شاته

څومره افغان فوټبالرانې پاکستان ته تللي او هلته څه پلان لري؟

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې اسلام اباد ته رسیدلې دي.

د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې پرون د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبان به تر خپل واک لاندې افغان ښځو ته سپورټ او ورزش ته اجازه ورکړي او که نه؟

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پر خپل ټویټر لیکلي:"د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم ته یې چې له افغانستانه د تورخم له لارې ورغلی، هرکلی ویلي دی."

نوموړي زیاته کړې ده چې د افغان نجونو د فوټبال ټیم غړیو ته د پاکستان د فوټبال فډراسیون استازو له خوا هرکلی ویل شوی دی.

فواد چوهدري په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او سملاسي دا روښانه شوې نه ده چې څومره افغان فوټبالرانې پاکستان ته ورغلي او دوی هلته څه پلان لري؟

له افغانستانه د ښځینه فوټبالرانو وتل، د سیاسي او ټولنیزو فعالانو، مشهورو څېرو په ځانګړي توګه د ښځو د هغو کډوالیو یوه برخه چې د تیرې یوې میاشتې راهېسې چې طالبان واک ته رسیدلي له دې هېواد پیل شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په چوکاټ کې د ښځینه فوټبال ټیم په وروستیو کلونو کې پیاوړی شو او په نړیوالو سیالیو کې یې هم ګډون درلود.

د نجونو د فوټبال دا ټیم په وروستیو کلونو کې د فوټبال د فډراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کرام د جنسي ځورونې تورونو له کبله هم په کور دننه او بهر د خبرونو په سرټکو کې وو.

  • افغان کرکټرانې

بل خوا د افغانستان د ښځو د کرکټ پخوانۍ مشرې توبا سنګر له نړیوالو کرکټرانو غوښتي چې که طالبان افغان ښځینه کرکټ تیم ته اجازه ورنه کړي، نړۍ دې د دې سزا د افغان د نارینه وو د کرکټ ته نه ورکوي.

د افغان مېرمنو د کرکټ لوبډله
د افغان مېرمنو د کرکټ لوبډله

توبا سنګر چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته کاناډا ته کډه شوې ده، د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر کرکټ بندیز به په افغانستان کې دا نوې غوړېدلې لوبه سخته زیانمنه کړي.

هغې ویلي: "دا ښه نظر نه دی چې د افغانستان د نارینه وو د کرکټ پر ملي ټیم بندیز ولګول شي، دوی نړۍ ته افغانستان په مثبت ډول ور پیژندلی دی."

کله چې تېره اوونۍ د اېس.بي.اېس ټلوېزیوني شبکې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د یو غړي احمد الله وثیق هغه څرګندونې خپرې کړې چې په کې د طالبانو له خوا د ښځو پر ورزش د احتمالي بندیزونو یادونه شوې وه، د اسټرالیا د کرکټ چارواکو د افغانستان سره په نوومبر میاشت کې د کرکټ د تاریخي ټېسټ لوبې د لغوه کولو خبرداری ورکړ.

خو وروسته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت تراوسه د ښځو د ورزش په اړه رسمي پالیسي نه ده په ډاګه کړې: "اسلامي امارت نه یوازې د سپورټ او ورزش مخالفت نه کوي، بلکې هڅوي یې، خو اسلامي امارت د ښځو د سپورټ په اړه تردې مه خپل رسمي دریځ نه دی بیان کړی. کیدای شي چې دا تګلاره په راتلونکې کې اعلان شي. هغه څه چې ما مخکې ویلي وو، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام مې خپل نظر څرګند کړی و."

د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم یو شمېر لوبغاړې لا د مخه له افغانستانه وتلي دي.

د فوټبال نړیوال فډراسیون تېره میاشت ویلي و چې دوی په افغانستان کې د فوټبال د پاتې لوبغاړو د ایستلو لپاره کار کوي.

د افغانستان څخه د ورزشکارانو، ژورنالیستانو او نورو مسلکي کسانو د وتلو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې طالبانو په وار-وار پر خلکو ټینګار کړی چې له هېواده دې نه وځي او ډاډ یې ورکړی چې په هېواد دننه به د دوی خوندیتوب باوري کړي.