ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


انګلستان د کرونا ویروس له کبله لګولي ټول محدویتونه لیرې کړل

انګلستان نن د نږدې ۱۷ میاشتو راهیسې د کرونا وبا په وړاندې لګېدلې ټول محدودیتونه لیرې کړل. په دې هېواد کې د ټولو محدودیتونو لیرې کول داسې مهال دي چې د 'کووېډ-۱۹' د نوې ډېلټا بڼې د خپرېدو له کبله په نویو پېښو کې زیاتوالی راغلی او دغه‌راز د دې هېواد صدراعظم بورېس جانسون او یو بل لوړپوړی مالي چارواکی ریشي سوناک تازه ۱۰ ورځني قرنطین ته تللي دي. دوی دواړه د جولای په ۱۶مه نېټه د انګلستان د روغتیا له وزیر ساجد جاوېد سره مخ شوي وو. سره له دې چې ساجد جاوېد د کرونا ضد واکسین دوه ستنې کړې دي، خو وړمه ورځ‌یې د کرونا معاینه مثبته راوتلې ده. دا مهال  بریتانیا په ورځني ډول تر ۵۰ زرو د کرونا نوې پېښې ثبتوي. دا د جنورۍ په میاشت کې په دې هېواد کې د کرونا وبا له اوج څخه لږ څه کمې دي. د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی چې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو سربېره د کاروبارونو د بیا پرانیستو وخت رارسېدلی ځکه چې د بریتانیا  نږدې په سلو کې ۹۰ لویانو د کرونا ضد واکسین لږترلږه یوه ستنه کړې ده او په سلو کې ۶۸یې په بشپړه توګه واکسین شوي دي. حکومت وايي، د واکسین په پرمختګ د کرونا وبا او په روغتون کې د بسترېدو او مړینو ترمنځ تړاو مات شوی دی. په نړۍ کې د کرونا ډېلټا بڼې خپرېدو اندېښنې راپورته کړي او یو شمېر هېوادونو کې یې د ځینو محدودیتونو د غځېدو او یا تازه لګول کېدو  احتمال زیات کړی دی. د جنوبي اسیا د ځینو نورو هېوادونو په څېر ویتنام دا مهال په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو له ریکارډ (بې‌ساري) زیاتوالي سره مخ دی او  چارواکو یې د دې هېواد په جنوبي سیمه کې د دوه اوونیو په مخه بشپړ ټولبند اعلان کړی. په شمالي افریقا کې دا مهال  تونس د خپلو وګړو د شمېر په تناسب په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبتوي او په افریقا د کرونا وبا سره تړلې تر ټولو زیاتې مړینې هم دا مهال په همدې هېواد کې رامنځته کېږي. تونس اوس خپل پوځ د واکسین په کمپاین کې د مرستې لپاره ګمارلی دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به په هغو کسانو کې چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی د کرونا مثبتې پېښې او له کبله‌یې مړینې لوړې شي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو اداره وايي، دا مهال په دې هېواد کې د کرونا له کبله په سلو کې تر ۹۹ زیاتې مړینې او په سلو کې تر ۹۷ زیات بستري کېدل په هغو کسانو کې دي چې د کرونا ضد واکسین‌یې نه‌دی کړی. په متحده ایالاتو کې دا مهال د واکسین په شرایطو له پوره  کسانو له درې برخو تر دوو زیاتو یې لږترلږه د واکسین یوه ستن کړې او ۵۹ سلنه‌یې بشپړ واکسین شوي دي.

19.07.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د تور 'فنګس' ناروغۍ ۱۵ پېښې ثبت شوي؛ څه ډول ناروغي ده؟  

