کابل کې ځینو معترضو ښځو له طالبانو د زدهکړو، کار او ټولنه کې د حضور حق وغوښت
په ټولنه کې د موجودیت او د حقونو د خوندیتوب په هدف کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون.
دغه لاریون پر افغانستان د طالبانو له کنټرول دوه ور وځې وروسته کېږي.
لاریون د یو شمېر مېرمنو لهخوا د شعارونو په لېږدولو سره د جمهوري ریاست په مخکې کې ترسره شو.
دغه لاریون "افغانې ښځې شته" تر شعار لاندې ترسره شو چې د مېرمنو د زدهکړو، کار کولو او ټولنه کې د دوی په حضور یې ټینګار کاوه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې مېرمنې د کابل په یوه څلورلاري کې د څو تنو طالبانو مخې ته شعارونه ورکوي.
یوې اعتراض کوونکې سودابه کبیري ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ښځو د تعلیم، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون حق غواړو. د ټولنې د نیمایي وګړو په توګه زموږ هدف دا دی چې په پرېکړو کې برخه واخلو او د افغان مېرمنو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې وساتو."
هغه مېرمنې چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه ۲۰ کاله تجربه لري، د کار نهکولو، شاته تګ او د خپلو فعالیتونو محدودولو څخه وېره لري.
دلته په هرات کې بیا حسینا عظیمي چې ۱۰ کالهیې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریالې په توګه کار کړی وایي د ښځو غږ باید له پام ونهغورځول شي.
نوموړې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ناسته کې برخه اخیستې وه: "زه یوه خبریاله یم، زما غږ د ملت غږ دی. کله چې زما غږ غلی شي، زما ملت او زما همجنسه مېرمنې زیانمنېږي. د ښځو د حق څرګندولو لپاره، مېرمنې باید غږ پورته کړي او نارینه باید د دوی ترڅنګ ودرېږي، موږ د طالبانو شپږ کلنه دوره تېره کړې او ښځو ډېر څه له لاسه ورکړل نور نهغواړو فرصتونه له لاسه ورکړو."
فاطمه یوه بله مېرمن ده چې د ازادیو له لاسه وتلو څخه اندېښمنه ده.
دا وايي: "زما لپاره، چا چې ۲۰ کاله درس ویلی او کار یې کړی، په کور کې پاتې کېدل خورا ستونزمن دي او دا نهیوازې زه، بلکې ټولې مېرمنې ځوروي. د نوي شرایطو سره چې رامنځته شوي، موږ غواړو چې موږ محدود پاتې نهشو. خپلو حقونو او ازادیو ته لاسرسی ولرو او بیاهم د ښځو ټولنې جوړې کړو."
که څه هم طالبانو تر اوسه د ښځو د فعالیتونو په اړه خپل دریځ نهدی روښانه کړی، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سې شنبې په ورځ په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ښځې د ټولنې مهمه برخه وګڼله او ویېویل چې د دوی حقونه د اسلام په چوکاټ کې خوندي دي.
ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې د نن ورځې او ۲۰ کاله مخکې طالبانو ترمنځ لوی توپیر موجود دی.
افغان مېرمنې د طالبانو د پخواني حکومت په وخت کې له اساسي بشري حقونو برخهمنې نهوې.
طالبانو په هغه وخت کې ښځې د تعلیم او کار له حق څخه بېبرخې کړې وې او ان دا اجازه هم نهورکول کېده چې له محرم پرته خپلو کورونو څخه ووځي.
اوس به وکتل شي چې د طالبانو نوې تګلاره له میرمنو سره څه ډول ده او د ښځو حقونو په برخه کې دې د ډلې چلند څومره بدل شوی.