا ناروغي د خلکو ترمنځ خوره نه‌وه اوس د دې قرنطین په غځولو سره کوم ځای نه‌شي نیولی." دغو محدودیتونو سره هم‌مهاله افغان دولت د واکسین بله دوره هم پیل کړې ده. تازه دوره کې تر اوسه څه باندې ۶۷۰ کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی چې دا ډېر کم شمېر په ګوته کوي.   تر دې وړاندې د هند تولید استرازینیکا واکسین تطبیق کېده، خو په وروستیو اوونیو کې چیني واکسین سینوفارم خلکو ته تطبیق کېږي. دواړه واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا تأیید شوي دي. په افغانستان کې د کرونا شمېرې مخ په لوړېدو دي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې د کرونا د مړینې شمېر زیات شوی چې افغانستان د درېیمې څپې اوج ته رسېدلی دی.  عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۶۷ تنه په کرونا اخته شوي او ۶۳ تنه ترې مړه شوي دي. د کرونا ویروس له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ۱۱۱ زره او ۵۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۴،۵۱۹ تنه مړه شوي دي.  په افغانستان کې د کرونا د ازمایښت او د ناروغۍ درملنې لپاره کمو امکاناتو ته په کتو اټکل کېږي چې د کرونا د خپرو شویو شمېرو په پرتله ارقام لوړ وي.

24.06.2021 ازادي راډیو

امریکا ته د افغان مشرانو سفر او د یو شمېر ښځینه فعالانو غوښتنې!

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې امریکا ته د جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملي مصالحي د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي سفر او د هغه هېواد له جمهور رییس او مشرانو سره یې لیدنه له اهمیته ډکه بولې. دوی د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د سولې په خبرو او په سوله کې د ښځو د حقونو او د دوی د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي. په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، باید د افغان ځواکونو د مدیریت په اړه خبرې وشي، مدیریت مشترک شي، څو بیا افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي. اغلې بارکزۍ وايي، دغه شان د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراژیکي هوکړې، ګډو ګټو او د ښځو او بشر د حقونو د خوندیتوب په اړه هم باید خبرې وشي. نوموړې زیاته کړه: "د افغانستان خلک او مخصوصاً د افغانستان ښځې هم د افغانستان او هم له امریکا نه دا غواړي چې په افغانستان کې د هغې سولې لپاره هلې ځلې وکړي چې په هغې کې عدالت رعایت شي، په هغې کې د افغانستان د خلکو حقونه خوندي وساتل شي او په هغې کې د افغانستان د خلکو اراده وي چې خپل برخلیک وټاکي." اغلې بارکزۍ وايي، که جګړه نور هم پسې اوږدېږي باید افغان ښځو ته دا ډاډ ورکړل شي چې دوی به ګواښېږي نه، ترور کېږي به نه او ښوونځي به یې پر مخ نه تړل کېږي. ټاکل شوې چې د افغان جمهور رییس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍافغان پلاوی د جمعې په ورځ د امریکا د جمهور رییس جو بایډن په رسمي بلنه په هغه هېواد له نوموړي سره وګوري. د افغانستان جمهوري ریاست مخکې ویلي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د مرستو پر دوام خبرې اترې او بحثونه دي. د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي چې امریکا ته په تلونکي پلاوي کې د سولې د مرکچي پلاوي دوه تنه غړې اغلې فاطمه ګیلاني او حبیه سرابي هم شاملې دي. نوموړې وویل: "د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي دوه تنه خویندې په دې ناسته کې ګډون لري، دا ځکه ډېر مهم دی چې دوی کولای شي په واقعي بڼه باندې د افغانستان د ځورېدلو خویندو، د افغانستان د قربانیانو د کورنیو او د افغانستان د شهیدانو د کورنیو هغه واقعي غږ پورته کوي." د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان د جګړو او تاوتریخوالي په شدت سره افغان مېرمنې د سولې د احتمالي هوکړې او د طالبانو په راتګ سره د خپلو حقونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب اندېښنې اخیستي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ په خپل اعلامیه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او دوی ته د درناوي خبره کړې او افغان حکومت هم تل دا داډ ورکړی چې د  سولې په خبرو کې به د دوی په حقونو او لاسته راوړنو معامله نه کېږي او ساتل کېږي به.