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له پراخېدو سره هم مهاله، د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د تورقارچ 'فنګس' ناروغۍ د ۱۵ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ډېری دغه پېښې په کابل کې ثبت شوي دي: "تور قارچ 'فنګس' ناروغۍ ۸ پېښې په کابل کې، دوه په بلخ کې او یوه-یوه پېښه په بامیان، جوزجان، وردګ، فراه او سمنکان ولایتونو څخه ثبت شوې ده، عموماً دا فنګسونه زموږ په چاپیریال کې موجود دي او کله چې د انسان دفاعي سیستم کمزوري شي، هغه وخت کې دا فنګس یې په عضویت کې د ناروغۍ لامل کېږي." تور فنګس څه ډول ناروغي ده؟ ازادي راډیو دا پوښتنه له ډاکټر میرویس علیزي څخه وکړه، د نوموړي په وینا، دا ناروغي جدي فنګسي ستونزه ده او په هغه کسانو کې چې بدن یې نه شي کولای د انتاناتو پر وړاندې ودرېږي زیاته منځ ته راځي. نوموړی وایي، دا ناروغي په هغو کسانو کې پیدا کېږي چې د بدن مقاومت او دفاعي سیستم یې د وېروسي ناروغیو له کبله کمزوری شوی وي او د تور فنګس باکټریا په نورمال ډول د انسان په بدن او ککړه سبزۍ او ترکارۍ کې موجوده ده، خو معمولاً یې د بدن دفاعي سیستم د فعالیت مخه نیسي. د ده په وینا، تور فنګس باکتریا په مېوو - په تېره هغو مېوو کې چې ډېر وخت پرې تېر شوی او مړاوې شوې وي هم شته. د دغې ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟ ډاکټران، د دې ناروغۍ په اړه وایي چې دا لومړی پزه او ستوني کې ځای نیسي او بیا له هغه وروسته سترګو، مغزو او ټول وجود کې خپرېږي. د دې ناروغۍ د نښو په اړه ډاکټران وايي، د ناروغ پوزه بندېږي، غاښونه یې متحریک کېږي او بهېږي، سترګې یې پړسېږي او حرکت یې محدودېږي، ستونی یې تنګېږي او دا ټولې پړسېدلې ساحې یې تور زخمونه پېدا کوي. عامې روغتیا وزارت وایي، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي او که مخنیوی یې ونه شي، د انسان له پوستکي دماغ ته سرایت کوي او بیا پر سترګو او مغزو او چې ناروغي پرمختللې شي، ناروغ کس سالنډۍ، ټوخي او خونریزۍ پیدا کوي. د دغه وزارت په وینا، په دغې ناروغۍ په نړۍ کې د مړینې کچه څه باندې ۵۰ سلنه ده. له دې ناروغۍ افغانستان کې څومره کسان مړه شوي؟  عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره نږدې یوه میاشت کې په تور فنګس ناروغۍ اخته ٧ ناروغان مړه شوي دي. په کابل کې ٣ تنه او د مړینې یوه-یوه پېښه په بلخ، بامیان، سمنګان او جوزجان کې ثبت شوې ده. روغتیا نړېوال سازمان په دې اړه څه وایي؟ د روغتیا نړېوال سازمان د موندونو پر  بنسټ دغه ناروغي ساري نه ده، خو د ناروغ له ککړو وسایلو سره د تماس له لارې انتقالیږي. روغتیا نړېوال سازمان په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي، د دوی موندونې ښيي چې په کرونا ویروس، سرطان، اېچ ای وي او شکرې ناروغۍ اخته کسانو کې د تور فنګس ناروغۍ د پیدا کېدو احتمال زیات دی.  همدانګه ډاکټر علیزی وایي چې دغه فنګسونه تر ډېره په نمجنو ځایونو کې پیدا کېږي: "عموماً دغه فنګسونه په خاورو ، په وراسته شوېو د ونو پاڼو، وراسته شوېو میوه جاتو کې پیداکېږي، دا هغه څیزونه دي چې دغه فنګس هلته ژوند کوي، یعنې مساعده محیط ورته نمجن ځای دی چې دغه فنګسونه هلته موجود دي."   د نوموړي په وینا، که دا ناروغي اعصابو ته لار پېدا کړي، نو د بدن د معیوبیت لامل هم ګرځي.  د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا چې میو کور مایکوزس (Mucormycosis) یا د تور فنګس ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې وپېژندل شوه او په ۱۸۸۵ زیږدیز کال کې ورباندې د مایکوسز یا موکورینیا نوم کېښودل شو چې بیا وروسته د میوکورمایکوسز په نوم مشهوره شوه او کله-کله ورته زایګو مایکوسز هم وایي. د عامې روغتیا زارت که څه هم افغانستان ته د دغې ناروغۍ د راتلو دقیقه نېټه نه ښیي، خو وایي، نږدې یوه میاشت وړاندې له دوی سره د فنګس ناروغۍ پېښې ثبت شوې. پر دغې ناروغۍ لومړی په هند کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د روانې څپې په وروستیو کې هغه کسان اخته شوه چې د کرونا ویروس ناروغي یې یا تېره کړې وه او لا هم له دغې ناروغۍ کړېدل.  د روغتیا وزارت په وینا چې دوی د یادې ناروغۍ د مخنیوي او پرې د اخته کسانو درملنې لپاره جدي چمتوالی نیولی دی. د ناروغۍ مخنیوی څومره شونې ده؟ روغتیا پالان وایي چې پر تور فنګس د اخته کسانو باید ژر جراحي وشي او د بدن همغه برخې یې لېرې شي څو د بدن نورو برخو ته یې له خپرېدو مخنیوی وشي.   تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي او د ناروغانو له ککړو څیزونو او هغو توکو ځان لېرې وساتي چې شک کېږي چې دغه فنګسونه په کې موجود دي.  روغتیا وزارت وایي، د  تور فنګس ناروغۍ لامل د 'موکورمایکوزیس' په نوم یو فنګس دی، ځکه په دې نوم نومل شوی چې له امله یې د پزې شااوخوا برخې رنګ تغییر او نسج ته زیان رسېږي چې په نتیجه کې د پزې شااوخوا برخه کې د تور رنګ جوړېدو لامل کېږي. د ډاکټرانو په وینا، دغه ناروغي واکسین نه لري، خو د ګرد او خاورو له سیمو لېرې والی، د ماسک تړل، له چټلو لکه ډنډو، ویالې او نورو اوبو لېرې والی، د بدن د معافیت لوړوالی او د بدن د زخمونو مینځل کولای شي له دې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