24.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې 'اته لکه کسانو' د کرونا ویروس ضد واکسین اخیستی

کرونا هغه وژونکی ویروس چې له امله‌یې په افغانستان کې د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ضد نور واکسین د ترلاسه کولو هیله لري. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې ۴۶۸ زره دوزه کرونا ضد نور واکسین هم افغانستان ته ورسېږي. ښاغلي عیلزي وویل تر دې دمه اته لکه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی او لا هم دا پروسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روانه ده. دی زیاتوي: "له نېکه مرغه موږ یو له هغه هېوادونو یو چې واکسین لرو او د تطبیق پروسه‌یې روانه ده او تر دې دمه ۸ لکه کسانو ته واکسین رسېدلی، موږ پلان لرو چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې ۶۰ په ۱۰۰ کې افغانانو ته واکسین ورسوو." په تېره یوه میاشت کې چې د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې له امله‌یې د مړېنې لوړې شمېرې ثبت شوې دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷۵ د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت شوې دي. دغه‌شان په همدې موده کې ترې ۵۳۷ کسان رغېدلي او ۸۶ مړه شوي دي. خو عام خلک د اکسیجن کمښت او د کرونا ضد واکسین ته د خلکو کم لاسرسی د ستونزو په توګه یادوي. د کابل ښار یو تن اوسېدونکی سلیمان صدیقي وايي: "څو مرکزونو ته مې د واکسین په موخه مراجعه وکړه، خو د خلکو د ګڼه ګونې له امله مې ترلاسه نه‌شو کړای، د واکسین کمښت بله ستونزه ده چې باید د روغتیا وزارت له‌خوا ورته پام وشي." د کابل ښار بل اوسېدونکی الهام جاوېد وايي، نه‌یې دي غوښتي چې دا واکسین تطبیق کړي: "ما ونه‌غوښتل چې دا واکسین وکړم، ځکه یو د سینما لوبغاړی چې دوه دوژه واکسین‌یې هم کړی و د دې ناروغۍ له امله‌یې ساه ورکړه، فکر کوم چې هېځ اغېز نه‌لري، شک لرم نو ځکه نه‌غواړم چې واکسین وکړم." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، تر اوسه چې کوم کسان په افغانستان کې د کرونا په درېیمه څپه کې مړه شوي، په دوی کې داسې کس نه‌شته چې واکسین‌یې لګولی وي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او دغه‌شان واکسین وکړي. په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه یو لک او اووه زره ۹۵۷ کسه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۳۶۶ بیا ترې مړه شوي دي.

23.06.2021 ازادي راډیو

ښار دور یا شهرګشتي له څه وخت راپه دې خوا دود دی؟

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پرګرام په ودونو کې د ښار دور یا شهرګشتي تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  ښار دور یا شهرګشتي له څه وخت راپه دې خوا دود دی؟  او څه ارزښت لري ؟  دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ :  

23.06.2021 ازادي راډیو

هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې ۹۰ سلنه کمې شوي

هندوستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالي خبر ورکړی دی. د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوه مرستیال راجیش بوشن پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) رسنیو ته وویل، په هندوستان کې تر ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکو ته د کرونا ضد واکسین لګول په شدت روان دي. نوموړي وویل: "که د مې میاشتې اوومې نېټې ته پام واړوو، د کرونا وبا په اوج کې مو په ورځني ډول تر ټولو لوړ شمېر ثبتاوه چې د ورځې تر څلورو لکواو ۱۴زرو اوښت. وروسته دا شمېر ډېر کم شو، که له هغه اوج سره یې پرتله کړو، نن سبا مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې دي." په هندوستان کې خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګولو کمپاین په چټکۍ مخ ته سره روان دی او د ورځې د دغه واکسین څه باندې اته میلیونه ډوزه خلکو ته په وړیا ډول لګول کېږي. د هندوستان روغتیا وزارت وايي، دوه پر درېیمه برخه وګړي چې کرونا ضد واکسین ورته لګول شوی، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، په هندوستان کې چې د وګړو شمېر یې یو میلیارد او څلور سوه میلیونو ته رسېږي، د کرونا ضد واکسین لګولو ته لږ تر لږه ۱۰ میلیونه روغتیايي کار کوونکي ګمارل شوي دي. په هندوستان کې د کرونا ویروس نوې څپې زیاتې ستونزې پیدا کړې چې په هرو درېیو ورځو کې په کرونا ویروس نږدې یو میلیون کسان اخته کېدل. د رسمي شمېرو له مخې، په هندوستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰ میلیونو ته نږدې شوی دی او په دې ویروس د مړو شمېر په کې نږدې  درې لکه او ۹۰،۰۰۰ تنه ښوول شوی دی. ځینې روغتیايي متخصصان په دې باور دي چې په کرونا ویروس د اخته او په دې ویروس د مړو شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي. په هندوستان کې د کرونا تر دویمې څپې وروسته د ډلټا په نوم د دغه ویروس نوې او بدله شوې بڼه ډېره خطرناکه وه چې ژر خپره شوه. د ویروس دغې نوې بڼې د هندوستان ترڅنګ د سیمې ځینې نور هېوادونه هم له خطر سره مخامخ کړل. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا ویروس ډلټا بڼه، اوس د نړۍ تر ۸۰ زیاتو هېوادونو کې خپره شوې ده.