19.07.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: د کرونا پېښې په کمېدو دي، خو وړه تېروتنه ستونزې لا زیاتوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي. وحید مجروح د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، که روغتیایي سپارښتنې عملي نه شي دغه ویروس لا هم ګواښوونکی دی. ښاغلي مجروح زیاته کړه: "د شواهدو پر بنسټ ډېری ولایتونو کې دغه ناروغي له لوړې کچې ښکته راغلې او ورو-ورو دا کچه را ټېټېږي، خو کوچنۍ تېروتنه به ستونزه لا زیاته کړي، هغه جدي ګواښونه چې موږ ترې اندېښمن یو د لوی اختر رارسېدل دي، د اختر په څلورمه د ښوونځیو پرانېستل او په ایران او پاکستان کې د کرونا پنځمه څپه ده چې افغانستان به د کرونا له څلورمې څپې سره مخ کړي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ښاریانو نیوکه وکړه چې لا هم له ګڼې ګوڼې ډکو سېمو ته ځي. وحید مجروح د ودونو تالارونو پرانېستل او له ګڼې ګوڼې ډکو سېمو ته تلل د کرونا پېښو د زیاتېدو لامل یادوي. ښاغلي مجروح د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، که د کرونا پېښې په هېواد کې زیاتې شي دغه وزارت ټولو ناروغانو ته د اکسیجن د رسولو توان نه لري. نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د اختر ورځو کې د یو بل کورته له تلو راتلو ډډه وکړي او د ټیلیفون له لارې په اختر مبارکیو بسنه وکړي. د روغتیا وزارت نوې شمېرې ښیې چې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو۲۴ ساعتونو کې۸۸۷ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۶۶ تنه ترې مړه شوي دي. د دغه وزارت معلومات ښیې چې د کرونا ویروس له پیله تر دې دمه ۱۴۱ زره او ۴۹۹ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او ۶۲۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.

18.07.2021 ازادي راډیو

دطالبانو او دولت دخبرو پیل ، په اوربند خبرې کیږي

دافغانستان ددولت یو لوړرتبه پلاوی قطر کې طالبانو سرو خبرو ته کیناست. دسولې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله ددغه پلاوي مشري کوي او دطالب مرکچیانو مشري په قطر کې ددوی ددفتر درئیس ملا عبدالغنی برادر لخوا کیږي. تمه ده چې دواړه لورې داختر په شپو ورځو کې په اوربند موافقه وکړي.

17.07.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: که اختر کې سپارښتونو ته پام ونه شي پایلې یې خطرناکه دي

د لوی اختر په را رسېدو او دغه شان په بېلابېلو مراسمو او غونډو کې د خلکو ګډون، یو ځل بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که د اختر په ورځو کې خلک روغتیايي سپارښتونو ته جدي پام ونه کړي، پایله یې خطرناکه ده. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خلک لا هم د دې ویروس پر وړاندې عادي چلند کوي: "اوس هم په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې په ډیرېدو دي او موږ د کرونا د درېیمې څپې د اوج په حالت کې یو، خلک د عامې روغتیا وزارت سره همکاري نه کوي هغه په دې معنی چې د عامې روغتیا وزارت لارښونې په خپل ژوند کې نه عملي کوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده." ښاغلی علیزی له افغان علماوو غوښتنه وکړه چې د اختر ورځې په خطبه کې کرونا ویروس نه د خوندیتوب په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي دغه شان د تورفنګس د ناروغۍ د مخنیوي برخه کې هم له خلکو د جدي همکارۍ غوښتنه کوي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې تر دا اوسه په دغه هېواد کې په ۱۵ کسان په تور فنګس اخته شوي او دا ناروغي هم د پراخېدو په حال کې ده. په ورته وخت کې، یو شمېر ټولن پوهان بیا په بېلابېلو مراسمو او غونډو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه اندېښنه ښيي. له دې ډلې عارف هلالي وايي، که څه هم خلکو ته په دې برخه کې عامه پوهای ورکړل شوی خو د عامې روغتیا وزارت اړوند بنسټونه باید په یاده برخه کې زیات کار وکړي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري چې کومې سپارښتنې شوي هغه نه عملي کېږي، اوس هم خلک د ودنو په تالارنو کې فاتحه خانو کې او دغه شان په کورونو کې د ودنو پرمهال سخته ګڼه ګوڼه وي." دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې کرونا ویروس یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹ ژوند اخیستی او ۳۷۸ نور پرې اخته شوي دي. د تازه ثبت شوېو پېښو سره په ټول افغانستان کې له دې ویروسه د مړو شوېو شمېر ۶۱۴۷  او د مثبتو پېښو شمېر څه کم یو لک او ۴۰ زرو ته پورته شو.

17.07.2021 ازادي راډیو

د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ تند انتقادونه

د افغانستان او پاکستان مشرانو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه ایز اتصال، ستونزې او فرصتونو تر عنوان لاندې غونډه کې پر یوبل سخت انتقادونه وکړل. ولسمشر اشرف غني د څو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په مخکې وویل، پاکستان له پخوانیو ژمنو سره سره، پر طالبانو له خپل توان او نفوذ څخه کار وانه خیست څو د سولې جدي خبرو ته یې اړ کړي خو صدراعظم عمران خان په ځواب کې وویل چې پاکستان د بل هر هېواد پرتله، د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. په دې اړه تفصیل په دې راپور کې....

16.07.2021 ازادي راډیو

"د جګړې سبب زموږ د ځواکونو وتل نه دي، افغانستان ۴۳ کاله جنګ کې و"

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د جګړې لامل له دې هیواد څخه د امریکايي سرتیرو وتل نه دي بلکې دا هېواد په تیرو شلو کلونو کې پرلپسې جګړه کې ښکېل و. زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د بیروت د انستیوت له خوا په جوړ شوي یو انلاین سینمار کې کړي. خلیلزاد په دې سیمنار کې د ازبکستان له پلازمېنې تاشکند څخه ګډون کړی و، هغه ځای چې د څو هیوادونو د لوړو پوړو چارواکو د یوې غونډې کوربه توب کوي. د افغانستان جمهور ریس اشرف غني، د پاکستان صدراعظم عمران خان، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیف بوریل سبا د تاشکند ددې غونډې له ګډونوالو څخه دي.

15.07.2021 ازادي راډیو

د ارزګان ځینې اوسیدونکي: کرونا وېروس یوازې 'کافرانو' لپاره ده، نه یې منو

په جګړه ځپلي ارزګان کې خلک د جګړو او وچکالي سربېره کرونا ویروس هم زیات ځپلي دي. د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره پرمخ روانه ده چې ورسره په یاد ویروس د اخته کسانو شمېر د پخوا پرتله څو چنده زیاته شوې ده. روغتیا پالان وايي، په شدت سره د کرونا ویروس خپرېدو لامل په خلکو کې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کموالی دی چې روغتیایي سپارښتنې هېڅ په پام کې نه نیسي او کرونا ویروس نه مني. د دوی په خبره، که څه هم د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ سره روانه ده، خو ترینکوټ ښار او ولسوالیو کې خلک په عادي توګه ژوند کوي، د خوښۍ محفلونه جوړوي، نه واټن مراعتوي او نه هم ماسک اچوي. ازادي راډيو د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسیدونکو سره د کرونا ویروس په اړه خبرې کړي، خو زیات شمېر کسانو یې ویلي، د کرونا ویروس نوم یې یوازې له راډيوګانو اوریدلی او نور یې په اړه معلومات نه لري. دوی مني چې په هر یوه کور کې داسې کسان شته چې د ستوني درد، ساه بندي، تبه او ټوخی لري کوم چې ډاکټران وايي، همدا د کرونا ویروس نښې دي، خو خلک یې په زکام نوموي. له دې ډلې دوو تنو کریم الله او میرزا ولي ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا په اړه معلومات نه لرم، له راډيوګانو مو اوریدلي او خلک يې یادونه کوي، خپله سیمه کې مو دا ناروغۍ نه ده لیدلې، خو ځینې کسان د سر درد، ساه بندي، یخې او تودې تبې لري چې موږ یې زوکام بولو، په کرونا یې نه پیژنو. - کرونا د مسلمانو لپاره نه ده  او دا یوازې د کافرانو لپاره ده، زموږ سیمه کې هېڅ یو کس هم کرونا نه دی نیولی او نه يې هم څوک پېژني، خو په دې وروستیو کې یوه ناروغۍ زیاته شوې چې موږ یې زوکام بولو هغه زیات شمېر کسان مړه کړي هم دي چې روغتون ته خپل ناروغ ور وړو ډاکټران وايي، دا کرونا ده، موږ وايو چې نه، دا زُکام ده." میرزاولي او کریم الله په ترینکوټ ښار کې د ۲۰ هغه کسانو څخه دي چې ازادي راډیو ورسره مرکې کړي، خو دوی د کرونا په اړه یا هم معلومات نه لرل او یا یې هم نه منله، دوی په دې باور وو چې کرونا یوازې د کافرانو لپاره ده. د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو پر اساس چې د کرونا د درېیمې څپې له پيله تر دا مهاله دغه ولایت کې ۶۳۸ کسانو د کرونا ویروس پایلې مثبتې شوې چې له دې ډلې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ترینکوټ د ولایتي روغتون مسوولین وايي، دوی ته په دغه ولایت کې هره ورځ تر ۶۰ پورې کسان ورځي چې د کرونا ویروس نښې لري او تر نمونې اخېستلو وروسته د ۲۰ او یا هم ۳۰ تنو پایلې مثبتې  راځي. د یاد روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل: "ارزګان کې زیات شمېر کسان په کرونا اخته دي،  موږ ته چې ښځینه او یا هم نارینه ناروغان راځي زیات يې د کرونا نښې لري، ورته وايو چې تاسو ورشئ معاینات وکړئ کرونا یاست وايي، نه موږ کرونا نه یو، خلک روغتیایي لارښوونو ته هېڅ پام نه کوي، کرونا ویروس ټوکې ګڼې." د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وايي چې دغه ولایت کې یې خلکو ته د کرونا ویروس په اړه د راډيو ګانو، ورکشاپونو، غونډو او جوماتونو له لارې معلومات ورکړي دي. د یادې ادارې مشر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته دا تائید کړه چې د ارزګان خلک د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو لارښوونې نه مراعتوي. نوموړی وايي، دوی دغه ولایت کې په ورځني ډول  تر ۶۰ پورې له خلګو څخه د کرونا ویروس سمپلونه اخلي چې تر ۴۰ پورې یې مثبت وي. وطنوال وايي، که خلک ورسره همکاري و نه کړي او روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي، نو زیات شمېر کسان به د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