23.06.2021 ازادي راډیو

پر ډاکترانو د کرونا ویروس فشار؛ تر اوسه‌یې '۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي' مړه کړي

د کرونا ویروس خپرېدو تر بل هر چا زیات ډاکتران تر فشار لاندې راوستلي دي، روغتیايي کارکوونکي چې شپه او ورځ په کرونا د اخته کسانو ژوند ژغوري، د دغه ویروس له خپرېدو بیا تر اوسه ۶۱۰ تنه مړه شوي دي. د هرات شهید بسیم روغتون کې مسعود میرزایي هغه ځوان ډاکتر دی چې د کرونا له پیله بیا تر اوسه د کرونا ناروغانو د ژوند د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي. نوموړی تر بل هر چا زیات د کرونا ویروس د خطر په اړه پوهېږي، خو بیا هم شپه او ورځ د 'کووېډ-۱۹' د هغو ناروغانو په خدمت کې دی چې په ډېر بد حالت کې روغتون ته وروړل کېږي. د ډاکتر میرزایي په وینا د کرونا درېیمه څپه خطرناکه او ډېر ژر خپرېدونکې ده، خو خلک‌یې پر وړاندې له حده زیاته بې‌پروایي ښیي. ډاکتر میرزایي او نورو هم مسلکانو ته‌یې سخت وخت هغه دی چې له یوې خوا یې په کرونا اخته ناروغ مړ شي، له بل لوري یې د خپلوانو له بد او فزیکي چلند سره مخ وي. ډ‍اکتر میرزايي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۱» ازادي راډیو ته وویل: "د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی، په شیدایي روغتون کې ناروغانو ته نور ځای نه‌شته، ګڼ شمېر یې اکسیجن ته اړتیا لري، خو موږ یې نه‌شو ورته برابرولی، د کرونا له لومړۍ څپې څخه امکانات زیات شوي دي، خو د ناروغانو شمېر ډېر دی، کله چې د اکسیجن له ستونزې سره مخ کېږو، د ناروغانو پایوازان ډېر تند او تېز چلند کوي، حتی تر دې چې په موږ وار کوي." د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې ۵،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي د 'کووېډ-۱۹' په روغتیايي مرکزونو کې په کار بوخت دي. ډاکتر مسیح نوري چې د افغان چاپان په روغتون کې کار کوي د اکسیجن، درملو، د ناروغ د بستر کېدلو لپاره د کټ او ځینو نورو لومړنیو اړتیاوو په هکله وایي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. د نومړي په وینا درمل قیمته شوي، اکسیجن کم شوی دی او د ناروغ لپاره د بستر کېدلو ځای هم په سختۍ پیدا کېږي. ښاغلی نوري زیاتوي: "د اکسیجن او بستر نشتوالی، د درملو ګراني، د ناروغانو زیاتوالی، زموږ د معاشونو ځنډېدل، هغه ستونزې دي چې له موږ نه‌یې د حل‌لاره ورکه کړې ده، د افغان چاپان او علي جناح روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي، چې دا په خپله ستونزې بې‌حده ډېروي." ډاکتران هغه کسان دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر نورو زیات د مرګ له کواښ سره مخ دي، خو بیا هم له 'کووېډ-۱۹' سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا له خپرېدو څخه بیا تر اوسه ۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي له دغې وبا مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند عثمان طاهري وايي: "ډېره هڅه کېږي چې پراخ مصونیت رامنځته شي، ډېریو ډاکترانو واکسینونه کړي او دا د دوی د خوندي کولو یوه لاره ده." د روغتیايي کارکوونکو نیوکه پر هغو خلکو ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې بې‌پروا دي، خو عام وکړي بیا وایي چې د 'کووېډ-۱۹' له درېیمې څپې څخه دومره نه‌وېرېږي لکه له لومړۍ څپې څخه چې ډارېدل. د کونړ اوسېدونکی محمد نعیم په دې اړه وایي: "په لومړیوکې له کرونا څخه سخت ډارېدلو، خو اوس په هغه اندازه وېره نه‌شته، په داسې حال کې چې مرګ دا ځل ډېر کوي." دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲،۲۰۲ تنه په کرونا اخته شوي او ۷۳ ترې مړه شوي دي، په دې شمېرو سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خېرېدو تر اوسه دې شمېر سره ټول ۱۰۷،۹۵۳ وګړي په 'کووېډ-۱۹' اخته او ۴،۳۶۶ کسان مړه شوي دي. ډاکتران، خلکو ته سپارښتنه کوي چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.

22.06.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more