15.07.2021 ازادي راډیو

اریانا سعید په کابل کې د افغاني برنډ جامو یو لوی سوداګریز مرکز پرانیست

په افغانستان کې له یو نا معلومه برخلیک څخه د اندېښنو په حال کې افغان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید افغان مېرمنې اقتصادي ځان بسیاینې ته هڅوي. اریانا سعید له افغان مېرمنو وغوښتل چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي. مېرمن سعید د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» د افغاني برنډ جامو د یو سوداګریز مرکز د پرانیستلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د یوې روښانه راتلونکې په هیله‌یې په افغانستان کې پانګونه کړې ده. اغلې سعید زیاتوي: "زما هیله دا وه چې د هنر ترڅنګ په افغانستان کې پانګونه هم وکړم، زما پیغام افغان مېرمنو ته دا دی چې هېڅکله خپله روحیه له لاسه ورنه‌کړي او هڅه وکړي چې اقتصادي ځان بسیاینې په لور ولاړې شي، همدارنګه زده‌کړې وکړي، کار وکړي، ولې افغانستان سل کاله وروسته پاتې شي؟" مېرمن سعید په خپل شخصي لګښت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغاني برنډ جامو د ډیزاین، نندارې او خرڅلاو یو لوی سوداګریز مرکز پرانیست. په دغو مراسمو کې یو شمېر سندرغاړو، ځوانانو، سوداګرو مېرمنو او خبریالانو ګډون کړی وو. یو شمېر مېرمنو چې په دغه پرانیست غونډه کې یې ګډون کړی و د دغه افغاني برنډ جامې نندارې ته وړاندې کړې. په ورته وخت کې په دې پرانیست غونډه کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي څو مېرمنو ته لا کاري فرصتونه پیدا شي. فهیمه افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو نوی نسل یو او سوله مو یوازنۍ هیله ده، غوښتنه مو دا ده چې پرېږدئ مېرمنې زده‌کړې وکړي، زه د یوې سوداګرې مېرمنې په توګه چې دلته مې پانګونه کړې نه‌شم ویلی چې راتلوکی برخلیک به مو څنګه شي، هېڅوک خپل راتلونکی نه‌شي تضمین کولای." دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو په تېزېدو سره د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته شوې ده. خو لاهم شته داسې مېرمنې لکه اریانا سعید چې راتلونکي ته هیله‌مندې دي چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په ملاتړ به نه‌یوازې دا چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي، بلکې مېرمنې به لا پرمختګ وکړي.

14.07.2021 ازادي راډیو

د خوست ولایتي شورا غړې د طالبانو له‌خوا د تښتول کېدو او راخوشې کېدو کیسه کوي

د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال وایي، خپلې دندې او کارونو ته به دوام ورکړي. زهره جلال چې پرون سې شنبه ورځ د کابل-خوست له عمومي لارې د لوګر ولایت په اړوند سیمه کې وسله‌والو طالبانو ګرځولې وه، تېر ماښام ناوخته‌یې خوشې کړه.  د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم پرون ماښام ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د دې ډلې غړو مېرمن جلال له ځان سره بيولې وه، خو ماښام‌یې بېرته له خپلو پنځو اولادونو سره ازاده کړه. نوموړې دا مهال خپل کور ته رسېدلې ده.  په خوست کې د ازادي راډیو خبریال له زهره جلال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

14.07.2021 ازادي راډیو

د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو

د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نه‌دي.  په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.  د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي. هدیه نګاه په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون ویانده ده، کومه چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په جلال‌اباد کې له یوې امنیتي ننګونې سره مخ او له اندېښنې یې په کور ناستې ته اړ شوه. هدیه نګاه ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وایي، لا هم د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو ژوند خوندي نه‌دی او د هغې ورځې په ارمان ده چې یو ځل بیا لکه د پخوا پشان بې‌اندېښنې کار او خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي. هدیه نګاه د هغې صحنې کیسه کوي، کومه چې ۱۰ ورځې وړاندې کله چې له کوره دفتر ته پر لاره ورسره مخ شوه: "درې کسانو راپسې رامنډې کړې، یو کس چې وسله‌یې په لاس کې وه، بېخي مې څنګ ته رانږدې شو، دوه نور یې چې وسله‌وال وو، لږ وروسته وو، خو دا یو چې بېخي مې نور لاسته رانږدې و، د تفنګچې مرمۍ یې کش کړه او رکشا چلوونکي ته مې چې زه‌یې دفتر ته بیولم، وویل چې ودرېږه! کله چې رکشا چلوونکی په وضعیت پوه شو چې دا خو اوس برید کوي، نو په ډېره بېړه او تېزۍ سره وتوانېد چې له سیمې ووځي." هدیه نګاه زیاتوي، دې پېښې یې د دې او د دې د کورنۍ اندېښنې زیاتې کړي او غواړي چې تر یو څه وخته په یوه خوندې ځای کې له خپلې کورنۍ سره واوسي. ثنا بیا په ننګرهار کې د یوه خبري اژانس خبریاله وه، کومه چې له تېرو شااوخوا پنځو میاشتو راهیسې یې د امنیتي ننګونو له کبله کار پرېښی دی. دا په ټولو ښکېلو لورو د افغان خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالېستانو د خوندیتوب غږ کوي: "له حکومت څخه مې جدي غوښتنه دا ده چې د خبریالانو امنیت ته دې پاملرنه زیاته کړي، له ډلو چې خبریالان په نښه کوي، غواړم چې خبریالان نور په نښه نه‌کړي ځکه چې د خبریالانو دنده یوازې ټولنې ته خدمت کول دي." په ننګرهار کې د ښځينه ژرونالېستانو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ۴ تنه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې کومې چې دغلته‌یې د نورو ښځينه ژورلېستانو زړونه مات، په کور ناستې او یا له کورونو کار کولو ته اړ کړې. دغو پېښو د خبریالانو د خونديتوب او ملاتړ ټولنې هم اندېښمنې کړې دي.  په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي ازادي راډيو ته وویل، په مکرر ډول‌یې تر ځایي مسؤلانو خپل غږ رسولی، خو په وینا یې، له هڅو سره سره بیا هم وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې نږدې ټولو ځایي ښځينه ژورنالېستانو یې دنده پرېښې او په کورونو ناستې دي. ښاغلی ظریفي زیاتوي: "په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې اندېښنې ډېرې زیاتې شوې دي، خطرات شته دي، اوس د ډېری رسنیو ښځينه کارکوونکې په کور ناستې دي." بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ولایتي اداره د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې په ټول توان کار کوي او ټولو امنیتي حوزو ته لارښوونه شوې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې د پاملرنې په موخه ولایتي اداره په ټول توان کار کوي، خپله د ننګرهار والي له خبریالانو سره مستقیمې اړیکې لري، د دوی غوښتنو ته ځوابونه وایي، همدا شان‌یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې هم د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره کار وکړي او هم په کاري چاپېریال کې یې د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي." د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې تر ۱۰ ډېرې راډيوګانې او درې ټلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې په‌کې د ننګرهار د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې په‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ نږدې ټولې یې په کور ناستې دي.

14.07.2021 ازادي راډیو

لومړنی ښار کوم او ښارونه څه ارزښت لري؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د افغانستان د ښارونو تاریخ ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: لومړنی ښار کوم و؟ او ښارونه څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

14.07.2021 ازادي راډیو

کرزی: ډیرژر به د سولې د جدي خبرو شاهد واوسئ

د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی وایي، افغانان به ډیرژر د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو شاهد واوسي. په قطرکې د دواړو لورو ترمنځ خبرې، له افغانستانه د ناتو او امریکایي ځواکونو د وتلو د مهال ویش تراعلان وروسته په ټپه دریدلې. دغه خبرې د تیرکال په سپټمبرکې پیل شوې وې خوپکې د پام وړپرمختګ ندی شوی. کرزي نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه راز په افغانستان کې د جګړې د بندیدو او د بنسټیزو تاسیساتو د نه ویجاړیدو غوښتنه وکړه.

13.07.2021 ازادي راډیو

له ښکېلو غاړو د افغان ښځو شبکې غوښتنه: تاوتریخوالی ودروئ او د خبرو مېز ته وګرځئ

د افغان ښځو شبکې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې خبرو مېز ته وګرځي. دغې شبکې ملکي وګړي په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د جګړې اصلي قربانیان وبلل او له حکومت‌یې وغوښتل، پرېنه‌ږدي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د جګړې قرباني شي. د دغې شبکې یوې غړې فرشتې فرح وویل: "د جګړې له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند وکړي، د بې‌ګناه ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او اوربند وکړي، مذاکرات پیل کړي څو دوامدارې سولې ته ورسېږو." دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال، په ځانګړي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د محدودیتونو له لګولو اندېښنه ښودلې، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي. یوه افغانه مېرمن چې د امنیتي ګواښونو له امله نه‌غواړي خپل نوم واخلي، د خپل پلرني ټاټوبي فاریاب ولایت د شیرین تګاب په ولسوالۍ کې د ژوند کیسه کوي، کومه چې دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده. نوموړې وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ډېرې سیمې د طالبانو په واک کې وې او یوازې د دې ولسوالۍ امنیه قومانداني له حکومت سره وه چې هغه هم یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. هغه څه چې دغه مېرمن د اوس په اړه وایي، ۲۰ کاله وړاندې د طالبانو د واکمنۍ له کیسو سره ورته ده، د مېرمنو له زده‌کړې نیولې د نارینه‌وو په فعالیتونو محدودیت او د خلکو بې‌ځایه کېدل. د دغې مېرمن په وینا چې په شیرین تګاب کې نجونې تر څلورم ټولګي پورې د زده‌کړې حق لري او یو شمېر مېرمنې په زوره طالبانو ته نکاح شوې دي. دغه مېرمن زیاتوي: "د طالبانو تر کنټرول وړاندې دا یو له امنو ولسوالیو څخه وه، خو کله چې طالبان راغلل خلک بې‌ځایه شول، مزار او جوزجان ته کډه شول، کورونه وران شول، څلور کاله وشول چې د شپې له‌خوا خلک برق نه‌لري، د طالبانو درې وخته ډوډۍ په خلکو ده، دغلته د خوښۍ مراسم باید د طالبانو په خوښه وي، نجونې یې ځان ته نکاح کړې، ښوونځي یې وتړل، نجونې یوازې تر څلورم ټولګي د زده‌کړې حق لري." دا په دې وروستیو کې د ډېرو مېرمنو اندېښنې دي، هغه ادعاوې چې طالبان‌یې ردوي. په داسې شرایطو کې چې جګړو زور اخیستی او په پرله‌پسې ډول ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي، مېرمنې تر هر وخت ډېرې اندېښمنې دي. همدارنګه د ښځو د حقونو یوې فعالې مېرمن مسعودې کوهستانۍ په دې اړه وویل: "د مېرمنو اندېښنه د ټولو خلکو اندېښنه ده، په تېرو ۲۰ کلونو کې مېرمنې لوړو څوکیو ته ورسېدې او مهمې لاسته راونې یې درلودې، خو طالبانو د جګړې په دوام سره د سولې په پروسې د خلکو باور له‌منځه وړی، باید اوربند وکړي او له وحشت څخه لاس واخلي." دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل کنټرول لاندې سیمو کې د محدودیتونو لګولو ادعا ناسمه بللې او هغه‌یې تبلیغات یاد کړي. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې څوک حق نه‌لري چې چاسره ناوړه چلند وکړي او یا د ښځو او نارینه‌وو د ژوند د تګلارې په تړاو خپل‌سري قوانین عملي کړي. طالبانو دغه خبرپاڼه داسې مهال خپره کړې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، طالبان وايي ډېری ولسوالۍ د دوی په لاس سقوط شوي هغه څه چې د افغانستان دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي او وايي چې ډېر ژر به دا ولسوالۍ بېرته ونیسي.

13.07.2021 ازادي راډیو

امریکا: اوس اړتیا نشته چې خلک دې د کووېډ-۱۹درېیم ډوز واکسین هم وکړي

د امریکا روغتیايي چارواکو اعلان کړی هغه خلک چې په بشپړه توګه واکسین شوي اړتیا نه لري چې تقویتي/درېیم ډوز واکسین ترلاسه کړي. چارواکو دا اعلان د واکسینونو له یوه لوی تولیدوونکي شرکت فایزر مسوولینو سره تر ناستې وروسته کړی. پرونۍ (دوشنبه-د چنګاښ ۲۱مه) ناسته داسې وخت وشوه چې تېره اوونۍ اوونۍ فایزر شرکت حیرانوونکی اعلان وکړ او ویې ویل چې په پام کې لري له امریکا متحده ایالاتونو وغواړي د کووېډ- ۱۹ تقویتي/یا بوسټر ډوز/شاټ منظور کړي. فایزر شرکت ویلي چې درېیم شاټ کولی شي په ډراماتیک ډول معافیت ته وده ورکړي او ممکن په ډېرو هېوادونو کې د مخ په زیاتیدونکي ډېلټا بڼې کرونا په بندولو کې مرسته وکړي. د امریکا د روغتیايي او بشري خدمتونو د څانګې چارواکو ته د فایزر شرکت له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې د واکسیناسیون لومړني معلومات سپارل شوي. د دې ادارې یوه ویاند او فایزر شرکت ویلي چې په پام کې لري په یوه معتبره ژورنال کې لا زیاته موثره ډېټا/معلومات شریک کړي. د کووېډ-نولس پر وړاندې د امریکا د ادارې د کمپاین یوه متخصص او مسوول ډاکټر انټوني فوچي چې په روغتیايي چارو کې د ولسمشر جوبایډن لوړپوړی سلاکار هم دی ویلي، پرونۍ ناسته ډېره معلوماتي وه او تنظیموونکي به د متحده ایالاتونو د تګلارې تر بدلون مخکې ټول مسایل وڅاري. هغه وروسته له 'سي.اېن.اېن' سره ټینګار وکړ چې دم ګړۍ د شته معلوماتو له مخې درېیم شاټ اړتیا نشته خو دا یوه دایمي پرېکړه نه ده. فوچي زیاته کړه: "معلوماتو او ډېټا ته په کتو اوس وخت د دې اړتیا نشته چې موږ خلکو ته درېیم/تقویتي شاټ ورکړو. هغه شاټ چې د موډرنا یا جانسن اېنډ جانسن تر واکسین وروسته د زیات تقویت په خاطر لګول کېږي. خو دا په دې معنی نه ده چې خبره ختمه ده او 'د ویروس خپرېدا' همدلته دریږي. مطالعات کېږي چې څه وخت او څنګه خلکو ته درېیم واکسین ولګوو نو ځکه هم نه شو ویلی چې درېیم شاټ نه لګوو او کیسه د تل لپاره ختمه ده." ډاکتر فوچي وویل، واکسینونه خورا موثره دي او اوس بحثونه په دې دي چې تر څومره به دوام کوي؟ تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د درېیم شاټ د لګولو په اړه خبرداری ورکړی و. د دغه سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) د روغتیا نړیوال سازمان د مشرتابه په یوه ناسته کې نیوکه وکړه چې د کرونا د واکسین د تمویل په برخه کې د هېوادونو تر منځ توپیر ډېر زیات او نابرابره دی. ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس هغو هېوادونو ته د تقویتي ډوزونو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ چې وختي يې خپل خلک واکسین کړي. دی وايي: "په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو لا واکسیناسیون نه دی پیل کړی، یو شمېر هېوادونو خپل اکثر خلک واکسین کړي دوه ډوزونه او اوس درېیم تقویتي ډوز پیلوي. دا جداً د خواشینۍ وړ ده." ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس ګواښ وکړ چې شتمن هېوادونه باید بې وزلي هېوادونه له پامه ونه غورځوي ځکه که دا کار وکړي نه یوازې نور په ستونزه کې لویږي، بلکې په خپله هم د کرونا په مهار نه شي بریالي کیدای. د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ډېلټا بڼې د زیاتې خپراوي په اړه خبرداری هم ورکړی. اسراییل د درېیم ډوز لګول پیل کړي اسراییل یواځینی هېواد دی چې وختي یې د خپلو خلکو لپاره د کووېډ-۱۹ د واکسین درېیم شاټ لګول پیل کړي. که څه هم د دغه هېواد د وګړو ګڼه برخه واکسین شوې خو په دې وروستیو څو ورځو کې هلته د کووېډ-۱۹ په مثبتو پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي. په جنوبي کوریا او فرانسه کې هم د کووېډ- نولس پېښې بیا زیاتې شوي دي. د فرانسې اعلان د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون امر کړی چې د سېپټمبر تر ۱۵مې نېټې دې ټول روغتیا پالان واکسین شي. د اکسفورډ او ځینو نورو بنسټونو یوه ګډه سروې ښيي چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې پنځه ویشت فیصده خلکو لږ تر لږه د کووېډ-۱۹ یو ډوز واکسین اخیستی دی. د معلوماتو پر اساس په ټوله نړۍ کې څه نږدې درې نیم میلیارډه ډوزه واکسینونه ویشل شوي، خو پر بې وزلو هېوادونو کې یوازې یو فیصد خلکو یو ډوز لګول شوی په داسې حال کې چې د ورځې نږدې دېرش میلیونه واکسینونه په ټوله نړۍ کې تطبیقیږي. د کرونا د واکسین د تطبیق لپاره له نړیوالو هڅو سربېره اوس وخت د رسمي شمېرو له مخې چې جانز هاپکېنز پوهنتون او څو نور بنسټونه یې خپروي په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې څه باندې ۱۸۷ میلیونو ته رسیدلي چې له ډلې یې د مړو شمېر له څلور میلیونه او اته دېرشو زرو کسانو لوړ تللی دی.

13.07.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more